ديپلوماسي

چین د اوکراین په شخړه کې د 'بې طرفه' منځګړي په توګه د ځان د انځورولو له امله له نیوکو سره مخ دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د روسيې صدر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲۲مه په ماسکو کې د چين د بهرنيو چارو د مرکزي کمېسيون د دفتر له ډايريکټر وانګ يي (ګس اړخ ته) سره ګوري. [انتون نوودیرزکین/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسيې صدر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲۲مه په ماسکو کې د چين د بهرنيو چارو د مرکزي کمېسيون د دفتر له ډايريکټر وانګ يي (ګس اړخ ته) سره ګوري. [انتون نوودیرزکین/سپوتنیک/ای اېف پي]

بیجینګ -- په اوکراین د روسیې د یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت، چین د جګړې په اړه د یوې نوې دریځ پاڼې په خپرولو سره د خبرو اترو هڅه کړې او ځان یې د یو "بې طرفه" منځګړي په توګه وړاندی کړی چې د جګړې د پای ته رسولو وړتیا لري.

د چین د ۱۲ نقطو سند، چې د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۴مه) خپور شو، زياتره د شخړې په اړه د بیجینګ موجوده دریځ په ګوته کوي، پداسې حال کې چې د کرملین پلوه هېواد د یو بې طرفه ګوند په توګه ښکاره کوي او له دواړو خواوو څخه غواړي چې د سولې خبرو اترو ته داخل شي.

د یرغل له کلیزې سره په مطابقت کې، ياد سند له ټولو خواوو څخه غوښتنه کوي چې "د روسیې او اوکراین سره په ورته لار کې د کار کولو لپاره مرسته وکړي او ژر تر ژره مستقیمې خبرې اترې بیا پېل کړي".

دا خپل مخالفت نه یوازې د اټومي وسلو په استعمالولو سره بلکې د دوی د ځای پرځای کولو له ګواښ سره هم روښانه کوي، وروسته له هغې کله چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ګواښ وکړو چې په شخړه کې به د ماسکو اټومي وسلې استعمال کړي.

لیدونکي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۲۸مه د چین په ژو های ښار کې د چین په ۱۳م نړېوال هوايي چلند او فضايي نندارتون کې د چینايي هوايي ځواک WZ-7 ډرون مخې ته عکسونه اخلي. ډیر سپیګل پدې هفته کې راپور ورکړو چې چین د روسیې سره د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو لپاره خبرې اترې کوي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

لیدونکي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۲۸مه د چین په ژو های ښار کې د چین په ۱۳م نړېوال هوايي چلند او فضايي نندارتون کې د چینايي هوايي ځواک WZ-7 ډرون مخې ته عکسونه اخلي. ډیر سپیګل پدې هفته کې راپور ورکړو چې چین د روسیې سره د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو لپاره خبرې اترې کوي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

د سند لومړی ټکی دا دی چې "د ټولو هېوادونو حاکمیت، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا باید په مؤثره توګه وساتل شي".

خو چین په پرله پسې ډول د دې خبرې څخه انکار کړی چې څنګه دا د اوکراین د جګړې سره تړاو لري، چې دا وضعيت هغه وخت رامنځته شو کله چې د ماسکو ځواکونو په خپل ګاونډي برید وکړو.

د متحده ایالاتو د صدر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل چې د دې مقالې په اړه د هغه لومړی عکس العمل دا و چې "دا ممکن په لومړي ټکي کې ودریږي".

هغه وویل، "اوکراين پر روسيې بريد نه کولو. ناټو پر روسیې برید نه کولو. متحده ایالاتو په روسیې برید نه کولو."

هغه سي اېن اېن ته وویل چې جګړه "سبا پای ته رسیدلی شي که چېرې روسیه په اوکراین برید ودروي او خپل ځواکونه وباسي."

'بې طرفي' تعریف کړئ

په داسې حال کې چې چین د اوکراین د "بشپړ حاکمیت" د دفاع خبره کوي، دا په خپل ګاونډي باندې د روسیې د برید، د روسیې د تکراري پروپيګنډې او د جګړې په اړه د ناسمو معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلې ده، او د لویدیځ د اقتصادي بندیزونو یې په کلکه مخالفت وکړو چې موخه یې د کرملین د جنګي عملیاتو تمويل کولو وړتیا محدودول دي.

متحده ایالاتو او نورو اوکرایني متحدینو د بیجینګ د بې طرفۍ د ادعا په اړه پوښتنې رامنځته کړي، پداسې حال کې چې روسیې او چین د برید څخه څو هفتې مخکې وويل چې د دوی ملګرتيا "هېڅ حد" نلري.

د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ د جمعې په ورځ د استونیا په تالین کې خبریالانو ته وویل، "د چین له خوا د وړاندې شویو وړاندیزونو او ټکو ته په کتو سره، لومړی: چین دومره اعتبار نه لري، ځکه دوی نه دي توانېدلي چې په اوکراین د غیر قانوني یرغل غندنه وکړي."

هغه وویل، "او هغوی هم له یرغل څخه څو ورځې مخکې د روسیې سره د لا محدوده ملګرتیا په اړه یو تړون لاسلیک کړو."

