اقتصاد

د قرضونو لړۍ: د چین سره د سوداګرۍ کولو په اړه د سریلانکا احتیاطي کیسه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د حکومت پر ضد په زرګونو مظاهره چیان د جولای په ۱۳مه نېټه د سریلانکا د وزيراعظم رانیل ویکرما سينګې د سرپرست وزیر اعظم په توګه تر ټاکل کېدو څخه څو ګهنټې وروسته د هغه دفتر ته په زور ورننوتل. [ای اېف پي]

د حکومت پر ضد په زرګونو مظاهره چیان د جولای په ۱۳مه نېټه د سریلانکا د وزيراعظم رانیل ویکرما سينګې د سرپرست وزیر اعظم په توګه تر ټاکل کېدو څخه څو ګهنټې وروسته د هغه دفتر ته په زور ورننوتل. [ای اېف پي]

هامبنټوټا، سریلانکا -- شنونکي خبرداری ورکوي چې د بیجینګ سره د سوداګرۍ کولو خطرونه په سریلانکا کې په واضح ډول په ډاګه شوي، کوم چې د څه حده پورې ​​د چین د قرضو له کبله د لوی سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی او زیربنایي پروژې یې په ټپه ولاړې دي.​

دوی وايي، په سریلانکا کې زده شوي درسونه د چینایي قرضو اخیستونکو او د چینایي زیربنایي پروژو ترلاسه کونکو لپاره د احتیاط کیسه وړاندې کوي -- په ځانګړي توګه هغه هېوادونه چې د چین ​​د یو کمربند او یوې لارې نوښت (BRI)،​​د یو کمربند، یو سړک (OBOR) په نوم هم یادیږي، سره تړاو لري.

میجر (ريټاريرډ) امیت بنسال، چې د دفاع ستراتیژیست او د نړېوالو چارو شنونکی دی، د تېرې جمعې په ورځ (د جولای په ۱۵مه) په یو آنلاین کانفرنس کې وویل، د چین د قرض د جال نقشه ساده ده. د ياد کانفرنس کوربه توب د ریډ لینټین انالیټیکا (RLA) کړی و، چې په هند کې مېشته یو خپلواک څيړنيزه موسسه ده.

RLA د بنسال په حواله ټویټ وکړو، "هېواد باید ستراتیژیک موقعیت ولري، دا باید غریب وي او په انتظاميه کې کرپټ سیاستدانان ولري. یوځل چې دا ۳ شرایط پوره شي، چین په پراخه کچه د قرضو وړاندیز کوي او په تدریجي ډول د هغې حاکمیت په خپل لاس کې اخلي."

د لوټس ټاور، د ګلانو په شکل يوه لويه وداني چې د چینایي فنډونو لخوا تمويل شوې، د مۍ په ۵مه د سریلانکا په کولمبو کې پدې عکس کې ليدل کيږي. دغه برج رنګا رنګ د شیشو مخه د مرکزي ښار په فضا کې په واضح ډول ښکاري، خو د هغې داخلي برخه هېڅکله د خلکو لپاره نه ده پرانستل شوې. [ایشارا اېس کوډیکارا/ای اېف پي]

د لوټس ټاور، د ګلانو په شکل يوه لويه وداني چې د چینایي فنډونو لخوا تمويل شوې، د مۍ په ۵مه د سریلانکا په کولمبو کې پدې عکس کې ليدل کيږي. دغه برج رنګا رنګ د شیشو مخه د مرکزي ښار په فضا کې په واضح ډول ښکاري، خو د هغې داخلي برخه هېڅکله د خلکو لپاره نه ده پرانستل شوې. [ایشارا اېس کوډیکارا/ای اېف پي]

د چين د دولت صدر شي جين پينګ د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په ۱۶مه د ليدونکي کتاب لاسليک کوي، پداسې حال کې چې د سريلانکا د هغه وخت صدر مهيندا راجاپاکسا (ښي اړخ ته) د کتونايکې په بندرانايکي نړېوال هوايي ډګر کې د هرکلي په مراسمو کې مخې ته ګوري. [لاکروان وانیاراچی/ای اېف پي]

د چين د دولت صدر شي جين پينګ د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په ۱۶مه د ليدونکي کتاب لاسليک کوي، پداسې حال کې چې د سريلانکا د هغه وخت صدر مهيندا راجاپاکسا (ښي اړخ ته) د کتونايکې په بندرانايکي نړېوال هوايي ډګر کې د هرکلي په مراسمو کې مخې ته ګوري. [لاکروان وانیاراچی/ای اېف پي]

د جمو په مرکزي يونيورسټۍ کې د ملي امنیت د مطالعاتو اسسټنټ پروفیسر جې جیګناتن وویل، د BRI په نوم هېوادونو ته د چین د قرضو وړاندیز یو شان دی.

