ديپلوماسي

په متنازعه سیمو کې د چین یو اړخیز اقدامات د تجاوز ویره رامینځته کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

دا عکس چې د اپرېل په ۳مه اخیستل شوی د هند سرتېري ښیي چې د اروناچل پردیش صوبې په توانګ ضلعه کې د پینکانګ تینګ تسو جهيل ته نږدې په یو کېمپ کې وسلې ښیي. چین په اروناچل پردیش صوبه کې د هند د سرحدي کلي د زیمیتانګ نوم بدل کړی ترڅو پر دغې سیمې د خپلې ادعا لپاره فشار راوړي. [ارون سنکر/ای اېف پي]

دا عکس چې د اپرېل په ۳مه اخیستل شوی د هند سرتېري ښیي چې د اروناچل پردیش صوبې په توانګ ضلعه کې د پینکانګ تینګ تسو جهيل ته نږدې په یو کېمپ کې وسلې ښیي. چین په اروناچل پردیش صوبه کې د هند د سرحدي کلي د زیمیتانګ نوم بدل کړی ترڅو پر دغې سیمې د خپلې ادعا لپاره فشار راوړي. [ارون سنکر/ای اېف پي]

زیمیتانګ، هند -- چین په یو اړخیزه توګه د متنازعه سیمو د نومونو په بدلولو سره د خپلو ګاونډیانو سره دښمنۍ ته دوام ورکوي، چې د بیجینګ د هڅو یوه برخه ده ترڅو ​په ټوله نړۍ کې خپل جیو پولیټیکل او پوځي نفوذ پراخه کړي​.

خو د چينزم وروستي پړاو قربانيان بېرته جګړه کوي.

تازه جوړ شوي سړکونه، پلونه، پراخه شوي پوځي کېمپونه او نوي ملکي زیربناوې د هند سرحدي کلي زیمیتانګ ته د همالیا په لوړ او کوږ ووږ سړک په اوږدو کې شتون لري -- چې چین د اپرېل په میاشت کې د "بانقین" په نوم یاد کړو ترڅو په دې سیمه باندې د خپلې ادعا لپاره فشار راوړي.

دا کلی د هند په شمال ختیځ اروناچل پردیش صوبه کې دی، او بیجینګ ټینګار کوي چې دا ټول د "جنوب تبت" په توګه د هغې تر حاکمیت لاندې راځي.

په Toutiao.com ویب پاڼه په مقاله "ولې قرغزستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته خپل وطن ته راستون نه شو؟" کې یوه نقشه شامله وه چې قرغزستان د چین د خاورې په توګه ښیي. [Toutiao.com]

په Toutiao.com ویب پاڼه په مقاله "ولې قرغزستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته خپل وطن ته راستون نه شو؟" کې یوه نقشه شامله وه چې قرغزستان د چین د خاورې په توګه ښیي. [Toutiao.com]

دغه اسيايي لویو هېوادونو په ۱۹۶۲ کال کې د ۳۵۰۰ کیلومتره اوږدې سيمې په سر جګړه وکړه، چې اوس د حقیقي کنټرول کرښې په نوم پیژندل کیږي، او دا تر نن ورځې پورې متنازعه ده، چې اکثر پکې نښتې رامنځته کيږي او سفارتي عمليات ترسره کيږي.

په کلتوري توګه په پراخه کچه تبت، اروناچل پردیش د جګړې لپاره يوه ناوړه سیمه ده، چې د ۴۷۵۰ مترو په اندازه لوړې لارې پکې په غرونو کې تیریږي چې لا تر اوسه د مۍ په وروستیو کې هم په واورو کې پټې دي، او لاندې سيمه يې د ګڼو ځنګلونو نه ډکه ده.

متوازن عمل

د هند وزیر اعظم نریندرا مودي حکومت، چې بل اړخ ته د چین د ساختماني کار په اړه اندېښمن دی، په ملیاردونو ډالره د ارتباطي پروژو لپاره لګولي دي، ترڅو ملکي حضور زیات کړي او نوي نیم پوځي بټالينونه جوړ کړي.

هند خپله دفاع زیاته کړې، کروز توغندي، هاویټزر، د متحده ایالاتو جوړ چینوک ټرانسپورټي چورلکې او بې پیلوټه الوتکې يې ځای په ځای کړي.

په ورته وخت کې، د نوي ډیلي د دوامداره جیوپولیټیک توازن عمل ته په اشارې سره، هند د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) برخه ده، چې چین او روسیه پکې شامل دي.

خو د مشر شي جین پینګ په مشرۍ د چین د زیاتیدونکي جارحيت په مقابل کې، هند هم د متحده ایالاتو، آسټرالیا او جاپان سره د څلور اړخيزه سازمان غړی جوړ شو چې د بیجینګ سره د مقابلې لپاره رامینځته شوی دی.

