بشري حقونه

'دوی ته د شرم احساس ورکړئ': د حقونو مشر د روسیې او چین په وړاندې د سختې پالیسۍ ملاتړ کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د چين د دولت صدر شي جين پينګ د جولای په لومړۍ نېټه له بريتانيا څخه چين ته د دغه ښار د سپارلو د ۲۵مې کليزې په مناسبت د هانګ کانګ د نوي مشر او حکومت د پرانېستې له مراسمو وروسته له خپلې وينا وروسته له سټېج څخه بېرته ځي. [سلیم چشتي/ای پول/ای اېف پي]

د چين د دولت صدر شي جين پينګ د جولای په لومړۍ نېټه له بريتانيا څخه چين ته د دغه ښار د سپارلو د ۲۵مې کليزې په مناسبت د هانګ کانګ د نوي مشر او حکومت د پرانېستې له مراسمو وروسته له خپلې وينا وروسته له سټېج څخه بېرته ځي. [سلیم چشتي/ای پول/ای اېف پي]

نیویارک -- د بشري حقونو د څار ادارې (HRW) تر مشرۍ لاندې له درېو عشرو څخه وروسته، کینیت روت وايي چې د بشري حقونو پیاوړي غورځنګونه د دې قوت لري چې د استبدادي رژیمونو لخوا د اتباعو د حقونو څخه د سرغړونې "بد حقیقت" روښانه کړي.

د دې میاشتې په وروستیو کې د خپلې وظیفې له پرېښودو څخه مخکې په یوه مرکه کې، روت په ۱۹۹۳ کال کې د HRW ايګزيکيټو ډايريکټر له جوړېدو راهيسې په "نه ختمیدونکي مبارزې"، ښه او بد، کاميابو او ناکاميو باندې يو نظر واچولو.

هغه په نیویارک کې ای اېف پي ته وویل، "زه فکر کوم چې په تېرو ۳۰ کلونو کې لوی رجحان دا دی چې د بشري حقونو غورځنګ ژور او پیاوړی شوی دی." "هر هېواد ته چې زه ورځم هلته د بشري حقونو مدافعین شتون لري."

"ایا د دې معنی دا ده چې د بشري حقونو سرغړونې شتون نلري؟

د اوکراین په بوچا کې یو ارتودوکس پادري د اګست په ۱۷مه د ۲۰ نامعلومو اوکراینیانو د جنازې مراسم ترسره کوي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ او مارچ په مياشتو کې وژل شوي ول. روسي ځواکونه د ښار د نیولو پر مهال په لنډو اعدامونو، د جبري ورکېدو او شکنجه کولو په تور تورن دي. [سرګي زوزاکوف/ای اېف پي]

د اوکراین په بوچا کې یو ارتودوکس پادري د اګست په ۱۷مه د ۲۰ نامعلومو اوکراینیانو د جنازې مراسم ترسره کوي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ او مارچ په مياشتو کې وژل شوي ول. روسي ځواکونه د ښار د نیولو پر مهال په لنډو اعدامونو، د جبري ورکېدو او شکنجه کولو په تور تورن دي. [سرګي زوزاکوف/ای اېف پي]

په ۲۰۱۹ کال کې اخیستل شوی دغه عکس د چین د شينجيانګ په کوچي ښار کې د اویغور د هدیرې په پخوانۍ سیمه کې د پارک د جوړولو چارې ښیي. چین هغه مقبرې ویجاړې کړي دي، چېرې چې د اویغور کورنۍ نسلونه دفن شوي دي او د انسانانو هډوکي او مات شوي قبرونه پکې پاتې شوي دي، چې فعالین دا په شينجيانګ کې د دې نسلي ډلې د شناخت د ختمولو لپاره يوه هڅه ګڼي. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

په ۲۰۱۹ کال کې اخیستل شوی دغه عکس د چین د شينجيانګ په کوچي ښار کې د اویغور د هدیرې په پخوانۍ سیمه کې د پارک د جوړولو چارې ښیي. چین هغه مقبرې ویجاړې کړي دي، چېرې چې د اویغور کورنۍ نسلونه دفن شوي دي او د انسانانو هډوکي او مات شوي قبرونه پکې پاتې شوي دي، چې فعالین دا په شينجيانګ کې د دې نسلي ډلې د شناخت د ختمولو لپاره يوه هڅه ګڼي. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

هغه وویل، "حکومتونه تل د بشري حقونو څخه د سرغړونې په لټه کې دي." هغه ​د اویغورانو په وړاندې د چین جبر​، ​په اوکراین باندې د روسیې یرغل​ او هغو سیمو ته اشاره وکړه چې د ده په خبره لږ پام ورته کیږي، لکه په ایتوپیا کې د تیګرې او ​په یمن​ کې سيمې.

خو د قوي کمپاين له کبله، "د حکومتونو لپاره دا واقعي ناممکنه ده چې خپلې ناوړه سرغړونې پټې کړي، په ځانګړي توګه د ټولنیزو رسنیو په دور کې، چېرې چې هرڅوک سمارټ فون لري".

هغه وویل، "او د بهانې او بد حقیقت تر مینځ د دې توپیر په ګوته کولو سره، موږ فشار رامنځته کوو."

