ديپلوماسي

د روسیې د کړکیچ په اړه د بیجینګ "انتظار کور او ګوره" چلند ښيي چې دا په پوټین لږ باور لري

د پاکستان فارورډ او ای ېف پي لخوا

د روسيې صدر ولاديمير پوټين او د چين صدر شي جين پينګ د مارچ په ۲۱مه په ماسکو کې په کرملين کې له خپلو خبرو وروسته د ښه راغلاست په ترڅ کې ګلاسونه په لاس کې نيولي دي. [پاويل بيرکين/سپوتنيک/ای اېف پي]

د روسيې صدر ولاديمير پوټين او د چين صدر شي جين پينګ د مارچ په ۲۱مه په ماسکو کې په کرملين کې له خپلو خبرو وروسته د ښه راغلاست په ترڅ کې ګلاسونه په لاس کې نيولي دي. [پاويل بيرکين/سپوتنيک/ای اېف پي]

بیجینګ -- په روسیه کې امنیتي کړکیچ په بیجینګ کې دا ویره لاپسې زیاته کړه چې یو ستراتیژیک شریک چې د هغې د نړېوالو هیلو لپاره ډېر مهم دی هغسې باثباته نه دی لکه څنګه چې یې هیله لرله.

چین د روسیې د اصلي متحد په توګه راڅرګند شو کله چې ماسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په اوکراین برید وکړو او روسیه یې په نړېواله کچه جلا کړه.

په ماسکو کې د مارچ په سرمشریزه کې، صدرانو شي جین پینګ او ولادیمیر پوتین اعلان وکړو چې د دوی د پراخو هېوادونو اړیکې "يو نوي دور ته داخلیږي".

په روسیه کې د دې هفتې په پای کې د بحران په ترڅ کې د واګنر پراییویټ اجیر ګروپ مشر یوګیني پریګوزین په ماسکو د بريد کولو هڅه وکړه.

د پریګوزین په وینا، د واګنر اجیرانو د شنبې په ورځ (د جون په ۲۴مه) شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره پرمختګ وکړو، مخکې له دې چې د ماسکو په جنوب کې ۲۰۰ کیلومتره لرې ودرېدل.

پریګوزین د یوې معاملې سره موافقه وکړه او بیلاروس ته جلاوطنه شو.

چین د یکشنبې په ماښام مداخله وکړه -- د بغاوت له پېل څخه ۲۴ ګهنټې وروسته.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل، د یو دوست ګاونډي او د نوي عصر هراړخیز ستراتیژیک همکار په توګه، چين د ملي ثبات د ساتنې او پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې د روسيې ملاتړ کوي.

ياد وزارت زیاته کړه چې دا مسله د روسیې "کورنۍ مسله" ده.

د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د يکشنبې په ورځ په بېجينګ کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال اندري رودينکو سره وکتل.

بیجینګ وویل چې دواړو سفارتکارانو د "چین او روسیې اړیکو" په اړه خبرې وکړې، او همدارنګه يې "د ګډو اندېښنو په نړیوالو او سیمه ایزو مسایلو بحث وکړو".

ماسکو په اعلاميه کې وويل چې بیجینګ "په هېواد کې د وضعیت د ثبات لپاره د روسیې فدراسیون د ليډرشپ د هڅو لپاره ملاتړ څرګند کړی دی".

بیجینګ وايي چې دا په جګړه کې بې طرفه ګوند دی، خو لویدیځو هېوادونو پرې تنقيد کړی ځکه چې د ماسکو د غندلو څخه يې انکار کړی او ​له روسیې سره اړيکې لري​.

شنونکي وايي، چین له روسیې سره په اړیکو کې برلاسی دی او د ماسکو د نړيوالې انزوا په ژورېدو سره د هغې نفوذ مخ په زیاتېدو دی.

'ډېره د حېرانتيا خبره'

په هغه وخت کې چې د بهرنیو چارو وزارت خپل بیان خپور کړو، په روسیه کې بغاوت پای ته رسیدلی و، پداسې حال کې چې کرملین بیلاروس ته د پریګوزین د تګ او د هغې پرېکړې په اړه اعلان وکړو چې هغه یا د واګنر غړي به محاکمه نه کړي.

شنونکي وايي چې بیجینګ د کړکیچ په اړه د "انتظار کوه او ګوره" چلند غوره کړو، چې د څه حده پورې د دې پوهاوي پايله ده چې بغاوت ​د پوټین په ګرفت کې درزونه په ګوته کړل​​."

