جرم او انصاف

په یوکراین کې ماتې خوړونکي روسي ځواکونو ډله ییز قبرونه، مړي په کوڅو کې پریښودلو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د اپرېل په ۲مه یو مړ سړی چې لاسونه یې شا ته تړل شوي د بوچا په کلي کې په یوه کوڅه کې پروت دی، چې دغه کلی د کییف په شمال لویدیځ کې موقعیت لري. د اپرېل په ۲مه وروسته له هغه چې یوکرایني ځواکونو د بوچا سیمه له روسي ځواکونو څخه بیرته ونیوله، لږ تر لږه د ۲۰ کسانو مړي په عامو کالیو کې په یوه کوڅه کې وموندل شول. [رونلډ سکیمیټ/ ای اېف پي]

د اپرېل په ۲مه یو مړ سړی چې لاسونه یې شا ته تړل شوي د بوچا په کلي کې په یوه کوڅه کې پروت دی، چې دغه کلی د کییف په شمال لویدیځ کې موقعیت لري. د اپرېل په ۲مه وروسته له هغه چې یوکرایني ځواکونو د بوچا سیمه له روسي ځواکونو څخه بیرته ونیوله، لږ تر لږه د ۲۰ کسانو مړي په عامو کالیو کې په یوه کوڅه کې وموندل شول. [رونلډ سکیمیټ/ ای اېف پي]

کییف -- د دوشنبې په ورځ (اپرېل ۴) نړیواله غوسه هغه وخت راپاره شوه کله چې روسي ځواکونه د کیف ښار د نږدې سیمو څخه په شا شول او د هغوی له خوا ترسره شوي ظلمونه په ډاګه شول.

محلي چارواکي وایي چې هغوی دې ته اړ کړل شول چې ډله ییز قبرونه جوړ کړي او په کوڅو کې جمع شوي مړي په کې خښ کړي، چې ځینې مړي په کې داسې ول چې لاسونه یې شا ته تړل شوي ول، چې دغې منظرو د روسیې د یوې میاشتې د زیاتې مودې د برید راهیسې ټوله نړۍ په حیرانۍ کې واچوله.

که څه هم روسیه د دې د مسؤلیت اخیستلو څخه انکار کوي، دغه عمل په چټکۍ سره د نړۍ د مشرانو، ناټو او ملګري ملتونو (UN) له خوا وغندل شو، چې ټولو د کییف شمال لویدیځ ته په بوچا کې د عامو خلکو د وژلو راپورونه وحشتناک وبلل.

د یکشنبې په ورځ د یوکراین صدر ولادیمیز زیلینسکي د شپې په خپل ویډیو پیغام کې دا یو نه بښونکی عمل وګڼلو او خبرداری یې ورکړو "زموږ خاورې ته شر او فساد راغلی".

د اپرېل په ۳مه د کییف شمال لویدیځ ته د بوچا په کلي کې د کلیسا شا ته ډله ییز قبر لیدل کیږي. د یکشنبې په ورځ د یوکراین او لویدیځ خلکو په روسي ځواکونو وروسته له هغه د جنګي جرمونو تور ولګولو کله چې یې کییف ښار ته نږدې د عامو خلکو ډله ییز قبرونه او 'اعدام شوي ' خلک وموندل. [سیرېیګي سوپینسکای/ای اېف پي]

د اپرېل په ۳مه د کییف شمال لویدیځ ته د بوچا په کلي کې د کلیسا شا ته ډله ییز قبر لیدل کیږي. د یکشنبې په ورځ د یوکراین او لویدیځ خلکو په روسي ځواکونو وروسته له هغه د جنګي جرمونو تور ولګولو کله چې یې کییف ښار ته نږدې د عامو خلکو ډله ییز قبرونه او 'اعدام شوي ' خلک وموندل. [سیرېیګي سوپینسکای/ای اېف پي]

د اپرېل په ۳مه ماتم کوونکي وروسته له هغې غبرګون ښایي کله چې د کییف شمال لویدیځ ته د بوچا په کلي کې یې ډله ییز قبر وموندلو. [سیرېیګي سوپینسکای/ای اېف پي]

د اپرېل په ۳مه ماتم کوونکي وروسته له هغې غبرګون ښایي کله چې د کییف شمال لویدیځ ته د بوچا په کلي کې یې ډله ییز قبر وموندلو. [سیرېیګي سوپینسکای/ای اېف پي]

هغه روسیې ته وویل: "زه غواړم چې د هر روسي عسکر مور په بوچا، ایرپین، هاستومل کې مړه شوي دا خلک ویني".

"زه غواړم چې د روسیې فدارسیونټول مشران ویني چې څنګه د هغوی حکمونه عملي کیږي."

د مارچ په ۱۱مه په یو خبري کنفرانس کې د جګړې روسي بندیانو (POWs) دا تایید کړه چې د یوکراین په برید کې کرملین جنګي جنایتونه ترسره کوي.

د روسیې هوایي کارکوونکو چې د یوکراین ځواکونو نیولي و، په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې هغوی دغه جګړې ته اړ کړل شول او دا امر ورته وکړل شو چې قصداً عام خلک ووژني.

زیلینسکي وایي چې هغه یوه ځانګړي ډله جوړه کړې چې د پلازمینې په نږدې هغه سیمو کې د وژنو پلټنه وکړي له کومو څخه چې روسیه په شا شوي ده، په داسې حال کې چې ماسکو خپل تمرکز د یوکراین په سویل ختیځ زیات کړی.