د بیجینګ د نوم بدلولو اعلان په څو ورځو کې، د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو لپاره د ۵۸۵ ملیونه ډالرو د "خوشحاله کلیو" سکیم پېل کړو.

شاه په کیبیتو کې وویل، "هند له هرچا سره سوله غواړي." کیبیتو د اروناچل پردیش یو له لومړنیو کلیو څخه دی چې په ۱۹۶۲ کال کې نیول شوی و.

"خو هېڅوک به ونه شي کولای چې زموږ د هېواد پر یو انچ ځمکه هم قبضه وکړي."

د نوم بدلول به 'حقیقت بدل نکړي'

هندوستان ټایمز راپور ورکړو، دا درېم ځل دی چې چین په یو اړخیز ډول په اروناچل پردیش کې د ځایونو نومونه بدل کړي، او په اپرېل ۲۰۱۷ کال او دسمبر ۲۰۲۱ کال کې یې هم ورته کار کړی دی.

دغه ورځپاڼې راپور ورکړو چې دا ځل یې د غرونو د څوکو، سیندونو او د استوګنې سیمو په ګډون د ۱۱ ځایونو نومونه بدل کړل، "په داسې یو اقدام کې چې د نوي ډیلي او بیجینګ ترمنځ بې باوري به نوره هم زياته کړي".

نوی ډیلي د بیجینګ په اعلان باندې خفه شو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باغچي د اپرېل په ۴مه په یو بیان کې وویل، "اروناچل پردیش د هند یوه مهمه او نه بېلېدونکې برخه ده، وه او تل به وي."

هغه زیاته کړه، "د نويو نومونو د ټاکلو هڅې به دا حقيقت بدل نه کړي."

د هندوستان ټایمز په وینا، هند په سمدستي توګه په تېرو وختونو کې هم د نوم بدلول رد کړي، پداسې حال کې چې نوي ډیلي بیا ټینګار کړی چې شمال ختیځ صوبه به تل د هند "نه بېلېدونکي" برخه وي.

متحده ایالات رامخکی شو او ويې ويل چې دوی د اروناچل پردیش سیمه "د اوږدې مودې راهيسې" په رسمي توګه تسليم کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر د اپرېل په ۴مه وویل، "موږ د سیمو د نومونو په بدلولو سره د سیمې د ادعاوو لپاره د هر ډول یو اړخیزې هڅې په کلکه مخالفت کوو."

بیجینګ تر دې مخکې په زور د حقايقو د بدلولو هڅه کړې ده.

زیمیتانګ، چې له پولې څخه یوازې يو څو کیلومتره لرې دی، او خورا ښکلی توانګ، چې په ضلعه کې اصلي ښارګوټی دی -- چې د لاسا څخه بهر د تبت ترټولو لویه او تر ټولو پخوانۍ خانقاه لري -- دواړه په ۱۹۶۲ کال کې د چینایي ځواکونو لخوا ونیول شول ځکه چې دوی د شاته کېدو څخه مخکې هندي سرتېرو ته شرمونکی ماتی ورکړو.

د هندي پوځ هغه افسر چې د دغو پېښو د تکرار د مخنیوي دنده لري بریګډير اېن اېم بنديګري دی، چې په توانګ کې د زرګونو سرتېرو کمانډ کوي.

د دسمبر په میاشت کې د هغه په ​​سلګونو سرتېري له چینایي ځواکونو سره نښته وکړه.

او درې کاله وړاندې په لداخ کې، د پولې په لوېدیځه څنډه کې، ۲۰ هندي او څلور چینایي سرتېري په وحشیانه لاس په لاس جګړه کې ووژل شول.

بینډیګیري وویل چې د بیجینګ اعلانات به "دلته هېڅ يو شی بدل نه کړي".

خو په حقيقت کې، د چين کړنې په پراخه کچه هغه سيمه بدلوي چې يو وخت له پامه غورځول شوې وه.

'د دوه ګوني استعمال ویران ښارونه'

نوي ډیلي د حقیقي کنټرول کرښې په اوږدو کې د "ژیاوکانګ" -- يعنې په مانډرین کې بډايه کلي -- د پراختیا لپاره د خپل ګاونډي د فشار په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

بینډیګیري ویره لري چې دوی به "د دوه ګوني استعمال ويران کلي" وي، چې هدف یې په ځمکه کې حقايق بدلول دي.

هغه دا اندېښنه هم لري چې د خلکو د آزادۍ پوځ کولی شي دوی د جګړې په جریان کې وکاروي، هغه طريقه چې له مخې یې بیجینګ په متنازعه جنوبي چينايي بحر کې مصنوعي ټاپوګان جوړ کړي دي.

