جرم او انصاف

د واګنر ګروپ د "نړېوال مجرمانو" په توګه نومول په کرملین نور فشار زیاتوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په اوکراین کې د واګنر ګروپ اجیر عسکر په یو عکس کې چې د جنورۍ په ۱۷مه پوسټ شوی. [واګنر]

په اوکراین کې د واګنر ګروپ اجیر عسکر په یو عکس کې چې د جنورۍ په ۱۷مه پوسټ شوی. [واګنر]

واشنګټن --​​د روسیې واګنر ګروپ​د تېر کال په اوږدو کې د خصوصي اجیرانو له یوې بدنامې ډلې څخه تر یو "نړېوال جرمي سازمان" پورې د شهرت په لور وده کړې ده، چې په اوکراين کې د جګړې لپاره د بنديانو استخدام کوي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۲۰ مه) وویل، د​یوګیني پریګوزین​​، چې د صدر ولاديمير پوتين نږدی همکار دی، تر کنټرول لاندې دغه ګروپ په اوکراین کې شاوخوا ۵۰۰۰۰ جنګیالي لري.

هغه وویل چې شاوخوا ٪۸۰ یې له زندانونو څخه استخدام شوي دي. هغه اعلان وکړو چې متحده ایالات واګنر ګروپ د يو "نړېوال جرمي سازمان" په توګه نومولی دی.

کربي وویل چې دا د ایټالوي مافیا ډلو او جاپاني او روسیې منظم جرمونو سره په ليست کې اچوي.

په بوچا کې د تېر اپرېل په میاشت کې وروسته له هغې لاشونه راویستل شوي کله چې روسي ځواکونو، د واګنر ګروپ د اجیرانو سره یوځای، په سیمه کې له تښتېدو څخه مخکې یو لړ جنګي جرمونه ترسره کړل. [د اوکراین لوی څارنواله ایرینا ویندیکتووا/فېسبوک]

په بوچا کې د تېر اپرېل په میاشت کې وروسته له هغې لاشونه راویستل شوي کله چې روسي ځواکونو، د واګنر ګروپ د اجیرانو سره یوځای، په سیمه کې له تښتېدو څخه مخکې یو لړ جنګي جرمونه ترسره کړل. [د اوکراین لوی څارنواله ایرینا ویندیکتووا/فېسبوک]

د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوزین (ښي اړخ ته) د جنورۍ په ۱۴مه د اوکراین سولیدار ښارګوټي ته نږدې د اجیر قوماندان سره. [واګنر]

د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوزین (ښي اړخ ته) د جنورۍ په ۱۴مه د اوکراین سولیدار ښارګوټي ته نږدې د اجیر قوماندان سره. [واګنر]

هغه وویل، د متحده ایالاتو د خزانې نومول به د دې ډلې په پراخه نړېواله شبکه باندې د بندیزونو پراخه پلي کولو ته اجازه ورکړي، چې پکې د اجیر ګروپ عملیات او همدارنګه په افریقا او نورو ځایونو کې کاروبارونه شامل دي.

اوکرایني چارواکي وايي، واګنر ګروپ د پیسو او بخښنې په ژمنو سره د روسیې په زندانونو کې په زرګونو کسان د جګړې لپاره استخدام کړي دي.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، په اوکراین کې له سترو زیانونو وروسته، واګنر ګروپ -- ​د جنسي تېري کوونکو او وژونکو مجرمانو په ګډون​-- د مرکزي افریقا جمهوریت (CAR) څخه استخداموي.

روسیه، شمالي کوریا او ایران

د جمعې په ورځ د متحده ایالاتو د بندیزونو په اعلانولو سره، کربي د متحده ایالاتو استخباراتو عکسونه وښودل چې شمالي کوریا د اوکراین د عملیاتو لپاره واګنر ګروپ ته وسلې ورکوي، او یادونه یې وکړه چې دا ډله د روسیې د رسمي پوځ سره سیالي لري.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت ویاند وویل، عکسونه چې د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه اخېستل شوي، د روسیې اور ګاډي ښیي چې شمالي کوریا ته ننوځي، د راکټونو او توغندیو بار ترلاسه کوي او بېرته روسیې ته ورځي.

کربي وويل، واګنر ګروپ "یو جرمي سازمان دی چې ​​په پراخه کچه ظلمونه او د بشري حقونو سرغړونه کوي."​​هغه ژمنه وکړه چې د هغو کسانو د پیژندلو، له منځه وړلو، افشا کولو او په نښه کولو لپاره به په دوامداره توګه کار وکړي" کوم چې ورسره مرسته کوي.

کربي وویل، له شمالي کوریا څخه د وسلو لیږد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو څخه مستقیمه سرغړونه ده.

هغه د نومبر په میاشت کې وویل، ماسکو له شمالي کوریا او ایران څخه وسلې غوښتې دي ځکه چې نړېوالو بندیزونو د هغې دا توان محدود کړی چې د خپلو وسلو ګودامونه بېرته ډک کړي.

هغه د نومبر په ۲ مه وویل، شمالي کوریا "په پټه په اوکراین کې د روسیې جګړې ته د پام وړ شمېر د توپخانې ګولۍ ورکوي، پداسې حال کې چې د وسلو د لیږد اصلي ځای پټ ساتي."

