اقتصاد

د روسیې د جنازې صنعت وده کوي ځکه چې د واګنر ګروپ هدیرې ډکیږي

د پاکستان فارورډ لخوا

د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوزین د جنورۍ په لومړۍ نېټه په پوسټ شوي یو عکس کې د ګوریاچي کلیوچ په کلي کې د اجیر ګروپ له کليسا څخه لیدنه کوي. نیویارک ټایمز راپور ورکړو، ياده کليسا ۲۱ دیوالونه لري، چې هر یو یې ۴۲ برخې لري، چې په کې د سوځول شويو مړو پاتې شوني شتون لري. دغه ورځپاڼې زياته کړه چې په سلګونو واګنر جنګیالي هلته دفن شوي، یا لږ تر لږه د یادګار په توګه ساتل شوي دي. [فايل]

د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوزین د جنورۍ په لومړۍ نېټه په پوسټ شوي یو عکس کې د ګوریاچي کلیوچ په کلي کې د اجیر ګروپ له کليسا څخه لیدنه کوي. نیویارک ټایمز راپور ورکړو، ياده کليسا ۲۱ دیوالونه لري، چې هر یو یې ۴۲ برخې لري، چې په کې د سوځول شويو مړو پاتې شوني شتون لري. دغه ورځپاڼې زياته کړه چې په سلګونو واګنر جنګیالي هلته دفن شوي، یا لږ تر لږه د یادګار په توګه ساتل شوي دي. [فايل]

لکه څنګه چې په اوکراین کې جګړه او په ماسکو باندې د نړېوالو بندیزونو پایله د روسیې اقتصاد ته زیان رسوي، یو سکټور له بده مرغه وده کوي.

د تحقیقاتي خبري ویب پاڼې دي انسايډر په وینا، د روسیې د جنازې صنعت په اوکراین کې د روسیې له برید نږدې یو کال وروسته بې ساري وده کوي.

يادې ورځپاڼې د جنورۍ په ۲۶مه راپور ورکړو، لوړه غوښتنه د پیرودونکو او د هغو کسانو څخه څخه راځي چې غواړي د جنازې او د مړي د سوځولو کارګران شي.

دیمیتري یوسیکوف، چې په کریمیا کې د مړو او جنازې د تجهیزاتو متخصص دی، وويل، "دا وده د وبا په جریان کې پېل شوه کله چې د مړي د سوځولو غوښتنه زیاته شوه." روسیې کريميا په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین سره ضمیمه کړه.

له پورتنۍ کیڼ اړخ څخه: د نومبر ۲۰۲۱ کال سپوږمکۍ عکس د روسیې د کراسنودار صوبې د بکینسکایا په کلي کې په قبرستان کې د ځمکې یو خالي پلاټ ښیي. یو کال وروسته د قبرونو درې قطارونه وو. رویټرز راپور ورکړو چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په پای کې، ياده هدیره تقریباً ډکه شوه، چې شاوخوا ۲۰۰ قبرونه لري. [ماکسار ټیکنالوژي]

له پورتنۍ کیڼ اړخ څخه: د نومبر ۲۰۲۱ کال سپوږمکۍ عکس د روسیې د کراسنودار صوبې د بکینسکایا په کلي کې په قبرستان کې د ځمکې یو خالي پلاټ ښیي. یو کال وروسته د قبرونو درې قطارونه وو. رویټرز راپور ورکړو چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په پای کې، ياده هدیره تقریباً ډکه شوه، چې شاوخوا ۲۰۰ قبرونه لري. [ماکسار ټیکنالوژي]

یوه لارۍ د دسمبر په ۲۰مه د روسیې د کراسنودار صوبې په بکینسکایا کلي کې د واګنر ګروپ هدیرې ته مړي وړي. [په کراسنودار کې تیتوشکي/ټيلیګرام]

یوه لارۍ د دسمبر په ۲۰مه د روسیې د کراسنودار صوبې په بکینسکایا کلي کې د واګنر ګروپ هدیرې ته مړي وړي. [په کراسنودار کې تیتوشکي/ټيلیګرام]

هغه انسايډر ته وویل، "سربېره پردې، په هدیرو کې ځمکه په فزیکي توګه کمه شوې ده."

بوریس یاکوشین، چې د روسیې په درېم لوی ښار نووسیبیرسک کې د مړي د سوځولو د بټۍ مالک دی، د اوکراین پولې ته نږدې د روستوف-آن-ډون ښار د روسیې د "ځانګړي پوځي عملیاتو" څخه د راستنیدونکو لاشونو د کوزولو مرکز په توګه غوره کړو.

هغه وویل، ښار د لاشونو نه دومره ډک شوی چې دا د مړيو د سوځولو يوه نوې بټۍ جوړوي. هغه وړاندوینه وکړه چې دا به د راتلونکو دوو څخه تر درېو کلونو پورې پدې کار بوخت وي.

هغه وویل، "د کار بار خورا دروند دی."

