ديپلوماسي

په ملګرو ملتونو کې ۵۰ هېوادونو د چین په شنجيانګ کې د بشري حقونو سرغړونې غندلې دي

د ای اېف لخوا

دغه عکس چې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴مه اخیستل شوی د چین په لوېدیځ شينجيانګ سیمه کې د کاشغر په جنوب کې د یانګیسار په یو کور کې د کانټا تار تر شا د چین جهنډا ښیي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

دغه عکس چې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴مه اخیستل شوی د چین په لوېدیځ شينجيانګ سیمه کې د کاشغر په جنوب کې د یانګیسار په یو کور کې د کانټا تار تر شا د چین جهنډا ښیي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

نیویارک -- پنځوسو هېوادونو د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۱مه) یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې د ملګرو ملتونو د بحث په ترڅ کې ولوستل شوه چې د چین په شنجيانګ سیمه کې يې د بشري حقونو "سختې او سیستماتیک" سرغړونې وغندلې.

په دغه بيان کې د اویغور د متبادلې املا په کارولو سره وويل شول، "موږ د چین په ولسي جمهوریت کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه په شنجيانګ کې د اویغورانو او نورو مسلمانو اقليتونو د بشري حقونو د روانو سرغړونو په اړه، ډېر اندېښمن یو."

دا بیان د کاناډا لخوا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د دریمې کمیټۍ د بحث په جریان کې ولوستل شو، چې د بشري حقونو مدیریت کوي.

د اګست په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر دفتر (OHCHR) ​​د شينجيانګ په اړه د اوږده انتظار راپور​​خپور کړو، چې په لرې لویدیځه سیمه کې يې د اویغورانو او نورو مسلمانو اقليتونو پر وړاندې د بشریت پر ضد د ممکنه جنایتونو حواله ورکړه.

بیجینګ دا تورونه ردوي او ادعا کوي چې دا له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او د سیمې د پرمختګ ډاډ ورکوي.

"د بشري حقونو دا ډول سختې او منظمې سرغړونې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر بنسټ نه شي توجیه کېدې. د OHCHR د ارزونې شدت ته په پام سره، موږ اندېښمن یو چې چین تر دې دمه د خپلو موندنو په اړه له بحث کولو څخه ډډه کړې ده.

په ۵۰ لاسلیک کونکو هیوادونو کې متحده ایالات، بریتانیا، جاپان، فرانس، آسټريلیا، اسراییل، ترکیه، ګواتیمالا او حتی سومالیا شامل دي.

دوی له بیجینګ څخه وغوښتل چې "د OHCHR د ارزونې سپارښتنې پلي کړي" چې پکې "په شنجیانګ کې د ټولو هغو کسانو خوشې کولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کول شامل دي چې په خپلسري توګه د خپلې آزادۍ څخه محرومه شوي دي، او په دې کې په سمدستي توګه د بې درکه شويو کورنیو غړو برخلیک او ځای روښانه کول او د خوندي تماس او بیا یوځای کیدو لپاره اسانتیاوې برابرول شامل دي".

د اکتوبر په لومړیو کې، چین په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د OHCHR د راپور په اړه د بحث څخه ډډه وکړه وروسته له دې چې د دغه ادارې ۴۷ غړو اکثریت د بحث د پېل مخه ونیوله.

د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته بلنه ورکړه​​چې "بیا هڅه وکړي او څومره ژر چې امکان ولري"بحث ترسره کړي "​​."

د دغه ادارې ډايريکټر لوئیس شغبونو وویل، "په ښکاره ډول، د بشري حقونو د سرغړونو له کبله د بېجينګ مسؤل ګرځولو په هکله سفارتي خوځښت مخ په ډېرېدو دی."

هغه زياته کړه، "د بشري حقونو د څار ادارې د شورا له غړو څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره بیا هڅه وکړي ترڅو ​د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د چين د حکومت د مسووليت د لا زياتې څېړنې لپاره ​د ملګرو ملتونو په ملاتړ د يو ميکانيزم د رامنځته کولو په اړه په انتخابونو باندې بحث او غور وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500