اقتصاد

یوه لرې لویه وچه: په اوکراین کې د روسیې جګړه په افریقا کې د خوړو خوندیتوب له خطر سره مخ کوي

د جولیو کیتس لخوا

د کینیا په مارسابیت کاونټي کې وچکالۍ ځپلي شپنکيان د اکتوبر په میاشت کې د یو کوهي، چې اوبه پکې وچې شوي دي، خوا ته راټول شوي، په دې هیله چې د خپلو څارویو او د خپل استعمال لپاره څه اوبه راوباسي. په کینیا کې د وچکالۍ او خوراکي توکو ناامني په اوکراین کې د روسیې د یرغل په نتیجه کې لا پسې خرابه شوې ده. [جولیو کیتس/کاروانسرای]

د کینیا په مارسابیت کاونټي کې وچکالۍ ځپلي شپنکيان د اکتوبر په میاشت کې د یو کوهي، چې اوبه پکې وچې شوي دي، خوا ته راټول شوي، په دې هیله چې د خپلو څارویو او د خپل استعمال لپاره څه اوبه راوباسي. په کینیا کې د وچکالۍ او خوراکي توکو ناامني په اوکراین کې د روسیې د یرغل په نتیجه کې لا پسې خرابه شوې ده. [جولیو کیتس/کاروانسرای]

نیروبي -- کینیایان په اوکراین کې د روسیې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوي ترڅو د غلو دانو واردات بیا پېل شي او د میلیونونو کینیایانو د خوړو په برابرولو کې مرسته وکړي چې د سختې لوږې سره مخ دي، چې د انفلاسیون او وچکالۍ له امله دغه وضعيت خورا خراب شوی دی.

دغه هېواد -- لکه په ختیځ، سویلي، لوېدیځ او مرکزي افریقا کې د زياتره هېوادونو په څېر -- د غنمو، جوارو او سبزیجاتو د تېلو د واردولو لپاره پر روسیې او اوکراین تکیه کوي.

د کینیا د کرنې او خوړو ادارې د فبرورۍ په وروستیو کې راپور ورکړو چې په هېواد کې مصرف شوي ۹۰ فيصده غنم له روسیې او اوکراین څخه واردیږي.

خو سختې جګړې، چې اوس یې نهمه میاشت روانه ده، دغه براعظم ته د سوداګرۍ جریان ګډوډ کړی دی.

یو عکس SEAEAGLE، هغه کښتۍ ښایي چې د راپورونو له مخې د غنمو بار لري له اوکراین څخه وتلې ده، چې د سپتمبر په ۹مه د سور سمندر په ساحل کې په پورټ سوډان کې ودرېدلې ده. [ای اېف پي]

یو عکس SEAEAGLE، هغه کښتۍ ښایي چې د راپورونو له مخې د غنمو بار لري له اوکراین څخه وتلې ده، چې د سپتمبر په ۹مه د سور سمندر په ساحل کې په پورټ سوډان کې ودرېدلې ده. [ای اېف پي]

مايوسه موټرسایکل چلونکي چې معمولاً په کینیا کې د 'بودا بوډا' په نوم پیژندل کیږي د ۲۰۲۲ کال د مارچ په مياشت کې د نيروبي په کینول کې د تېلو لپاره په یوازیني پټرول سټیشن کې راټول شوي دي. په اوکراین د روسیې یرغل په نړۍ کې د انرژۍ رسد ګډوډ کړی دی او په کینیا کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. [جولیو کیتس/کاروانسرای]

مايوسه موټرسایکل چلونکي چې معمولاً په کینیا کې د 'بودا بوډا' په نوم پیژندل کیږي د ۲۰۲۲ کال د مارچ په مياشت کې د نيروبي په کینول کې د تېلو لپاره په یوازیني پټرول سټیشن کې راټول شوي دي. په اوکراین د روسیې یرغل په نړۍ کې د انرژۍ رسد ګډوډ کړی دی او په کینیا کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. [جولیو کیتس/کاروانسرای]

د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام په وینا، او لا نوره خرابتیا هغه وخت جوړه شوه کله چې د بارانونو په څلورو موسمونو کې د بارانونو نشتوالي شاوخوا ۲۲ ملیونه اوسیدونکي په ټوله کینیا، سومالیا او ایتوپیا کې د لوږې له خطر سره مخ کړو.

په پایله کې، په کینیا کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې. د ۲ کیلو ګرامه جوارو د خواړو یوه کڅوړه، چې د کینیا په ډېرو کورونو کې خورا مهم خوراک دی، د جګړې څخه مخکې د ۱۳۰ کينيايي شيلنګ (۱.۰۷ امريکايي ډالره) څخه تقريباََ ۲۳۰ کينيايي شينلګ (۱.۹۰ امريکايي ډالره) ته ورسیده.

