امنیت

واګنر ګروپ په اوکراین کې د جګړې لپاره د افریقایي زندانونو څخه قاتلین او جنسي تیري کوونکي استخداموي

د کنات التنباېف راپور

د واګنر ګروپ یو غړی د نومبر په ۲۷ مه په پوسټ شوي عکس کې په مرکزي افریقا جمهوریت کې نوي ګمارل شوي اجیرانو ته روزنه ورکوي. [واګنر]

د واګنر ګروپ یو غړی د نومبر په ۲۷ مه په پوسټ شوي عکس کې په مرکزي افریقا جمهوریت کې نوي ګمارل شوي اجیرانو ته روزنه ورکوي. [واګنر]

بشکیک -- د سیمه ییزو سرچینو په وینا، واګنر ګروپپه اوکراین کې د جګړې لپاره په شدت سره د نوي عسکرو په لټه کې دی، او د استخدام لپاره یې د مرکزي افریقا جمهوریت (CAR) په زندانونو چاپې پیل کړي دي.

ډېلي بیسټ د نومبر میاشتې په وروستیو کې د سیمه ییزو نظامي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د روسیې خصوصي نظامي شرکت (PMC) په مرکزي افریقا جمهوریت کې بندیان خوشې کوي او د اوکراین ډونباس سیمې ته یې لیږي.

هغوی زیاته کړه، د واګنر ځواکونو سره د یو ځای کیدو لپاره د جنسي تیري او وژنې د جرمونو بندیان په ډله ییز ډول خوشې کیږي.

د PMC مرکزي افریقا "څانګه" په سلګونو جنګیالي لري چې د چارواکو په وینا د "تور روسانو" په توګه په سپکاوي سره پیژندل کیږي.

د واګنر ګروپ اجیر عسکر د سپتمبر په میاشت کې د مرکزي افریقا جمهوریت د وسله والو ځواکونو غړو ته د تاکتیکي روزنې درس ورکوي. [واګنر]

د واګنر ګروپ اجیر عسکر د سپتمبر په میاشت کې د مرکزي افریقا جمهوریت د وسله والو ځواکونو غړو ته د تاکتیکي روزنې درس ورکوي. [واګنر]

ډیری دغه استخدام شوي، په ځانګړې توګه، د خپلو سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د ملکي خلکو او وسله والو ځواکونو په وړاندې د تاوتریخوالي په ترسره کولو محکوم شوي.

یو افسر چې د CAR په پلازمینې بنګوي کې د اردو په مرکزي دفتر کې کار کوي، ډېلي بیسټ ته وویل "د اکتوبر د میاشتې راهیسې، دوی [واګنرملېشې] د اردو او پولیسو مرکزونو ته تلل او یاغیان یې خوشې کول، چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي کوم چې د مۍ په میاشت کې [په سویلي CAR کې] د بوکولوبو په کلي باندې د برید او د ښځو او نجونو د جنسي تیري په تور نیول شوي وو."

"هیڅوک نشي کولی د دوی مخه ونیسي ځکه چې حکومت دوی ته دومره واک ورکړی چې څه غواړي، هغه کوي."

بل افسر وویل، هغه یاغیان چې د اپریل په میاشت کې د باکوما په سویل ختیځ ښار کې په یوه پوځي کمپ باندې د برید په ترڅ کې د CAR د عسکرو -- د واګنر متحدینو-- په وژلو محکوم شوي وو، هم خوشې شول.

"هغوی [واګنر] وویل چې په مالي او اوکراین کې یې عاجل افرادو ته اړتیا لرله ،" د CAR اردو سره کار کوونکي آفسر ډېلي بیسټ ته وویل. "زه فکر کوم چې له ۲۰ څخه ډیر کسان چې موږ [ په جدي جرمونو] نیولي وو خوشې شوي دي."

د واګنر استخدامونکو د CAR د نوي جنګیالیو سره نه یوازې د آزادۍ ژمنه وکړه بلکې د محلي معیارونو له مخې د اعلی تادیاتو ورکولو اعلان یې هم وکړ چې -- په میاشت کې شاوخوا ۱۰۰۰ ډالره دي.

البته، د CAR د هغه پخوانیو بندیانو په وینا چې د روسیې PMC سره یوځای شوي و او بیا یې پریښی و، معاشونه په غیر منظم ډول ورکول کیږي یا په بشپړ ډول نه ورکول کیږي.

