امنیت

د بریا لپاره د هڅو سره: روسیه په اوکراین کې د چین ملاتړ غواړي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

اوکرایني اتباع د فبرورۍ په ۲۶ مه د چیلي په سانتیاګو کې د روسیې د سفارت خانې مخې ته د اوکراین په حق کې په يو احتجاج کې برخه اخلي. [مارتین برنیټي/ای اېف پي]

اوکرایني اتباع د فبرورۍ په ۲۶ مه د چیلي په سانتیاګو کې د روسیې د سفارت خانې مخې ته د اوکراین په حق کې په يو احتجاج کې برخه اخلي. [مارتین برنیټي/ای اېف پي]

بیجینګ -- په چین باندې فشارونه زياتيږي چې په اوکراین کې د روسیې لخوا په پراخه کچه د ناوړه جګړې په اړه قوي دریځ غوره کړي، خو تر دې دمه په بیجینګ کې چارواکي زياتره "بې طرفه" پاتې شوي دي.

متحده ایالاتو او اروپا له ماسکو سره د بیجینګ د ملګرتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې او له چین څخه یې غوښتي چې په پراخه کچه د يوازې شوې روسيې سره خپلې اړيکې ختم کړي.

پر اوکراين د يرغل درې هفتې وروسته -- د ملکي تلفاتو په زياتېدو سره او د روسيې له خوا د منع شويو کيمياوي وسلو د کارولو او د جنګي جرمونو د ترسره کولو په تورونو سره -- بيجينګ له کرملين سره د خپلو اړيکو د پرې کولو لږې نښې ښودلې دي.

وروسته له هغه چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۴مه پر ګاونډي اوکراین برید وکړو، واشنګټن د بندیزونو په واسطه د روسیې اقتصاد په ټپه ودرولو او دغه هېواد یې د پیسو له نړیوال سیستم څخه وویستلو.

ژغورونکي د مارچ په ۱۶مه په هارکیف کې د یوې ودانۍ څخه ملبه لرې کوي، پداسې حال کې چې په اوکرين باندې د روسیې یرغل دوام لري. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

ژغورونکي د مارچ په ۱۶مه په هارکیف کې د یوې ودانۍ څخه ملبه لرې کوي، پداسې حال کې چې په اوکرين باندې د روسیې یرغل دوام لري. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

یو اور وژونکی د اپارتمان په ودانۍ کې د زیان معاینه کوي چې د مارچ په ۱۷مه په کیف کې د راغوزار شوي راکټ په ملبې سره په نښه شوی و. [فادل سينا/ای اېف پي]

یو اور وژونکی د اپارتمان په ودانۍ کې د زیان معاینه کوي چې د مارچ په ۱۷مه په کیف کې د راغوزار شوي راکټ په ملبې سره په نښه شوی و. [فادل سينا/ای اېف پي]

انزوا شوې، مخ په کمېدو پیسې او د اسعارو په پراخه کچه زوال سره، روسیې د خپلو یو څو پاتې متحدینو -- چین -- سره د ملګرتیا لپاره هڅه کړې ده.

امریکايي چارواکو وويل، روسیې تېره هفته له چین څخه د اقتصادي او پوځي مرستو غوښتنه وکړه.

چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته وويل، دا په اوکراین کې د جګړې لپاره د پوځي تجهیزاتو او ملاتړ په لټه کې دی.

یو چارواکي وویل، دې د متحده ايالاتو، اروپا او ځینو آسیایي حکومتونو لخوا د پراخو بندیزونو په وړاندې د مبارزې لپاره د اضافي اقتصادي مرستې غوښتنه هم وکړه.

دغه ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۳مه) راپور ورکړو چې چارواکو د ماسکو د غوښتنو یا د بیجینګ لخوا د څه ځواب په اړه د اضافي توضیحاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه ترڅو د استخباراتو سرچینه پټه وساتي.

دا رپورونه څو ساعته وروسته له هغه راپورته شول کله چې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړو که چېرې له ماسکو سره د بندیزونو په لرې کولو کې مرسته وکړي بیجینګ به له سختو "نتيجو" سره مخ شي.

بیجینګ د راپورونو په اړه په مستقیمه توګه د ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه، او پر ځای یې واشنګټن تورن کړو چې د اوکراین په جګړه کې د چین د رول په اړه په ناوړه توګه "غلط معلومات" خپروي.

د چین خپلې ګټې

د جګړې له پېل راهیسې، چین د پوتین د کړنو د غندلو څخه انکار کړی -- یا حتی دا برید یې د "جګړې" په توګه بیان کړي.

پرځای یې، لکه څنګه چې تېره هفته بیجینګ د دواړو ترمنځ ملګرتیا "خورا ټينګه" وبلله.

په خپله عامه سفارتکارۍ کې، بیجینګ هڅه کړې چې ځان د یو بې طرفه لوبغاړي په توګه څرګند کړي، چې د سولې د خبرو اترو غوښتنه کوي او ناټو د اوکراین سره د پوځي مرستې لپاره غندي.

خو د متحده ایالاتو رسنیو راپورونه، د استخباراتي معلوماتو په حواله، وړاندیز کوي چې بیجینګ ممکن چمتو وي چې د روسیې اقتصاد د ناکامۍ له کندې څخه وباسي او حتی په اوکراین کې د خپلو جنګیدونکو سرتیرو لپاره د وسلو او لوژیستیکي ملاتړ لپاره د ماسکو غوښتنې پوره کړي.