بل خوراک، چې د کینیا اکثریت ورته لاسرسی نه لري، هغه ډوډۍ ده چې اوس هر ۴۰۰ ګرامه ۶۰ کينيايي شيلنګ (۰.۵۰ امريکايي ډالره) لګښت لري.

د ډوډۍ د بیو لوړوالی د روسیې لخوا د کرهنیزو صادراتو د ځنډولو او د روسیې د پوځي بندیز له امله د غنمو او نورو غلو په صادرولو کې د اوکراین د وړتيا د نه شتون له امله د غنمو شدید کمښت ته منسوب شوی دی.

کرملین د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۳مه) وویل چې روسیې لا تر اوسه پریکړه نه ده کړې چې ایا د اوکراین د غلو په هغه تړون کې چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړتوب د دې میاشتې په وروستیو کې پای ته ورسیږي خپل ګډون وغځوي او کنه.

د غلو د صادراتو د خلاصولو تړون د جولای په میاشت کې د روسیې او اوکراین لخوا لاسلیک شو او ټاکل شوې وه چې د نومبر په ۱۹مه به نوی شي.

تېره هفته روسیې په کریمیا کې په خپل تور سمندر بېړۍ باندې د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله د څلورو ورځو لپاره له دغه تړون څخه ووتو.

ماسکو د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې په دې تړون کې خپل ګډون بیا پېل کړو او وروسته يې وويل چې له اوکراین څخه یې د سمندري دهلیز د بې وسلې کولو په اړه امنیتي تضمین ترلاسه کړی دی.

خو د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ګواښ وکړو چې له دغه تړون څخه به ووځي که چېرې کییف له خپلو تضمینونو سرغړونه وکړي.

د نړۍ د ډوډۍ ټوکرۍ

د خوړو او کرهنې سازمان (اېف ای او) د جون په میاشت کې راپور ورکړو چې اوکراین او روسیه د نړۍ د غنمو او وربشو له ٪۲۵ فيصده څخه ډېر صادرات چمتو کوي، او شاوخوا ٪۱۵ جوار صادروي.

اوکراین د نړۍ د لمر ګل د تخمونو نږدې ٪۵۰ تېل چمتو کوي او روسیه شاوخوا ٪۲۵ نور چمتو کوي.

د اېف ای او په وینا، ډېر هېوادونه په افریقا، مرکزي آسیا او مینځني ختیځ کې د اوکراین او روسیې د غنمو په وارداتو خورا تکیه کوي.

اوس دوی تر ټولو زيات له ستونزو سره مخ دي.

په نیروبي کې د برانډینګ، مارکيټنګ او مخابراتو شرکت ډولپکس لمیټډ ډايريکټر سایمن مارابي وویل، "موږ یو براعظم لرې یو، خو موږ ټول د دې جګړې وروسته ناوړه اغیز محسوسوو."

مارابي وویل، د اړینو خوراکي توکو کمښت او د بیو لوړوالی لکه د غنمو او لمر ګل تېلو د اکمالاتو کړۍ په سیسټمونو کې غير يقيني حالات رامینځته کړې دي، چې په پايله کې سوداګر د زياتې ګټې لپاره د غلې په ذخیره کولو کې بوخت دي.

هغه ویره لري چې د رسد او غوښتنې بحران به د اوږدې مودې لپاره محسوس شي.

هغه وويل، "تر هغه چې په اوکراين کې د کرهنې فعاليتونه اغېزمن وي -- دا په دې معنی ده چې که بزګرانو خپله کر کرونده پريښودې وي او يا ۱۰۰ فيصده کار نه کوي -- حاصلات به د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې اغيزمن شي."

د جګړې اقتصادي اغیز د کینیا ټولنې په ټولو کچو کې محسوسيږي.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې چې د اپرېل په میاشت کې خپور شوی و، د کینیا له ۱۰ څخه اووه اوسیدونکي په اوکراین د روسیې تر برید څخه مخکې د خوړو له ناامنۍ سره مخ وو.

احتمال شته چې دوامداره جګړه به وضعیت نور هم خراب کړي.

۴۸ کلن روز مکامي چې د نیروبي په څنډه کې په ګیکومبا کې په خلاصه فضا بازار کې لاسي جامې پلوري، وویل، "[جنګ] په هرځای کې ستونزې رامنځته کوي."

د څلورو ماشومانو یوازینۍ مور وویل، "زه د ژوند د لوړ لګښت له امله په سختۍ سره خپلې کورنۍ ته خوراک چمتو کولی شم."

هغې وويل، "د خوراکي توکو بيې زما له عايد څخه بهر دي." هغې څرګنده کړه چې کورنۍ يې څو مياشتې مخکې د وريجو خوړل بند کړل او پر ځای يې ګيتري (د لوبيا او جوارو مخلوط) وخوړل، چې ډېر ارزان دي.

