امنیت

په سوریه او اوکراین کې د روسیې ستونزې د هغې ستراتیژیکه کمزورتیا په ډاګه کوي

د اولها چیپل لخوا

یو روسی چې د اوکراین په څنګ کې د جګړې لپاره د روسیې د آزادۍ لښکر سره یوځای شوی و، د دسمبر په ۲۶مه د اوکراین په دولینا کې د لیجن نښان اچولی دی. د روسیې د آزادۍ لیجن یو بهرنی رضاکار لښکر دی چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په مياشت کې جوړ شوی و چې د روسیې د پوځ څخه په تښتيدلو سرتېرو او د روسیې او بیلاروس په رضاکارانو باندې مشتمل دی. [سمیر الدومي/ای اېف پي]

یو روسی چې د اوکراین په څنګ کې د جګړې لپاره د روسیې د آزادۍ لښکر سره یوځای شوی و، د دسمبر په ۲۶مه د اوکراین په دولینا کې د لیجن نښان اچولی دی. د روسیې د آزادۍ لیجن یو بهرنی رضاکار لښکر دی چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په مياشت کې جوړ شوی و چې د روسیې د پوځ څخه په تښتيدلو سرتېرو او د روسیې او بیلاروس په رضاکارانو باندې مشتمل دی. [سمیر الدومي/ای اېف پي]

کييف -- په اوکراین باندې د روسیې د برید څخه او د جګړې په دوام کې د نوموړي هیواد د ناکامیو له زیاتیدو مخکې، عربي متحدینو ماسکو ته د یو ځواک په توګه کتل.

خو شنونکي وايي چې اوس اوج په بدلېدو دی، او د روسیې شهرت ته زیان رسېدلی دی.

دوی وايي، د روسیې پرله پسې پوځي شکست، په داسې حال کې چې له یو کوچني مخالف اوکراین سره په جګړه بوخته ده، په سوریه کې د هغې مایوسۍ ته دوام ورکوي، چېرې چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د واکمنۍ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

اوس څرګنده ده چې روسیه، چې غواړي یو پوځي ځواک جوړ شي، توان نه لري چې يو مناسب پلان جوړ کړي او د خپلو کړنو د رښتینې پایلو اندازه ولګوي.

د اوکراین لومړۍ میرمن اولینا زیلینسکا د نومبر په ۲۹مه په لندن کې د روسیې د جنګي جرمونو د نندارتون د پرانیستلو پر مهال خطاب کوي. [جیمز مېنینګ/پول/ای اېف پي]

د اوکراین لومړۍ میرمن اولینا زیلینسکا د نومبر په ۲۹مه په لندن کې د روسیې د جنګي جرمونو د نندارتون د پرانیستلو پر مهال خطاب کوي. [جیمز مېنینګ/پول/ای اېف پي]

یو روسی سرتېری د اکتوبر په ۲۴مه په دوما کې د سوریې د رژیم چارواکو لخوا د مراسمو په ترڅ کې ساتونکی ولاړ دی. [لوئی بیشاره/ای اېف پي]

یو روسی سرتېری د اکتوبر په ۲۴مه په دوما کې د سوریې د رژیم چارواکو لخوا د مراسمو په ترڅ کې ساتونکی ولاړ دی. [لوئی بیشاره/ای اېف پي]

د کییف سیاسي ساینس پوه او د متحده اوکراین شنونکي ډیمیټرو لیووس وویل، "روسیه ستراتیژیک پلان جوړوي. دا یو حقیقت دی. خو که په نرمۍ سره ووایو، دا [پلان] سم ندی."

د سوریې د مشر بشارالاسد د رژیم په ملاتړ سره، کرملین دغه سیمه بې ثباته کړه، خو خپل ستراتیژیکي اهداف یې ترلاسه نه کړل، او د خپلو وړتیاوو يې تر اندازې زيات اټکل وکړو.

لیووس وویل، د بشارالاسد په رژیم د روسیې شرط "سم ثابت شو، ځکه چې هغه ژوندی پاتې شو". "خو په نړېواله کچه، روسان ونه توانېدل چې په سوریه کې پښه ټينګه کړي."

