تکنالوژي

ایران د کرملین د پروپيګنډې تر اغيز لاندې د روسیې بدنامه جنګي الوتکه ترلاسه کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

یوه روسي Su-35 د پراوز څخه مخکې د ځغاستې په لاره کې. [فايل]

یوه روسي Su-35 د پراوز څخه مخکې د ځغاستې په لاره کې. [فايل]

ایران به په راتلونکو میاشتو کې ګڼ شمېر Su-35 روسي جنګي الوتکې ترلاسه کړي، کوم چې کرملین د لوړې کچې وسلو په توګه بيان کړي، خو د هوایي چلند کارپوهانو لخوا په پراخه کچه د نورو څلورم نسل الوتکو په پرتله کمزوري ګڼل کیږي.

د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) سره وابسته تسنیم نیوز د جنورۍ په ۱۵مه راپور ورکړو، روسیه به د نوي هجري لمریز کال په لومړیو کې ایران ته سوخوي جنګي الوتکې ورکړي، چې د مارچ په ۲۱مه به پیل شي.

په پارلمان کې د ایران د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیټې غړي شهریار حیدري له رسنۍ سره په یوه مرکه کې دا حکم تایید کړو خو د هغو جنګي الوتکو شمیر یې نه دی یاد کړی چې کله یې آرډر ورکړل شوی يا کله اخېستل شوي.

له اوږدې مودې راهیسې د روسیې د جنګي الوتکو لپاره د دې ډول معاملو په اړه ګنګوسې شتون لري.

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د تېر سپتمبر په مياشت کې په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي اُو) د مشرانو د غونډې په څنډه کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره وکتل. [الکساندر ډیمیانچوک/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د تېر سپتمبر په مياشت کې په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي اُو) د مشرانو د غونډې په څنډه کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره وکتل. [الکساندر ډیمیانچوک/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین لخوا په تېره فبرورۍ کې پر اوکراین د برید کولو مخکې، د ایران صدر ابراهیم رئیسي د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې له هغه سره په ماسکو کې د "اوږدمهاله همکارۍ" په اړه خبرې وکړې.

که څه هم د تړون جزئیات تر اوسه په رسمي توګه نه دي اعلان شوي، خو باور کیږي چې دواړو خواوو د ۲۰ کالو او ۱۰ میلیارده ډالرو دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.

د دې تړون له مخې، فوربز د دسمبر په ۳۰مه راپور ورکړو چې روسیه به ایران ته څلوریشت Su-35 سوپر فلانکر جنګي الوتکې، دوه پرمختللی S-400 هوايي دفاعي توغندي سیسټمونه او یوه پوځي سپوږمکۍ ورکوي.

دا ټول هر څه په داسې حال کې وشول چې ​د ایران او روسیې تر منځ د پوځي اړیکو په اړه مخ په زیاتیدونکي شواهد مخې ته راځي، ​چې پکې د تهران لخوا ماسکو ته په اوکراین کې د کارولو لپاره د ځان وژونکو ډرونونو لوی مقدار چمتو کول شامل دي.

ډېر ستايل شوی

د هوايي چلند کارپوهان وايي چې Su-35 د روسیې ترټولو پرمختللې جنګي الوتکه ده او ګڼ شمېر پرمختللې وړتیاوې لري، خو په یاد ولرئ چې هغه شرکت چې دا الوتکه جوړوي او د کرملین سره تړلې هغه شرکتونه چې په دې اړه یې معلومات خپاره کړي، په پراخه کچه دا خبره پيچلي کړي چې څنګه Su-35 د نورو عصري جنګي جټ الوتکو په څېر ده.

په کوورا کې د هوایي چلند شنونکي ابیروپ سینګوپتا د متحده ایالاتو او اروپا لخوا جوړ شوي او نومول شوي بديل نومونه وکارول او ويې ليکل، "Su-35 یقیناً د روسیې په هوایي ځواک کې ترټولو وړ جنګي الوتکه ده ... خو دا چې ووایو چې دا د نن ورځې F-15E، F/A-18E/F، ټایفون یا رافیل په څېر ده، خورا لږ 'غوره' د حقيقت برعکس خبره ده."

