جرم او انصاف

روسان د خپل ژوند په اړه ویره لري ځکه چې پوتین جنسي تیري کونکي او قاتلان خوشې کوي

د اولها چیپل لخوا

د واګنر اجیر عسکر د دسمبر په مياشت کې په اوکراین کې عکس اخلي. [واګنر]

د واګنر اجیر عسکر د دسمبر په مياشت کې په اوکراین کې عکس اخلي. [واګنر]

کييف -- روسان د تاوتریخوالي د تکراري مجرمانو د وروستي بخښنې له امله اندیښمن دي چې په اوکراین کې د جګړې لپاره د واګنر ګروپ د اجیر پوځ لخوا استخدام شوي.

د لیننګراد صوبې په یو کلي کې، اوسیدونکو یوه عریضه لاسلیک کړې چې د بې کنټروله تکراري مجرمانو او واګنر جنګیاليو څخه د خوندیتوب غوښتنه کوي چې په اوکراین کې له جګړې څخه کور ته راستانه شوي.

په بل کلي کې، اوسیدونکي د یو سړي څخه ویره لري چې خپله نيا یې په څټکي سره وهلې وه خو اوس ورته په ډونباس کې له جګړې وروسته کور ته د تلو اجازه ورکړل شوې ده.

'پولیس باید له تاسو سره په درناوي چلند وکړي'

د جګړې په ډګر کې د زیاتو زیانونو سره،​​واګنر پدې اوړي کې د روسیې له زندانونو څخه د جنګیالیو استخدام پېل کړو،​​مخکې له دې چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د ۳۰۰۰۰۰ زړو سرتېرو د "جزوي خوځښت" امر وکړو.

په بوچا کې د تېر اپرېل په میاشت کې وروسته له هغې لاشونه ایستل شوي کله چې روسي ځواکونو، د واګنر ګروپ اجیرانو سره یوځای، په سیمه کې له تښتېدو څخه مخکې یو لړ جنګي جرمونه ترسره کړل. [د اوکراین لوی څارنواله ایرینا ویندیکتووا/فېسبوک]

په بوچا کې د تېر اپرېل په میاشت کې وروسته له هغې لاشونه ایستل شوي کله چې روسي ځواکونو، د واګنر ګروپ اجیرانو سره یوځای، په سیمه کې له تښتېدو څخه مخکې یو لړ جنګي جرمونه ترسره کړل. [د اوکراین لوی څارنواله ایرینا ویندیکتووا/فېسبوک]

افشا شوې ویډیو، چې د سپتمبر په ۱۶مه د بي بي سي لخوا په یوه راپور کې تایید شوې، د واګنر مشر یوګیني پریګوزین وښودلو چې د مرکزي روسیې په یو زندان کې له بندیانو سره ژمنه کوي، "که تاسو شپږ میاشتې خدمت وکړئ، نو تاسو به آزاد شئ."

اوس، د واګنر لخوا ګمارل شوي لومړني ۲۰ بندیان په اوکراین کې خپل وخت تېر کړی او بېرته کور ته ستنیږي.

د روسیې خبري اژانس ريا نووستي د جنورۍ په ۵مه یوه ویډیو خپره کړه چې پریګوزین پکې د "خپلو قراردادونو د بشپړولو" لپاره د جنګیالیو ستاینه کوي.

هغه مجرمانو ته مخکې له دې چې خوشې شي ځینې "وروستي لارښوونې" هم کوي.

پریګوزین په ویډیو کې وايي، چې ريا نووستي په خپل رسمي ټیلیګرام چینل کې پوسټ کړی و، "موږ شراب نه څښو، مخدره توکي نه کاروو او یا پر ښځو جنسي تیري نه کوو! پولیس باید تاسو سره په درناوي چلند وکړي."

ایوا مرکاچیوا، چې د مدني ټولنې او بشري حقونو لپاره د روسیې د ولسمشرۍ شورا غړې ده، وویل، د بندیانو د بخښنې سندونه هغه مهال لاسلېک شول کله چې واګنر دوی د جولای په میاشت کې استخدام کړل.

