بشري حقونه

اوکراین له یو کال راهیسې د روسیې له یرغل سره مخ دی

د اولها چیپل لخوا

د اوکراین کډوال د مارچ په ۲۴مه د جګړې له پېل څخه یو میاشت وروسته د رومانیا - اوکراین پولې، اساکسیا-اورلیوکا، ته د کښتۍ په واسطه د رسیدلو وروسته په بندري لاره کې ګرځي. [ډېنیل میهایلسکو]

د اوکراین کډوال د مارچ په ۲۴مه د جګړې له پېل څخه یو میاشت وروسته د رومانیا - اوکراین پولې، اساکسیا-اورلیوکا، ته د کښتۍ په واسطه د رسیدلو وروسته په بندري لاره کې ګرځي. [ډېنیل میهایلسکو]

کييف -- په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پېل څخه مخکې، ۴۱ کلنه اوکسانا هرابوینسکا په لویف صوبه کې اوسېده، چې د ناټو له غړي پولېنډ سره د اوکراین لوېدیځ پولې ته څېرمه ده.

که څه هم د هغې ښارګوټی د بشپړې کچې یرغل په لومړیو ورځو کې د اصلي محاذ څخه نږدې ۱۰۰۰ کیلومتره لرې و، د روسیې توغندي لاهم په سیمه کې توغول کيږي.

هغې وویل، "موږ په یو کوچني ښار کې ژوند کولو. دا د ويرې خبره وه ... هېڅوک نه پوهېدل چې بله شیبه به څه پیښیږي، یا د روسیې ټېنکونه به چېرته روان ول."

هغې د لوېف په شمال لوېدیځ کې ۳۰ کیلومتره لرې د سولې او امنیت نړېوال مرکز ته په اشارې سره وویل، "په لومړۍ هفته کې موږ د یاوریف په پوځي اډې د بریدونو تمه لرله."

د اوکسانا هرابوینسکا ماشومان د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په مياشت کې د جګړې په لومړۍ هفته کې د لویف صوبې په ژواکوا کې د هوایي برید پرمهال د ګاونډي ماشوم سره په بېسمنټ کې ناست دي. [د اوکسانا هرابوینسکا شخصي آرشیف]

د اوکسانا هرابوینسکا ماشومان د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په مياشت کې د جګړې په لومړۍ هفته کې د لویف صوبې په ژواکوا کې د هوایي برید پرمهال د ګاونډي ماشوم سره په بېسمنټ کې ناست دي. [د اوکسانا هرابوینسکا شخصي آرشیف]

هغې وویل، "په دې اووه ورځو کې چې به کله خبرداری ورکړل شو، نو زه او زما ماشومان به بېسمنټ ته لاړل، او دا واقعي سخت کار و ځکه چې دوی څلور کلن او دوه کلن وو." "موږ به هلته د نورو خلکو سره د ګهنټو لپاره ناست و او یوازې به مو ژړل ځکه چې موږ به ډېره ويره لرله."

د راتلونکې ناڅرګندتیا سره، یوه هفته وروسته، هرابووینسکا خپل ماشومان او دوه سپي يو ځای کړل، موټر ته وختله او د پولېنډ د پولې په لور روانه شوه.

د سلګونو زرو نورو اوکراینیانو په څېر، هغه نه پوهېده چې مخکې به څه پېښ شي.

هغې وویل، "زه فکر کوم چې یوازې هغه څوک چې په خپلو سترګو یې جګړه لیدلې وي او سایرن یې اوریدلی وي پوهیدې شي ... دا د بشپړې تباهۍ، ګډوډۍ او ځینې وختونه د ویرې احساس دی." "بې شکه، خلک بیا له هرڅه سره عادت شول، خو هغه لومړنۍ ورځې واقعي وحشتناکې وې."

هرابووینسکا له هغه وخت راهیسې په وارسا کې ژوند کوي، چېرته چې هغې دنده وموندله، او ماشومان یې د پولېنډ وړکتون ته ځي.

پداسې حال کې چې د کورنۍ ژوند اوس باثباته دی او دوی خوندي دي، هغه یوازې یو ارمان لري: چې کور ته لاړه شي.

"زه هره ورځ د خپل کور په اړه فکر کوم. تاسو اړتیا لرئ پوه شئ چې دا یوازې یو اپارتمان، یا شیان، یا هغه خلک ندي چې تاسو یې په خپل شاوخوا کې پیژنئ. دا ستاسو ژوند دی."

هرابوینسکا وویل، "د میلیونونو اوکراینیانو ژوند تباه شوی دی." "زه په کلکه غواړم چې هرڅه بېرته هغه حالاتو ته لاړ شي چې د فبرورۍ د ۲۴مې نېټې څخه مخکې ول."

