اقتصاد

د چین لخوا د ذخیره کولو اقدام په نړېواله کچه د روسیې لخوا د رامینځته شوي خوراکي توکو بحران لا پسې خرابوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د چین په شمالي هیبي صوبه کې د خوړو کڅوړې. [ګریګ بېکر/ ای اېف پي]

د چین په شمالي هیبي صوبه کې د خوړو کڅوړې. [ګریګ بېکر/ ای اېف پي]

چین په پراخه کچه د خوراکي توکو پیرودلو لړۍ پېل کړې، چې څارونکي یې دې ته هڅولي چې یادونه وکړي چې بیجینګ د کلیدي اکمالاتو د ذخیره کولو په حال کې دی، پداسې حال کې چې د غنمو خراب بحران په اوکراین باندې د روسیې د بې بنياده جګړې له امله رامینځته شوی دی.

د فارم ژورنال له مخې، د متحده ایالاتو د کرنې وزارت (يو اېس ډي ای) د اپرېل په میاشت کې چین ته د یو ملیونه میټریک ټنو جوارو پلورل تایید کړل، چې دوه پر دریمه برخه یې د زوړ فصل لپاره وه او پاتې نوره برخه يې د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ بازار موندنې په کال کې د سپارلو لپاره وه.

دا پیرود، چې یوه هفته مخکې ترسره شو، د مۍ ۲۰۲۱ کال راهيسې د چین لخوا د جوارو ترټولو لوی پیرود دی، چې ټولټال حجم يې ۱.۰۸۴ ملیونه ټنه و.

چین غلې دانې ذخيره کوي

پرو فارمر مدیر براین ګرېټ وويل، "چین همدا اوس د غلو دانو د ذخیره کولو په حالت کې دی."

یوه اوکراینۍ ښځه د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۶مه د پیتروپولیوکا کلي ته څېرمه په يو پټي کې په خپل لاس کې جوار نيولي دي. [ډيميټر ډيلکوف/ای اېف پي]

یوه اوکراینۍ ښځه د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۶مه د پیتروپولیوکا کلي ته څېرمه په يو پټي کې په خپل لاس کې جوار نيولي دي. [ډيميټر ډيلکوف/ای اېف پي]

هغه وویل، "د خوړو خوندیتوب که د دوی لوړ لومړيتوب نه وي، خو د دوی یو له لومړیتوبونو څخه دی، او تاسو یوازې د اوکراین سره یوه برخه ترلاسه کړه. اوکراين د چين د جوارو يو ستر عرضه کوونکی جوړ شوی دی. او زه فکر کوم چې موږ به وګورو چې چین نور جوار ذخيره کوي."

د روسیې سمندري ځواکونه په تور سمندرګي کې د اوکراین محاصره کولو ته دوام ورکوي، چې په پايله کې دغه هېواد، چې د خوړو يوه سرچينه ده، د مهمو خوراکي توکو د صادرولو نه منع کوي.

د ای اېف پي په وینا، د روسیې د یرغل څخه مخکې، چې د فبرورۍ په ۲۴مه پېل شو، اوکراین به په میاشت کې تقريباً ۴.۵ ملیونه ټنه کرنیز محصولات د خپلو بندرونو له لارې صادرول، چې پدې کې د نړۍ ٪۱۲ غنم، ٪۱۵ جوار او د لمر ګل تېلو نيمه برخه شامل دي.

جګړې او د هغې روان بندیز په لویه کچه سوداګري په ټپه درولې ده، پداسې حال کې چې د اورګاډي او لاریو بدیل لارې نشي کولی چې د لویو لوژیستیکي او مالي خنډونو سره مبارزه وکړي چې نړېوالو بازارونو ته د دومره تولیدات ولیږي.

د ملګرو ملتونو جنرل سيکريټري انتونیو ګوټیرس په دې مسله کې خورا روښانه و، او د مۍ په ۱۸مه يې وویل چې جګړه "ګواښ کوي چې لسګونه ملیونه خلک د خوراکي توکو له کمي سره مخ کړي."

هغه خبرداری ورکړو چې د دې پايله به "خوارځواکي، ډله ایزه لوږه او قحط وي، په داسې بحران کې چې کېدی شي د کلونو لپاره دوام وکړي".

د اوکراین د چارواکو له مخې، تر اوسه پورې، له ۲۰ میلیونو ټنو څخه ډېر خوراکي محصولات په اوکراین کې بند پاتې دي.

ګرېټ زیاته کړه، "موږ به غالباََ وګورو چې چین به نورې توکي هم واخلي."

هغه وویل، "کومې توکي چې دوی په کور کې لري، په ځانګړې توګه غنم، چې د نړېوال رسد نيمه برخه ده، دوی به د نړۍ بازار ته مخه ونکړي. دوی به دا پخپله وساتي."

"چین په تاریخي ډول یو ذخیره کونکی دی. او په ټوله نړۍ کې د نرخونو د لوړیدو او د اکمالاتو سختیدو په جريان کې، دوی همدا اوس خورا ډېره غله دانه ذخیره کوي."

په چېن کې د جوارو بیې په یوه لسیزه کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي.

د روسیې زورزياتی

په ورته وخت کې، کرملین په څرګنده توګه هڅه کوي چې له هغه بحران څخه ګټه پورته کړي چې دې رامینځته کړی دی.