متحده ایالاتو د نومبر په ۱۵مه په واګنر ګروپ، د نورو روسي او ایراني ادارو او اشخاصو سره، د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ له امله نوي بندیزونه ولګول.

د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې په دې کې روسیې ته د تهران د بې پیلوټه الوتکو لېږد هم شامل دی، چې د ملکي بنسټونو او ښارونو د بریدونو لپاره یې کاروي.

روسي ځواکونو د اکتوبر په میاشت کې د توغندیو او شاهد-۱۳۶ ډرونونو په کارولو سره د اوکراین په ملکي او مهمو بنسټونو بریدونه پېل کړل. شاهد-۱۳۶ د ايران لخوا جوړ شوي ډرونونه دي چې د ګيران-۲ (ګيرانيم-۲) په نوم بېرته نومول شوي دي.

د کرملین او واګنر ترمنځ شخړه

کربي وویل، داسې شواهد شته چې په اوکراین کې واګنر ګروپ په نسبي بریا باندې د پریګوزین باور په کرملین کې کړکیچ رامینځته کړی دی.

هغه وویل، "واګنر د روسیې د پوځ او نورو روسي وزارتونو لپاره د سیال ځواک په مرکز بدلیږي.

"پریګوزین هڅه کوي چې په اوکراین کې خپلې ګټې پرمخ بوځي او واګنر په لویه کچه پوځي پریکړې کوي چې زياتره په هغه څه پربنسټ دي چې دوی به يې د پریګوزین لپاره د مثبت تبلیغاتو په اساس رامینځته کوي."

پریګوزین د ختیځ اوکراین د باخموت ښار په لور د روسیې د پرمختګ ادعا کړې، چې پکې د تېرې هفتې د ګاونډي سولیدار نیول شامل دي.

خو په کرملین کې د نورو چارواکو سره د هغه خپلمنځي جګړه هغه ته زیان رسولی شي.

د متحده ایالاتو د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ په وینا، پوتین په لوړه کچه د واک په حلقو کې د پریګوزین له سیالانو سره "په زیاتیدونکي توګه ملاتړ کوي."

د پنجشنبې په راپور کې، د عامه پالیسۍ څېړنېز سازمان یادونه وکړه چې پوتین په مستقیم ډول د باخموت سیمې بریالیتوبونه واګنر ته نه دي منسوب کړي.

دغه انسټيټوټ وويل، "پوتین احتمالاً هڅه کوي چې د بیا راڅرګندېدو مسلکي روسي پوځي او د روسیې حکومتي چارواکو په ګټه د پریګوزین شهرت کم کړي."

کرملین په اوکراین کې د جګړې په ډګر کې د ګټلو ادعاوو وروسته د روسیې د پوځ او واګنر ډلې ترمنځ کړکېچ رد کړی دی.

نړېوال مفرور

۶۱ کلن پریګوزین د روسیې د صدر لپاره د کار کولو له امله د "پوتین د شیف" په نوم پیژندل شوی، چې د کلونو راهیسې د متحده ایالاتو تر نظر لاندی دی.

د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي اداره (اېف بي آی) د پریګوزین د نیولو د معلوماتو لپاره تر ۲۵۰۰۰۰ ډالرو پورې د انعام وړاندیز کړی.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په ۲۰۱۸ کال کې پریګوزین دوه کاله مخکې د انټرنېټ څېړنې ادارې (آی آر ای) او کانکورډ مدیریت او مشاورتي شرکتونو، چې د هغه ملکيت دی، لخوا د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخه لاسوهنې په تور تورن کړو.

واشنګټن په ۲۰۲۰ کال کې په پریګوزین یو ځل بیا بندیزونه ولګول او ویې ویل چې آی آر ای په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې تر شا وه.

آی آر ای هم په دې تورن ده چې د نورو هېوادونو، د بريتانيا، جرمني او فرانس په ګډون، د ټاکنو او ټولپښتنو په جريان کې یې ګډوډونکي پروپيګندې خپره کړه.

اروپایي اتحادیې په ۲۰۲۰ کال کې په پریګوزین د واګنر ګروپ لپاره د خپل ملاتړ له لارې د لیبیا د بې ثباته کولو له کبله بنديزونه ولګول.

د کلونو راهیسې پریګوزین پټ پاتې شوی دی. خو دا حالات د سپتمبر په میاشت کې بدل شول، کله چې هغه په پای کې ومنله چې هغه په ۲۰۱۴ کال کې واګنر ګروپ جوړ کړی و او خپل جنګیالي يې "د خپل مورني هېواد د ساتونکو" په نامه یاد کړل.

په نومبر کې هغه په ټاکنو کې د لاسوهنې اعتراف وکړو.

پریګوزین په یو بیان کې، د هغه د ټیم له قوله، وویل، "ښاغلو، موږ مداخله کړې، موږ مداخله کوو او موږ به مداخله وکړو."

هغه وويل، "په احتیاط سره، په دقت سره، په مناسب ډول په خپله طريقه، هغه طریقه چې موږ يې پيژنو."

ډېرو شنونکو دغه د پام وړ اعلان د يو ثبوت په توګه بيان کړو چې پریګوزین په روسیه کې د احتمالي سیاسي رول په لټه کې دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500