ديپلوماسي

د آرام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د چین د 'ښه ورور' وړاندیز رد کړی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي (په منځ کې) د مۍ په ٣٠مه د فيجي په سووا ښار کې د فيجي له وزير اعظم فرانک بينيماراما (ښي خوا ته) سره له ګډ خبري کانفرنس وروسته بېرته روان شو. [لیون لارډ/ای اېف پي]

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي (په منځ کې) د مۍ په ٣٠مه د فيجي په سووا ښار کې د فيجي له وزير اعظم فرانک بينيماراما (ښي خوا ته) سره له ګډ خبري کانفرنس وروسته بېرته روان شو. [لیون لارډ/ای اېف پي]

سووا، فیجي -- په جنوبي آرام سمندر کې د پراخه سیمه ایز امنیت تړون لپاره د بیجینګ سفارتي هڅې د دوشنبې په ورځ (د مۍ په ۳۰مه) د دې اندیښنو له کبله ناکامې شوې چې د چین وړاندیز "دوکه" ده.

شریکان وایي که چېرې د هغې په ځمکنیو اوبو په شاوخوا کې او په هغې کې دننه د چين اقدامات د دغه انديښنو يو شاخص وي، نو د جنوبي آرام سمندر ایالتونه باید محتاط پاتې شي.

د آرام سمندر د لسو ټاپوګانو مشرانو د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره د فيجي په مرکزي ښار سووا کې د خبرو پر مهال د بيجينګ تر نفوذ لاندې د دوی د راوستلو لپاره د چين هڅه رد کړه.

چین وړاندیز کوي چې په جنوبي آرام سمندر کې خپل فعالیتونه په بنسټیز ډول پراخه کړي، چې مستقیماً په ستراتیژیک ډول په دغې مهمې سیمه کې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو نفوذ ننګوي.

د وړاندیز شوې تړون لاندې به بیجینګ د آرام سمندر ټاپو پولیسو ته روزنه ورکړي، په سایبر امنیت کې به ښکیل شي، سیاسي اړیکې به پراخې کړي، حساسه سمندري نقشه به جوړه کړي، او په ځمکه او اوبو کې به طبیعي زیرمو ته پراخه لاسرسی ترلاسه کړي.

د هڅونې په توګه، بیجینګ د ملیونونو ډالرو مالي مرستې، د چین او آرام سمندر ټاپوګانو ترمنځ د احتمالي ګټورې سوداګرۍ تړون او د چين د ۱.۴ مليادره خلکو پراخه بازار ته د لاسرسۍ وړانديز کوي.

د ګاونډیانو ځورول

په همدې ورځ چې وانګ يي په فيجي کې د سيمې له مشرانو سره وکتل، چين په روان کال کې د تايوان د هوايي دفاع د پيژندنې په سيمه (ADIZ) کې دوهم لوی يرغل وکړو، پداسې حال کې چې تايپي راپور ورکړو چې د ۲۰ جنګي الوتکو په ګډون ۳۰ جيټ الوتکې دغې سيمې ته ننوتلي دي.

جمهوري تایوان د چين د دوامداره یرغل لاندې ژوند کوي، کوم چې دغه ټاپو د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او ژمنه یې کړې چې که اړتیا وي یوه ورځ به یې په زور سره ونیسي.

د دوشنبې د ورځې برید د جنورۍ د ۲۳مې راهیسې ترټولو لوی يرغل و، کله چې ۳۹ الوتکې د هوايي دفاع د پيژندنې سيمې ته داخلې شوې.

د ای اېف پي د معلوماتو له مخې، تېر کال، تایوان د هوايي دفاع پيژندنې سيمه کې د چینایي جنګي الوتکو لخوا ۹۶۹ يرغلونه ثبت کړل -- چې دا په ۲۰۲۰ کال کې د ترسره شويو ۳۸۰ بريدونو نږدې دوه چنده وو.

په ۲۰۲۲ کال کې تر دې دمه تایوان د ۴۶۵ يرغلونو راپور ورکړی، چې د تېر کال په ورته موده کې نږدې ۵۰ فيصده زیاتوالی دی.

په عېن وخت کې، مانیلا د سه شنبې په ورځ څرګنده کړه چې دوی د بیجینګ یو لوړ پوړی سفارتکار راغوښتلی ترڅو د فیلیپین په ځمکنیو اوبو کې د چین د ساحل ساتونکي کښتۍ لخوا د سمندري څېړنې کښتۍ د ادعا شوي ځورونې په اړه احتجاج وکړي.

دا انکشاف په هماغه ورځ وشوه کله چې مانیلا وویل چې دوی د بیجینګ لخوا سپارټلي ټاپوګانو ته نږدې "د درې نیمو میاشتو لپاره په کب نیولو یو اړخیز بندیز" خلاف یو جلا سفارتي احتجاج کړی دی.

مانیلا او بیجینګ له اوږدې مودې راهیسې د سویلي چین بحر د سیمو په اړه شخړه لري، پداسې حال کې چې چین ټینګار کوي چې دا په ټولو برخو ځانګړي حقونه لري، او د هاګ لخوا د ۲۰۱۶ کال هغه پریکړه ردوي چې د چين تاریخي ادعاګانې يې بې بنياده ګرځولي دي.

'يو ښه ورور؟'

د چین د دولتي نشراتي سي سي ټي وي په وینا، د دوشنبې د غونډې څخه مخې، د چین صدر شي جینپینګ یو پیغام واستوو چې چین به د سیمې لپاره يو "ښه ورور" وي او دا چې دوی يو "ګډ برخلیک" لري.

خو د آرام سمندر ایالتونو او نورو اړوندو متحدینو د بیجینګ د وړاندیز پروړاندې مخالفت کړی دی.