د RLA په وينا، هغه وویل، "دوی تل استبدادي رژیمونه غوره کړي چې احتساب او عامه شفافيت نلري." "دوی د قرضو وړانديز کوي او د دې لپاره انتظار کوي چې هېواد په قرض کې ګیر کړي."

د عراق، مصر، ایران، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان په ګډون د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا ډېر هېوادونه، چې ټولو د چین څخه په میلیاردونو ډالره اخيستې دي، په دغه معیار پورہ کیږي.

د ملغلرو تار

په سریلانکا کې، د سپینو هاتهيانو د پروژو مثالونه چې د بحران په زياتولو کې یې مرسته کړې ده، په هغې کې شامل دي: د نړۍ "خالي" هوایي ډګر، د ډوډۍ خوړلو پرته یو چکر وهونکی رستورانت، د ۳۵۰ متره لوړ کولمبو لوټس برج، د کرکټ يو لوی ميدان، د نړېوال کانفرنس هال چې ډېر لږ کارول کیږي، په لسګونو غیر استعمال شوي سړکونه او پلونه، او د قرضو څخه ډک بندر، او نور.

د سریلانکا او چینایي چارواکو له ډاډ سربېره چې په هېواد کې د بیجینګ پانګه اچونه "خالصه اقتصادي" ده، خو کتونکو ته خيفه مقاصد په نظر راځي.

پیټریک مینډېس، چې یو پخوانی امریکایي سفارتکار دی او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ناتو او انډو پېسفیک قوماندې کې پوځي پروفیسر دی، وویل، "په حقیقت کې، سریلانکا د هند - آرام سمندر په سیمه کې د چین د څو ملیارد ډالرو BRI د تاج زیور دی، کوم چې د هامبانټوټا بندر، د کولمبو بندري ښار، د کولمبو لوټس ټاور او ډېرې نورې زیربنایي پروژې له يو بل سره يو ځای کوي."

هغه د جولای په ۱۱مه په هارورډ نړېواله بیاکتنه کې ولیکل، "دا بندرونه په آسانۍ سره ​​د دوه اړخیزه پوځي او ملکي استعمال لپاره​​په وادونو کې بدلیدی شي."

"سربېره پردې، نږدې د ماتالا راجاپاکسا نړېوال هوایي ډګر په دې موخه جوړ شوی و چې دا په راتلونکي کې په دوه ګوني توګه د ملکي او پوځي تاسیساتو لپارہ استعمال شي."

چین په ۲۰۱۷ کال کې په جیبوتي کې خپله لومړۍ بهرنۍ پوځي اډه پرانیستله ترڅو، د راپورونو له مخې، د هند سمندر او ختیځ افریقا شاوخوا سمندري عملیاتو کې اسانتیاوې برابرې کړي. بیجینګ د عدن په خلیج کې د سمندري غلا ګواښ او د مهمو نړېوالو سمندري لارو خوندي کولو لپارہ خپل خواهش د توجیې په توګه استعمال کړو.

په بیجینګ کې چارواکو په لویدیځه افریقا کې هم د پوځي اډې د توجیه کولو لپاره ورته دلیل کارولی دی.

کله چې د تېر کال په وروستیو کې خبرونه خپاره شول چې​ چین په پټه په متحده عرب اماراتو کې پوځي اډه جوړوي​، نو په ټوله سیمه او هاخوا کې د خطر زنګونه وغږول شول.

په وروستيو کلونو کې چين په نورو مهمو برخو کې په​ پاکستان​،​ ايران​ او سريلانکا کې د سوداګريزو بندرونو اسانتياوې جوړې کړې چې د دې پراخېدونکی سمندري ځواک يې په چټکۍ سره کارولی شي.

