بشري حقونه

په اوکراین کې د ظلمونو زیاتوالی د چین او روسیې د اتحاد د حدونو ازموینه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

اوکرایني سرتیري او بیړني پرسونل د اپرېل په ۸مه د ډونباس په سیمه کې د کراماتورسک رېل سټیشن د راکټي برید په پایله کې د قربانیانو پاملرنه کوي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

اوکرایني سرتیري او بیړني پرسونل د اپرېل په ۸مه د ډونباس په سیمه کې د کراماتورسک رېل سټیشن د راکټي برید په پایله کې د قربانیانو پاملرنه کوي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

بیجینګ -- پر اوکراین د روسیې له یرغل یوه میاشت وروسته، جګړه داسې ښکاري چې په سیاسي او پوځي توګه د ماسکو لپاره د بیجینګ د ملاتړ حدود ازموي.

د اوکراین او نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سربېره، بیجینګ د جګړې له غندلو یا د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین او د کرېملېن په پاليسو د تنقيد کولو څخه ډډه کړې ده.

پرځای یې، چین د روسیې خبرې اترې تکراروي، او د امریکې مداخلت او د جګړې د هڅولو لپاره د ناتو د پراختیا تور لګوي.

خو د اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې وروستي راپورونه -- چې کییف د روسیې لخوا ترسره شوې "نسل وژنه" بللې -- له ماسکو سره د بیجینګ د "ډېرې کلکې" ملګرتيا ازموینه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف (ګس اړخ ته) او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مارچ په ۳۰مه د چین په هوانګ شان کې په خپله غونډه کې د ماسکو له خوا د اوکراین له اشغال وروسته چین ته د لاوروف د لومړي سفر په ترڅ کې د دولتي خپرونو چین مرکزي ټلویزیون (سي سي ټي وي) لپاره د عکس لپاره پوز جوړوي. [سي سي ټي وي/ای اېف پي]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف (ګس اړخ ته) او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مارچ په ۳۰مه د چین په هوانګ شان کې په خپله غونډه کې د ماسکو له خوا د اوکراین له اشغال وروسته چین ته د لاوروف د لومړي سفر په ترڅ کې د دولتي خپرونو چین مرکزي ټلویزیون (سي سي ټي وي) لپاره د عکس لپاره پوز جوړوي. [سي سي ټي وي/ای اېف پي]

برخه اخیستونکي د اپرېل په ۲مه د قرغزستان په بشکیک کې په ګورکي پارک کې د جګړې ضد احتجاج په دوران کې پوسټرونه لري چې د "پوتین ودرېږه، جګړه ودروئ" شعارونه پرې ليکل شوي دي. [ یچیسلاف اوسلایکو/ای اېف پي]

برخه اخیستونکي د اپرېل په ۲مه د قرغزستان په بشکیک کې په ګورکي پارک کې د جګړې ضد احتجاج په دوران کې پوسټرونه لري چې د "پوتین ودرېږه، جګړه ودروئ" شعارونه پرې ليکل شوي دي. [ یچیسلاف اوسلایکو/ای اېف پي]

د اوکرایین پوځ څو ورځې مخکې له کییف څخه بهر د هستوګنې مهم ښارګوټي کنټرول بېرته ترلاسه کړو او ویې ویل چې د روسي ځواکونو له وتلو وروسته یې لسګونه لاشونه موندلي دي.

کله چې د هفتې په پای کې په بوچا کې په ډله ایزو قبرونو یا سړکونو کې د لسګونو لاشونو موندلو په اړه وپوښتل شول، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان دا راپورونه "خورا زيات اندیښمنونکي" وبلل.

خو، هغه د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل په ۶مه) په یو خبري کانفرنس کې خبریالانو ته وویل، "تورونه باید د حقایقو پر بنسټ وي" ځکه چې هر ډول بشري وضعیت ته باید په "سياسي توګه" ونه کتل شي.

چين تر اوسه پورې اوکراين ته د ۲.۳ مليونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې چمتو کړې دي، چې دا مقدار د نورو هېوادونو د مرستو په پرتله خورا کم دی.

'نړېوال مردود'

د بوچا قتل عام په نړېواله کچه غوسه راپارولې او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د روسیې د لغوه کولو لپاره رایه ورکړه.

