اقتصاد

'بلېک مېل': روسیه د اوکراین په بندولو سره نړۍ ته د قحط ګواښ کوي

د اولها چیپل لخوا

وربشې د جون په ۱۱مه د روسیې په روستوف آن ډان کې د سورموو-۲ په نوم د روسیې په کارګو بېړۍ کې بار کيږي. [سټرېنګر/ای اېف پي]

وربشې د جون په ۱۱مه د روسیې په روستوف آن ډان کې د سورموو-۲ په نوم د روسیې په کارګو بېړۍ کې بار کيږي. [سټرېنګر/ای اېف پي]

کييف -- روسیه په تور بحر او ازوف بحر کې د اوکراین د مهمو بندرونو بندولو ته دوام ورکوي او ​د خوراکي توکو د مخ په زیاتیدونکي بحران د زياتولو د ګواښ په کولو سره نړۍ بلېک مېل کوي​​.

په اوکراین باندې د روسیې بشپړ برید، چې په دودیز ډول د نړۍ لپارہ د ډوډۍ یوه وسیله ده، د غلې او سرې په مقدار کې د پام وړ کمی راوستې دی، چې په پايله کې يې په نړېواله کچه بیې لوړې کړې او په سلګونو ملیونه خلک یې د لوږې له خطر سره مخ کړي دي.

د روسیې تر یرغل مخکې، اوکراین د نړۍ په کچه د لمر ګل د تېلو لوړ تولیدوونکی او د غنمو لوی صادرونکی و، خو له ۲۰ میلیونه ټنو څخه زیاته غله د بندیز له امله په بندرونو کې بنده پاتې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو مشر فیلیپو ګرانډي د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۱۵مه) خبریالانو ته وویل، په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر خلک د لوږې د بحران له امله بې ځايه کېدی شي.

د فنلند کارګو کښتۍ الپیلا، چې له اوکراین څخه د څارویو لپاره ۱۸۰۰۰ ټنه غله باروي، د جون په ۱۳مه د هسپانیا په آ کورونا کې خالي کيږي. د هسپانوي یوې اتحادیې وویل چې د اوکراین د غلو بار د بالتیک سمندر له لارې راورسیدو ترڅو د روسیې د بندیز څخه ډډه وکړي. ياده بنديز د جګړې له پېلیدو وروسته لګول شوې و. [میګول ریوپا/ای اېف پي]

د فنلند کارګو کښتۍ الپیلا، چې له اوکراین څخه د څارویو لپاره ۱۸۰۰۰ ټنه غله باروي، د جون په ۱۳مه د هسپانیا په آ کورونا کې خالي کيږي. د هسپانوي یوې اتحادیې وویل چې د اوکراین د غلو بار د بالتیک سمندر له لارې راورسیدو ترڅو د روسیې د بندیز څخه ډډه وکړي. ياده بنديز د جګړې له پېلیدو وروسته لګول شوې و. [میګول ریوپا/ای اېف پي]

روسي پوځیان چې د اوکرایین د غلو په غلا کولو کې بوخت دي ګواښ کوي چې مخ پر ودې هېوادونه له قحط سره مخ کړي. [پیکسلز]

روسي پوځیان چې د اوکرایین د غلو په غلا کولو کې بوخت دي ګواښ کوي چې مخ پر ودې هېوادونه له قحط سره مخ کړي. [پیکسلز]

ګرانډي وویل، د خوراکي توکو د خوندیتوب نړېوال بحران، چې په لويه کچه د روسیې له خوا پر اوکراین باندې د یرغل له امله زیات شوی، د ختمولو لپاره هڅې"د پام وړ اهمیت لري... ترڅو د ګڼ شمېر خلکو د تګ مخه ونیول شي."

"که تاسو له ما څخه وپوښتئ چې څومره ... زه نه پوهیږم، خو دا به خورا لوی شمېر وي."

ګرانډي وویل، "اغيز به يې، که دا بحران ژر تر ژره حل نشي، ویجاړونکی وي." "دا د مخکې نه ویجاړونکی دی."

د کییف ایګور سیمیولوس، چې د منځني ختیځ د مطالعاتو د ټولنې ډايريکټر دی، وویل چې افریقایي او د منځني ختیځ هېوادونه تر ټولو زیات دغه بند شويو جوارو او غنمو ته اړتیا لري.

هغه وویل، "په مجموعي توګه، د اوکراین د غلو د ۴۰ او ۶۰ سلنې ترمنځ برخه د منځني ختیځ بېلابېلو هېوادونو ته ځي."

"دا د خوړو په کمي کې لوی رول لوبوي."

د دې لپاره چې مسله نوره هم خرابه کړي، په وروستیو کې د منځني ختیځ او افریقا د کښت موسمونه وچ شوي دي، چې په پايله کې يې شنونکي وهڅول چې په ټوله نړۍ کې د احتمالي قحط خبرداری ورکړي.