سینګوپتا د Su-35 په اړه وویل، "دا د 'نړۍ وهونکي' په توګه بيان شوې ده -- هغه صفات چې دا يې لږ هم نلري."

"د پروپيګنډې لاندې وګورئ او دوی واقعي د هوایي نندارتونونو څخه بهر په هېڅ ځای کې غوره کار نه کوي."

"Su-35 د ++4 نسل ترټولو ډېر ستايل شوي جنګي الوتکو لقب ترلاسه کړی دی." د هوايي چلند شنونکي ډاریو لیون په ۲۰۲۰ کال کې په یوه مقاله کې ولیکل چې د ډېرو نیمګړتیاوو تفصيلات يې ورکړل چې د لویدیځ سیالي الوتکې يې نلري.

درې کاله وړاندې، لیون د روسیې د الوتکو د اخیستلو په اړه نور مسایل په ګوته کړل.

لیون د Su-35 په اړه په ۲۰۱۷ کال کې په يوې مقاله کې ولیکل، "روسي جټ الوتکې د اعتبار له امله په سمه توګه نه پیژندل کیږي، چې پکې په سمه توګه د نه روزل شويو ساتونکو عمله او د پرزو نشتوالی شامل دی. د دریمې نړۍ ځینې ځواک د دې توان نلري چې په بشپړه توګه عملیاتي الوتکه جوړه کړي."

"سربېره پردې، د روسیې او چین پرته، یو احتمالي مخالف احتمال نلري چې AWACS [د فضا د خبرتیا او کنټرول سیسټم] یا د ځمکني کنټرول بشپړه د مخنيوي وړتیا ولري -- کوم چې د دښمن نوره هم مخه نيسي."

د مبالغې کولو ريکارډ

پوتین او د هغه د دفاع وزارت د روسیې د پرمختللو موادو په اړه د مبالغې اوږد تاریخ لري، حتی تر دې چې ویل کیږي چې دا د "نه ماتېدونکي" وسلو نوی نسل لري.

په ۲۰۱۸ کال کې، د مثال په توګه، پوتین ادعا وکړه چې روسیې د هایپرسونیک توغندیو يو نوی سیسټم، ايونګارډ هایپرسونیک وسيله، جوړه کړې چې د غږ د سرعت په پرتله ۲۰ ځله زياته ګړندۍ الوتنه کولی شي.

هغه په دغه کال کې ملت ته د وینا په ترڅ کې وویل، "دا د هر ډول هوایي او توغندیو د دفاع لپاره په بشپړه توګه نه ماتېدونکی ګرځوي." هغه زياته کړه چې دا "یوه مثالي وسله" ده.

خو لکه څنګه چې په اوکراین کې جګړې ثابته کړې، د روسیې پوځي ټیکنالوژۍ او مواد د جګړې په ډګر کې په پراخه کچه ناکامه شوي او روسي سرتېرو د پخوانیو او پیچلي تجهیزاتو کارولو ته مخه کړې ده.

د روسیې د توغندیو دفاع د متحده ایالاتو لخوا د جوړ شوي د های موبیلټي توپچي توغندیو سیسټمونو (HIMARS) په وړاندې بې وسه ثابت شوي چې په مکرر ډول یې د مهماتو مرکزونه او د کمانډ مرکزونه ړنګ کړي دي.

پاپولر مکينک مجلې د تېر سپټمبر په میاشت کې راپور ورکړو، "روسي ځواکونه د جګړې په ډګر کې د کوچني تاکتیکي بې پیلوټه الوتکو د ویشتلو لپاره هڅه کوي چې د اوکراین د مدافعینو لخوا کارول کیږي ترڅو له آسمان څخه د ټانک ضد لاسي بمونه وغورځوي."

يادې مجلې وويل، "روسي ټانکونه لکه T-72B3 د لوېدیځو ټانک ضد وسلو لکه جاولین یا NLAW په وړاندې هېڅ دفاع نلري، کوم چې د ټانک د خورا درنو دفاع په ځای د برج د چت نرۍ زغره په نښه کوي."