دا ټول د بیجینګ "د ملغلرو د تار" ستراتیژۍ یوہ برخه ده چې د پوځي او سوداګریزو تاسیساتو د شبکې له لارې د افریقې له هارن سره د چین اصلي ټاټوبی ونښلوي.

د جنورۍ په نیمایي کې، تهران اعلان وکړو چې دا له چین سره د ۲۵ کلن ​هراړخیز ستراتیژیکو همکاریو تړون پلي کول پېلوي، چې تېر کال لاسلیک شوی و.

د تړون د شرایطو له مخې، ایران به د ۴۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې پروژې پېل کولو له لارې په BRI کې شامل شي.

که څه هم دا معامله په ښکاره ډول سوداګریزه بڼه لري، ​خو ​د ایران په جاسک او چابهار بندرونو کې د چین سرمايه کاري​​ به د دې ګړندۍ وده کونکي سمندري ځواک ته اجازه ورکړي چې خپله لاسرسي پراخه کړي.

وال سټريټ ژورنال د متحده ایالاتو او متحدینو چارواکو په حواله په ۲۰۱۹ کال کې راپور ورکړ و، په بل مثال کې، ​​چین له کمبودیا سره پټ تړون لاسلیک کړو​​ چې خپل سمندري ځواک ته په دغه هېواد کې د اډې کارولو اجازه ورکړي.

د چین او کمبوډیا دواړو چارواکو دا راپورونه رد کړل او دا يې "جعلي خبرونه" او "افواه" وبلله.

واشنګټن پوسټ د جون په ۶مه د لوېدیځو چارواکو په حواله راپور ورکړو چې چین په پټه په کمبوډیا کې د خپل پوځ د ځانګړې استفادې لپاره سمندري تاسیسات جوړوي.

د مینډېس په وینا، "دغه ټولو پروژو ته په لومړي سر کې په BRI کې د پراختیایي مرستې ودہ ورکړل شوې وه." "په حقیقت کې، BRI د چین د بهرنۍ پالیسۍ يوه پراخه ستراتیژي ده چې مخ پر ودې هېوادونه تر خپل نفوذ لاندې راولي لکه څنګه چې د سریلانکا په 'احتیاطي کیسه' کې ښودل شوې ده."

په سریلانکا کې بحران

په سریلانکا کې د څو میاشتو د بجلۍ نشتوالي او د خوراکي توکو او تېلو له سخت کمي وروسته، د هفتو په پراخه کچه سوله ییز لاریونونه چې د حکومت د استعفا غوښتنه یې کوله د مۍ په میاشت کې په تاوتریخوالي بدل شو، چې پنځه کسان پکې ووژل شول او لږ تر لږه ۲۲۵ نور ژوبل شول.

صدر ګوتابیا راجاپاکسا د جولای په میاشت کې له هېواده وتښتیدو.

دا بحران د چین لخوا د تمویل شويو پروژو لخوا زيات شو چې د شاهانه لګښتونو د غفلت د یادګارونو په توګه کار کوي.

د زیربنا کمپاين مرکز د نړۍ ترټولو بوخت د ختیځ - لویدیځ بار وړونکي وسیله وه چې موخه يې صنعتي فعالیت رامنځته کول و.

پرځای یې، دا له هغه وخت راهيسې پيسې له لاسه ورکوي کله چې یې عملیات پېل کړل.

ډینوکا، چې له اوږدې مودې راهيسې د هامبنټوټا اوسیدونکی دی، ای اېف پي ته وویل، "کله چې پروژې اعلان شوې، موږ ډېر هیله مند وو، او دا سیمه ښه شوه."

"خو اوس دا هېڅ معنی نلري. دا بندر زموږ نه دی او موږ ډېر ګران ژوند کوو."

د هامبنټوټا بندر ونه توانیدو چې د چین د ۱.۴ ملیارده ډالرو قرض بېرته ورکړي چې د هغې جوړول يې تمويل کړی و، او په شپږو کلونو کې يې ۳۰۰ ملیونه ډالره له لاسه ورکړي دي.

