اقتصاد

افغان کتونکي پاکستان ته په ګوته نيولو سره د چینایي پانګونې په وړاندې خبرداری ورکوي

د سلیمان لخوا

د پاکستان د ګوادر اوسېدونکي په منظم ډول په سیمه کې د چینايي پروژو پر ضد مظاهرې کوي. دا احتجاج، چې په زرګونو اوسیدونکو پکې برخه اخیستې وه، د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې ترسره شو و. [جماعت اسلامي]

د پاکستان د ګوادر اوسېدونکي په منظم ډول په سیمه کې د چینايي پروژو پر ضد مظاهرې کوي. دا احتجاج، چې په زرګونو اوسیدونکو پکې برخه اخیستې وه، د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې ترسره شو و. [جماعت اسلامي]

کابل -- افغان شنونکي د ګاونډي پاکستان تجربو ته په ګوته نيولو سره وايي، په افغانستان کې د چین پانګونه یوازې بیجینګ ته ګټه رسوي او موخه یې د سیمې د سوداګرۍ او اقتصاد مخنیوی دی.

چین په وروستیو میاشتو کې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC)،​ چې د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (BRI) یوه پاکستانۍ برخه ده،​ چې د یو کمربند یو سړک (OBOR) په نوم هم پیژندل کیږي، افغانستان ته د غځولو وړانديز کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د ازبکستان په مرکزي ښار تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په ترڅ کې وویل، بیجینګ افغانستان ته د CPEC د غځولو ملاتړ کوي.

هغه د جولای په ۲۹مه وویل، "چین هیله لري چې د افغانستان د پراختیایي ستراتیژیو سره سم BRI پرمخ بوځي."

دغه عکس چې د مۍ په ۱۷مه اخیستل شوی، د لوګر صوبې په میس عینک کې د چینايي شرکت اډه ښيي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دغه عکس چې د مۍ په ۱۷مه اخیستل شوی، د لوګر صوبې په میس عینک کې د چینايي شرکت اډه ښيي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو چینایي پانګوال د نومبر په میاشت کې د هرات له ګورنر نور احمد اسلامجار سره د افغان کانونو په اړه ليدنه کوي. [د هرات د ګورنر دفتر]

یو چینایي پانګوال د نومبر په میاشت کې د هرات له ګورنر نور احمد اسلامجار سره د افغان کانونو په اړه ليدنه کوي. [د هرات د ګورنر دفتر]

چین د CPEC لاندې زیربنایي پروژو لپاره د ۶۰ ملیارده ډالرو -- چې زياتره پکې قرضه ده -- ژمنه کړې ده.

CPEC، چې په ۲۰۱۵ کال کې پېل شوی و، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د ګوادر بندر څخه د ګلګت بلتستان د خنجراب پاس او د چین شمال لویدیځ شنجيانګ سیمې پورې په ۲۷۰۰ کلومیټره فاصله کې شتون لري.

پاکستاني چارواکو په پېل کې د CPEC ستاینه وکړه چې دا د هېواد د اقتصاد او همدارنګه د چین سره د اړیکو په برخه کې د پام وړ ګام دی.

خو اوس، د سیمه ایزو اقتصادي ګټو په ساتنه کې د چین د ناکامۍ په اړه اندېښنې او مخ په زیاتیدونکي غوسه، د چینایي سرمايه کارانو لپاره په سرمايه کارۍ باندې تضمین شوې لوړه ګټه او د نه زغملو وړ قرضه د دې پروژې هر ډول ګټه تر سیوري لاندې راولي.

د پروژې ورو سرعت په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت پخواني ډایريکټر فهیم چکري وویل، "اقتصادي یا کومې بلې پروژه ځانګړی مهال ویش لري، خو موږ وینو چې د CPEC د پلي کولو کچه له ۲۰۱۵ کال راهیسې یوازې ۲۰ فيصده ده."

"د CPEC او د ميس عینک کان په شان د نورو پروژو ورو پلي کېدل ښيي چې د چین پروژې د سیمې د هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره نه بلکې د خپلو اقتصادي، سیاسي او امنیتي موخو، ګټو او پالیسیو لپاره پلان شوي دي. "

په ۲۰۰۷ کال کې، افغان چارواکو د چین د دولتي کانونو شرکت سره د ۳ ملیارده ډالرو یو تړون لاسلیک کړو چې په ميس عینک کان کې د ۳۰ کلونو لپاره کان کيندنه وکړي، کوم چې د نړۍ د تامبې دوهم لویې زیرمې لري.

د تړون د مالي شرایطو په اړه د بیجینګ او کابل ترمنځ جګړې او اختلافات د ځنډ لامل شوي او اوس یوازې د دې په اړه خبرې روانې دي چې څنګه پدې برخه کې پرمخ ولاړ شي.