دغه اخراج ماسکو د "نړېوال مردود" په توګه تایید کړو. د متحده ایالاتو صدر جو بایډن په یو سخت بیان کې د بوچا په څېر د اوکراین له ښارونو څخه عکسونه "ویروونکي" وبلل.

هغه وویل، "د روسیې دروغ د هغه څه په اړه چې په اوکراین کې روان دي، د نه منلو وړ شواهدو په وړاندې خورا کم دي.

"د خلکو د جنسي تیري، شکنجه کولو، اعدامولو نښې -- په ځینو مواردو کې د دوی د لاشونو سره سپک چلند کول -- زموږ د عام انسانیت لپاره د غوسې خبره ده."

کرېملېن دا وژنې رد کړې او ادعا یې کړې چې له بوچا څخه راڅرګند شوي عکسونه جعلي دي او د اوکراین لخوا تولید شوي دي -- او په اوکراین یې تور ولګوو چې هغه تاکتیک کاروي کوم چې روسیې د برید څخه مخکښې استعمال کړې و.

د عمومي اسمبلې له ۱۹۳ غړو څخه ۹۳ د بشري حقونو له شورا څخه د روسیې د لغوه کولو په اړه رایه ورکړه.

چین په هغو ۲۴ هېوادونو کې و چې د د دې پرضد يې رایه ورکړه. په نورو هېوادونو کې له ترکمنستان، بیلاروس، کیوبا، ایران، سوریه او روسیې پرته د منځنۍ اسیا هر هېواد شامل و. اته پنځوس غړو د رايه ورکولو څخه ډډه وکړه. د ترکمنستان په ګډون پاتې نورو ګډون و نه کړو.

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي هم له روسیې څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه دې وویستل شي "ترڅو دا نشي کولی د خپل تیري او خپلې جګړې په اړه د پریکړو مخه ونیسي".

ماسکو او بیجینګ اکثر په امنیت شورا کې د یو بل د ملاتړ لپاره او د سوریې په جګړه کې د روسیې د ظلمونو یا د ګاونډیو هېوادونو په وړاندې د چین د تیري د غندلو لپاره پریکړه لیکونه ویټو کړي دي.

حدود نشته؟

شنونکي وايي، که څه هم احتمال شته چې اړیکې ټینګې پاتې شي، خو بیجینګ د خپلو سفارتي اړیکو د ساتلو لپاره په احتیاط سره کار کوي.

تېره هفته د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د يو لړ خبرو اترو لپاره چين ته سفر وکړو.

لاوروف د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره تر کتنې مخکې د روسيې او چين په مشرۍ د نوي نړېوال نظم انځور وړاندې کړو.

هغه د مارچ په ۳۰مه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې ویډیو کې وویل، "موږ، ستاسو سره او زموږ له خواخوږو سره به يو ځای د یو څو قطبي، عادلانه، جمهوري نړېوال نظم په لور حرکت وکړو."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین مخکې خبریالانو ته وویل، ""د چين او روسيې همکاري هيڅ حد نه لري." " هغه الفاظ استعمال یې کړل کوم چې د پوتین او چینایي مشر شي جینپینګ د خپلو اړیکو لپاره استعمال کړې ول.

هغه وويل، "د سولې لپاره زموږ هڅې څه حد نه لري، زموږ د امنيت ټينګښت هيڅ حد نه لري، د تسلط پر وړاندې زموږ مخالفت هېڅ حد نه لري."

په همدې حال کې، د دوشنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې په لومړیو خبرو کې له وانګ یي سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا، له کولیبا سره د ټیلیفوني تماس په ترڅ کې، چې بیجینګ وویل د کییف په غوښتنه ترسره شوې، وانګ وویل چې "د اوکراین مسلې په اړه د چین بنسټیز چلند د سولې خبرو اترو ته وده ورکول دي".

هغه وویل، "مهمه نکته دا ده چې څنګه په اروپا کې د تلپاتې امنیت د ساتلو لپاره له دې دردناک تجربې څخه زده کړه وکړو."

مخ په زياتيدونکي شواهد شتون لري چې د چین رژیم په اوکراین باندې د برید لپاره د روسیې د پلان څخه مخکې خبر و خو یوازې دا يې غوښتل چې د بیجینګ د ژمني اولمپیک په جریان کې رامنځته نشي.

دغه لوبې د فبرورې په ۲۰مه پای ته ورسیدې، او روسي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین برید وکړو.