اولیګ نیویفسکي، چې د کییف د اقتصاد په سکول کې د اقتصادي تعليم نايب صدر دی، وويل، "که چېرې نړۍ اوس مهال د پام وړ خوراکي زیرمې لرلې، نو د اوکراین د صادراتو کمې به په شدت سره محسوس شوای نه و."

هغه وويل، "په تېرو څو کلونو کې، په نړېواله کچه حاصلات ډېر نه دي ترلاسه شوي."

"اوس مهال د غنمو زیرمې په ۱۵ کالو کې ترټولو ټیټې کچې ته رسيدلي دي."

"نیویفسکي وویل، "دا هغه څه دي که تاسو د چین زیرمې پکې حساب نه کړئ ​​ځکه چې هېڅوک نه پوهیږي چې دا څومره غله لري.​

د روسي خواړو 'بلېک مېل'

د روسیې لخوا د اوکراین د بندرونو د بندولو سره، یوازې لارۍ او ریل ګاډي کولی شي د اوکراین غنم او جوار صادر کړي. که څه هم، دا اختیارونه د کښتیو په پرتله لږ ظرفیت لري.

په يوه بار وړونکي بحري کښتۍ کې ۶۰۰۰۰ ټنه غله راتلې شي. یوه عامه لارۍ ۴۰ ټنه وړې شي.

نیویفسکي وویل، "تېره میاشت ۱.۷ ملیونه ټنه د اوکرایین غله صادر شوې ده." "نیمه برخه یې د اورګاډي او نیمه برخه يې د لاریو په واسطه لیږدول شوې وه. په عېن حال کې، په بندرونو کې ۲۰ ملیونه ټنه غله شتون لري."

هغه په دوام سره وويل، "ایا تاسو تصور کولی شئ؟" "دلته د رېل پټلۍ نشي کولی دا سمبال کړي."

له هغه وخته راهيسې چې د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونیو ګوټیرس د مۍ په میاشت کې کییف ته سفر وکړو، ملګري ملتونه هڅه کوي چې معلومه کړي چې څنګه له اوکراین څخه غله راوباسي.

لویدیځ چارواکي وايي، د اوکراین د غلو د صادراتو د بندولو په بدل کې د نړېوالو بندیزونو د لرې کولو لپاره د روسیې غوښتنې د بلېک مېل کولو او د غلو د جګړې په معنا دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جون په ۶مه نېټه په واشنګټن کې په مجازي بحث کې وویل، "دا ټول کار په قصدي توګه ترسره شوی دی."

هغه وویل، "[د روسیې] صدر [ولادیمیر] پوتین د خوراکي توکو د لیږدولو مخه نیسي او په جارحانه توګه د خپل تبلیغاتي مشین څخه کار اخلي ترڅو له مسؤلیت څخه ډډه وکړي یا تحریف يې کړي ځکه چې هغه هیله لري چې نړۍ به هغه ته تسلیم شي او بندیزونه به پای ته ورسوي ... دا بلېک مېل کول دي."

د کیف د اقتصاد د سکول نویفسکي وویل، "ټوله نړۍ غواړي چې روسیه په بندیزونو سره ویجاړه کړي."

"روسیه د اوکراین سره ورته کار کوي - دا په اقتصادي توګه دا ویجاړوي. دا پوهیږي چې د اوکراین کرنیز محصولات د بحر له لارې صادریږي -- د ټولو صادراتو ۷۰ فيصده برخه د سمندر له لارې ليږدول کيږي. دا د اوکراین د ناخالصو تولیداتو ۳۰ سلنه ده."

د روسیې غلا

اوکرایني چارواکو او د زراعت پوهانو د یوې بلې ستونزې په اړه خبرداری ورکړی دی.

په زاپوریژهیا صوبه کې د کرنې او صنعتي پراختیا د ریاست ډپټي ډايريکټر مایکولا وینچینکو وویل، روسیه نه یوازې بندرونه بندوي بلکې د اوکراین له خاورې څخه غله پټوي.

هغه وویل، زاپوریژهیا له ۱۳۰،۰۰۰ ټنو څخه زیات غله لري چې روسي ځواکونو د مخکې نه د هغې غلا کول او صادرول پېل کړی دی.

"دوی د ذخیرې لفټ ته راځي او وايي چې مالکان کولی شي غله وباسي خو یوازې کریمیا ته. که مالک رانشي، نو دا پدې معنی ده چې دا د وړلو لپاره وړیا دی. دوی يې یوازې په لاریو کې باروي او وړي ېې."

وینچینکو وویل، د نیول شویو سیمو کروندګر هره ورځ ورته وايي چې روسان د هغوی تجهیزات او غله د ذخیره کولو لفټونو څخه لوټ کوي.