د وژنو اندازه لا نده اخیستل شوې خو د یوکراین لوی څارنواله ایرینا وینیډکټووا وایي چې تر اوسه د ۴۱۰ ملکي کسانو جسدونه موندلی شوي.

او د بوچا ښاروال اېناتولي فیډورک ای اېف پي ته وویل چې د ۲۸۰ کسانو مړي په یو ډله ییز قبر کې خښ کړی شوي ول ځکه چې دا ممکن نه وه چې د ویشتلو په نږدې ساحه کې هغوی په هدیرو کې خښ کړل شي.

د سېټیلایټ عکس اخیستونکي شرکت مېکسر عکسونه خپاره کړي او ویلې یې دي چې په کلي کې د کلیسا په ځمکه یو ډله ییز قبر څرګندوي.

د ښاروالۍ کارکوونکي سرهیل کیپلي کیني ای اېف پي ته وویل چې په اوله کې روسي عسکرو خلکو ته دا اجازه نه ورکوله چې په بوچا کې مړي خښ کړي.

"هغوی دا ویل په داسې حال کې چې ساړه و او هغوی هلته نه شو پریښودل کیدی. "

هغه وویل په پایله کې بیا هغوی دغه مړي ترلاسه کړل. "موږ په ټرېکټر یو ډله ییز قبر جوړ کړو او ټول مو په کې خښ کړل".

په دغه کلي کې د ای اېف پي راپورټرانو لږ تر لږه ۲۰ مړي ولیدل چې په عامو جامو کې په کوڅه کې پراته و.

جنګي جرمونه

د یوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا په روسیې د "قصداً ټول وژنې" تور ولګوو، په داسې حال کې چې د زیلینسکي ویاند سېریګي نیکي فوروف وویل چې د بوچا وژنې "حقیقتاً جنګي جنایتونه ښکاري".

د روسیې د دفاع وزارت د دې خبرې په ردولو وویل په بوچا کې "په یو کس هم" تشدد نه دی شوی.

هغه په کییف تور ولګولو چې د لویدیځې رسنۍ لپاره یې د مړو جعلي عکسونه "جوړ کړي".

خو روسیه په ملکی خلکو او د ملکي خلکو په ملکیتونو د قصدي بریدنو سابقه لري چې په دې کې -- په سوریه او چیچنیا کې -- په روغتونونو بریدونه شامل دي .

د بښنې نړیوال سازمان سیکرټري جنرل اېګنس کېلمارډ د مارچ په میاشت کې ای اېف پي ته وویل، " په یوکراین کې چې څه کیږي، دا د هغه څه تکرار دی چې موږ په سوریه کې لیدلې دي".

په یوکراین او سوریه دواړو کې روسي ځواکونو په منظم ډول په روغتونونو بمباري کړې او ملکي کسان یې په نښه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میسل بچلېت په بوچا کې د دوشنبې په ورځ د مړو دغه عکسونه وحشتناک وبلل او د ممکن جنګي جنایتونو خبرداری یې ورکړو.

دغه وژنو د روسیې خلاف د نوي سختو اقداماتو غوښتنه زیاته کړه.

د دوشنبې په ورځ، د اروپایي اتحادیې (EU) د خارجي پالیسۍ مشر جوزف بوریل وویل چې د هغوی اتحادیه په عاجل توګه د نوي بندیزونو لګولو په اړه بحث کوي.

بوریل په یوکراین کې د دغه ادعا شوي ظلمونو د ثبوت په راټولولو کې هم د اروپایي اتحادیې د مرستې وړاندیز ورکړو.

د فرانس صدر ایمنیول مېکرون وویل چې هغه د نوي بندیزونو ملاتړ کوي.

مېکرون د فرانس انټر براډکاسټر ته وویل، "د جنګي جنایتونو څرګنده نښې نښانې موجودې دي. په بوچا کې په اصل کې د روس عسکر موجود و".

هغه وویل، په نوي اقداماتو کې د تیلو او سکرو صنعتونه په نښه کیدی شي.

د جرمني چانسلر اولاف شالټس وویل، "په راتلونکي ورځو کې" به د نوي بندیزونو پریکړه وکړل شي، په داسې حال کې چې د دفاع وزارت یې د ګاز د وارداتو د ختمولو امکان څرګند کړو.

شالټس وویل، د "[روسیې] صدر [ویلادیمیر] پوټېن او د هغه ملاتړي به د دې پایلې احساس کړي.

د پولېنډ وزیر اعظم مټېش مورویټسکي د دوشنبې په ورځ د دې "نسل وژنې" د نړیوالې پلټنې غوښتنه و کړه.

او د هسپانیې وزیر اعظم پیډرو سانچېز وویل چې د هغه هیواد به "هر ممکن هڅه کوي ... چې د بشر (ضد جنایتونو) دا ادعا شوي کېسونه وپلټي، چې جنګي جنایتونه دي او د هغه په وینا دې ته نسل وژنه هم ویلی شو".

پولېنډ ته د دوشنبې په ورځ په خپله کتنه کې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیماسا حیاشي هم په کییف کې د ملکي خلکو خلاف د "ظلم د دې ځانګړي" تشدد غندنه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500