بشري حقونه

روسي پوځیان چې غواړي تسلیم شي په ډله ایز ډول له اوکراین څخه مرسته غواړي

د اولها چیپل لخوا

د اوکراین محتسب ډیمیټرو لوبینیتس وویل، د تسلیم شویو روسي سرتېرو لپاره د اوکراین په یو کېمپ کې یوه کمره له بسترونو څخه ډکه ده. د مارچ په ۲۸مه په کېمپ کې د څارنې ماموریت د بندیانو سره د چلند لپاره د نړېوالو معیارونو سره موافقت تایید کړو. [د ډيمیټرو لوبینیټس د ټیلیګرام چېنل]

د اوکراین محتسب ډیمیټرو لوبینیتس وویل، د تسلیم شویو روسي سرتېرو لپاره د اوکراین په یو کېمپ کې یوه کمره له بسترونو څخه ډکه ده. د مارچ په ۲۸مه په کېمپ کې د څارنې ماموریت د بندیانو سره د چلند لپاره د نړېوالو معیارونو سره موافقت تایید کړو. [د ډيمیټرو لوبینیټس د ټیلیګرام چېنل]

کييف -- اوکرایني چارواکو وویل چې یوې ویب پاڼه چې د هغه روسي سرتېرو لپاره جوړه شوې ده چې غواړي تسلیم شي په تېرو اوو میاشتو کې له ۱۵ ملیونه څخه ډېر لیدونکي راجلب کړي دي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین برید وکړو ​خو ثابته شوه چې خپل ډېر کوچني ګاونډي ته د ماتې ورکولو توان نلري​.

د سازمان کارمندانو کاروانسرای ته وویل، د "زه غواړم ژوند وکړم" ویب پاڼه، چې د اوکراین د جګړې د بندیانو سره د چلند لپاره د همغږۍ د مرکزي دفتر (KShVOV) لخوا څارل کیږي، د خپل پېل راهیسې ډېر ټرافیک راجلب کړی دی.

شنونکي وايي، احتمال شته چې دا رجحان به دوام ومومي، لکه څنګه چې ډېر روسان چې د جګړې ډګر ته لیږل کیږي په خپله خوښه تسليميدل خپله غوره انتخاب ګڼي.

د اوکراین محتسب ډيمیټرو لوبینیتس د مارچ په ۲۸مه د روسیې د جګړې د بنديانو لپاره په یو کېمپ کې د څارنې ماموریت ترسره کړو. [د ډيمیټرو لوبینیټس د ټیلیګرام چېنل]

د اوکراین محتسب ډيمیټرو لوبینیتس د مارچ په ۲۸مه د روسیې د جګړې د بنديانو لپاره په یو کېمپ کې د څارنې ماموریت ترسره کړو. [د ډيمیټرو لوبینیټس د ټیلیګرام چېنل]

بل انتخاب، لکه څنګه چې د باخموت په شاوخوا کې د څو میاشتو جګړو لخوا ثابت شوی دی، د مايوسۍ له کبله د "انساني څپې" په بریدونو کې مړه کيدل دي.

په عېن حال کې، د "زه غواړم ژوند وکړم" هاټ لاين په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۸۰ تلیفونونه له هغه کسانو څخه ترلاسه کوي چې په روسیه کې دننه دي یا د اوکراین په اشغال شويو سیمو کې دي چې نه غواړي د روسیې رژیم لپاره مړه شي او غواړي تسلیم شي.

د "زه غواړم ژوند وکړم" ویاند ویتالي ماتویینکو کاروانسرای ته وویل، "موږ په رسمي توګه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۱۸مه پېل وکړو، څو ورځې مخکې چې [د روسیې صدر ولادیمیر] پوتین د خوځښت د پېل اعلان وکړو."

ماتویینکو چې د KShVOV کارمند دی وویل، "له هغې شیبې راهيسې، موږ ته د تلیفونونو او پیغامونو شمېر ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو شو."

دا هاټ لاين، چې په پېل کې يې د اوکراین ملي پولیسو څارنه کوله، وروسته بیا KShVOV ته وسپارل شو.

اوس "زه غواړم ژوند وکړم" د ۲۴ ګهنټو لپاره آپریټران لري چې تليفونونه ترلاسه کوي او د ډېرو پیغام رسولو ایپونو څخه پیغامونه پروسس کوي.

ماتویینکو وویل، "موږ د مخکې نه ۱۲۰۰۰ پوښتنې ترلاسه کړي، چې پدې معنی دي چې دا هغه خلک دي چې موږ سره یې په مرکز کې د مختلفو چینلونو له لارې اړیکه نیولې او واقعي غواړي تسلیم شي."

هغه وویل، "هغوی تر اوسه تسلیم شوي نه دي، خو دوی د مخکې نه د دې کار لپاره روښانه اراده لري، ځکه چې دوی پوهیږي چې په کوم هېواد کې ژوند کوي."

'مهرباني وکړئ ما له دې ځایه وباسئ'

ماتویینکو وویل چې د فعالو سرتېرو څخه د پوښتنو سربېره، دا نوښت د ملکي خلکو څخه ډېر تلیفونونه ترلاسه کوي چې ویره لري چې دوی به ډېر ژر ځای په ځای شي.

تلیفونونه په عمده توګه د ماسکو او لیننګراد سیمو، او د چیلیابینسک، نووګورډ او اشغال شوي دونیتسک، لوهانسک او کریمیا څخه راځي.

ماتویینکو وویل، "دوی له موږ څخه د هغه حالاتو په اړه پوښتنه کوي چې بندیان په کې ساتل کیږي." هغه يادوونه وکړه چې په مرکز کې کارکوونکي کله ناکله روسانو ته دلاسه ورکوي کله چې په تلیفون باندې په ژړا شي.

