ديپلوماسي

له روسیې څخه د چین د تېلو په وارداتو کې زیاتوالی د کرملین امپراطوري پلانونو ته وده ورکوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د روسیې توپخانې د مۍ په میاشت کې د اوکراین په پوستونو باندې بریدونه کوي. [د روسیې د دفاع وزارت]

د روسیې توپخانې د مۍ په میاشت کې د اوکراین په پوستونو باندې بریدونه کوي. [د روسیې د دفاع وزارت]

بیجینګ -- روسیه د چین لپاره د تېلو ترټولو لویه سرچینه ګرځیدلې ده ځکه چې بیجینګ او چینایي شرکتونو د لویدیځ د سختو بندیزونو له کبله د پاتې شوې خلا د ډکولو لپاره ګام پورته کړو.

د چين د کسټمز د عمومي ادارې لخوا د جون په ۲۰مه د خپور شويو معلوماتو له مخې، چين د مۍ په مياشت کې له سعودي عرب څخه د ۷.۸ مليونه ټنو تېلو په پرتله له روسيې څخه ۸.۴ مليونه ټنه تېل وارد کړل -- چې دا په روان کال کې ۵۵ فيصده زياتوالی دی.

چین ته د روسیې د تیلو صادرات د تیرې میاشتې په پرتله ٪۲۸ زيات شوي، چې په پايله کې د ریکارډ کچې ته رسیدلي او کرملین ته یې د ۵.۷ ملیارده ډالرو عاید ورکړی دی.

د بلومبرګ نیوز په وینا، په مجموعي توګه، چین د مۍ په میاشت کې د ۷.۴۷ ملیارده ډالرو په ارزښت د روسیې د انرژۍ محصولات واخېستل، چې د اپرېل په پرتله نږدې ۱ ملیارد ډالر ډېر دي.

یو ژغورونکی د جون په ۲۸مه د اوکراین په کریمینچوک کې د امستور مال کې ملبه لرې کوي، یوه ورځ وروسته له هغې کله چې دا د روسیې په توغنديو په نښه شوه. [جېنیا ساویلوف/ای اېف پي]

یو ژغورونکی د جون په ۲۸مه د اوکراین په کریمینچوک کې د امستور مال کې ملبه لرې کوي، یوه ورځ وروسته له هغې کله چې دا د روسیې په توغنديو په نښه شوه. [جېنیا ساویلوف/ای اېف پي]

د چين د مرکزي تلوېزيون (سي سي ټي وي) له خوا د مارچ په ۳۰مه نېټه اخيستل شوی سکرين شاټ ښيي چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف (ګس اړخ ته) چين ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د ان هوی صوبې په هوانګ شان ښار کې له خپل چينايي سيال وانګ يي سره ګوري. دغه سفر له هغه وخت راهيسې لومړی سفر دی کله چې ماسکو د فبرورۍ په مياشت کې په اوکراين باندې خپل يرغل پېل کړو. [اېس ټي آر/ای اېف پي ټي وي/سي سي ټي وي/ای اېف پي]

د چين د مرکزي تلوېزيون (سي سي ټي وي) له خوا د مارچ په ۳۰مه نېټه اخيستل شوی سکرين شاټ ښيي چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف (ګس اړخ ته) چين ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د ان هوی صوبې په هوانګ شان ښار کې له خپل چينايي سيال وانګ يي سره ګوري. دغه سفر له هغه وخت راهيسې لومړی سفر دی کله چې ماسکو د فبرورۍ په مياشت کې په اوکراين باندې خپل يرغل پېل کړو. [اېس ټي آر/ای اېف پي ټي وي/سي سي ټي وي/ای اېف پي]

د عاید دا سرچینه د کرملین لپاره خورا مهمه ده ځکه چې دا​​پر اوکراین خپل وحشیانه یرغل ته دوام ورکوي،​په داسې حال کې چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ځان د پیټر لوی سره پرتله کوي چې په ۱۸مه پیړۍ کې یې د روسیې سلطنت پراخه کړی و.

د چين د دولت صدر شي جين پينګ د جون په ۱۵مه نېټه پوتين ته د روسيې "د حاکميت او امنيت" په اړه د چين د ملاتړ ډاډ ورکړو.

چین پر اوکراین د ماسکو د پراخه پوځي برید له غندلو څخه ډډه کړې او پر کییف یې د لوېدیځ بندیزونو څخه په غندلو او د وسلو په پلورلو سره د روسیې لپاره سفارتي پوښښ برابر کړی دی.

د چین مرکزي تلویزیون (سي سي ټي وي) راپور ورکړو چې شي جين پينګ له پوتین سره په تلیفون باندې د خبرو اترو په ترڅ کې وویل، چین "چمتو دی چې د اساسي ګټو او لویو اندېښنو لکه د حاکمیت او امنیت په مسلو کې له [روسیې] سره متقابل ملاتړ ته دوام ورکړي".