هغې د جنورۍ په پېل کې ريا نووستي ته وویل، "زه پخپله فرمانونه نه لرم، خو ما د هغو کسانو له خپلوانو سره خبرې کړې دي چې لومړی خوشې شوي وو." "هغوی ټول وايي چې دوی د جولای په ۵مه لاسلېک شوي اسناد لري، او په پایله کې یې [بندیان] په هغه ورځ یا بله ورځ را وایستل."

د متحده ایالاتو د ملي امنیت ویاند جان کربي تېره جمعه (د جنورۍ په ۲۰مه) وویل، واګنر په اوکراین کې شاوخوا ۵۰۰۰۰ جنګیالي لري، چې نږدې ٪۸۰ یې له زندانونو څخه استخدام شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرائس د جنورۍ په ۹مه په روسیه کې د پریګوزین د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، "دا یقیناً د مایوسۍ خبره ده."

پرائس وویل، "او که تاسو د دې ډېرو جنګیالیو تیر وخت وګورئ، دا لوړ روزل شوي سرتېري نه دي، دا مجرمان دي." "په ډېرو قضیو کې دا هغه کسان دي چې د سختو او د تشدد په جرمونو -- قتل، جنسي تیري -- په تور تورن شوي او محکوم شوي دي چې اوس په اوکراین کې جګړه کوي ځکه چې له دوی سره د بخښنې یا نرمۍ ژمنه شوې ده."

هغه وویل، "دا پخپله د نفرت وړ کار دی. د بشري حقونو ډلو دا کار د غیر قانوني کار په توګه غندلی دی. موږ دا خبره په ډاګه کړې چې دا د مايوسۍ خبره ده." "دا به د جګړې وروستۍ څپه بدله نه کړي."

روسان 'د خپل ژوند په اړه ویره' لري

روسان پخپله د هغو مجرمانو د بېرته راستنیدو له فکر څخه خوشحاله نه دي چې په اوکراین کې له جګړې وروسته معاف شوي دي.

د روس سیدیاشچایا (روسیه د سلاخونو شاته) ډايريکټرې او بنسټ ایښودونکې اولګا رومانووا وویل، "شل تنه بېرته کور ته راستانه شوي دي." ياده اداره د روسیې یوه موسسه ده چې د بندیانو او د هغوی د کورنیو د حقونو دفاع کوي.

هغې کاروانسرای ته وویل، "له دوی څخه یو یې د لیننګراد صوبې ته راغې او د کلي اوسیدونکو یوه عريضه لاسلیک کړه. خو دوی نه پوهیږي چې چا ته یې واستوي، نو دوی خبریالانو ته واستوله."

هغې وویل، "دوی په دغه [عریضه کې] وايي چې دې مجرم په تېرو وختونو کې په ټول کلي کې ويره رامنځته کړه او څو ځله زندان ته تللی دی. د ټولو بيانونو له مخې، هغه په بشپړه توګه بې کنټروله دی او لویې ذهني ستونزې لري."

رومانووا وویل، "هلته یو بل سړی دی چې خپله نيا یې وژلې وه، چې د دویمې نړیوالې جګړې تجربه کار سرتيری دی." "هغه بوډۍ ښځه په ګراج کې په څټکي سره ووهله. اوس، پرته له دې چې خپله سزا يې پای ته رسولی وای، هغه بېرته راروان دی."

هغې وویل، "البته ګاونډیان د هغه په څېر له نارینه وو څخه ویره لري. روسان د جرم د بېرته راستنیدو تمه نلري."

رومانووا زیاته کړه، هغه سړي چې بخښل شوي یوازې په پېرول خوشي کيږي ځکه چې هر سړی چې خوشی کیږي باید د واګنر سره نوی تړون لاسلیک کړي. که دوی نوی تړون لاسلېک نه کړي، نو دوی نه خوشې کیږي.

