ديپلوماسي

'آواره بالون': د جاسوسۍ پېښه چې په چین کې یې درزونه افشا کړل

د رویو او ای اېف پي لخوا

د متحده ایالاتو ماڼوګانو چې د برید کرافټ يونټ ۴ ته ګمارل شوي، د فبرورۍ په ۱۰مه په جواينټ ایکسپیډیشنري بېس لیټل کریک کې فدرالي اجنټانو ته د لیږد لپاره د لوړې ارتفاع لرونکي بالون څخه په اتلانتیک بحر کې ترلاسه شوي مواد چمتو کوي.

د متحده ایالاتو ماڼوګانو چې د برید کرافټ يونټ ۴ ته ګمارل شوي، د فبرورۍ په ۱۰مه په جواينټ ایکسپیډیشنري بېس لیټل کریک کې فدرالي اجنټانو ته د لیږد لپاره د لوړې ارتفاع لرونکي بالون څخه په اتلانتیک بحر کې ترلاسه شوي مواد چمتو کوي.

بیجینګ -- د جاسوسۍ بالون پېښې چې د دې میاشتې په پېل کې یې د نړۍ پام ځانته اړولی و، په ټولنیزو رسنیو کې د چینایي اتباعو ترمنځ د احساساتو اصلي ویش څرګند کړو -- او د چین په حکومت کې د ویش په اړه د لا زیاتو قیاسونو لامل شو.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۴ مه) وویل، بیجینګ د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو د جاسوسۍ لپاره د لوړې ارتفاع او د نه موندلو وړ بالونونو کارولو لپاره "ښه تمویل شوی، قصدي پروګرام" پرمخ وړي.

د متحده ایالاتو پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو د فبرورۍ په ۴مه د شکمن چینایي جاسوسي بالون څخه مهم سینسر او الکترونیکي پرزې ترلاسه کړي دي. دغه بالون څو ورځې په شمالي امریکا کې الوتنه وکړه، چې پکې د خفيه اټومي وسلو په ډېرو ځايونو پرواز کول شامل دي.

بیجینګ دا ردوي چې د جاسوسۍ بالونونو څخه کار اخلي او وايي چې د متحده ایالاتو په ختیځ ساحل کې ویشتل شوی لوی بالون د هوا د څېړنې لپاره و، پداسې حال کې چې په سویلي امریکا کې یو بل بالون د پیلوټ روزنې لپاره و.

د متحده ایالاتو ماڼوګان چې د چاودیدونکو توکو د شنډولو ګروپ ۲ ته ګمارل شوي، د فبرورۍ په ۵مه د سویلي کارولینا د میرټل بیچ ساحل څخه لرې د لوړې ارتفاع څارګر بالون ترلاسه کوي. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو ماڼوګان چې د چاودیدونکو توکو د شنډولو ګروپ ۲ ته ګمارل شوي، د فبرورۍ په ۵مه د سویلي کارولینا د میرټل بیچ ساحل څخه لرې د لوړې ارتفاع څارګر بالون ترلاسه کوي. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د ټوکیو د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ ناوخته په یو بیان کې وویل، په ورته وخت کې، د ناپېژانده فضایي شیانو تازه تجزيه چې په وروستیو کلونو کې د جاپان په فضا کې يې الوتنه کړې -- په نومبر ۲۰۱۹، جون ۲۰۲۰ او سپتمبر ۲۰۲۱ کې -- "په کلکه" ښیي چې دا د چین جاسوسي بالونونه وو.

'آواره بالون'

د چینايي چارواکو او د دولت لخوا کنټرول شوي رسنیو د پېښې په اړه د بیجینګ بيانونه په ښکاره توګه یو اړخیزه ول او هڅه یې کوله چې له اصلي مسلې څخه پام واړوي.

د سه شنبې په ورځ، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په بې بنسټه تورونو ټينګار وکړو چې متحده ایالاتو له تېر کال راهیسې د چین په فضا کې له لسو څخه ډېر بالونونه پرېښودي دي.

وانګ د دغه سرغړونې ثبوت وړاندې نه کړو، کوم چې د هغه په وینا د ۲۰۲۲ کال د می په مياشت کې پېل شوي وه. هغه مخکې خبریالانو ته ويلې ول چې دغه سرغړونه د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې پېل شوې وه.

واشنګټن د بیجینګ دا ادعاګانې رد کړې دي.

په یوه بله بیلګه کې، د چین د کمونست ګوند لخوا د خپره شوې ورځپاڼې د ګلوبل ټایمز پخواني مدیر مشر ژيجن هو متحده ایالات د يو "نشه یي" په توګه ياد کړو.