د روسیې د دفاع وزارت د سپټمبر په میاشت کې په خپل وروستي راپور کې د جګړې پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر له ۶۰۰۰ څخه کم ښودلی دی.

د روسیې د پوځیانو د تلفاتو اصلی پیمانه احتمالاً ډېره لوړه ده.

د بي بي سي روسي سرویس او د میډیازونا خپلواکې رسنۍ لخوا تایید شوي پوځي تلفات د دسمبر په لومړیو کې ښیي چې د ماسکو لخوا په اوکراین باندې د برید راهیسې تر ۱۰۰۰۰ څخه ډېر روسي سرتېري وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز د فبرورۍ په ۲مه راپور ورکړو چې لوړ پوړو امریکایي او نورو لویدیځو چارواکو تېره هفته وویل چې په اوکراین کې د وژل شویو او ټپیانو روسي سرتېرو شمېر ۲۰۰۰۰۰ ته رسیږي.

جنرل مارک ای میلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ چيرمين دی، د جنورۍ په ۲۰مه په آلمان کې په یو خبري کانفرنس کې وویل، د روسیې په "ډیره مرګ ژوبله" کې "منظم پوځيان او همدارنګه ​په واګنر ګروپ کې د دوی اجیر عسکر​ او نور ځواکونه شامل دي چې د روسانو سره جنګیږي."

د متحده ایالاتو د حکومت په وینا د واګنر د جګړې په ډګر کې تلفات په زرګونو کې دي، او شاوخوا ٪۹۰ یې پخواني بندیان دي.

د تاوتريخجن جنایتکارانو استخدام

د وژل شویو روسي جنګیالیو یو وروستی ځای په کراسنودار صوبه کې د بکینسکایا کلی غوره شو، چې د روستوف-آن-ډون څخه سویل اړخ ته شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره لري.

نیویارک ټایمز د جنورۍ په ۲۴مه راپور ورکړو، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د بکینسکایا په هدیره کې د قبرونو شمېر اوه چنده وده کړې.

د سپوږمکۍ عکسونه د هدیرې یوه ساحه د نومبر په ۲۴مه ښیي چې د واګنرو ګروپ اجيرانو د قبرونو شاوخوا درې قطارونه پکې شتون لري. د جنورۍ په پای کې، ياده هدیره په حقیقت کې ډکه وه، چې لږ تر لږه د ۱۷۰ کسانو لپاره پکې ځايونه موجود ول.

د رویټرز خبریالانو په دغه سیمه کې شاوخوا ۲۰۰ قبرونه وشمېرل.

ياد خبري اژانس د لږ تر لږه ۳۹ مړو نومونه، چې په بکینسکایا او درېو نورو نږدې هدیرو کې ښخ شوي ول، د روسیې د محکمو ریکارډونو، د خلاصې سرچینې ډیټابیسونو او ټولنیزو رسنیو اکاونټونو په کارولو سره پرتله کړل. خبریالانو د ځینو وژل شویو له کورنیو، ملګرو او وکیلانو سره هم خبرې وکړې.

دغه راپور وښودل چې په بکینسکایا کې ښخ شوي ډېر هغه مجرمان وو چې واګنر تېر کال د بخښنې د ژمنې سره په دې شرط ګمارلي ول که چېرې دوی په لومړۍ کرښه کې د شپږو مياشتو لپاره خدمت وکړي -- او ژوندي پاتې شي.

په دوی کې ډېر​​تاوتريخجن مجرمان، اجرتي قاتلان، وژونکي، د مسلک مجرمان، د مخدره توکو تولیدونکي یا سوداګر، د الکولي روږدي او نور هغه کسان شامل ول چې د مالي ستونزو سره مخ وو​​.

د یو منظم راپور له مخې چې د روسیې د فدرالي توقیف خدماتو لخوا خپور شوی، د روسیې د جزايي کالونۍ نفوس د اګست او نومبر په لومړیو کې شاوخوا ٪۸ کم شو.

ياده راپور د چټک کمي لپاره هېڅ دلیل نه دی ښودلی -- چې په یوه لسیزه کې ترټولو لوی کمی دی -- خو دا د واګنر په زندان کې د ګمارنې د پېل سره سمون لري.

د بکینسکایا هدیرې پراختيا، چېرې چې قبرونه د لرګیو په صلیب او د واګنر رنګونو او نښو سره په ګلانو سينګار شوي، په ختیځ اوکراین کې د ځمکې ترلاسه کولو لپاره د روسیې سرتېرو او اجیرانو لخوا د خونړي برید سره سمون لري.

د قبر نښې ښیي چې دوی د جولای او دسمبر ترمنځ وژل شوي.

زیاتره یې د باخموت او سولیدار په شاوخوا کې په جګړو کې وژل شوي، چې اوکرایني ځواکونه یې له تېرو څلورو میاشتو راهيسې دفاع کوي.

د متحده ایالاتو د چارواکو په وینا، د اوکراین دوه ختیځ ښارونه د ماسکو لپاره دومره اهمیت لري چې د کرملین او واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوزین ترمنځ تاوتريخوالی -- او د بریالیتوب ادعاوې -- رامینځته کړې دي.