ناڅاپه ګډوډي

د هرابوینسکا او نږدې هر اوکرایني لپاره ژوند تېر کال هغه ورځ بدل شو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (يو اېن ايچ سي آر) د جون په میاشت کې وویل چې د روسیې د بشپړې کچې یرغل "له دوهم نړېوال جنګ راهیسې ترټولو ګړندی او په جبري توګه د بې ځایه کېدو ترټولو لوی بحران" رامنځته کړو.

يو اېن ايچ سي آر د فبرورۍ په ۱۵مه راپور ورکړو چې د تېر کال د جګړې له پېل راهیسې له ۸ ملیونو څخه ډېر اوکراینیان تښتیدلي دي.

د مهاجرت نړېوال سازمان د جنورۍ په میاشت کې اټکل وکړو چې له ۵.۳ میلیونو څخه ډېر په کور دننه بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو له مخې، يادې جګړې اوکراین ته بې ساري ډیموګرافیک زیان رسولی دی. نوموړي اداره اټکل کوي چې د دې هېواد آبادي د شوروي دور نه وروسته ترټولو ټیټې کچې ته راټیټه شوي: ۳۶.۷ ملیونه.

په پرتله کولو سره، ۳۰ کاله مخکې د اوکراین آبادي ۵۱.۷ ملیونه وه.

سیاسي ساینس پوه او د کوچنیو ښارونو د نړېوالې ټولنې ايګزيکيټو الیکسي بوریاچینکو وویل، "موږ په ډاډ سره ویلی شو چې جګړه څومره اوږده شي، نو دومره به لږ خلک بېرته راشي."

هغه وویل، "هغه خلک چې په لومړۍ څپه کې نه دي راستانه شوي -- د جولای او اګست ۲۰۲۲ ترمنځ -- به په تدریجي ډول بهر پاتې شي." "ماشومانو سکولونو ته تلل پېل کړي، خلکو يونيورسټو ته تلل پېل کړي، ژبې زده کوي، او نوې ټولنيزې اړیکې جوړوي."

'زه پاتې کیږم'

لا هم ګڼ شمېر اوکراینیانو په دغه هېواد کې د پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.

په دوی کې یوه د ډينیپرو ۶۴ کلنه تیتیانا بیلیامینکو ده. ډينيپرو د هېواد په ختیځ او سویل کې د اوکرایني ځواکونو لوژیستیکي مرکز دی.

روسي توغندیو په منظم ډول ډينیپرو په نښه کړی دی. د جنورۍ په ۱۴مه په ملکي زیربنا باندې په یو وروستي برید کې، یو روسي توغندي د يو لوړ اپارتمان ودانۍ ویجاړه کړه، چې ۴۶ کسان پکې ووژل شول.

ياده ودانۍ د بیلیامینکو له کور څخه یو بلاک لرې وه.

بیلیامینکو وویل، "دا یوه وحشتناکه تراژیدي ده. دا حادثه زما نه ۱.۵ کیلومتره لرې پېښه شوه. دا زموږ د هستوګنې په املاکو کې وه -- ۶مه ودانۍ، چېرته چې موږ ژوند کوو. دا بالکل په هغه ځای کې پېښه شوه چېرې چې موږ موجود یو."

بیلیامینکو وویل چې د هغې لور یولیا، چې نږدې اوسیږي، هم نه غواړي چې هېواد پریږدي.

بیلیامینکو وویل، "هغې وویل، زه نه غواړم لاړه شم. زه دلته په اوکراین کې زیږیدلې یم، او ما وویل چې زه به هېڅ ځای ته لاړه نه شم."

"حتی پرون، کله چې ما هڅه وکړه چې د هغې سره د تګ په اړه خبرې وکړم. ما وویل، 'یولیا، تاسو باید لاړ شئ.' خو هغې وویل، 'مور، که تاسو وتلو ته اړتیا لرئ، نو تاسو لاړ شئ. خو زه دلته پاتې کیږم."

"په پېل کې، کله چې یو کال مخکې جګړه پېل شوه، دا یوه لویه صدمه وه. خو اوس موږ د دې سره عادي شوي يو."

بیلیامینکو وویل، "تاسو یوازې فکر کوئ که دا ستاسو د مرګ وخت وي، نو تاسو به مړه شئ که تاسو هر ځای ته لاړ شئ." "دا فکر یو ډول د راحت احساس ورکوي، او بیا تاسو ژوند پېل کوئ -- په جګړه کې ژوند پېل کوئ."

"یقیناََ، که تاسو ماشومان لرئ، تاسو باید لاړ شئ، خو زما په قضیه کې، زه دلته ډېره ګټوره یم، په ځانګړې توګه دا چې زما د اوښي کزن د اوکراین په پوځ کې دی، نو موږ ټول هڅه کوو چې مرسته وکړو، څومره چې مونږ کولاې شو."

بیلیامینکو وویل، "زه په خپله بریا باور لرم، او زه پوهیږم چې دلته ما ته اړتیا ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500