سياست

خفیه راپور وايي چې چین د روسیې د برید له پلان څخه خبر و

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

اور وژونکي د مارچ په ۲مه د اوکراین په هارکیف کې، د کارازین هارکیف ملي يونيورسټۍ د اقتصاد د څانګې په ودانۍ کې د اور د کنټرولولو لپاره کار کوي، چې د روسیې لخوا د وروستیو توغندیو په ترڅ کې په نښه شوه. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

اور وژونکي د مارچ په ۲مه د اوکراین په هارکیف کې، د کارازین هارکیف ملي يونيورسټۍ د اقتصاد د څانګې په ودانۍ کې د اور د کنټرولولو لپاره کار کوي، چې د روسیې لخوا د وروستیو توغندیو په ترڅ کې په نښه شوه. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

واشنګټن -- شواهد مخ په ډېرېدو دي چې روسیې د هفتو د انکارونو او سفارتي ژمنو سربېره په اوکراین کې د تیري یوه پلان شوې جګړه پیل کړه -- او دا چې چین د دې پلان څخه خبر و.

نیویارک ټایمز د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲مه) راپور ورکړو چې د چین لوړ لومړیتوب د نړۍ د سولې ساتنه نه وه بلکې په یو ډېر کوچني ګاونډي باندې د روسیې د بل برید د خبر له کبله د ژمني اولمپیک لوبو د خرابولو څخه ساتنه وه.

ټایمز ورځپاڼې د هغه لوړ پوړو امریکایي چارواکو او یو اروپایي چارواکي په حواله راپور ورکړو، چې ټولو د لویدیځ استخباراتو يو خفيه راپور لیدلی و، "لوړ پوړو چینایي چارواکو د فبرورۍ په لومړیو کې لوړ پوړو روسي چارواکو ته وویل چې په بیجینګ کې د ژمني اولمپیک له پای ته رسېدو مخکې پر اوکراین برید نه ونه کړي."

ای اېف پي او ټایمز راپور ورکړی چې چین، چې د دې خپرونې له کبله ناکرارہ شو، په مکرر ډول انکار کړی چې له روسیې څخه يې غوښتنه کړې وه چې خپل برید دې د بیجینګ ژمني اولمپیک د پای پورې ودروي.

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین او د چین صدر شي جین پینګ د فبرورۍ په ۴مه په بیجینګ کې د غونډې په دوران کې د عکس لپاره ولاړ دي. [الیکسي دروزینین/ سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین او د چین صدر شي جین پینګ د فبرورۍ په ۴مه په بیجینګ کې د غونډې په دوران کې د عکس لپاره ولاړ دي. [الیکسي دروزینین/ سپوتنیک/ای اېف پي]

ژمنۍ لوبې د فبرورۍ په ۴مه پېل شوې او د فبرورۍ په ۲۰مه پای ته ورسېدې.روسي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین له څو اړخونو څخه یرغل وکړ.

دوه ګونې چلند او پیچلتیا

دا راپور د روسیې او چین په اوږدمهاله دوه ګونې چلند او پیچلتیا باندې بحث کوي.

ټایمز د خفيه استخباراتي راپور په حواله وويل، "لوړ پوړي چینایي چارواکو تېره هفته د یرغل له پېل څخه مخکې د روسیې د جنګي پلانونو یا ارادو په اړه یو څه مستقیم معلومات لرل."

د روسيې صدر ولاديمير پوتين او د چين د دولت صدر شي جين پينګ د فبرورۍ په ۴مه نېټه په بېجينګ کې وکتل او ژمنه يې وکړه چې د نړيوال سياسي او پوځي نظم په "نوي عصر" کې به يو ځای پاتې شي.

دوی له غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، "د دواړو هېوادونو ملګرتیا هیڅ حد نلري." "د همکارۍ هیڅ 'منع شوي' ساحې شتون نلري."

سربېره پر دې، له یرغل څخه مخکې له ختیځ څخه د جګړې سیمې ته د روسي پوځیانو تګ "د روسي او چینایي چارواکو تر منځ د باور لوړه کچه په ګوته کوي".

د تېر کال له پېل راهیسې کله چې د اوکراین په پوله کې د روسیې پوځیانو ځای پرځای کول پیل شول، روسي چارواکو ټینګار وکړو چې ځواکونه یې یوازې د مشقونو لپاره ول.

کله چې د نومبر په میاشت کې امریکایي چارواکو له خپلو چینایي سیالانو سره د استخباراتو شریکول پېل کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د روسیې د یرغل په مخنیوي کې مرسته وکړي، چینایانو ټینګار وکړو چې داسې به ونشي.

د ټایمز ورځپاڼې په وینا، د دې څخه نوره بدتره خبره دا وه چې د دسمبر په میاشت کې د "متحده ایالاتو چارواکو داسې استخبارات ترلاسه کړل چې ښیي بیجینګ له ماسکو سره معلومات شریک کړل، او روسیې ته یې وویل چې متحده ایالات هڅه کوي نفاق رامنځته کړي او چین به د روسیې د پلانونو د مخنیوي هڅه ونه کړي."

د یرغل په جریان کې، چینایي چارواکي هم په ناوړه توګه بیا ټینګار کوي چې تایوان د چین برخه ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ د فبرورۍ په ۲۳مه په یو خبري کانفرانس کې وویل، "تایوان تل د چین د خاورې یوه نه بیلیدونکې برخه ده. دا د نه ردولو وړ تاریخي او قانوني حقیقت دی."

پوتین خپل ځان تکراروي

په اوکراین د ۲۰۲۲ کال برید درېم ځل دی چې د پوتین رژیم د اولمپیک په جریان کې د جګړې فکر کوي.

د ټایمز په وینا، پوتین په ۲۰۰۸ کال کې د بیجینګ دوبي لوبو پرمهال په ګرجستان برید وکړو، "چې ځینې چینايي چارواکي یې خپه کړل". هغه سږکال چین بيا ناراضه نه کړو، او د ژمني اولمپیک د اختتام پورې يې انتظار وکړو.

پوتین خپله ننداره، د ۲۰۱۴ کال د سوچي ژمنۍ لوبې، خرابه نه کړه او د اولمپيک تر پایه پورې يې انتظارو وکړو ترڅو په لومړي ځل په اوکراین يرغل وکړي او کریمیا له روسيې سره ضم کړي.

د روسیې سره په ودریدو، چین بالاخر د مردود شخص ملاتړ وکړو.

د ای اېف پي په وینا، د چهارشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په لوړ اکثریت سره یو پریکړه لیک تصویب کړو چې "له روسیې څخه" غوښتنه کوي چې سمدستي له اوکراین څخه ووځي.

په ۱۹۳ کې ۱۴۱ هېوادونو د غیر پابندۍ پریکړه لیک په حق کې رایه ورکړه.

چین د هغو ۳۵ هېوادونو په ډله کې و چې په رايه کې یې د ګډون کولو څخه ډډه وکړه، خو یوازې پنځو – اریتریا، شمالي کوریا، سوریه، بیلاروس او روسیې یې پر ضد رایه ورکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500