شنونکي وايي چې د چین د صدر شي جین پینګ ننګونه دا ده چې د پوتین د کړنو له امله په نړېوال نظم کې د ناڅاپه ګډوډۍ له لارې یوه لاره غوره کړي -- او ډاډ ترلاسه کړي چې چین د متحده ایالاتو څخه مخکې لاړ شي.

ماسکو خپل د انرژۍ وږی ګاونډي د ارزانو تېلو او ګيس امکاناتو ته هڅوي، پداسې حال کې چې لویدیځ ژمنه کوي چې د روسیې هایدروکاربن څخه خپل ځان خلاص کړي.

د ماسکو د کارنیګي په مرکز کې سينير فېلو الکساندر ګابیوف وویل، "چین د خپلو ګټو لپاره په دې کې ښکېل دی." "یوه کمزوری روسیه شاید هغه روسیه وي چېرې چې تاسو کولی شئ ډېر څه وکړئ چې ستاسو د ګټو لپاره غوره وي، ځکه چې تاسو ډېر نفوذ لرئ."

خو د شي او پوتين ترمنځ د زړه پورې اړیکو سربېره، دواړه هېوادونه د بې باورۍ اوږد تاریخ لري.

ګابویف وویل، "د چین دریځ دومره د روسیې پلوه نه دی لکه څومره چې د متحده آيالاتو پر ضد دی."

د استرالیا په سیډني کې په نیو ساوت وېلز يونيورسټۍ کې د سیاست او نړېوالو اړېکو سينير ليکچرار الکساندر کورولوف وپوښتل، "چین به ولې حتی په دې فکر وکړي چې د روسیې ملاتړ ونه کړي، یا تر دې هم بدتر، له روسیې سره به خپل اتحاد ولې کمزوری کړي؟"

"زه فکر کوم چې چین امکان نلري چې خپل دریځ بدل کړي، او دا به په نړېواله کچه جغرافيايي او سياسي ژور وېش په ګوته کړي."

'د چین لپاره ښه خبره نه ده'

د چین د سفارتکارانو د مبهم نظرونو څېړنه کيږي ترڅو د هېواد د راتلونکو اقداماتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د سه شنبې په ورځ، دولتي رسنیو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي یو پیغام خپور کړو چې پکې ویل شوي، "چین د کړکیچ یو اړخ نه دی، اوس هم لږ غواړي چې د بندیزونو څخه اغیزمن شي."

لا مخکې نه په نړۍ کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي - په ځانګړي توګه د غنمو او جوارو، چې د روسیې او اوکراین څخه د چین سيمې ته ځي.

په متحده ایالاتو کې د چین سفیر کین ګانګ د سه شنبې په ورځ د واشنګټن پوسټ په یوه نظر پوښتنه کې د اوکراین په اړه د بیجینګ دریځ په اړه "د هر ډول غلط فهمۍ او افواهګانو په بشپړه توګه د توضیح کولو او لرې کولو" هڅه وکړه.

هغه وليکل، "د انصاف د پياوړي اتل په توګه، چين د مسئلې د ګټو پر بنسټ خپل دريځ غوره کوي."

د اوکراين په اړه د چين دريځ غير جانبداره او بې طرفه دی: د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول بايد په بشپړه توګه تعقيب شي، د اوکراين په ګډون د ټولو هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وشي، د ټولو هېوادونو مشروع امنيتي انديښنې بايد په جدي توګه په پام کې ونيول شي؛ او د ټولو هڅو چې د کړکیچ د سوله ایز حل لپاره ګټورې دي باید ملاتړ وشي."

هغه وویل، "د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړه د چین لپاره ښه نه ده."

خو د پوتین د غیر عادلانه جګړې د غندلو پر ځای، کین له واشنګټن څخه وغوښتل "چې په هیڅ ډول 'د تایوان د خپلواکۍ ' لپاره د بېلتونپالنې ملاتړ ونه کړي."

هغه وویل، په اوکراین باندې د روسیې یرغل د تایوان په اړه د چین د دریځ سره تړل "یوه تېروتنه" ده.

"اوکراين يو خپلواک دولت دی، په داسې حال کې چې تايوان د چين د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده."

جمهوري تایوان د اوکراین وضعیت له نږدې څاري ځکه چې بیجینګ په دغه ټاپو باندې د حاکمیت ادعا کوي او ژمنه يې کړې چې یوه ورځ به یې ونیسي -- که اړتیا وي په زور سره.

بیجینګ په تایوان باندې له هغه وخت راهيسې پوځي، سفارتي او اقتصادي فشارونه زیات کړي دي کله چې د تايوان صدر سای اينګ وين په ۲۰۱۶ کال کې واک ترلاسه کړو، ځکه چې هغه په ټاپو باندې د چین ادعا ردوي. هغه په کال ۲۰۲۰ کې یو ځل بیا وټاکل شوه.

پوتین د يرغل لپاره د حکم ورکولو څخه يو څو ورځې مخکې وويل چې اوکراین "د روسیې لخوا جوړ شوی هېواد دی" او دا غلطه خبره ده چې شوروي اتحاد مات شي او اجازه ورکړي چې اوکراین او نور شوروي جمهوریتونه پخپله خپله لاره غوره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500