بیجینګ په "غیرقانوني" توګه د جنوبي چین سمندر په ډېرو برخو کې د حاکمیت یا د یو ډول ځانګړي واک ادعا کوي، او د دې ادعاوو په موخه د قانوني لارې هوارولو لپاره په ټوله آسیا کې دغه ځایونو ته چینایي نومونه ورکوي.

خو د جنوبي چین په سمندر کې د ټاپوګانو په اړه د چین د هرې ادعا لپاره -- چې له دې لارې په کال کې په میلیاردونو ډالره تجارت ترسره کيږي -- د برونای، مالیزیا، فیلیپین، تایوان او ویتنام ورته ادعاګانې شتون لري.

د تایوان په شاوخوا کې د چین دوامداره پوځي مشقونه د هغه ګواښ بله بېلګه ده چې د بیجینګ پوځي پراختیاییزم يې رامنځته کوي.

تېره میاشت، بیجینګ درې ورځنۍ جنګي لوبې ترسره کړې چې پکې یو ډول محاصره او هدفي بریدونه شامل وو.

تایوان له ۱۹۴۹ راهیسې خپل حکومت لري خو د چین لخوا د تل پاتې ګواښ لاندې ژوند کوي. بیجینګ دغه ټاپو خپلې خاوره ګڼي او ژمنه یې کړې چې یوه ورځ به یې د اړتیا په صورت کې -- په زور سره ونیسي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د دې ډول مشقونو تکرار او د بیجینګ مخ په زیاتیدونکي پوځي ځواک او له خپلو ګاونډیانو سره د هغې ځمکنۍ شخړې نړېواله سوله ګواښي او د نړېوال اقتصادي عواقبو سره د نړۍ ترټولو بوخت بار وړونکي لارې له خطر سره مخ کوي.

منځنۍ اسیا اندېښمنه ده

مرکزي اسیا د بیجینګ د نوم بدلولو لوبې يو بل هدف دی.

د ۲۰۲۰ کال په پسرلي کې، چینایي ویب پاڼو د قزاقستان او قرغزستان په اړه پارونکي بیانونه خپاره کړل چې غوسه یې رامنځته کړه.

د اپرېل په مياشت کې، يوه مقاله "ولې قزاقستان چین ته بېرته راستنیدو ته لیواله دی" تر سرلیک لاندې د چین د خصوصي ملکیت په ویب پاڼه Sohu.com کې خپره شوه.

د مقالې لیکوال په خپله خاوره کې د قزاقستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستې او ټینګار يې وکړو چې دا ځمکه په تاریخي ډول چینایي ده او دا چې "قزاقستان د کینګ امپراتورۍ تابع و".

په ورته میاشت کې، Toutiao.com دغه "مقاله د دې سرليک سره خپره کړه: "ولې قرغیزستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته خپل ټاټوبي ته راستون نه شو؟"

په مقاله کې ویل شوي چې قرغزستان د زرګونو کلونو لپاره د چین برخه وه تر هغه چې په ۱۸۴۶ کال کې زارستي روسیې د اوسني قرغزستان په ګډون له چین څخه ټول ۵۱۰۰۰۰ مربع کیلومتره سیمه ونیوله.

دوی د دې ادعا د ملاتړ لپاره هغه نقشه وړاندې کړه چې په هغه وخت کې چین و. دغه ليکوال وويل، که څه هم "سیمې او هېوادونه چې له خپل هېواد څخه جلا شوي په پای کې غواړي بېرته راشي،" کله چې قرغزستان په ۱۹۹۱ کال کې له شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو دا د روسيې د دوامداره نفوذ له کبله چين ته ستانه نه شوه.

کتونکي چې د چین د معلوماتو پالیسۍ سره بلد دي وايي چې دا ویب پاڼې به د بیجینګ د لوړ پوړو چارواکو له مخکې تصویب پرته غلط معلومات خپاره نکړي.

بیجینګ تاجکستان هم په غلطو ځمکنیو بیانیو سره په نښه کړو.

د ۲۰۲۰ کال په جولای کې، چینایي رسنیو یوه مقاله خپره کړه چې پکې په ۲۰۱۱ کال کې چین ته د ۱۱۵۸ مربع کیلو میتره د تاجکانو د خاورې د لیږد په اړه بحث شوی و، چې په هغه وخت کې يې ډېر تاجکان غوسه کړل. تاجکستان دغه ځمکې چین ته وسپارلې چې خپله څه قرضه ورکړي.

دا شخړه په داسې حال کې راپورته شوه کله چې د تاجکستان باندې قرضه په دوامدار ډول زياته شوه، چې دا د دې لامل کېدی شي چې دغه هېواد د قرض د معاف کولو په بدل کې نورې سیمې چين ته ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500