صدر ولادیمیر پوتین د مۍ په ۲۵مه د ایټالیا له وزیر اعظم ماریو دراغي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وویل، ماسکو چمتو دی چې د خوراکي توکو د بحران د مخنیوي په برخه کې د "پام وړ مرسته" وکړي که چېرې لویدیځ هغه بنديزونه لرې کړي کوم چې د اوکراین پر سر پر روسیې لګول شوي دي.

کرملین د دغه ټيليفون څخه وروسته په يو بیان کې وویل، "ولادیمیر پوتین ټینګار کوي چې د روسیې فدراسیون چمتو دی چې د غلو دانو او سرې صادرولو له لارې په خوراکي بحران باندې په کابو موندلو کې د پام وړ مرسته وکړي، پدې شرط که د لویدیځ لخوا په سیاسي توګه لګول شوي بنديزونه لرې شي."

پوتین هغه "بې بنسټه" تورونه هم رد کړل چې روسیه په نړېوال بازار کې د خوراکي توکو په رسولو کې د ستونزو مسؤليت په غاړه لري.

متحده ایالاتو د پوتین وړاندیز رد کړو.

د پنټاګون ویاند جان کربي وویل، "اوس دوی اقتصادي وسیلې د وسلو په توګه کاروي. دوی خواړه د وسلو په توګه کاروي. دوی اقتصادي مرستې د وسلې په توګه کاروي."

کربي وویل، "زه فکر کوم چې موږ باید پدې حیران نه شو، ځکه چې دوی د دروغو او معلوماتو په ګډون نور هر څه د وسلې په توګه استعمال کړي دي."

روسیې د مۍ په ۲۷مه دا هم وویل چې دوی په دې لټه کې دي چې په راتلونکي موسم کې د صادراتو لپاره د غلو دانو تولید ته وده ورکړي.

د کرنې وزیر دیمیتري پتروشیف د روسیې د غلو دانو په یو فورم کې وویل، "په روان فصل (۲۰۲۱-۲۰۲۲) کې مونږ تر اوسه ۳۵ میلیونه ټنه غلې دانې صادرې کړي دي، چې په دې کې ۲۸.۵ میلیونه ټنه غنم هم شامل دي." هغه زیاته کړه چې د جون په ۳۰مه به د فصل د ختمېدو څخه مخکې، د صادراتو حجم ۳۷ ملیونه ټنو ته ورسیږي.

هغه وویل، "په راتلونکي فصل کې [چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په لومړۍ نېټه پېل کيږي] موږ اټکل کوو چې زموږ د غلو دانو صادراتو ظرفیت به ۵۰ ملیونه ټنه وي."

'د دوو دولتونو ترمنځ ملګرتيا'

د دې پرمختګونو یو مهم پس منظر د فبرورۍ په میاشت کې د پوتین او د چین د صدر شي جین پینګ ترمنځ په بیجینګ کې لیدنه ده چې پکې دوی ژمنه وکړه چې د نړېوال سیاسي او پوځي نظم په "نوي عصر" کې به یوځای پاتې شي.

دوی له غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، "د دواړو هېوادونو ملګرتیا هیڅ حد نلري." "د همکارۍ هېڅ 'منع شوي' ساحې شتون نلري."

د راپورونو له مخې، د چین رژیم په اوکراین باندې د برید لپاره د روسیې د پلان څخه مخکې خبر و، خو یوازې دا يې غوښتل چې د بیجینګ ژمني اولمپیک په جریان کې رامنځته نشي.

له هغه وخت راهیسې، چینایي رسنیو د کرملېن پروپيګنډ ته توان ورکړی چې په لویدیځ کې د بندیزونو څخه ډډه وکړي، په داسې حال کې چې د لویدیځ ضد، شوروي پلوه ایډیالوژیکي کمپاین سره د چینایي اتباعو مغز مينځل کيږي.

شنونکي وايي، چینايي رسنۍ تر دې دمه د روسیې د پروپيګنډې ترټولو لوی خپرونکي دي.

د چینایي رسنیو لخوا خپاره شوي غلط داستانونه د نويو نازي په داستانونو کې شامل دي، د جګړې لپاره د ناټو "ختیځ ته پراختیا" تورنوي، او په عراق، سوریه او افغانستان کې د متحده ایاالتو پوځي اقداماتو سره د اوکراین د روسیې د برید سره د مساوي کولو هڅه کوي.

په عېن حال کې، چین او روسیې د مۍ په ۲۴مه په اوکراین باندې د کرملین له یرغل وروسته خپل لومړي ګډ پوځي مشقونه ترسره کړل او د آسیا په شمال ختیځ کې یې په بحرونو کې بم غورځونکي بېړۍ واستولې چېرې چې د بهرنیو مشرانو یوه مهمه غونډه جوړه شوې وه.

دا مشق د کواډ بلاک – متحده ایالاتو، هند، استرالیا او جاپان – د یوې غونډې په ترڅ کې وشو چې د چین د مخ پر زیاتیدونکي پوځي ګواښ په اړه یې بحث وکړو.

د متحده ايالاتو صدر جوبايډن د مۍ په ٢٣مه نېټه په ټوکيو کې د وينا پر مهال پر تايوان د چين ګواښ د روسيې له يرغل سره پرتله کړ او د بېجينګ د مخ پر زياتېدونکي اقتصادي او پوځي ځواک په اړه د تاوتريخوالي د زياتېدو په ترڅ کې يې د دې مسئلې په اړه تر ټولو سختې څرګندونې وکړې.

بایډن د تایوان وضعیت نیغ په نیغه له اوکراین سره پرتله کړو، چې د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې له یرغل راهیسې یې له متحده آيالاتو څخه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او مرستې ترلاسه کړې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500