امنیت

روسیه او چین د تایوان د کړکیچ په زیاتیدو سره ګډ پوځي مشقونه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د چین دوه جنګي الوتکې د مارچ په میاشت کې مشقونه کوي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین دوه جنګي الوتکې د مارچ په میاشت کې مشقونه کوي. [د چین د دفاع وزارت]

چین او روسیې د سه شنبې په ورځ (د مۍ په ۲۴مه) په اوکراین باندې د کرملین له یرغل وروسته خپل لومړي ګډ پوځي مشقونه ترسره کړل او د آسیا په شمال ختیځ کې، چېرې چې د بهرنیو مشرانو یوه مهمه غونډه جوړه شوې وه، بحرونو ته بم غورځونکي الوتکې واستولې.

نيويارک ټايمز وويل، جنوبي کوريا د دغه مشق په تاييدولو سره يوه اعلاميه خپره کړه او ويې ويل چې د چين دوه پوځي الوتکې او څلور روسي جنګي الوتکې د دغه هېواد له ختيځ ساحل څخه د هوايي دفاع د پېژندنې سيمې (ای ډي آی زيډ) ته ننوتلي دي. نيويارک ټايمز زياته کړه چې ګډ مشقونه چې ستراتيژيک بم غورځونکي الوتکې پکې شامل دي، پيچلي دي او په عمومي ډول له مخکې نه يې پلان جوړ شوی و.

د جاپان د دفاع وزیر نوبو کیشي دغه الوتنې "پارونکي" وبللې، او ویې ویل چې د روسیې د استخباراتو یوه الوتکه هم د سه شنبې په ورځ د جاپان له شمالي هوکایډو څخه لرې د مرکزي جاپان د نوټو ټاپووزمې ته الوتنه وکړه.

دا مشق د کواډ بلاک – متحده ایالاتو، هند، استرالیا او جاپان – د یوې غونډې په ترڅ کې وشو چې د چین د مخ پر زیاتیدونکي پوځي ګواښ په اړه یې بحث وکړو.

(له ګس څخه ښي اړخ ته) د آسټرالیا وزیراعظم  انتوني البانیز، د متحده ایالاتو صدر جو بایډن، د جاپان وزیر اعظم فومیو کیشیدا او د هند وزیراعظم نریندرا مودي د مۍ په ۲۴مه په ټوکیو کې د کواډ غونډې څخه مخکې رسنیو ته لاسونه پورته کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

(له ګس څخه ښي اړخ ته) د آسټرالیا وزیراعظم  انتوني البانیز، د متحده ایالاتو صدر جو بایډن، د جاپان وزیر اعظم فومیو کیشیدا او د هند وزیراعظم نریندرا مودي د مۍ په ۲۴مه په ټوکیو کې د کواډ غونډې څخه مخکې رسنیو ته لاسونه پورته کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د دوشنبې په ورځ په ټوکیو کې د وینا پر مهال، د متحده ايالاتو صدر جوبایډن د واکمن تایوان پروړاندې د چین ګواښ په اوکراین باندې د روسیې له برید سره پرتله کړو، او د بیجینګ د مخ پر ودې اقتصادي او پوځي ځواک په اړه يې د زیاتیدونکي کړکیچ په ترڅ کې د دې مسلې په اړه تر ټولو سخت بيانونه ورکړل.

بایډن د تایوان وضعیت نیغ په نیغه له اوکراین سره پرتله کړو، چې د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې له یرغل راهیسې یې له متحده آيالاتو څخه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او مرستې ترلاسه کړې دي.

هغه وویل چې په روسیه باندې د لویدیځ بندیزونه باید "اوږدمهاله اغيز" ولري، ځکه چې په بل صورت "د زور په واسطه د تایوان د نیولو هڅه چین ته څه پيغام ورکوي؟"

هغه د تایوان په تنګي کې د چینایي الوتکو، سمندري مشقونو او ځواک ښودلو ته په اشارې سره خبرداری ورکړو چې بیجینګ له مخکې نه "د دومره نږدې الوتنو او د عملياتو په ترسره کولو سره له خطر سره مخ دی".

د ای اېف پي په وینا، چین د روان کال د مۍ په ۶مه د تایوان د هوايي دفاع د پېژندنې سيمې ته د جنګي او بم غورځونکو الوتکو په ګډون ۱۸ جنګي الوتکې واستولې، چې په روان کال کې په يوه ورځ کې دوهمه لویه سرغړونه ده، وروسته له هغې کله چې د جنورۍ په ۲۳مه ۳۹ جنګي الوتکې دغه سیمې ته وراستول شوې وې.