هغې وویل، "هغوی ټولو ته فلیپ تلیفونونه ورکړل شوي دي." "دا یو تلیفون دی چې یوه اړیکه لري، او دا په بله لاره نشي کارول کيدی. له ۴۵ ورځو وروسته، دوی زنګ ترلاسه کوي او دوی باید بېرته لومړۍ کړښې ته لاړ شي."

هغې وویل، "خو اوس له دوی سره ژمنه کیږي چې دوی به د پخوا په څېر په لومړۍ کرښه کې نه وي، بلکې د تخریب او جاسوسۍ په ډلو کې به وي."

'ګډوډي'

شنونکي وايي، ډېر احتمال شته چې خوشې شوي بندیان بیا جرمونه وکړي.

پولینا کوستیلووا، چې ټولنیزه فعاله او په سینټ پیټرز بورګ کې د ګولوس (غږ) غورځنګ کوآرډينېټره ده، وويل، "په روسیه کې د بندیانو ګڼ شمېر شتون لري: د ۱۴۰ ملیونه نفوس څخه نږدې یو نیم ملیونه خلک په زندان کې دي."

هغې وویل، "او کله چې د دوی جرم معاف کیږي یا کله چې دوی خپله سزا پای ته ورسوي، نو دوی په روسیه کې په ټولنه کې په سمه توګه نه معرفي کیږي." "دا تل یوه لویه ستونزه ده. له همدې امله ډېر [جنايتکاران] تکراري جرمونه کوي."

هغې وویل، "اوس چې څه پیښیږي ګډوډي ده." "کله چې پريګوزین زندانونو ته تلو، نو هرڅوک پوهه و چې دا غیرقانوني کار دی، خو په دې اړه څه کول ناممکن و. ځینې وختونه وکیلان نشي کولی د بندیانو لیدو ته ورشي، یا خپلوان یې نشي کولی، خو دلته یو ناوړه سړی د هېڅ رسمي ظرفیت یا هېڅ شي پرته راځي."

کوستیلووا وویل، "کله چې تاسو دا ټول څه وګورئ، نو تاسو احساس کوئ چې قانوني چوکاټ غیر فعال دی." "تاسو په بشپړ ډول بې معنی اوسیدونکی يئ. پریګوزین هغه کس دی چې واک لري -- هغه هر د تصور وړ ځواک لري -- په داسې حال کې چې تاسو هېڅ حق نه لرئ. دا یوه دردونکې تجربه ده."

په کییف کې د یونایټیډ اوکراین د څېړنيزې موسسې سیاسي شنونکي ایهور پیټرینکو وویل، د روسانو د "بخښلو" عمل د پریګوزین لپاره د عامه اړیکو یو لوی کار دی.

هغه وویل، "په اوکراین کې د روسیې د تلفاتو د پام وړ شمېر ته په پام سره، د پریګوزین او د هغه د ملګرو لپاره حالات خورا ستونزمن کيږي چې د بندیانو په ګډون سړي جنګ ته وهڅوي." "پریګوزین یوې قضیې ته اړتیا لرله چې هغه يې وښيي او ووایي، وګورئ، موږ ژمنه کړې او پوره کړې مو ده!"

هغه وویل، پوتین له بخښنې څخه ډېره ګټه پورته کوي.

پیټرینکو وویل، "پوتین لویدیځ ته وايي، وګوره، داسې خلک شتون لري چې حتی زما په پرتله ډېر غیر منطقي دي -- د پریګوزین په څېر، چې واقعي زیانمن شوي دي. تصور وکړئ چې دوی به څه وکړي که دوی اټومي کوډونه ترلاسه کړي. دا به ډېر بد وي."

"نو د پوتین لپاره، پریګوزین او د هغه ټولې کړنې یو ویرونکی تاکتیک دی، چې د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره د هغه يوه روښانه لار ده."

ټول هرڅه په پام کې له نيولو سره، پیټرینکو زیاته کړه چې "دا حقیقت چې دا تکراري مجرمان کور ته ځي د روسیې لپاره به خورا خطرناک وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500