امنیت

د اوکراین شخړه د روسیې د "نه ماتېدونکي" وسلو افسانه ردوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو اوکراینی سرتېری د اپرېل په لومړۍ نېټه، په اوکراین د روسیې د برید په ترڅ کې د خارکیف په ختیځ کې د مالا روګان له کلي څخه بهر د سوځېدلي روسي ټېنک په ملبه باندې ولاړ دی. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

یو اوکراینی سرتېری د اپرېل په لومړۍ نېټه، په اوکراین د روسیې د برید په ترڅ کې د خارکیف په ختیځ کې د مالا روګان له کلي څخه بهر د سوځېدلي روسي ټېنک په ملبه باندې ولاړ دی. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه دا ثابتوي چې روسي پوځیان په کمزوري توګه اکمال شوي، تغذیه شوي او رهبري شوي لکه څنګه چې د حیرانونکي زیانونو او خنډونو له خوا په ډاګه شوې ده، يادې جګړې دا افسانه هم رده کړې چې د روسیې پوځي تجهیزات خورا لوړ کيفيت لري.

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین له اوږدې مودې راهيسې د خپل هېواد د نه ماتېدونکي وسلو په نوي نسل باندې ویاړ کړی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې، پوتین ادعا وکړه چې روسیې د هایپرسونیک توغندیو يو نوی سیسټم، ايونګارډ هایپرسونیک وسيله، جوړه کړې چې د غږ په سرعت په پرتله ۲۰ ځله زياته ګړندۍ الوتنه او پورته او ښکته حرکت کولی شي.

هغه په دغه کال کې ملت ته د وینا په ترڅ کې وویل، "دا د هر ډول هوایي او توغندیو د دفاع لپاره په بشپړه توګه نه ماتېدونکی ګرځوي." هغه زياته کړه چې دا "یوه مثالي وسله" ده.

یو ټرېکټر د می په ۸ مه د اوکراین له خارکیف ښار څخه لرې په یو میدان کې د روسي توغندیو د یوې ټوټې ترڅنګ تیریږي. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

یو ټرېکټر د می په ۸ مه د اوکراین له خارکیف ښار څخه لرې په یو میدان کې د روسي توغندیو د یوې ټوټې ترڅنګ تیریږي. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

یوازې تېره میاشت، پوتین اعلان وکړو چې روسیې په بریالیتوب سره د سرمت بین البراعظمي بالستیک توغندي تجربه کړې ده -- چې د روسیې د راتلونکي نسل د "نه ماتېدونکو" توغندیو څخه یو دی.

پوتین د اپرېل په ۲۰مه پوځ ته په تلويزيوني خطاب کې وویل، "دا ریښتینې ځانګړې وسله به زموږ د وسله والو ځواکونو جنګي وړتیا پیاوړي کړي، په ډاډمنه توګه به د روسیې امنیت له بهرنیو ګواښونو څخه تضمین کړي او هغه څوک چې د تیري وینا په ګرمۍ کې هڅه کوي زموږ هېواد ته ګواښ وکړي، باید دوه ځله فکر وکړي."

د روسیې د دفاع وزارت په یو بیان کې وویل، "سرمت په نړۍ کې د هدفونو د تباه کولو لپاره د خورا اوږدې فاصلې توغندی دی، چې دا به زموږ د هېواد د ستراتیژیکو اټومي ځواکونو جنګي ځواک ډېر زیات کړي."

روسیې د مارچ په میاشت کې وویل چې د لومړي ځل لپاره یې په اوکراین کې د یو هدف په نښه کولو لپاره کینزېل، یو بل "نه ماتېدونکی" هایپرسونیک توغندی، کارولی دی.

په ماسکو کې د مۍ په ۹مه د بریا د ورځې په پریډ کې يوه بله هڅه وشوه ترڅو د روسیې خلک او نړۍ د دې هېواد د پوځي ځواک په اړه قانع کړي، خو د روسیې جنګي الوتکې په ښکاره ډول په جشنونو کې موجود نه وې.