دا د هغه واخت راهيسې د دواړو مشرانو تر منځ دوهم راپور شوی تلیفون دی کله چې پوتین د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکرایین خپل برید پېل کړو چې لامله یې په زرګونو کسان وژل شوي او ملیونونه بې ځایه شوي دي.

د سي سي ټي وي په وینا، شي جين پينګ د کال له پېل راهیسې "د نړېوال بحران او بدلونونو په ترڅ کې" په دوه اړخیزو اړیکو کې د "پرمختګ د ښه حرکت" ستاینه وکړه.

شي جين پينګ وويل، بېجينګ غواړي چې "د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتيژيکې همغږي پياوړې کړي".

کرملین وويل چې دواړو مشرانو موافقه وکړه چې​​اقتصادي همکارۍ ته وده ورکړي​​.

کرملین د تلیفون څخه وروسته وویل، "د نړېوال اقتصاد وضعیت ته په پام سره چې د لویدیځ د غیرقانوني بندیزونو د پالیسۍ له امله پیچلی شوی دی، په انرژۍ، مالي، صنعتي، ټرانسپورټ او نورو برخو کې د همکارۍ پراخولو موافقه وشوه."

'د تاریخ غلط اړخ'

متحده ایالاتو په چټکۍ سره د ماسکو سره د بیجینګ ښکاره همغږۍ ته سخت ځواب ورکړو.

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند په یو بیان کې وويل، "چین ادعا کوي چې دا بې طرفه دی، خو چلند یې دا روښانه کوي چې لا هم له روسیې سره نږدې اړیکو ته وده ورکوي."

په دغه بیان کې راغلي، "چین له مخکې نه یوه پريکړه کړې ده."

په دغه بيان کې ويل شوي، په اوکراین کې د روسیې له جګړې نږدې پنځه میاشتې تېرې شوې، "خو چین لا هم د روسیې تر څنګ ولاړ دی. ​​دا لاهم په ټوله نړۍ کې د روسیې پروپيګنډه خپروي​.​دا لاهم په نړېوالو سازمانونو کې روسیه ساتي ... او دا په اوکراین کې د روسیې لخوا ترسره شوي ظلمونه ردوي او وړانديز کوي چې دا جعلي دي.

"هغه ملتونه چې د ولادیمیر پوتین سره مرسته کوي حتماً به ځانونه د تاریخ په غلط لوري کې ومومي."

په دغه بیان کې ويل شوي، "دا د ابهام یا پټولو یا انتظار کولو وخت نه دی څو وګورو چې آیا مخکې به څه پیښیږي. دا د مخکې نه روښانه ده چې څه پیښیږي."

لوېدیځ په اوکراین د خپل یرغل په غچ کې پر روسیې بې ساري بندیزونه لګولي او ماسکو په اروپا او متحده ايالاتو تور پورې کوي چې له دې امله د نړۍ د اقتصادي رکود لامل شوی دی.

ماسکو د نویو بازارونو او عرضه کونکو په لټه کې دی ترڅو د لوی بهرني شرکتونو ځای ونیسي چې روسیه یې د یرغل وروسته پریښودې ده.

اروپايي اتحادیې او متحده آيالاتو خبرداری ورکړو چې د روسیې د جګړې لپاره د بیجینګ هر ډول ملاتړ او یا له ماسکو سره د لوېدیځ د بندیزونو څخه په ډډه کولو کې مرسته به اړیکې خرابې کړي.

د ملګرتيا 'هېڅ حد نشته'

بیجینګ او مسکو، چې یو وخت د سړې جګړې سخت دښمنان وو، په وروستیو کلونو کې د متحده ایالاتو د نړېوال تسلط پروړاندې خپله همکاري زياته کړې ده.

دا دواړه هېوادونه په سیاسي، سوداګرۍ او پوځي برخو کې د هغه څه د یوې برخې په توګه نږدې شوي چې دوی ورته د "لامحدود" اړیکو په توګه ګوري.

په دې میاشت کې دوی د لومړي سړک پل پرانسته وکړه چې دواړه هېوادونه له يو بل سره لينک کوي. دا د روسیې بلاګه ویشینسک د چین له هيحي سره لينک کوي.

د مشرانو ټیلیفون د جون په ۱۵مه د شي جين پينګ د ۶۹مې کلیزې پرمهال ترسره شو او د روسیې لخوا په اوکراین باندې د برید له ورځې راهیسې دا د دوی لومړۍ راپور شوې اړیکه وه.

د چین د کسټمز معلوماتو له مخې، بیجینګ د ماسکو ترټولو لوی سوداګریز شریک دی، پداسې حال کې چې تېر کال د سوداګرۍ حجم ۱۴۷ ملیارد ډالرو ته رسیدلی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500