لویدیځ قدرتونه د دې تړون په وړاندې سخت دریځ لري، پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د آرام سمندر هېوادونو ته خبرداری ورکړو چې له چین سره "د ناڅرګند، مبهم او لږ شفاف تړون" په اړه محتاط پاتې شي.

آسټرالیا د متحده ایالاتو سره یوځای د سویلي آرام سمندر هېوادونو څخه وغوښتل چې په سیمه کې د خپل امنیت پراخولو لپاره د چین هڅې رد کړي، پداسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ د دې ډول تړون د "پایلو" په اړه خبرداری ورکړو.

ملګرو مشرانو ته په یو وروستي لیک کې، د مایکرونیزیا د فدرالي ایالتونو صدر ډیویډ پنیلو خبرداری ورکړو چې دا وړاندیز "مبهم" دی او "په حکومت کې د چین نفوذ" او په کلیدي صنعتونو باندې "اقتصادي کنټرول" به تضمین کړي.

له خبرو اترو وروسته هغه وخت په نرمو الفاظو کې په عامه توګه غندنه وشوه کله چې مشرانو وویل چې دوی د سیمه ایزې اجماع د نشتوالي له امله د بیجینګ د وړاندیز شوي "ګډ پرمختګ لید" سره موافقه نشي کولی.

چینایي چارواکو -- چې په سیمه کې يې د وانګ د لسو ورځو په سفارتي هلو ځلو کې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره په لیوالتیا سره کار وکړو -- ومنله چې د دوی هڅې ناکامه شوې.

په فیجي کې د چین سفیر کیان بو په سووا کې خبریالانو ته وویل، "د لسو هېوادونو عمومي ملاتړ شتون لري." "خو بې شکه، د ځينو مشخصو مسلو په اړه ځینې اندیښنې شتون لري او موږ موافقه کړې چې په ياده دوو سندونو به وروسته خبرې وشي کله چې موږ یوې موافقې ته ورسیږو."

بشپړ وړاندیز نه دی خپور شوی، خو د دوشنبې د غونډې څخه مخکې د ای اېف پي په ګډون رسنیو ته افشا شو.

چین ویلي چې دوی به په راتلونکو هفتو کې خلکو ته یو "پوزیشن پیپر" ښکاره کړي چې دغه وړانديزونه به تشريح کړي.

د قرض جال

وانګ يي له سووا څخه د خبرو په ترڅ کې د خپل وقار ساتلو لپاره اعلان وکړو چې د لسو هېوادونو مشرانو د چين د بېلټ او روډ نوښت (بي آر آی) په اړه د تفاهم يادداشتونه لاسليک کړي دي.

وانګ وویل، دواړه خواوې به "پرله پسې او ژورو خبرو اترو او مشورو ته دوام ورکړي ترڅو د همکارۍ په اړه لا زیاته اجماع رامینځته کړي." هغه زياته کړه چې د بیجینګ د ارادې په اړه اندیښمن کسان بايد "ډېر اندیښمن او په ډېر اضطراب" کې پاتې نشي.

شي جين پينګ په ۲۰۱۳ کال کې د چين د اقتصادي او سياسي نفوذ د پراخولو په موخه د ټريليون ډالرو بي آر آی پروژه پېل کړه، چې د املاکو ډېر پلانونه يې په نړيواله کچه د هغې د توکو د لېږدولو په برخه کې مرسته کوي.

د بي آر آی نږدې کتنه د بيجينګ دا موخه څرګندوي چې د چین څخه بحيره روم پورې، په مرکزي ختیځ، منځنۍ اسیا او افريقا کې د نورو ځایونو په ګډون، په سرچينو کنټرول ترلاسه کړي او پوځي مشنونه پکې ترسره کړي.

د بيلټ د او سړک د نوښت د هدفونو په ډله کې یو دا دی چې د غریبو هېوادونو د طبیعي زیرمو د اېستلو او چین ته د رسولو لپاره لاره هواره کړي.‌

چین د پراخې سرمايه کارۍ پروژې لپاره هر ډول ناوړه انګیزې ردوي، خو منتقدین استدلال کوي چې دا د دې سکیم څخه رامینځته شوي مالي ګټه کاروي ترڅو خپل نفوذ ته وده ورکړي، چې دوی يې " د قرض جال سفارتکارۍ په توګه بيانوي" -- او د قرض اخیستونکو لپاره سخت شرایط وضع کوي او داسې قراردادونه لیکي چې دې ته اجازه ورکوي چې ستراتیژیکې شتمنۍ ضبط کړي کله چې قرض ترلاسه کونکي هېوادونه له مالي ستونزو سره مخ شي.

کتونکو په چینایي تمویل د تکیه کولو په اړه اندېښنې پورته کړي، او د چینایي سرمايه کارۍ د شرایطو سره مخ په زیاتیدونکي ناکراري شتون لري.

د جرمني وزيراعظم اولاف شولز تېره جمعه خبرداری ورکړو چې په بې وزلو هېوادونو کې د چین له کلونو راهیسې د قرض ورکولو لړۍ یو "جدي خطر" دی چې کولی شي نړۍ په راتلونکي مالي بحران کې ډوبه کړي.

هغه وویل، "واقعي يو جدي خطر شتون لري چې د نړۍ په سویل کې د قرض راتلونکی لوی بحران به د هغه قرضونو له امله رامینځته شي چې چین په ټوله نړۍ کې ورکړي او بشپړ توضيحات نلري ځکه چې ډېر لوبغاړي پکې ښکېل دي."

شولز وویل، "دا به بیا چین او نړېوال سویل دواړه په لوی اقتصادي او مالي بحران کې ډوب کړي او په تصادفي توګه به پاتې نړۍ بې اغیزه پاتې نشي." "نو دا یوه جدي اندیښنه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500