چارواکو د دغه الوتکو د شتون لپاره خراب موسم يو لامل وګرځولو، خو څارونکو یادونه وکړه چې د روسیې جنګي الوتکې، پیلوټان او له ځمکې څخه ځمکې ته وسلې په اوکراین کې خورا ټیټ فعالیت لري.

کميدونکي توکي

د پوتین د ادعاوو په مقابل کې، د روسیې پوځیان مجبوراََ په اوکراین کې د پخوانیو او خراب شويو تجهیزاتو کارولو ته مخه کړې.

د اپرېل په ۱۰مه، د اوکراین د دفاع وزارت یوه ویډیو شریکه کړه چې داسې ښکاري چې یو سرتیری ښيي چې د روسیې د پوځي څارنې بې پیلوټه الوتکه، اورلان - ۱۰، تلف کوي کومه چې په اوکراین کې نسکوره شوې وه.

دغه ډرون په پټۍ کې پوښل شوی و او د عامه لاسي کینن ډي اېس اېل آر کیمره کارول شوې وه چې مرکزي نیویګیشن یې لاندې چپک شوی و ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دا په ناڅاپي ډول خپل موډ بدل نه کړي.

دغه سرتیری دا هم په ګوته کوي چې د ډرون د تېلو ټېنکۍ داسې ښکاري چې د پلاستيکي اوبو د بوتل له پورتنۍ برخې او سر څخه جوړه شوې وه.

آی ټي وي نیوز د مارچ په ۲۳مه راپور ورکړو چې په یوه بله نښه کې چې روسي سرتیري ښه سمبال او چمتو نه دي، اوکرایني سرتیرو يو څو شيان وموندل چې داسې ښکارېدل چې د ۱۹۷۸ کال د روسي پوځ پټۍ وې چې د جګړې په ډګر کې د هغوی نه پاتې شوې وې.

د کرملین کلکې ادعاوې په اوکراین کې د جګړې په ډګر کې ازمویل کیږي، او تجزيې ښیي چې دوی په دې برخه کې پاتې راځي.

د متحده آيالاتو د دفاع وزارت یو سينير چارواکي د مۍ په ۹مه نېټه خبریالانو ته وویل، د روسیې الوتکې هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې الوتنو سره په اوکراین باندې د هوايي برترۍ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.

دغه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وول، روسیې هم خپل ډېر کروز توغندي او د لنډ او منځني واټن بالستیک توغندي استعمال کړي دي. هغه زیاته کړه، روسیې خپل ډېر دقیق لارښود شوي مهمات "استعمال کړي".

دغه چارواکي وویل، روسیې په اوکراین کې دومره توغندي توغولي چې "دوی د دقیق لارښود شوي مهماتو د شتون او د هغوی د بدلولو ستونزي لري".

پنټاګون د مۍ په ۲مه وویل، لکه څنګه چې جګړه دریمې میاشتې ته داخله شوه، روسیې له ۲۱۲۵ څخه زیاتې دقیقې وسلې استعمال کړي دي. د بريتانيې د دفاع وزير بن والېس د مۍ په ۹مه وويل چې د جګړې له دوهمې هفتې وروسته د ياده وسلو کارول په چټکۍ سره کم شوي دي.

د پنټاګون چارواکي وويل، نړېوال بندیزونه هم د روسیې د وسلو په صنعت باندې اغيز لري، کوم چې په اوکراین کې د روسیې د پوځ لخوا د کارول شويو لارښود توغندیو په بدلولو کې له ستونزو سره مخ دی ځکه چې د ماسکو په وړاندې په بریښنایي پرزو باندې بندیز لګول شوی دی.

د متحده آيالاتو د استخباراتو پر بنسټ، واشنګټن په دې باور دی چې بندیزونو -- په ځانګړې توګه پر برقي پرزو -- "د روسیې په دفاعي صنعتي سکټور باندې اغېز کړی دی."

نوموړي وويل چې له همدې امله لوی ښارونه لکه ماریوپول یا خارکیف د غیر لارښود بمونو لخوا په نښه شوي چې د پوځي هدف او د استوګنې ودانۍ ترمنځ توپیر نه کوي.

هغه زياته کړه، سربیره پردې، روسي ځواکونه د افسرانو په شمول په دوامداره توګه د اکمالاتو او نظم له ستونزو سره مخ دي، چې "د امرونو له منلو او حرکت کولو څخه انکار کوي".