چکري وویل، "که څه هم CPEC له کلونو راهیسې روان دی، خو تر اوسه یې څه نتیجه نه ده ورکړې."

"چین په پاکستان کې په ملیاردونو ډالره سرمايه کاري کړې ده، خو د پاکستان اقتصاد اوس په خورا خراب حالت کې دی او دا د نړۍ په هغو هېوادونو کې دی چې خورا لوړه قرضه يې اخيستې ده."

"دا ښيي چې په سیمه کې هېڅ هېواد نشي کولای د چین له اقتصادي پروژو څخه ګټه پورته کړي. که افغانستان په CPEC کې شامل شي، نو دا به هېڅ ګټه ترلاسه نه کړي."

د کابل په یو پرايويټ يونيورسټۍ کې د سوداګرۍ د مديريت یو زده کونکي، ۲۵ کلن، قاسم اکبري وویل، چین د سیمې هېوادونو ته دروغې هیلې ورکوي او د مختلفو اقتصادي پروژو په پلان کولو او جوړولو سره هغوی بوخت ساتي، په داسې حال کې چې دا په پټه هڅه کوي چې په سیمه کې خپل ستراتیژیک اقتصادي پلانونه پلي کړي.

"له همدې امله، موږ به په CPEC کې د افغانستان له شاملیدو څخه ګټه ترلاسه نه کړو، دا به حتی موږ ته زیان ورسوي."

"​​افغانستان ته د قرضو په ورکولو او د ناسمو اقتصادي ژمنو په ورکولو سره،​​چین یوازې غواړي چې افغانستان قرضدارې کړي او په چين انحصار او تکيه وکړي.

په امریکا کې مېشت افغان اقتصادي شنونکي دریا خان بهیر وویل، "چین هڅه کوي چې په سیمه کې لویې پروژې پلي کړي ترڅو خپل اقتصادي او سیاسي پلانونه وغځوي او پراخه يې کړي."

هغه وویل، "CPEC په سیمه کې د هغې یوه پروژه ده، خو یوازې چین به یې لنډمهاله او اوږدمهاله ګټې ترلاسه کړي."

"په ظاهري توګه، چین غواړي چې افغانستان په CPEC کې شامل شي ... خو په حقیقت کې، چین غواړي افغانستان د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د یوې وسیلې په توګه وکاروي."

"که افغانستان په CPEC کې شامل شي، نو زموږ هېواد ته نه بلکې چین ته به ډېره ګټه ورسیږي."

طبیعي سرچینې

چین په ځانګړې توګه د افغانستان په معدني شتمنيو کې دلچسپي لري.

"د چین پالیسي دا ده چې په اقتصادي توګه د دریمې نړۍ په هېوادونو باندې تسلط ترلاسه کړي. له همدې امله، په کابل کې د اقتصادي چارو کارپوه محمد شبیر بشیري وویل، د افغانستان اوسني اقتصادي او سیاسي وضعیت ته په کتو سره، چین هڅه کوي چې د افغانستان جغرافیه د خپلو ګټو لپاره استعمال کړي.

هغه وویل، "دا غواړي چې په افغانستان کې اقتصادي تسلط ترلاسه کړي او ټولې طبیعي سرچینې، خام مواد او د ځمکې لاندې شتمني هم ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه، "دافغانستان له لارې د جنوبي اسیا له مرکزي اسیا سره د چین د وصل کولو هدف اقتصادي او سیاسي موخې لري.

"د قرضو په ورکولو او د اقتصادي پروژو په پلي کولو سره، چینایان له یوې خوا غواړي د جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا او افغانستان بازارونه په خپل لاس کې واخلي، او له بلې خوا، په سیمه ییز اقتصاد، سوداګري او ترانزیت باندې خپله اجاره داري ترلاسه کړي او یرغمال يې کړي."

په لندن کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوه او د افغانستان د پرايويټ بېنکونو د ټولنې پخواني ډايريکټر سیر قریشي وویل، "چین یو صنعتي او تولیدونکی هېواد دی او د افغانستان طبیعي زیرمو او خامو موادو ته سخته اړتیا لري."

هغه وویل، "له همدې امله، دا هڅه کوي چې د مختلفو پروژو په پلي کولو او په CPEC کې د شاملولو له لارې د افغانستان طبیعي زیرمو او خامو موادو ته لاسرسی ومومي."

"چین د افغانستان د نازک او بحران ځپلي اقتصاد په اړه ښه پوه دی. له همدې امله، د قرضو په ورکولو سره، دا هڅه کوي چې دا په قرضو کې ډوب کړي او بالاخره دا د خپل ځان تابع کړي ترڅو په سیمه او افغانستان کې خپله اقتصادي او سیاسي اجنډا په اسانۍ سره پلي کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500