هغه په ویبو کې ولیکل، "چین له داسې امریکا سره معامله کوي چې د شراب څښلو څخه پرته نشه دی، د خپلو داخلي شخړو له امله د رامینځته شوي دښمنۍ سره مخ دی او په نړېوال سټیج ته راغورځیږي."

پداسې حال کې چې د ویبو ځینې کاروونکي متاثره شول او د چین د حکومت د داستان ملاتړ يې وکړو، خو ډېرو پکې دلچسپي ونه ښودله او حتی د دې پورې يې خندا وکړه.

"آواره بالون" د نړېوالې پېښې د بیانولو لپاره یوه مشهور وسیله جوړه شوه.

دا اصطلاح نه یوازې دا معنی لري چې بالون د یوې حادثې له امله خپله لاره پرېښوده، بلکې دا موضوع د ګڼ شمېر ټوکو وسيله هم جوړه شوه.

دا نوم د چینایي ساینسي افسانې فلم "The Wandering Earth 2" ته اشاره کوي، چې يو مشهور فلم دی چې د جنورۍ په ۲۲مه خپور شوی و.

د انټرنیټ ځینې کاروونکو ته چې معلومه شوه چې دغه بالون ترلاسه کړی شوی، نو په ټوکه سره یې وویل، "نو ایا دا د 'Wandering Earth 3' د شوټینګ پېل دی؟"

بې ځوابه پوښتنې

په ویبو کې نورو چینایي کاروونکو په ښکاره ډول وویل چې چین باید د څارنې دې ډول زړې طريقې سره بل هېواد ته ګواښ ونه کړي.

یو نیټ کاروونکي ولیکل، "ایا دا اړینه ده چې د بل هېواد په اړه پلټنه د دې ډول بالونونو سره وشي چې د سمندر په بله غاړه کې شتون لري؟ د لوړ ریزولوشن سپوږمکۍ د مخکې نه خورا کافي دي."

د ټولنیزو رسنیو یو بل کارونکي ولیکل، "پرته له دې چې دا لوی بالون چې د بل هېواد په فضا کې سفر کوي د ویرې خبره ده. د ويشتلو پرته، تاسو څنګه پوهیږئ چې پدې کې دننه څه دي؟ که دننه پکې بم وي، آيا ته نه وېرېږې؟"

د چین د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکو د بالون د هدف په اړه د رسمي معلوماتو د نشتوالي په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.

یو کس ولیکل، "دا بالون د کوم يونټ سره تړاو لري؟ موخه یې څه ده؟ دا غوره ده چې روښانه شي."

کله چې خبريالانو د بهرنيو چارو د وزارت له وياندې ماو نينګ څخه د وضاحت غوښتنه وکړه، هغې يو مبهم او ناڅرګند ځواب ورکړو.

هغې د فبرورۍ په ۷مه وویل، "چینايي لوري څو ځله د بې پیلوټه بالون په اړه معلومات ورکړي دي. زه دا مهال د ويلو لپاره هېڅ نلرم."

ماو هم د ياد وضعیت په اړه وویل، "متحده ایالات باید خپل نه ختمیدونکي تاوتریخوالی ودروي، چین به اړین ځواب ورکړي که چېرې حالات خراب شي."

دا جمله -- "امریکا باید خپل نه ختمیدونکی تاوتریخوالی ودروي" -- د چین د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ "طلایی جمله" ګرځیدلې چې د ويبو رسنیو په ډېرو اکاونټونو کې فارورډ شوه او تبصره پرې وشوه.

یوه ناوړه تېروتنه

نور څارونکي ګومان کوي چې د بالون د الوتنې لاره یوه ناوړه تېروتنه وه، او دا پوښتنه یې راپورته کړه چې د چین حکومت اندازه به څومره سمه وي که چېرې د یو ډېر جدي بحران سره مخ شي.

اېم ټېلر فرېول، چې په میساچوسیټس ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ کې د امنیت مطالعاتو پروګرام او د چین د پوځ شنونکی دی، وويل، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د پلان شوي سفر -- چې اوس معطل شوی -- په پام کې نیولو سره، دا احتمال نلري چې د چین ليډرشپ به متحده آيالاتو ته د بالون د الوتنې اجازه ورکړي وي که چېرې دا د هغه د سفر څخه خبر وې.

بلینکن به د بهرنیو چارو لومړی وزیر و چې په تېرو پنځو کلونو کې به يې چین ته سفر کړی و.

فرېول نیویارک ټایمز ته په یو ايميل کې وويل، "زه یوازې د هغه يونټ د ارادې په اړه اټکل کولی شم چې دا مشن یې پېل کړی و: دوی ممکن د څه سیاسي سقوط په اړه ناخبره وو یا پروا يې نه لرله که چېرې دا وموندل شي، یا شاید دوی سفارتي کلينډر ته له پاملرنې پرته اوږدمهاله پلانونه پلي کول."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500