د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ربع کې د چین لخوا د تایوان د هوايي دفاع د پېژندنې سيمې ته په ورننوتلو کې زیاتوالی راغلی دی، پداسې حال کې چې د اکتوبر په ۴مه د ۵۶ جنګي الوتکو په ننوتلو سره ترټولو لویه یوه ورځنۍ سرغړونه وه.

د روسيې صدر ولاديمير پوتين او د چين د دولت صدر شي جين پينګ د فبرورۍ په ۴مه نېټه په بېجينګ کې وکتل او ژمنه يې وکړه چې د نړيوال سياسي او پوځي نظم په "نوي عصر" کې به متحد پاتې شي.

دوی له غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، "د دواړو هېوادونو ملګرتیا هیڅ حد نلري." "د همکارۍ هېڅ 'منع شوي' ساحې شتون نلري."

د راپورونو له مخې، د چین رژیم په اوکراین باندې د برید لپاره د روسیې د پلان څخه مخکې خبر و خو یوازې دا يې غوښتل چې د بیجینګ ژمني اولمپیک په جریان کې رامنځته نشي.

'د زور له لارې وضعیت بدلول'

د جاپان، هند، آسټرالیا او متحده ایالاتو مشرانو د سه شنبې په ورځ "د زور په واسطه د وضعیت د بدلون" د هڅو په وړاندې خبرداری ورکړو ځکه چې دا اندیښنې مخ په زیاتیدو دي چې آیا چین به په واکمن تایوان باندې برید وکړي.

د کواډ بلاک لخوا په ګډه اعلامیه کې په سیمه کې د چین د مخ پر ودې پوځي ځواک په اړه په مستقیمه توګه د ذکر کولو څخه ډډه وشوه خو په دې اړه لږ شک شتون لري چې د هغې اندیښنې چېرته دي.

په دغه بيان کې ويل شوي، "موږ د هر هغه اجباري، پارونکي یا یو اړخیز عمل پروړاندې په کلکه مخالفت کوو چې د وضعیت د بدلولو او په سیمه کې د تاو تریخوالي د زیاتولو په لټه کې دي، لکه متنازعه ځانګړتیاوو ته پوځي شکل ورکول، د ساحل ساتونکو کښتیو او سمندري ملېشو په خطرناکه توګه کارول او د نورو هیوادونو د ساحلي زیرمو د استخراج د فعالیتونو د ګډوډولو هڅې."

دا څلور هېوادونه هڅه کوي چې د خپل منځي اختلافاتو سربېره د چین د مخ په زیاتیدونکي پوځي او اقتصادي ځواک په وړاندې د قوي مقابلې لپاره خپله نرمه ډله جوړه کړي.

د جاپان وزیراعظم فوميو کيشيدا وویل، "په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې یرغل د نړېوال نظم بنسټیز اصولو څخه سرغړونه کوي ۔۔۔ (موږ) ثابته کړه چې د زور له لارې د وضعیت د بدلولو یو اړخیزې هڅې به په هېڅ ځای کې، په ځانګړې توګه په هند-آرام سمندر کې، ونه زغمل شي."

چین د اوکراین د جګړې 'په احتیاط سره څارنه' کوي

د متحده آيالاتو د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی ای) مشر بیل برنز د می په پېل کې وویل چې چین په اوکراین د روسیې د یرغل نږدې مطالعه کوي او احتمال لري چې د جګړې څخه د درسونو پراساس د تایوان د کنټرول ترلاسه کولو لپاره خپل اوږدمهاله پلانونه بدل کړي.

برنز د فایننشل ټایمز په کانفرنس کې وویل، "په ښکاره ډول د چین مشرتابه هڅه کوي چې په دقت سره وګوري چې دوی باید له اوکراین څخه د خپلو عملياتو او تایوان په اړه څه درس واخلي."

برنز وویل، هغه فکر کوي چې بیجینګ د روسیې د پوځي ځواکونو ضعیف فعالیت او همدارنګه د اوکراین د ټولنې لخوا د سخت مقاومت په اړه "حېران" دی.

هغه وويل، "زه فکر کوم چې دوی د هغه اقدام له امله زیانمن شوي چې په ځانګړي توګه د اتلانتيك اتحاد پکې د تيري له کبله روسیې ته د اقتصادي زيان رسولو لپاه يو ځای شوی."

برنز وویل، بیجینګ "د دې حقیقت له کبله ناکراره دی چې [د روسیې صدر ولادیمیر پوتین] اقداماتو اروپایان او امریکایان یو بل ته نږدې کړل."

هغه وویل، "د دې ټولو پيښو څخه چې څه پایلې ترلاسه کیږي لاهم تر پوښتنې لاندې دي."

"زه فکر کوم چې د چین مشرتابه دې ټولو ته او په تایوان باندې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د ځواک کارولو لپاره د هرې هڅې لګښتونو او پایلو ته په غور سره وګوري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500