تجزيه

د کورنۍ جګړې ویره په داسې حال کې راپورته کيږي چې د کرملین ډلې د نفوذ او سرچینو لپاره د یو بل سره جګړه کوي

د اولها چیپل لخوا

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د اپرېل په ۱۷مه په ماسکو کې د دفاع وزیر سرګي شویګو سره خبرې کوي. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د اپرېل په ۱۷مه په ماسکو کې د دفاع وزیر سرګي شویګو سره خبرې کوي. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنیک/ای اېف پي]

کييف -- څارونکي وايي چې د کرملین د مختلفو ډلو تر منځ شخړې ورځ تر بلې خلکو ته ښکاره کیږي، چې جدي او سختې داخلي شخړې په ګوته کوي.

دا ممکنه ده چې یوه ورځ به د سیالو وسله والو ډلو تر منځ تاوتریخوالی رامنځته شي.

یوګیني پریګوزین، چې د واګنر اجیر ګروپ بنسټ ایښودونکی دی، په وروستیو میاشتو کې د روسیې د اشرافو او دفاع وزارت په وړاندې خپل بیانات زيات کړي دي.

پریګوزین د چهارشنبې په ورځ (د مۍ په ۲۴مه) خبرداری ورکړو چې روسیه ممکن له انقلاب سره مخ شي او په اوکراین کې جګړه وبايلي که چېرې د دغه هېواد اشرافي ځواکونه د جګړې په اړه جدي نشي.

د واګنر مشر یوګیني پریګوزین، چې د روسیې په پوځ او اشرافو یې سخت انتقاد کړی، د مۍ په نیمایي کې د باخموت حالات بیانوي. [کانکورډ]

د واګنر مشر یوګیني پریګوزین، چې د روسیې په پوځ او اشرافو یې سخت انتقاد کړی، د مۍ په نیمایي کې د باخموت حالات بیانوي. [کانکورډ]

د مۍ په میاشت کې په باخومت کې د واګنر يو اجیر. [واګنر]

د مۍ په میاشت کې په باخومت کې د واګنر يو اجیر. [واګنر]

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په اوکراین برید وکړو خو د جګړې په ډګر کې له ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه په خپل ټیلیګرام چېنل کې په یوې مرکه کې وویل، "موږ باید څه وکړو چې [په ښکاره ډول] روسیه له لاسه ورنکړو؟ موږ اړتیا لرو چې مارشل لا ولګوو."

پریګوزین زیاته کړه، که چېرې عام روسیان د زنک په تابوتونو کې د خپلو زامنو ترلاسه کولو ته دوام ورکړي پداسې حال کې چې د اشرافو ماشومان د لمر څخه خوند اخلي، نو روسیه ممکن د ۱۹۱۷ په څېر د جګړې سره مخ شي.

هغه وویل، لومړی به عسکر ودریږي، او له هغې وروسته -- به د هغوی عزیزان راپورته شي." "د دوی -- د وژل شویو کسانو خپلوان -- شمېر د مخکې نه لسګونه زره دی. او شاید شمېر يې سلګونو زره ته ورسيږي."

هغه وویل، د روسیې پوځي مشرتابه د جګړې په ترڅ کې په مکرر ډول "ماتې" خوړلی دی.

پریګوزین د مۍ په ۵مه په یوه مخکینۍ ویډیو کې د روسیې پوځ تورن کړو چې د توپخانې ګوليو او اکمالاتو په برابرولو کې پاتې راغلی، پداسې حال کې چې د هغه د واګنر ګروپ اجیر عسکر په باخومت کې جنګېدل.

هغه د دفاع وزیر سرګي شویګو او د پوځ لوی مشر والیري ګیراسیموف ته په اشارې سره وويل، "شویګو! ګراسیموف! زما [پوځي] مهمات چېرته دي؟ تاسو په خپلو قیمتي کلبونو کې ناست يئ."

پریګوزین د خپل واګنر اجیرانو لاشونو ته په اشارې سره وویل، "تاسو فکر کوئ چې تاسو د ژوند واکمنان يئ او تاسو حق لرئ چې د دوی د ژوند په اړه پریکړه وکړئ."

داخلي شخړه

د اوکراین د پوځي استخباراتو د ډايريکټر کریلو بوډانوف په وینا، د پریګوزین او "کرملین جنرالانو" ترمنځ شخړه رښتیا ده.

بودانوف د مۍ په ۱۶مه د ISLND تلویزیون سره د مرکې په ترڅ کې وویل، "د دې پايله به څه وي؟ لکه څنګه چې دوی وایي، پوځي محکمې -- خو د دې پايله به بل څه وي. دا شخړه رښتیا ده. سربېره پر دې، دا په بشپړ ډول يوه منطقي او سمه خبره ده."

د اوکراین پوځی استخباراتو په روسیه کې د څو پېښو پړه د نفوذ لپاره مخ په زياتېدونکي جګړه اچولی ده، چې پکې په ماسکو کې د مۍ په ۳مه د بريا د ورځې د لمانځلو نه مخکې په کرملین باندې د ډرون برید شامل دی.