تېرو ۳۰ کلونو ته په کتلو سره، هغه وویل چې نړۍ "لوی بدلونونه لیدلي، چې ځینې پکې ښه دي، او ځینې بد".

'دوی ته د شرم احساس ورکړئ'

هغه وویل، چین او روسیې ته په پام سره، "د پام وړ نيمګړتيا سره د مثبتې ارتقاء" وروسته، ​​ماسکو د شوروي دورې​​ او ​بیجینګ د ماویست طرز واکمنۍ ته "بېرته مخه"​ کوي.

دغه پخواني وکیل، چې پلان لري چې د HRW وروسته خپل وخت یو کتاب ته وقف کړي چې څنګه پر حکومتونو فشار راوړي، وويل، "دا یوه مبارزه ده، یوه نه ختمیدونکې مبارزه."

روت وویل، "لږ تر لږه، تاسو کولی شئ دوی ته د شرم احساس ورکړئ، تاسو کولی شئ دوی له خپګان سره مخ کړئ." "خو موږ د نړۍ په کچه متحدو حکومتونو ته هم ورځو او هغوی ته وایو، آیا تاسو به د مثبت بدلون لپاره زموږ په استازیتوب خپل نفوذ وکاروئ؟"

هغه وویل، "[او] ناوړه حکومتونه، دوی تل د یوې خبرې خيال ساتي: دوی د راتلونکي پوځي مرستې پيکج غواړي، دوی سوداګریز تړون غواړي، دوی غواړي چې بلنه ورته ورکړل شي چې په زړه پورې غونډې کې ګډون وکړي."

خو آيا دا کار کوي؟

هغه وویل، "زه داسې ګمان نه کوم چې موږ دا حکومتونه په ښو هلکانو بدل کړو." "اکثر، دوی چې څه ته پاملرنه کوي هغه په واک کې پاتې کېدل دي."

روت وویل، "خو که موږ په دوی باندې کافي فشار راوړو، هغه ګټې چې دوی يې د بشري حقونو څخه په سرغړونو کې لټوي، د دوی د شهرت په پرتله خورا ډېرې وي."

"کله ناکله موږ د لګښتونو او ګټو د تجزېې په بدلولو کې بریالي کيږو ترڅو حکومتونه پدې مجبوره کړو چې دا احساس وکړي چې د بشري حقونو څخه سرغړونه سم کار ندی، خو ځینې وختونه موږ ناکامه کيږو. او له دې څخه ډډه کول ناممکنه خبره ده."

د سرغړونو لړۍ

HRW د هغو کسانو په ډله کې ده چې د چین په شينجيانګ سیمه کې يې د ناوړه سرغړونو له کبله په چين تنقيد کړی دی. په دغه سرغړونو کې په ډله ايزه توګه خلک بنديان کول، اجباري کار، اجباري شنډول، سیستماتیک جنسي تیري، او​​د ایغور کلتوري او اسلامي ځایونو ویجاړول​​ شامل دي.

په بيجينګ تور لګول شوی چې په لرې لوېدیځه سیمه کې یې تر یو میلیونه ډېر اویغوران او نور ډېر مسلمانان او ترک نژاده وګړي د څو کلونو د امنيتي عملياتو د يوې برخې په توګه د توقيف مرکزونو او زندانونو په خفيه شبکه کې بنديان کړي دي.

متحده آيالاتو او نورو لويديځو هېوادونو ويلي دي چي چين ​​د مسلمان اقلیتي ډلو په "نسل وژنه" کې ښکېل دی​​.

بیجینګ په کلکه دا ادعاوې ردوي او له اوږدې مودې راهیسې یې ټینګار کړی چې دا په شينجيانګ کې "د مسلکي روزنې مرکزونه" پرمخ وړي چې د افراطیت سره د مبارزې لپاره جوړ شوي دي.

په عېن حال کې، فعالانو د فبرورۍ په ۲۴مه د روسيې د یرغل له پېل راهیسې د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د روسي ځواکونو د جنګي جرمونو لیستونه جوړوي.

په دغو جنګي جرمونو کې​​په بوچا او ایرپین کې د ملکي وګړو وژل،​​د مصرفي توکو لپاره د اوکراینیانو کورونه لوټ کول او بېرته یې روسیې ته لیږدول، او د ماریوپول په ډرامه تیاتر باندې بمباري کول، چې په هغه وخت کې په سلګونو ملکي وګړي پکې موجود ول، شامل دي.

د بشري حقونو ډلې وايي، ماسکو هم په زوره لسګونه زره اوکراینیان، چې اکثره یې د یرغل پر وړاندې د مقاومت له کبله په نښه شوي، د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې د "فلټریشن" کېمپونو ته لېږي چېرته چې دوی له وحشیانه پوښتنو ګروېږنو سره مخ کيږي او په ځینو مواردو کې په جبري توګه ورک شوي دي.

د کرملین په ملاتړ د واګنر ګروپ اجیر عسکر هم په اوکراین او د مرکزي افریقا جمهوریت، مالي، لیبیا او سوریې په ګډون په ټوله نړۍ کې د ملکي وګړو​ په وژلو او د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو​د ترسره کولو په تور تورن دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500