هغه زیاته کړه، "دوی ونه توانېدل چې هغه نفوذ ترلاسه کړي، کوم چې دوی غوښتل." "ترکیې او متحده ایالاتو مداخله وکړه. دا اصلي غلطه اندازه وه."

د روسیې پر ځان د حده زیات باور

په تېر پسرلي کې، وروسته له هغې چې د جګړې لپاره چمتو روسي يونټونه له کيیف څخه بهر له ماتې سره مخ شول، کرملین په اوکراین کې د بېرته ځای پرځای کولو لپاره له سوریې څخه د خپلو ځواکونو ایستل پېل کړل.

دې په اوکراین کې د جګړې لپاره د واګنر ګروپ د نويو اجیرانو استخدام هم پېل کړو، او د سوریې، مرکزي افریقا جمهوریت (CAR) او نورو ګرمو ځایونو، چېرې چې دا ډله شتون لري، څخه يې جنګیالي ځای په ځای کړل.

دې اقدام په منځني ختیځ کې د روسیې دریځ نور هم کمزوری کړو.

د منځني ختیځ د مطالعاتو لپاره د روسیې د علومو اکاډمۍ د مرکز ډپټي ډايريکټر سرګي دانیلوف وویل، "دوی کافي عسکر، پیسې او ګاډي نه لري، او دوی [له بهر څخه] د خپلو يونټونو ایستل پېل کړې دي."

هغه وویل، "د خصوصي پوځي شرکت (PMC) واګنر ګروپ، د افریقا څخه د دوی اجيران، هم بېرته راغوښتل کیږي." "هغوی اوس باخموت ته نږدې جګړه کوي."

دانیلوف وویل، "که دا د اوکراین پر ضد د یرغل او د اوکراین د غیر متوقع مزاحمت لپاره نه وې، نو روسان به له سوریې څخه نه وو وتلي."

"او وګورئ چې څه پیښ شو: د اوکراین څخه مخکې، عربي هېوادونه روسیه د يو پياوړي هېواد په توګه ګڼلو، خو اوس حالات د دې برعکس دي."

شنونکي وايي، د روسیې پر ځان د حده زیات باور د هغې د ناکامۍ یو له اصلي لاملونو څخه دی.

لیووس وویل، "حتی د روسي سفارتکارانو یا متخصصینو سره عادي تعامل" د دوی د پوهې او روزنې په اړه د دوی لوړ نظر روښانه کوي.

خو دا د ځان اهمیت، "همدارنګه د روسیې په نړۍ کې په استثناییزم باور، یو ډول ړوندوالی رامنځته کوي". "په ځانګړې توګه کله چې د ستراتیژیک پلان کولو خبره راځي. او حتی تر دې هم ډېر کله چې د اوکراین مسله وي."

دوه مختلف جنګونه

د اوکراین د ستراتیژیکو مطالعاتو ملي انسټیټیوټ کې د بهرنۍ پالیسۍ د مطالعاتو د مرکز ډايريکټر ماکسیم پالمارچوک وویل، "د سوریې او اوکراین شخړې تر ډېره له يو بل سره تړاو لري."

هغه څرګنده کړه، "یو فکتور چې د کریمیا د الحاق پرېکړه یې [په ۲۰۱۴ کال کې] اغېزمنه کړې، هغه دا وه چې روسيې دا توان نه لرلو چې د کریمیا پرته سوریې ته خپل ځواکونه ولېږدوي.

پالمارچوک وویل، "خو تر ټولو مهم، د روسیې له نظره، سوریه هغه عملیات وو چې د دوی مشران یې لا زیات زړور کړل. دوی هیله لرله چې د وسله والو ځواکونو کارول به مثبتې پایلې ولري."

شنونکي وايي، جنرل سرګي سروویکین، چې د کرملین د اوکراین د عملیاتو مشري کوي، غلطه اندازه لګولې وه، او فکر یې کولو چې په سوریه کې کوم څه کار کړی و هغه به په اوکراین کې هم کار وکړي.