په ۲۰۱۷ کال کې، د چین یو دولتي شرکت ته د سمندري بندر لپاره د ۹۹ کلونو اجاره ورکړل شوه -- دا یو داسې تړون و چې په ټوله سیمه کې یې اندیښنې راپورته کړې چې بیجینګ د هند په بحر کې ستراتیژیک موقعیت ترلاسه کړو.

د چین په ملاتړ یو بل شاهانه لګښت چې بندر ته نږدې موقعیت لري: د ۱۵.۵ ملیونه ډالرو کانفرنس هال دی چې له پېل راهیسې په حقیقت کې لږ کارول شوی دی.

نږدې د راجاپاکسا هوايي ډګر دی چې د چین څخه د ۲۰۰ ملیونو ډالرو قرضې په مرسته جوړ شوی، چې دومره لږ کارول کیږي چې په یو وخت کې یې د بجلۍ بیل نشو ورکولی.

په مرکزي ښار کولمبو کې، د چین لخوا تمویل شوي د بندري ښار پروژه شتون لري -- د ۶۶۵ جریبه یو مصنوعي ټاپو چې د دوبۍ سره د سیالۍ کولو په موخه د مالي مرکز په توګه جوړ شوی و.

خو منتقدینو د مخکې نه د دې پروژې په اړه بيانونه ورکړي چې دا "د قرض يو خفيه جال" دی.

په قرضه کې ډوب

چین د کولمبو ترټولو لوی دوه اړخیز قرض ورکوونکی دی او د دغه هيواد په ۵۱ ملیارده ډالرو بهرني قرضه کې لږ تر لږه ۱۰ فيصده ملکیت لري.

شنونکي وایي که چېرې دولتي شرکتونو او د سریلانکا مرکزي بينک ته ورکړل شوي قرضې په پام کې ونیول شي، نو ریښتیني شمېره خورا لوړه ده.

د قرض د مخ په زیاتیدونکي بار د بېرته ورکولو توان نه لرلو سره، او د کریډیټ درجې په ټیټیدو سره چې د پیسو په نړېوال بازار کې يې د تازه قرضو سرچینې کمې کړي دي، د سریلانکا حکومت د اپرېل په میاشت کې د خپلو بهرنیو قرضو مکلفیتونو کې د ډیفالټ کېدو اعلان وکړو.

دې هڅه کړي چې له چین سره د قرضې د بېرته ورکولو د شيډول په اړه خبرې اترې وکړي، خو بیجینګ د دې پرځای د موجوده قرضې د بېرته ورکولو لپاره د نور قرضې ورکولو وړاندیز وکړو.

دا وړاندیز د پیسو نړېوال وجهي صندوق (IMF) ته د مرستې لپاره د سریلانکا د غوښتنې له کبله رد شو.

د چین سفیر کیو ژین هونګ په هغه وخت کې خبریالانو ته وویل، "چین د سریلانکا سره د ډیفالټ کېدو څخه په مخنيوي کې د مرستې لپاره خپله ټوله هڅه کړې، خو په خواشینۍ سره دوی IMF ته لاړل او د ډیفالټ کېدو پریکړه یې وکړه."

د ډېرو سریلنکانو لپاره، په لویه کچه نه کارول شوي زیربنایي پروژې له چین سره د سوداګرۍ کولو خطرونو يو قوي سمبول ګرځیدلی دی.

په کولمبو کې د یوې کوچنۍ سټیشنرۍ هټۍ مالک کرشنتا کولتونګا وویل، "موږ د مخکې نه په قرضو کې ډوب یو."

د ګلانو په شکل یوه لوړه وداني، چې د کولاتونګا سوداګرۍ د لوټس ټاور دروازې ته نږدې موقعيت لري، د چینایي فنډونو لخوا تمويل شوې ده.

د برج رنګا رنګ د شیشو مخه د مرکزي ښار په فضا کې په واضح ډول ښکاري، خو د هغې داخلي برخه -- او د ښار د پراخه نظارو سره یو پلان شوی چکر وهونکی رستورانت -- هېڅکله د خلکو لپاره نه دی پرانستل شوی.

کولتونګا وپوښتل، "که موږ د ډوډۍ لپاره سوال کولو ته پاتې شو، نو په دې برج باندې فخر کول څه معنی لري؟"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500