د جګړې یوازې دوه میاشتې وروسته، تېر اپرېل، د روسیې سمندري بیړۍ د تور سمندرګي بیړۍ د کور جوړ شوي اوکرایني توغندیو په وړاندې له لاسه ورکړه.

پاپولر مکينکس د تېر سپتمبر په خپل راپور کې یادونه وکړه، "د روسیې ټانکونه، کښتۍ او زغره وال ګاډي د میاشتو راهیسې په منظمه توګه په نړېواله کچه د تلویزیون په سکرینونو کې خپریږي، چې غیر زړه راښکونکي توکي دي."

له معاملې څخه په شاتګ

په دې وروستیو کې ګڼ شمېر حکومتونو د ظرفیتونو او پرزو د مسلو په حواله له کرملین سره د Su-35 معاملې څخه په شاتګ کړی.

مصر، الجزایر او اندونیزیا ټولو د Su-35s اخیستل رد کړل، لکه څنګه چې د تېر کال په پېل کې راپور شوي.

سرچینو ۲۰۲۲ کال کې د جنورۍ په میاشت کې ډیفنس بلاګ ته وویل، "د روسیې دفاعي صنعت د سکېن شوي رادار او ایویونیکونو په بدلولو کې د ناکامۍ له امله د خپلو Su-35 جنګیالیو لپاره په یو وخت کې درې لوی آرډرونه له لاسه ورکړل."

د همدې مقالې له مخې، ایران د روسیې لپاره د ګټور همکار په توګه رول ولوبولو کله چې دغو درېو پیرودونکو ټولو پریکړه وکړه چې خپل آرډرونه لغوه کړي.

د ډيفنس بلاګ په وینا، "روسوبورون ایکسپورټ، چې د روسیې د وسلو لوی صادرونکی دی، د تبصرې کولو څخه ډډه وکړه ... خو وروسته مهر نيوز ايجنسي راپور ورکړو چې روسیه چمتو ده چې په ایران باندې Su-35 جنګي الوتکې وپلوري."

تاسو هغه څه ترلاسه کوئ چې تاسو یې تادیه کوئ

که څه هم د ایران په تړون کې د جنګي الوتکو بیه نه ده په ډاګه شوې، خو لویې ادعاوې کول او د شیانو ارزانه پلورل د کرملین یوه عامه تګلاره ده.

په ۲۰۲۱ کال کې، روسیې خپله نوې سوخوي سټیلټ جنګي جیټ معرفي کړه چې د "چیک مېټ" په نوم یادیږي.

مخکې د دغه الوتکې په اړه لږ توضیحات په ډاګه شوې ول، خو جوړونکو يې په چټکۍ سره بې اساسه ادعاګانې وکړې. دا الوتکه د دفاعي قراردادي روسټیک او د دولت تر کنټرول لاندې د يونايټډ هوایي شرکت (يو ای سي) لخوا جوړه شوې ده.

دوی وویل، دغه الوتکه کولی شي په یو وخت کې په ځمکه، هوا یا سمندر کې تر شپږو هدفونو پورې برید وکړي، "حتی د قوي بریښنایي مداخلې لاندې هم".

د UAC جنرل ډايريکټر یوري سلیوسار وویل چې هغه په راتلونکو ۱۵ کلونو کې نږدې د ۳۰۰ آرډرونو تمه لري په ځانګړي توګه د مینځني ختیځ، آسیا او لاتین امریکا څخه.

سلیوسار ټینګار وکړو، د پلور تر ټولو قوي نقطه د چیک مېټ بیه ښکاري -- چې د متحده آيلاتو لخوا د جوړ شوي F-35 په پرتله "اوه چنده ټیټه" ده.

پداسې حال کې چې د روسیې جیټ کېدی شي د نورو متقابلو او ثابت سټیلټ جنګی الوتکو، چې کرملين پکې د مبالغې نه کار اخيستې، په پرتله لږ ګران وي -- او د روسیې د وژونکو پوځي پیښو تاریخ -- د روسیې د جیټ الوتکو د کیفیت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500