لیووس وویل، "سروویکین فکر کولو چې په سوریه کې د هوا څخه بريدونو کار کړی و، کله چې دوی بشري زیربناوې او مهمې زیربناوې ویجاړې کړې او په حقیقت کې یې عام خلک په بمونو تباه کړل او هغوی يې د تسلیمېدو په اړه خبرو ته اړ کړل، نو دا به په اوکراین کې هم کار وکړي."

"خو د یو ساده دلیل له کبله دا کار نه کوي: حالات مختلف دي."

هغه زیاته کړه، "لومړی، د اوکراین قوي هوايي دفاع او د توغندیو دفاع. دویم، د اوکراین د مزاحمت لپاره چمتوالی، چې روسیه یې په پام کې نه نیسي ځکه چې دوی ورته د یو غیر دولت په سترګه ګوري."

هغه وویل، "او په پای کې، په یو وخت کې، د هوایي دفاع په پیاوړتیا کې د لویدیځ مرسته واقعي اغیزمنه ده." هغه یادونه وکړه چې د دې حقيقتونو په رڼا کې، روسیې بايد د خپلو وړتیاوو بیا ارزونه کړې وای.

'د روسیې د جګړې طريقه'

یوازینی شی چې کرملین پرې تکیه کولی شي هغه د جنګي مجرم په توګه د هغې مقام دی.

نړېوالو راپورونو په سوریه کې د روسي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو پر وړاندې جرمونه ثبت کړي دي، او اوکرایني چارواکي اوس د ورته شواهدو په راټولولو بوخت دي.

د سوریې د عربي جمهوریت په اړه د تحقیقاتو د خپلواک نړېوال کمیسیون راپور د روسیې د الوتکو هوایي بریدونو "د دوه ګونو" په توګه تشریح کوي، د بیلګې په توګه، کله چې ژغورونکي لومړني برید ته غبرګون ښایي، نو هغوی د دویم برید سره مخامخ کیږي.

په اوکراین د خپل یرغل څخه مخکې، روسیې د جګړې د اصولو د سرغړونو څه سزا او پایلې ونه لرلې.

پالمارچوک وویل، "ترهګري او د جګړې د قوانینو او دودونو لپاره بې احترامي -- دا د روسیې د جګړې طريقه ده. دا د جګړې هغه یوه لاره ده چې د اوږدې مودې لپاره نه ده بدله شوې."

هغه وويل، "خو سزا نه ده ورکړل شوې." "هیچا ته د سوریې لپاره او په ۱۹۹۲ کال کې په مولدووا کې د جنګي جرمونو لپاره سزا نه ده ورکړل شوې. په ګرجستان کې په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ کې او بیا په ۲۰۰۸ کال کې په ګرجستان کې هیچا ته سزا نه ده ورکړل شوې."

هغه وویل، "البته، له دې څخه هېڅ شی نشي کولی د روسیې په پوځ کې د یو نورمال ضابط اخلاق په جوړولو کې مرسته وکړي." "دوی د ملکي وګړو پر وړاندې له ترهګرۍ سره اشنا دي."

دانیلوف وویل، "اوس به روسیه د هر جرم په سزا محکوم شي." "په دې کې شک نشته. حالات دومره بدل شوي چې په همدې ډول به پای ته ونه رسېږي."

په منځني ختیځ کې د روسیې پخواني متحدین اوس غواړي چې د امکان تر حده ځان له یو داسې هېواد څخه جلا کړي چې په پراخه کچه جنګي جرمونه کوي. هېڅوک د "زبر ځواک" دریځ په اړه خبرې نه کوي چې کرملین يې ترلاسه کول خورا ډېر غوښتل.

دانیلوف وویل، "په عربي هېوادونو کې خلک په دې پوهیږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه زموږ د وخت کلیدي شخړه ده.

"دا یوه داسې پیښه ده چې کولی شي د نړېوال امنیت جوړښت باندې اغیزه وکړي، او دا اړینه ده چې پوه شو چې څه پیښیږي او ګډون وکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان فارورډ د پاکستان په اړه خبرونه نلري. دا وېب پاڼه څه کوي؟

ځواب