په خرسون صوبه کې هم ورته حالت دی، چې د زاپوریژهیا په څېر په جزوي توګه د روسیې تر ولکې لاندې ده.

​ولادیمیر مولچانوف، چې د خرسون څخه یو اقتصاد پوه او سیاسي ساینس پوه دی او د اوږدې مودې راهیسې یې د کرنې سوداګرۍ له لويو شرکتونو سره کار کړی دی، وويل،​روسي ځواکونه "یوازې غلا کوي."​​ "دوی دا په ۶۰ ټنه لاریو کې باروي او سیواستوپول ته ځي."

هغه وویل، "د سیواستوپول بندر لاهم چمتو نه دی چې په پراخه پیمانه د غلې بار وليږدوي. هلته هېڅ اسانتیاوې نشته." "نو دوی دا د عامو [ايکس کيويټر] بوقو سره خالي کوي. دا بیا سوریې، لبنان، مصر او ترکیې ته ځي ځکه چې هرڅوک غواړي دا وخوري."

مولچانوف د سرچینو په وینا، د اوکراین غنم په کریمیا کې د یو ټن عمده پلور بیه تقریباََ ۱۰۰ ډالره ده، خو په نړېوال بازار کې دا اندازه څلور چنده ده. روسیه د اوکراین غنم هم ځان ته لیږدوي او بیا یې په پراخه ګټه پلوري.

هغه وویل، "دا خورا ساده کار دی." "دوی غلا شوي غنم په عملي ډول په کریمیا کې په ارزانه بيه اخلي او سایبریا ته یې لیږدوي. له هغه ځایه دوی دا په عادي بیه د روسیې د توکو په توګه پلوري او ښه مالي عاید ترلاسه کوي.

اوس مهال، اوکراینیان بې وسه دي چې د خپلو فصلونو د لوټمار مخه ونيسي.

وینچینکو وویل، "خلک له ما څخه پوښتنه کوي چې دوی څه کولی شي کله چې روسان دوی لوټ کړي." "اوس یوازې دوی کولی شي دا ډول پیښې ثبت کړي -- د پولیسو له لارې یې ثبت کړي او د اوکراین امنیتي خدماتو [اېس بي يو] ته بيانونه ورکړي."

روسي چارواکو دا غوره کړې چې د ناپوهۍ څرګندونه وکړي او داستان بدل کړي.

د جون په ۸مه نېټه په استانبول کې په یو خبري کانفرنس کې یو اوکرایني خبریال د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف څخه په کلکه وپوښتل، "د غلې نه علاوه، روسیې تر اوسه پورې نورې کومې توکي پلورلې دي چې په اوکراین کې غلا شوي دي؟

په ځواب کې، لاوروف په اوکراین کې د "نیو نازیانو" په اړه پروپيګنډه خپره کړه.

له ترکیې سره کار کول

اوکرایني چارواکي هڅه کوي چې د ترکیې مرسته ترلاسه کړي.

په ترکیه کې د اوکرایین سفیر واسیل بودنار د مخکې نه د ترکیې د اوبو له لارې د اوکراین د غلو د لیږد په اړه د څېړنې د مرستې لپاره د ترکیې له چارواکو او انټرپول سره اړیکه نیولې ده.

د ملګرو ملتونو په غوښتنه، ترکیې د ماینونو د شتون سربېره د اوکراین له بندرونو څخه د سمندري کاروانونو د امنيت لپاره په غله باندې د ۲۵ فيصده تخفیف په بدل کې خپل خدمات وړاندې کړي دي. ځينې مايونونه د ترکیې ساحل ته نږدې موندل شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مېولوټ ټوشولو د چهارشنبې په ورځ وویل، ترکیه چمتو ده چې د ملګرو ملتونو، روسیې او اوکراین سره د څلور اړخیزې غونډې کوربه توب وکړي ترڅو د تور بحر له لارې د غلې د صادراتو انتظام وکړي.

هغه وویل، ملګرو ملتونو د صادراتو د اسانتیا لپاره یو پلان سپارلی دی.

هغه زیاته کړه، د پلان له مخې به له اوکراین څخه د غلو د صادراتو لپاره په تور سمندرګي کې د ماينونو له ایستلو پرته خوندي لارې جوړېدې شي.

د منځني ختیځ د مطالعاتو د اتحاديې مشر سیمیولوس وویل، "وضعیت ډېر ښه نه دی."

هغه وویل، "له یوې خوا، اوکرایین د دې مخالف نه دی چې ترکانو ته له وضعیت څخه د ګټې اخیستو فرصت ورکړي، خو له بلې خوا، ډېر خطرونه هم شتون لري."

"که چېرې روسیه وغواړي په هغو بندرونو برید وکړي چې د غلو د لیږد لپاره خلاصې دي، ایا ترکیه به دا [بریدونه] په شا وتمبوي؟ زه فکر نه کوم چې داسې به وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500