د اوکراین د پوځي استخباراتو یو افسر اندري یوسوف وویل، "دا [برید] غالباً د روسیې یوه داخلي کیسه ده ... موږ ګورو چې د کرملین برجونه [ډلې] اوس په فعاله توګه له یو بل سره په شخړو کې بوختې دي.

یوسوف د مۍ په ۹مه په یوټیوب کې د اوکراین خبریال اوریست سوخر سره په مرکه کې د ډرون پېښې ته په اشارې سره وویل، "دوی اکثر، په ځانګړې توګه، سپک الفاظ کاروي. ځینې ​​​​وختونه دا ټکر حتی ناوړه کېدې شي."

د اپرېل په ۲مه په سېنټ پیټرزبورګ کې د ولادلین تاتارسکي، یو وسله وال او پروپيګنده بلاګر، چې په ډونباس کې یې په جګړه کې برخه اخیستې وه او د پریګوزین سره يې نږدې اړيکې لرلې، وژنه هم کېدی شي د داخلي دښمنیو سره تړاو ولري.

ایهور تیشکویچ، چې د اوکراین په فیوچر انسټیټیوټ کې شنونکی دی، وويل، "ډېر نظریات شتون لري. دا کېدی شي د روسیې کورني استخباراتي ادارې وي."

هغه پوځي، قانون پلي کوونکو او استخباراتي مشرانو ته په اشارې سره کاروانسرای ته وویل، "د زورواکو تر منځ شخړې مخ په زیاتېدو دي."

د تیشکویچ له مخې، د پوځ او واګنر ګروپ تر منځ د سیالۍ نه علاوه، د مختلفو استخباراتي ادارو او ملي ګارډ (روسګوارديا) ترمنځ شخړه مخ په زياتېدو ده.

هغه زیاته کړه، پریګوزین هڅه کوي چې ځان د مختلفو اجیر ځواکونو د مشرانو بې سیاله مشر جوړ کړي.

تیشکویچ وویل، "دا د پوځ د مشرانو لپاره د هغه د شخصي کرکې سره تړاو لري."

د نفوذ لپاره مبارزه

څارونکي وايي، په عېن حال کې د روسیې د اولیګارچانو ترمنځ شخړه مخ په زیاتېدو ده، چې پکې هغه کسان شامل دي چې د لویو شرکتونو لکه ګازپروم، نووټیک او روزنیفټ مسؤلین دي.

تیشکویچ وویل، "د [روسیې صدر ولادیمیر] پوتین په داخلي حلقه کې د واک د بیا ویش لپاره جګړه روانه ده."

د ګازپروم په څېر شرکتونو د مخکې نه د خپل راتلونکي د خوندي کولو لپاره د خپلو شخصي لښکرو په جوړولو پېل کړی دی.

تیشکویچ وویل، "دوی ویره لري چې پریګوزین به راشي او هرڅه به ضبط کړي. نو دوی خپل پریګوزین ته اړتیا لري ترڅو د دوی خپل تاسیسات وساتي."

تیشکویچ وویل، "که چېرې په روسیه کې مرکزي حکومت واقعي زورواکي نشي کنټرولولی، وسله وال نشي کنټرولولی، نو شرکتونه به په وسلو سمبال خپلو خلکو ته اړتیا ولري."

په اوکراین کې د ډیموکراټیک اېکس ګوند شریک بنسټ ایښودونکي ویکتور تریګوبوف ياده شخړه له کورنۍ جګړې سره پرتله کړه.

ټریګوبوف کاروانسرای ته وویل، "یوه کورنۍ جګړه ... یو ډول مدني غورځنګ په ګوته کوي. خو د کورنۍ شخړو ډېره خانخاني بڼه شتون لري، کله چې د یو مشهور غورځنګ د غړو پر ځای اشرافیان جګړې ته ځي."

هغه وویل، "که تاسو وګورئ چې پریګوزین څنګه چلند کوي، یا د [پوتین پلوه چیچنیايي دیکتاتور رمضان] قدیروف څنګه چلند کوي، دا [چلندونه] په ښکاره ډول د دې مبارزې نښې دي. کله چې تاسو په هر دیکتاتورۍ کې د سرچینو راټولول پېل کړئ، تاسو یوازې دوه لارې لرئ: پورته یا ښکته."

هغه وويل، "ځکه چې دا د بایسکل چلولو په څېر ده -- که تاسو پیډل ورکول ودروئ، نو تاسو به وغورځیږئ. که تاسو واک ترلاسه کول بند کړئ، نو نور به ستاسو د سرچینو لپاره تاسو وخوري."

ایهور پیټرینکو، چې په کييف کې د يوې څېړنيزې موسسې د یونایټیډ اوکراین سره سیاسي ساینس پوه دی، کاروانسرای ته وویل، "هغه کېک چې د پوتین پلاوي د مخکې نه شریک کړی و مخ په کمېدو دی. دا د مخکې نه نښتې رامینځته کوي، ځکه چې دلته د هغه څه نه لږ پاتې شوي چې مخکې شريک شوي وو، چې دا معنا لري چې یو کس به څه ترلاسه نکړي. بل کس به ډېر څه ترلاسه کړي."

هغه وويل، "دا د شخړو يو لامل دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500