سوزان تورنټون، چې په آسیا کې د متحده ایالاتو پخوانۍ لوړ پوړي سفارتکاره ده، د برېښنالیک له لارې ای اېف پي ته وویل، "چین د مخکې نه په اوکراین کې د روسیې د کمزوري پوځي فعالیت په اړه حیران دی."

"دا پېښه به احتمالاً د کمزورۍ/تباهۍ د يو بل شاخص په توګه وګڼل شي."

د چین مشرانو له اوږدې مودې راهیسې د پوټین روسیې ته د لویدیځ په وړاندې د یو ځواک په توګه کتلي دي.

په سېن ډیاګو (يو سي سېن ډياګو) کې د کالیفورنیا په يونيورسټۍ کې د چینایي سیاست متخصص ویکتور شيح وويل، د وروستۍ ناکرارۍ نه مخې، بیجینګ احتمالاً دا شک نه لرلو چې "پوټین د روسیې غير متنازعه مشر دی."

شيح وويل، خو د هغه واک په داسې "ښکاره طریقه" چيلنج شو، چې "چین به اوس په روسیه کې د ځواک د متحرکاتو په اړه خورا زيات فکر وکړي."

د چین د کسټمز معلوماتو له مخې، چین د روسیې تر ټولو لوی اقتصادي شریک دی، چې تېر کال د دوی ترمنځ سوداګري ۱۹۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې وه.

د بیجینګ له مخې، د اوکراین له یرغل راهیسې د چین د روسیې د خامو تېلو واردات نږدې دوه چنده شوي دي.

د چین په جیلین يونيورسټۍ کې د بیجینګ او ماسکو د اړیکو سکالر بیون الکساندر ډوبین وویل، "دا شاید د بیجینګ او د شي جین پینګ لپاره په شخصي توګه خورا د حيرانتيا خبره وه چې د روسیې داخلي دفاعي میکانیزمونه ټول ناکامه شول."

"دا به خامخا وغواړي چې له دې څخه سبق واخلي."

'ټيټه کچه'

چین له اوږدې مودې راهیسې په خپل شمالي ګاونډ کې له ډراماتیکو پېښو سره لاس او ګریوان دی -- د دې مشرتابه د شوروي اتحاد ناڅاپه ړنګیدو او هغې ګډوډۍ ته اشاره کوي او د بیجینګ د سخت حکومت سیسټم توجيه کوي.

په اوهایو کې د ویتنبرګ يونيورسټۍ پروفیسور یو بین وویل، "چین په روسیه کې د دې ډراماتیک بدلونونو سره عادت شوی، که څه هم [دا] ممکن دا نه خوښوي."

په روسیه کې د کورنۍ جګړې ویره اوس له څو هفتو راهیسې شتون لري، ځکه چې په کرملین کې د مختلفو ډلو ترمینځ شخړې په زیاتیدونکي توګه خلکو ته ښکاره شوي.

رویټرز راپور ورکړو چې پریګوزین د مۍ په ۲۴مه خبرداری ورکړی و چې روسیه ممکن له انقلاب سره مخ شي او په اوکراین کې جګړه له لاسه ورکړي که چېرې د هېواد اشرافيه د جګړې په اړه جدي نه وي.

د دې هفتې په پای کې پېښې ممکن د بیجینګ هڅې هم ګړندۍ کړي چې د سولې جوړونکي په توګه رول ولوبوي او د ماسکو په شرایطو سره د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

د يو سي سېن ډیاګو شیح وویل، "دا وروستۍ پېښې احتمال لري چې د روسیې د دولتي ظرفیت او په روسیه کې د سیاسي ثبات په اړه د چین په ارزونو کې د نوي ټیټې کچې لامل شي."

"دا یوه ښکاره نښه ده چې په اوکراین یرغل د روسیې بنسټیز ثبات کمزوری کوي."

د کارنیګي د روسیې د یوریشیا مرکز ډايريکټر الکساندر ګابویف وویل، چین ممکن خپل غبرګون د خپل متحد د شرمولو د اندېښنو له مخې ښودلی وي.

هغه وویل، "چین په ډېر احتیاط سره عمل کوي."

"زه فکر کوم چې په روسیه کې بغاوت د حیرانتیا خبره ده. تاسو [چینایي] رسنۍ ګورئ او هرڅوک په رسمي بیانونو کې خورا محتاط دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500