هغوی وویل، د دوی لسګونو همکاران، په ځانګړې توګه هغه کسان چې له زندان څخه استخدام شوي، په وروستیو میاشتو کې په اوکراین کې د روسیې لپاره د جنګ کولو پر ځای بې درکه شوې دي.

'هر ډول خلک'

د یوګیني پریګوزینپه مشرۍ، واګنر ګروپ د احتمالي انکار په پلمه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اهدافو ته د رسیدو لپاره بدنام دی.

د واګنر ګروپ په ټوله افریقا کې په جنګي جرمونو، ناوړه ګټه اخیستنو او جګړه کې د مداخلې کولو په تور تورن دی - چې د مداخلې په دغه هیوادونو کې مالي، لیبیا، چاد، CAR، سوډان او موزمبیق - او همدارنګه سوریه، وینزویلا او اوکراین شامل دي.

پریګوژین د سپتمبر په میاشت کې د لومړي ځل لپاره څرګنده کړه چې هغه په ​​۲۰۱۴ کې واګنر ګروپ جوړ کړو چې په اوکراین کې جګړه وکړي او په افریقا، منځني ختیځ او لاتینې امریکا کې یې د خپل ګروپ شتون تایید کړو.

دا اعتراف وروسته له هغه وشو کله چې هغه او کرملین له اوږدې مودې راهیسې د دې ډلې شتون رد کړی و. د اجیر په توګه کار کول د روسانو لپاره غیرقانوني عمل دی.

د فبرورۍ په میاشت کې د یرغل له پیل راهیسې، د کرملین د کنټرول لاندې دغه پوځي سازمان لوی زیانونه لیدلي او دغه سازمان هر ځای چې کولی شي هر قسم خلک استخداموي.

د بي بي سي روسي خدمت راپور ورکړ چې واګنر ګروپ په تیر پسرلي کې په اوکراین کې د جګړې لپاره د اجیرانو په پراخه کچه استخدام پیل کړ.

یوې سرچینې چې په هغه وخت کې د واګنر ګروپ اجیر و، د مارچ په میاشت کې بي بي سي ته وویل چې د استخدام کوم معیارونه شتون نلري، نو استخدامونکو "ناوړه" او "هر ډول خلک" استخدام کړل.

د واګنر ناوړه استخدام د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګمارونکي غوره کړي.

د نومبر په ۱۴مه، د زامبیا د بهرنیو چارو وزیر سټینلي کاکوبو وویل چې د زامبیا یو زده کونکی چې په روسیه کې زنداني و، د سپتمبر په ۲۲مه د اوکراین په "جګړه کې" مړ شو.

د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اولیګ نیکولینکو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "موږ پر افریقایي اتحادیې او ټولو افریقايي هېوادونو غږ کوو چې له روسیې وغواړي چې زموږ د خلکو جبري ګومارل بند کړي."

هغه وویل: "د آفریقې خلک باید د پوتین د ناوړه امپریالي خواهشاتو لپاره خپل ژوند له لاسه ور نه کړي."

د دې نه مخکې خپلواکو رسنیو هم د واګنر ګروپ له خوا د افغان او سوریايي اجیرانو د استخدام په اړه راپور ورکړی و.

'قتل عام کوونکي، غله او لږ تر لږه یو سړیخور'

د جون په میاشت کې، واګنر ګروپ په فعاله توګه د روسیې په زندانونو کې د بندیانو استخدام پیل کړ، او هغه سخت مجرمان یې استخدام کړل کوم چې د تاوتریخوالي سره مخ دي.

په برلین کې اولګا رومانوا، د رشیا بي هاینډ بارز (Russia Behind Bars) د بشري حقونو د سازمان مشرې، د سپتمبر په میاشت کې ډېلي بیسټ ته وویل چې د اوکراین خلاف په جګړه کې د کریملین د استخدام وروستی تاکتیک د دې د "ویروونکي خوبونو" یوه برخه ده.

رومانوا وویل "د پوتین پلان دا دی چې لږ تر لږه ۵۰۰۰۰ محکومین استخدام کړي، او پریګوزین، چې پخپله هم یو پخوانی محکوم دی، دمخه له ۳۰۰۰ څخه ډیر" بندیان اوکراین ته لیږلي دي، چې په دې کې "قتل عام کوونکي، غله او لږ تر لږه یو سړیخور" شامل دي، چې مخکې د روسیې په ساراتوف کې په توقیف کې و.

په ځینو مواردو کې، واګنر ګروپ په زندانونو کې د استخدام پر ځای خلک د استخدام لپاره برمته کوي.