هغه وويل، "يو ځل د ۳۰ يا ۳۵ کالو يو شخص تليفون وکړو." "هغه لا تر اوسه ندی ځای په ځای شوی، خو هغه وویل چې هغه پخوا خپل پوځي خدمت کړی دی او پوهیږي چې هغه به يو ورځ ځای په ځای شي.

ماتویینکو وویل، "موږ ښه پوهیږو چې په روسیه کې د ۲۰ کلونو د پروپيګنډې وروسته، د خلکو مغز په بشپړه توګه مینځل شوې، خو لاهم د هوښیارو خلکو یوه ډله شتون لري چې کولی شي انتقادي فکر وکړي."

هغه زیاته کړه، "دوی نه غواړي جګړه وکړي. دوی غواړي د ځان په بدلولو سره خپل ژوند وژغوري." "دا یو ښه بدیل دی."

د هغه خطر په احساس کولو سره چې "زه غواړم ژوند وکړم" پروګرام د روسیې پوځ ته رسوي، د روسیې سانسور راسکومناډزور په روسیه کې دغه ويب پاڼه بنده کړې ده.

او د تيښته کونکو سرتېرو د ډارولو لپاره په یو مخکینۍ اقدام کې، د روسیې سترې محکمې د مارچ په ۲۱مه پریکړه وکړه چې سرتېري کولی شي په داوطلبانه توګه د تسلیم کیدو لپاره تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا ترلاسه کړي.

د تېښته کونکو سرتېرو لپاره نغدي جایزې

په عېن حال کې، اوکراین تازه ستراتیژۍ جوړې کړې ترڅو روسي سرتېري قانع کړي چې ځانونه تسلیم کړي، چې د پام وړ تخلیقیت څرګندوي.

کنستانتین میلنیکوف، چې د جګړې یو خبریال دی چې اکثر په لومړۍ کرښه کې وي، وویل، د اوکرایین پوځ د اعلاناتو ځانګړي کمپاینونه جوړ کړي دي.

په ورته یو کمپاین کې، هغه کاروانسرای ته وویل، اوکرایني پوځیان ځانګړي پمفلټونه چاپوي، په ګوليو کې یې باروي او د ګراد راکټ لانچر په وسیله یې د روسیې تر اشغال لاندې سیمو باندې توغوي.

هغه وویل، "پامفلټونه په روسي ژبه وايي چې روسان باید په خپله خوښه تسلیم شي، او دوی د روسیې د تلفاتو په اړه د [اوکرایین] جنرالانو دقیق ارقامونه ورکوي.

هغه زیاته کړه، "دوی د تلیفون شمیرې هم لري چې دوی کولی شي تليفون پرې وکړي که دوی غواړي چې خپل ځان حاضر کړي." "د نرخ لیست هم شتون لري چې ښیي څومره پیسې ترلاسه کولی شئ که تاسو د تجهیزاتو سره تسلیم شئ."

تسلیم شوي سرتېري چې يو ټېنک وسپاري کولی شي د ۱۰۰۰۰ امريکايي ډالرو تادیه ترلاسه کړي.

شنونکي وړاندوینه کوي چې ډېر روسیان به تسليم شي، او يادونه يې وکړه چې د روسیې برعکس، اوکراین د جنیوا کنوانسیونونو تعقيب کوي کله چې د جګړې د بندیانو (POWs) د حقونو د منلو خبره وي.

'موږ نه غواړو بېرته لاړ شو'

د اوکراین محتسب ډیمیټرو لوبینیتس وویل، د مارچ په ۲۸مه د څارنې ماموریت په یو کېمپ کې چې روسي بندیان پکې ساتل شوي وو، تایید کړه چې له بندیانو سره د چلند نړېوال معیارونه پوره کیږي.

لوبینیتس او د هغه کارمندانو ياد ماموریت ترسره کړو.

لوبینیتس په خپل ټیلیګرام چېنل کې ولیکل، "موږ دا ثابته کړه چې د روسیې [د جګړې بنديان] د جګړې بنديانو سره د چلند په اړه د جنیوا کنوانسیون د غوښتنو سره سم ساتل کیږي."

هغه وویل، "د تودوخې درجه، په تاسیساتو کې حالات او ورځنی معمول د کنوانسیون ټولې اړتیاوې پوره کوي."

هغه زیاته کړه، "د [جګړي بنديان] حق لري چې د وخت په تیریدو سره د خپلو خپلوانو سره اړیکه ونیسي، او همدارنګه د کار حق لري." "دوی ته پوځي خوراک ورکړل کيږي."

د بشري حقونو او ټولنیزې فعالې تاتیانا ایوانوا کاروانسرای ته وویل، "کله چې روسان بندیان شي، دوی ویني چې د بندیانو حالات ناوړه نه دی."

ایوانوا وویل، "البته دا د ساتيرۍ یو ځای نه دی، خو هرڅه هلته منظم دي."

"یقیناً، دوی د څارنې لاندې دي؛ یقیناً، دوی په توقیف ځایونو کې دي، خو دوی د مجرمانو څخه جدا ساتل کیږي. دوی د هغو کسانو په حجرو کې نه ساتل کیږي چې جرمونه یې کړي دي."

ځینې د جګړي بنديان ژمنه کوي چې د خوشې کیدو وروسته به روسیې ته ستانه نشي.

ایوانوا وویل، "دا خلک وايي، موږ غواړو چې دلته په ساختماني ځايونو کې کار وکړو او هغه څه ترمیم کړو چې موږ ویجاړ کړي، خو موږ نه غواړو چې بېرته روسیې ته لاړ شو."

"دوی نه غواړي بېرته ستانه شي ځکه چې دوی پوهیږي چې بېرته په کور کې څه شی د دوی انتظار کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500