نوموړي وویل، روسان لا هم د لوژستیکي مسلو سره مخامخ دي، او زیاته یې کړه چې دوی "خپلو سرتېرو ته د توکو د استولو لپاره له ستونزو سره مخ دي".

'عصري ټیکنالوژي'

والېس د مۍ په ۹ مه وویل، په نورو ناوړه شواهدو کې، په نسکور شويو روسي جنګي الوتکو کې بنيادي جي پي اېس ریسیورونه په "ډشبورډ کې نصب شوې" ول ځکه چې د دوی د نیویګیشن سیسټمونه خورا خراب دي.

هغه وویل، "د روسیې د تباه شوې اېس يو-۳۴ په ډشبورډونو کې د جي پي اېس ریسیورونه نصب شوې ول ترڅو پیلوټان پوه شي چې دا چېرته دي، ځکه چې د دوی سیسټمونه خورا خراب کیفیت لري."

هغه وویل، "پایله دا ده چې په داسې حال کې چې روسیه په پراخه کچه توپخانې او زغره وال ګاډي لري چې دوی يې ښودل خوښوي، خو نشي کولی د ګډو وسلو د عملياتو لپاره يې استعمال کړي او یوازې د ډله ایزو بې توپیره بريدونو څخه کار اخلي."

اېس يو-۳۴ په لومړي ځل په شوروي اتحاد کې د ۱۹۹۰ عشرې په لومړیو کې جوړه شوې وه، خو لاهم د روسیې یو له مخکښو جنګي الوتکو څخه ده.

والیس وویل، په روسي ګاډو کې "په مکرر ډول د اوکراین د ۱۹۸۰ عشرې کاغذي نقشې ليدل شوي". هغه زياته کړه چې سرتېري یې "په لوژستیکي لاریو کې د موقتي محافظت په توګه د نښتر لرګي دړې کاروي" او "د خپلو ټېنکونو په سر 'د کوپ پنجرې' نصبوي".

انسایډر د مارچ په ۲۶مه راپور ورکړو چې تش په نامه "کوپ پنجرې" باید د ټېنک ضد وسلو په وړاندې دفاع وکړي چې د موټر پورتنۍ برخه په نښه کوي، چېرې چې زغره خورا ټیټه وي.

جسټین کرمپ، چې پوځي تجربه کار او د خطر استخباراتي شرکت سیبي لاين مشر دی، وويل، "مفکوره دا ده چې که تاسو الماني بازوکا یا پانزرفاسټ وتوغوئ، نو ژر توغول کيږي او په دې توګه دوی پخپله ټېنک نه په نښه کوي. دوی په مؤثره توګه د کار کولو لپاره په غلطه فاصله کې خپله انرژي کاروي."

په حقيقت کې، پنجرې په لویه کچه د عصري ټېنک ضد وسلو په وړاندې غیر اغیزمن دي چې د اوکراین لخوا کارول کیږي، لکه څنګه چې جیولین او اېن اېل ای ډبليو، یا د راتلونکي نسل د ټېنک ضد سپکې وسلې دي.

کرمپ وویل، "دوی هغوی ته د وسلو په وړاندې رواني خوندیتوب ورکوي، خو په حقیقت کې، دوی ډېر لږ کار کوي."

د وسلو د څارنې د خلاصې سرچینې اوریکس په وینا، روسیې تر دې دمه په اوکراین کې لږ تر لږه ۲۷۰ ټېنکونه له لاسه ورکړي -- چې د اټکل شوي فعال ځواک شاوخوا ۱۰ فيصده ده.

د کرمپ په وینا، د روسیې پوځ په لویه کچه د شوروي د دورې ټي-۷۲ ټېنکونه کاروي چې د ۱۹۷۰ عشرې سره تړاو لري.

هغه وویل، "تل ویل کېدل چې روسیه یو لوی، عصري پوځ لري. "موږ ته څرګنده شوه چې عصري برخه ډېره لویه نه ده او لویه برخه ډېره عصري نه ده. او لویه برخه په زیاتیدونکې توګه کوچنۍ کیږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500