د اکتوبر د میاشتې په پای کې، مارفا سمیرنووا، د Dozhd ټلویزیون خبریالې، راپور ورکړ چې د واګنر پرسونل سراتوف زندان ته راغلل، د اوکراین وګړی سرګي سربیزوف یې بووستلو، او "هغه یې په جبري توګه په چورلکه کې واچوو او [هغه] یې د جګړې ډګر ته واستوو".

د واګنر د بیان له مخې، سربیزوف په داسې حال کې وویشتل شو چې د تیښتې هڅه یې کوله. د هغه کونډې یو ټیکسټ پیغام ترلاسه کړ چې د هغې د میړه د جسد په بدل کې یې د ۱۰۰۰ ډالرو غوښتنه کوله.

د سپتمبر په میاشت کې، د بي بي سي لخوا په تایید شوې ویډیو کې ښودل شوي چې پریګوزین له محکومینو سره لیدنه کوي او دوی ته ډاډ ورکوي چې "دوی د [اوکرایینانو سره] هر څه چې غواړي، کولی شي، او دوی به د دې لپاره هیڅ ستونزه ونه ویني".

خو په اصل کې، د واګنر ګمارونکي پخپله معمولاً په جګړه کې د ډله ایزو وژلو، او د PMC د ناوړه ګمارنې د کمپاین قربانیان دي.

رومانوا کاروانسرای ته وویل، استخدام شوي بندیان د جګړې له قربانیانو پرته بل څه نه دي، چې روزنه یې نه ده ترلاسه کړې او جنګ ته اچول شوي دي.

هغې وویل، "دوی د بندیانو له ګمارلو څخه ګټه پورته کوي، ځکه چې په دوی کې زیاتره کسان د جګړې په ډګر کې مړه کیږي او دوی عموماً د خپلوانو سره هیڅ اړیکه نه لري، او ... واګنر د وژل شویو کسانو معاش نه ورکوي."

'سخت خلک'

لکه څنګه چې په اوکراین کې د روسیې پوځیان او اجیر پوځیان د ناوړه وضعیت سره مخ دي، د پریګوزین د شخصي پوځ شهرت په ټوله نړۍ کې د پام وړ کم شوی دی.

د بشکیک د وکیلانو او د بار ایسوسي ایشن رییس اسلام بیګاراییف وویل، واګنر په قرغزستان کې د استخدام لپاره پټې هڅې کړې دي، خو ډیر لږ قرغزیان د هغوی په لیکو کې شاملیدل غواړي.

هغه وويل: "زموږ په هېواد کې خلک واګنران نه خوښوي. هغوی دلته حتی د بنديانو په منځ کې هم بد شهرت لري."

هغه په ​​بهر کې جګړې ته په اشارې سره وویل، سربېره پردې، استخدام شوي "د تابعیت له لاسه ورکولو سره د سزا وړ جرم" ترسره کوي.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار اولیکسي ارستوویچ د نومبر میاشتې په وروستیو کې په یوه مرکه کې وویل چې د هغو محکومینو شمیر، چې غواړي له واګنر سره یوځای شي، به ډیر ژر د روسیې د جرمونو د رییس ساشا کورارا د پریګوزین خلاف د وروستي تورونو وروسته راټیټ شي.

کورارا، چې په ترکیه کې ژوند کوي، د نومبر په پای کې یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې یې ادعا کړې چې لسیزې وړاندې هغه او پریګوزین یوځای په زندان کې وو.

کورارا ادعا وکړه چې پریګوزین په زندان کې ترټولو ټیټه درجه لرله او د نورو بندیانو لپاره ماتحت عملونو ترسره کولو ته اړ ایستل شوی و. هغه زیاته کړه چې هرڅوک چې د واګنر سره یوځای کیږي، ځان د پریګوزین په کچه کې اچوي یا حتی په انډرورلډ کې د هغه څخه په ټیټه رتبه کې راځي.

د هغه ادعاوې په خپلواکه توګه نشي تایید کیدی.

اریستوویچ وویل "اوس په روسیه کې 'سخت خلک' لکه [د ملي ګارد قوماندان ویکتور] زولوتوف او [د چیچنیا مشر رمضان] کادیروف به حیران وي: موږ څنګه کولی شو د هغه په ​​​​څیر د یو چا سره کار وکړو؟ پریګوزین یو زهرجن شخصیت جوړیږي، او د هغه PMC ستونزې لري".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500