د ایران او سعودي عرب ترمنځ د اړیکو د ټینګولو په برخه کې د چین وروستۍ بریا، چې دا یې د سفارتي کودتا په توګه بيانوي، په حقیقت کې د عراق او عمان په مشرۍ د کلونو خفيه خبرو اترو اوسفارتکارۍ څخه کار اخلي.
واشنګټن پوسټ د مارچ په ۱۲مه په يوه تجزيه کې یادونه وکړه چې دا داسې نه ده چې "چین بس مداخله وکړه او په شخړه کې ښکېل اړخونه یې ناڅاپه پخلاینې ته اړ کړل."
ال مانیټر د شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۸مه) راپور ورکړو، دا په حقیقت کې عراق و چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د ایران او سعودي عرب ترمنځ منځګړیتوب پېل کړو ترڅو په ۲۰۱۶ کال کې رامینځته شويو اړیکو کې درزونه لرې کړي، "چې اکثر به يې د دواړو خواوو ترمنځ پیغامونه لیږدول".
د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، عراق په بغداد کې د خبرو اترو د پنځو دورو انتظام او کوربه توب کړی و.
د بغداد اوسیدونکي منیم محمد المشارق ته وویل، "دا بدبختانه ده چې چین دا د خپلې سفارتکارۍ لاسته راوړنه او بریا ګڼي، په داسې حال کې چې د عراق د رول په منلو کې پاتې راغلی دی."
هغه وویل، "د عراق منځګړیتوب د هغو شخړو د پای ته رسولو لپاره د ریښتینې غوښتنې پر بنسټ و چې د هغې په امنیت منفي اغیزه کوي،" په داسې حال کې چې د چین هدف دا دی چې د هغې په سرچینو په کنټرولولو سره په سیمه کې نفوذ ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د بغداد اوسېدونکي حسن الدلیمي چین تورن کړو چې د اړيکو په بېرته بحالولو کې يې د عراقي وګړو رول له پامه غورځولی دی.
چین د سیاسي نفوذ په لټه کې دی
عراقي شنونکو المشارق ته وویل، د سعودي عرب او ایران تر منځ د چین منځګړیتوب د اوږدې مودې پالیسۍ يوه برخه ده چې په منځني ختیځ کې "تسلط" ترلاسه کړي او د هغې د سرچینو څخه کار واخلي.
دوی وويل، چین هڅه کړې چې ځان د یو بې طرفه منځګړی په توګه انځور کړي. دوی وړاندیز کوي چې له ټولو خواوو سره د خپلو مثبتو اړیکو له مخې، دا کولی شي په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره د نوښتونو مشري وکړي.
عراقي سیاسي شنونکي طارق الشماري المشارق ته وویل، په حقیقت کې، دا هڅه کوي چې په داسې یوه طریقه په دې کې مداخله وکړي چې یوازې د خپل د اقتصادي ګټو ملاتړ وکړي.
هغه وویل، چین په منځني ختیځ کې د "سیاسي رول" لوبولو په لټه کې دی ترڅو د سیمې له هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې پراخې لارې پرانیزي چې یوازې د سوداګرۍ د تبادلې او سرمايه کارۍ پورې محدود نه دي.
هغه زیاته کړه چې د هغه سخت کار کريډيټ په اخيستلو سره چې عراق د سعودي عرب او ایران ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره کړی و، چین موخه لري چې ځان د "نړېوال نفوذ لرونکي لوبغاړي" په توګه وړاندې کړي او په سیمه کې د تسلط لپاره خپله ستراتیژیکه پاليسي پرمخ بوځي.
الشماري وویل، د چینايي چارواکو لخوا سيمې ته وروستي سفرونه او د دسمبر په میاشت کې د عرب او خلیج له مشرانو سره ګډې غونډې د سیاسي فعالیتونو یوه برخه ده چې موخه یې د بیجینګ نفوذ پیاوړي کول دي.
د چین د ګټو خوندي کول
الشماري وويل، چين هيله لري چې په منځني ختيځ کې د خپلو اړيکو په متنوع کولو سره د انرژۍ پر سرچينو زيات کنټرول ترلاسه کړي چې د خپل اقتصاد د بيړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره ورته اړتيا لري.
هغه يادونه وکړه چې اوس مهال چين د ايران د تېلو ستر پېرودونکی دی.
د ايران لپاره د امريکا ځانګړي استازي رابرټ ميلي د جنورۍ په ۲۳مه بلومبرګ تلويزيون ته وويل، چين د ايران د غيرقانوني صادراتو اصلي مرکز دی.
شنونکو وویل، چین هم تر ډېره حده د سعودي عرب او نورو خلیجي هېوادونو څخه د تېلو په وارداتو تکیه کوي. دوی يادونه وکړه چې سیمه ایز ثبات د چین ګټې تضمینوي او د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) ته په وده ورکولو کې مرسته کوي.
دوی وویل چې د بي آر آی له لارې، چې د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم پیژندل کیږي، چین هیله لري چې په نړۍ کې یو پیاوړی اقتصاد جوړ شي.
د بي آر آی په چوکاټ کې، چین په ملیاردونو ډالره د سړکونو او بنسټیزو شبکو په جوړولو او په منځني ختیځ کې لګوي چې د دې نړېوالې سوداګرۍ ته به وده ورکړي، پداسې حال کې چې د سیمې سرچینې کموي او په قرض یې اخته کوي.
د عرب مرکز واشنګټن ډي سي (ای سي ډبليو) لخوا په جنوري ۲۰۲۲ کال کې د خپور شوي راپور له مخې، "د بیجینګ سرعت او هوډ [د بي آر آی په تعقیب کې] په مینځني ختیځ کې خورا څرګند دی."
چین "د بي آر آی پورې اړوند پروژو په تمویل کې لږ تر لږه ۱۲۳ ملیارد ډالره په منځني ختیځ کې لګولي دي."
په دغه راپور کې ويل شوي، "په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د چین د ښکېلتیا ستراتیژي ممکن ښه وګڼل شي، دا په حقیقت کې په منځني ختیځ کې د چین د پوځي او سفارتي پروفایل له پراخولو سره څنګ په څنګ ترسره شوې ده."