د آلمان صدر فرانک والتر شټاین مایر وویل، په داسې حال کې چې "هر هغه رغنده وړاندیز چې موږ د عادلانه سولې په لاره کې نږدې کوي، د هرکلي وړ دی... ایا نړېوال ځواک چین غواړي چې دا ډول رغنده رول ولوبوي، لا هم تر شک لاندې دی".

هغه زیاته کړه چې چین باید "نه یوازې له ماسکو بلکې له کییف سره هم خبرې وکړي."

د چهارشنبې په ورځ، لوړ پوړي چینایي سفارتکار وانګ یي په ماسکو کې له پوتین او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د جګړې په اړه خبرې وکړې.

دواړو خواوو وویل چې دوی د شخړې پای ته رسولو لپاره په سیاسي لارو چارو خبرې اترې وکړې، او روسیه د هغه څه هرکلی کوي چې دوی د چین د "متوازن دریځ" په توګه بيان کړو.

خو په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په لوی اکثریت له روسیې څخه وغوښتل چې له اوکراینه دې "سمدستي" او په "غیر مشروط" توګه ځواکونه وباسي، چین له رایې ورکولو څخه ډډه وکړه.

د جمعې په ورځ په بېجينګ کې په يوه خبري غونډه کې د اوکراين او اروپايي ټولنې (اي يو) سفارتکارانو له چين څخه وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په روسيې فشار راوړي.

په چین کې د اروپايي اتحادیې سفیر جورج تولیډو وویل چې بیجینګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د سولې د ساتلو لپاره "ځانګړی مسؤلیت" لري.

هغه وویل، "آیا دا د بې طرفۍ سره مطابقت لري، زه ډاډه نه یم، دا په دې پورې اړه لري چې د بې طرفۍ معنی څه ده."

د چین په دریځ پاڼه کې هم دا ویل شوي چې ټولې خواوې باید "د سړې جګړې ذهنیت پریږدي،" چې د چینایي سفارتکارۍ دوامداره غږ دی.

په ناټو باندې په یوه پټه نیوکه کې، ياده مقاله تاییدوي چې "د یوې سیمې امنیت باید د پوځي بلاکونو په پیاوړتیا یا پراخولو سره ترلاسه نه شي"، او دا چې "د ټولو هېوادونو مشروع امنیتي ګټې او اندېښنې باید جدي ونیول شي".

دغه دریځ ته په تایوان کې د چین د پلانونو د ساتنې لپاره د یو پوښ په سترګه هم کتل کیږي.

بیجینګ ځان واکمن، دیموکراتیک تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي، او د دغه هیواد په وینا چې یوه ورځ به ونیول شي -- که اړتیا وي په زور سره -- او دا ټاپو د چینایي یرغل د دوامداره وېرې لاندې ژوند کوي.

روسیې ته وسلې ورکول

وروسته له هغې چې روسي ټېنکونه د اوکراین له پولې څخه هاخوا واوړېدل، چین پوتین ته د سفارتي او مالي مرستو وړاندیز کړی، خو د پوځي ښکېلتیا یا د وژونکو وسلو له لیږلو څخه یې ډډه کړې ده.

واشنګټن ادعا کوي چې کېدې شي دا وضعيت بدل شي، او اندېښنه یې څرګنده کړه چې چین پلان لري چې ممکن روسیې ته وسلې چمتو کړي.

یو وروستي راپور چې روسیه د چینایي بې پیلوټه الوتکې جوړونکي سره خبرې کوي ترڅو هغې ته پخپله چاودیدونکي بې پیلوټه الوتکې چمتو کړي چې په اوکراین کې ځای پرځای کیدی شي د بیجینګ "بې طرفه" دریځ نور هم کمزوری کوي.

آلمانۍ مجلې ډیر سپیګل د جمعې په ورځ راپور ورکړو چې داسې معلومات یې لیدلي چې ښیي د روسیې پوځ د چینایي بې پیلوټه الوتکو جوړونکي ژیان بینګو انټلیجنټ ایوي ایشن ټیکنالوژۍ سره خبرې اترې کوي ترڅو د ماسکو لپاره په لویه کچه ځان وژونکي ډرونونه تولید کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې چینایي جوړونکي موافقه کړې چې ۱۰۰ د ZT-180 پروټوټایپ ډرونونه جوړ کړي او ازموینه يې وکړي مخکې له دې چې د ۲۰۲۳ تر اپرېل پورې یې روسیې ته ورکړي.

د راپورونو له مخې، هره بې پیلوټه الوتکه د ۳۵-۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو لیږدولو توان لري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې دا بې پیلوټه الوتکه د ایران د شاهد-۱۳۶ په څېر ده، چې روسیې په اوکراین د بې شمېره بریدونو لپاره استعمال کړې ده.

د راپورونو له مخې، د یو بل ګام په توګه، بینګو په پام کې لري چې روسیې ته پرزې واستوي او ماسکو ته په میاشت کې د ۱۰۰ ډرونونو د تولیدولو لپاره معلومات چمتو کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500