د متحده آيالاتو د ملي امنیت ویاند جان کربي د جنورۍ په ۲۰مه وویل، "واګنر د روسیې د پوځ او نورو روسي وزارتونو لپاره د سیال ځواک په مرکز بدلیږي."

هغه وويل، "پریګوزین هڅه کوي چې په اوکراین کې خپلې ګټې پرمخ بوځي او واګنر په لویه کچه پوځي پریکړې کوي چې زياتره د هغه څه پربنسټ دي چې دوی به يې د پروګوزین لپاره د مثبت تبلیغاتو په اساس رامینځته کوي."

اولګا رومانوا، چې د Russia Behind Bars بنسټ ایښودونکی ده، نیویارک ټایمز ته وویل، "[پریګوزین] د اتلولۍ په برخه کې ډېر کار کوي -- دا اوس د روسیې یو ډول پالیسي ده: ولې دې ژوند ته غاړه کیږدئ، کله چې تاسو دومره په اتلولۍ کې مړ شئ." ياده موسسه یوه خیریه اداره ده چې د مجرمانو او د هغوی له کورونيو سره مرسته کوي.

"مرګ وحشتناک نه دی. هغه څه چې وحشتناک دی د دې برعکس دی: د مورني وطن لپاره نه مړ کېدل."

'جګړه د مرګ لامل کېږي'

نیویارک ټایمز راپور ورکړو چې په بکینسکایا کې د واګنر قبرستان، په پېل کې د دسمبر په میاشت کې د ځایي اوسیدونکو لخوا څرګند شو چې ۵۱ کلن ویتالي وټانوفسکي، چې یو فعال او د روسیې د هوایی ځواک پخوانی افسر دی، ته یې خبر ورکړو.

وټانوفسکي د هغو روسانو د قضیو د ثبتولو لپاره هدیرو ته ځي چې په اوکراین کې د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

هغه ورځپاڼې ته وویل، "زموږ هدف دا دی چې خلکو ته وښایو چې جګړه مرګونه رامنځته کوي او دا لرې یا په تلویزیون کې نه ده، بلکې دلته زموږ تر څنګ ده."

د څو لیدنو په جریان کې، هغه په بکینسکایا کې د قبرونو مخ په زیاتیدونکي شمېر عکسونه واخیستل او په کراسنودار کې یې د خپل ټیلیګرام چینل تیتوشکي ته اپلوډ کړل، چې نږدې ۲۵۰۰ پیرودونکي لري.

ځایي خلکو وټانوفسکي ته وویل چې ډېر جنګیالي يې په احتمالي توګه سوځول شوي دي، نو احتمالاً د هغه څه په پرتله چې په اسانۍ سره ښکاري ډېر وژل شوي دي.

لس ورځې وروسته له هغه چې هغه د هدیرې موقعیت څرګند کړو، د کرملین پلوه رسنیو ویډیو خپره کړه چې په هدیره کې يې تازه کیندل شوي قبرونه وښودل، او پریګوزین پکې په یو د ګلونو هارونه ایښودل.

پریګوزین د مخکې نه د هدیرې شتون ته اشاره کړې وه کله چې يې په یوشکر اولا کې د روسیې د جزایی کالونۍ څخه بندیان استخدام کول.

هغه په یوه ویډیو کې چې د سپتمبر په میاشت کې راڅرګنده شوه وویل، "هرڅوک د اتلانو په کوڅه کې ښخ شوي دي، په هغو ښارونو کې چې یوه لري." "د هغو کسانو لپاره چې نه پوهیږي چې چېرته ښخ شي، موږ یې د واګنر کليسا ته نږدې ښخوو."

پریګوزین د دسمبر په وروستیو کې د ټیلیګرام له لارې ځایی رسنیو ته وویل چې د بکینسکایا پلاټ د ځایي چارواکو لخوا چمتو شو وروسته له هغې چې په ياده کليسا کې ځای ختم شو.

په یوه بله وروستۍ ویډیو کې، پریګوزین د واګنر کليسا څخه لیدنه وکړه، چې د هدیرې څخه شاوخوا ۱۳ کیلومتره لرې ده. ياده کليسا په ښه ډول جوړ شوي میدانونه، عظيم یادګارونه او د مړو يادګاري انځورونه لري.

د تور دیوالونو قطارونه پکې هم شتون لري چې داسې برخې لري چې د مړو لاشونه پکې څنګه ښخ شوي دي، پداسې حال کې چې هره يوه برخه خپله شمېره لري او د وژل شوي جنګیالي د انعامونو سره سینګار شوې ده.

نیویارک ټایمز راپور ورکړو چې په کليسا کې ټول ۲۱ دیوالونه شتون لري، چې هر یو یې ۴۲ برخې لري. دا په ګوته کوي چې په سلګونو واګنر جنګیالي پکې دفن شوي، یا لږ تر لږه د یادګار په ډول ساتل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500