مخ په زیاتیدونکي ویره

ډیویډ کوم، چې ۳۷ کاله عمر لري او د نيروبي په ګڼ مېشته سيمه زیمرمن کې د غلو پلورونکي ده، وویل، کله چې روسیې موافقه وکړه چې اوکراین ته اجازه ورکړي چې د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د تړون لاسلیک کولو وروسته د تور بحر له بندرونو څخه غله وليږدوي، دې نړۍ ته د امید یوه رڼا ورکړه.

هغه وویل، خو دا لا هم کافي نه ده.

ډیویډ کوم وویل، "اوکراین نړۍ ته خواړه ورکوي، او له همدې امله زه د پاتې بندرونو د خلاصولو غوښتنه کوم." "موږ له ملګرو ملتونو او د نړۍ له حکومتونو څخه غواړو چې پر روسیې فشار راوړي چې د اوکراین د بندرونو خوندیتوب تضمین کړي."

هغه وویل، "حتی د کروندګرو د ساتنې لپاره هم اړتیا ده چې هغوی وکولای شي د خپلو فصلونو ساتنه وکړي."

ډیویډ کوم ویره لري چې د نومبر څخه وروسته به د هغه په هټۍ کې غله په ځانګړي توګه جوار ختم شي.

هغه وویل، "زه نه پوهیږم چې نوي توکي له کوم ځای څخه ترلاسه کړم ځکه چې کینیا ته د جوارو ارزانه واردات شتون نلري."

ډیویډ کوم دا ویره هم لري چې په اوکراین کې د روسیې جګړه ممکن په کینیا او هاخوا کې د سیاسي بې ثباتۍ لامل شي چې د ژوند لګښتونه او انفلاسیون به لوړ کړي.

هغه وویل، "د کینیا خلک د مخکې نه د صدر ویلیم روټو په نوي حکومت باندې ډېر فشار راوړي ترڅو د اوګا [د جوارو اوړه] او د تېلو بیه راټیټه کړي." "حکومت نشي کولی دا له سبسايدۍ پرته ترسره کړي، کوم چې نوي حکومت په دواړو [توکو] ختمه کړې ده."

د کینیا د کرهنې محصول هم د سرې لپاره د لوړ لګښتونو سره مخ کېدی شي، ځکه چې کینیا ډېره برخه له روسیې څخه واردوي.

د سپتمبر په مياشت کې، حکومت اړ شو چې د ۷۱۰۰۰ میټریکه ټنه سرې باندې د سبسايډۍ لپاره د ۳.۵۵ ملیارده کينيايي شيلنګ (۲۹.۲ ملیونه امريکايي ډالرو) مختص کړي وروسته له هغې چې کروندګرو د لوړو لګښتونو په اړه د خپګان څرګندونه وکړه.

د روسیې غیر ضروري جګړه پای ته ورسوئ

د ډېرو کروندګرو او سوداګرو په څېر، ۳۸ کلن جین نجوګو، چې په کیمبو کاونټي کې د سرې پلورونکی دی، په احتیاط سره د حکومت د سبسایډۍ هرکلی وکړو.

هغې وویل، "دا کار يو ښه خبر دی خو ممکن دا لنډمهاله وي." "ډېر کروندګر شتون لري چې د کم رسد له کبله ورته اړتیا لري."

اکسفام او نورو نړېوالو بشردوستانه سازمانونو د مارچ په میاشت کې راپور ورکړو، "کینیا د حاصلاتو په تولید کې له ٪۷۰ کمښت سره مخ شوی او د ملي بحران اعلان يې کړی چې ۳.۱ ملیون خلک پکې د سختې لوږې سره مخ دي، چې اوس مرستې ته اړتیا لري."

"په کینیا کې د ټولو کورنیو نږدې نيمه برخه خواړه په قرض یا په کریډیټ اخلي."

نجوګو وویل، اوږدمهاله حل دا دی چې جګړه پای ته ورسیږي ترڅو د نړېوال بازار نورمال عملیات بیا پېل شي.

"زه د روسیې د دې غیر ضروري جګړې وروسته په پايلو باندې افسوس کوم. زما کاروبار او ګټه وټه اغیزمنه شوې ده." هغې زیاته کړه چې هیله لري چې هغه سرې چې هغه يې په سټور کې لري د لوړ قیمت سربېره به پیرودونکي راجلب کړي.

نجوګو اندېښنه لري چې د ژوند لوړ لګښت به د ۲۰۲۲ څخه وروسته هم شتون ولري.

هغې وویل، "د سرې لوړ لګښت د کم حاصلاتو معنی لري، چې کینیا به دې ته اړ کړي چې ډېرې خوراکي توکي وارد کړي، په دې توګه د خوړو د ناامنۍ ورته دوره به دوام وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500