'چین دوست نه دی'

شنونکي وايي، د چين د پوځ جوړولو لپاره د اوکراين تاریخ ته په پام سره، کييف د یرغل پر مهال د بیجینګ د ملاتړ له نشتوالي له کبله مایوسه دی.

واشنګټن پوسټ د مارچ په ۹مه راپور ورکړو چې اوکراین له کلونو راهیسې چین ته مهمې پوځي ټیکنالوژي ورکړي، چې په دې کې د چین لومړۍ الوتکه وړونکې بیړۍ، د سمندري توغندیو ضد رادار ټيکنالوژۍ او پرمختللې جیټ انجنونه شامل دي.

د آلمان په کیل يونيورسټۍ کې د آسیا - ارام سمندر د ستراتیژۍ او امنیت د مرکز مشرې سارا کرچبرګر وویل، "چین به نن ورځ حتی یوه عملیاتي الوتکه وړونکې بیړۍ نه لرله، که چېرې دغه مرسته يې نه وې ترلاسه کړي."

پداسې حال کې چې لاهم امیدونه شتون لري چې بیجینګ به په ماسکو فشار راوړي چې اوربند وکړي، خو د فبرورۍ په میاشت کې د ژمي اولمپیک څخه مخکې د پوتین او شي جينپينګ ترمینځ د عامه تړون وروسته د کییف "د باور کچه خورا ټیټه ده".

سرګي ګیراسیمچوک، چې په اوکراین کې د يوې څيړنيزې موسسې د بهرنۍ پالیسۍ شورا ډپټي ډايريکټر دی، وويل، "که موږ په اوکراین کې چینایي شرکتونه او چینایي سرمايه کاري لرله، نو دې به روسیه د يرغل کولو څخه منع کړې وه."

په اوکراین کې د پوځ، تبادلې او بې وسلې کولو مطالعاتو په مرکز کې د آسیا - آرام سمندر څانګې د یوري پویتا په وینا، په هرصورت، اوکراین په وروستیو کلونو کې له چین څخه لرې شوی دی.

هغه وویل، "اوس اوکراین کولی شي وګوري چې په دې خورا نازک وضعیت کې ریښتینی ملګری څوک دی." "او موږ ارزونه کولی شو چې چین یو ملګری نه دی. دا دښمن نه، خو دوست هم نه دی. دا په منځ کې موقعيت لري."

'د شهرت زیان'

روسیې ته د چین نږدېوالي دا ویره رامینځته کړې چې بیجینګ به د کرېملېن سره د بندیزونو څخه په ډډه کولو کې مرسته وکړي یا حتی دې ته وسلې ورکړي.

د لسیزو راهیسې، چین په لومړي سر کې له روسیې څخه وسلې اخیستې وې، خو د چین د پوځي ټیکنالوژۍ په برخه کې د وروستي پرمختګ او پر روسیې د بندیزونو د زیاتیدو سره، کرېملېن ممکن د مرستې لپاره بیجینګ ته مخه وکړي.

د متحده آيالاتو چارواکو په وینا، د جګړې له پېل څخه لږ وروسته، روسیې له چین څخه د پوځي مرستې غوښتنه وکړه.

ماسکو او بیجینګ دواړه دا راپورونه ردوي.

خو د پوځي چارو شنونکي وايي، چین کولای شي د بنسټیزو توکو، مهماتو، مخابراتي وسایلو او سپکو وسلو په برابرولو سره د روسیې له یرغل سره مرسته وکړي.

د اروپایی اتحادیې لوړ پوړو چارواکو تېره جمعه شي جينپينګ ته د روسیې د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړو او په بیجینګ یې فشار راوړو چې د جګړې پای ته د رسولو لپاره خپل سفارتي نفوذ وکاروي.

د اروپا د کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین وویل، "چین په روسیه باندې نفوذ لري او له همدې امله موږ تمه لرو چې چین به د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل مسؤلیت په غاړه واخلي او روسیه به بېرته د سوله ایزو خبرو اترو حل ته راشي."

هغې وویل، "هیڅ اروپایي تبعه به د روسیې د جګړې د وړتیا لپاره په ملاتړ باندې پوه نشي." "سربیره پردې، دا به دلته په اروپا کې د چین لپاره د هغې لوی شهرت ته زیان ورسوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500