ديپلوماسي

د دروغو بهانو سره د مذهبي پلاوي ایران ته سفر تر نيوکو لاندې راغلی دی

پاکستان فارورډ

لیاقت بلوچ د تېرې فبرورۍ په میاشت کې په لاهور کې یوې غونډې ته وینا کوي، په داسې حال کې چې دوی د ایران د اسلامي جمهوریت د تاسیس کلیزه لمانځي. [فايل]

لیاقت بلوچ د تېرې فبرورۍ په میاشت کې په لاهور کې یوې غونډې ته وینا کوي، په داسې حال کې چې دوی د ایران د اسلامي جمهوریت د تاسیس کلیزه لمانځي. [فايل]

اسلام آباد -- د پاکستان د مذهبي ګوندونو د اتحاد غړي وروسته له هغې تر سختو نيوکو لاندې راغلل کله چې دوی تهران ته سفر وکړو چې د یو لوړ پوړي ایراني پوځي کمانډر د وژلو په خاطر خواخوږي څرګنده کړي.

ميجر جنرل سلیماني، چې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک کمانډر و، د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

سلیماني په منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان کې د شیعه ملیشو جوړولو او ځای پرځای کولو دنده په غاړه لرله چې د آی آر جي سي او د ایران رژیم لپاره د پراکسيانو په توګه کار وکړي.

په ځانګړې ډول، سليماني د زينبيون بريګيډ مشري کوله. زينبيون بريګيډ هغه مليشه ده چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ده او د صدر بشارالاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده.

د لیاقت بلوچ په مشرۍ یو پلاوی د جنورۍ په ۱۸ مه د ایران په مشهد کې د ایران له مذهبي چارواکو سره ليدل کوي. [لیاقت بلوچ]

د لیاقت بلوچ په مشرۍ یو پلاوی د جنورۍ په ۱۸ مه د ایران په مشهد کې د ایران له مذهبي چارواکو سره ليدل کوي. [لیاقت بلوچ]

د جماعت اسلامي غړي د دسمبر په میاشت کې په کراچۍ کې د سوریې د صدر بشارالاسد د رژیم لخوا د ترسره شوي روانو وژنو پرضد احتجاج وکړو. [فايل]

د جماعت اسلامي غړي د دسمبر په میاشت کې په کراچۍ کې د سوریې د صدر بشارالاسد د رژیم لخوا د ترسره شوي روانو وژنو پرضد احتجاج وکړو. [فايل]

د جماعت اسلامي (جې آی) او د ملي يووالي شورا يو لوړپوړي مشر د لياقت بلوچ په مشرۍ د جنورۍ په ۱۴-۲۲ مه ايران ته سفر وکړو.

دغه پلاوې، په ټويټر باندې د لياقت بلوچ د ګڼ شمير پيغامونو سره او د ملي يووالي شورا د رسمي ماموریت تر څارنې لاندې، په تهران کې د مشهد او قم څخه لیدنه وکړه او د سلیماني د وژلو په اړه یې د ایران د سیاسي او مذهبي مشرانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

که څه هم، په پاکستان کې د ملي يووالي شورا یو شمیر مشرانو ځانونه د دې پلاوي نه لرې وساتل او ویې ویل چې دا پلاوی د اتحاد لخوا نه دی منظور شوی او د سلیماني د اسد د رژیم لپاره ملاتړ د زرګونو سوریانو د وژلو لامل شوی.

روزنامه امت کراچۍ د جنورۍ په ۱۶ مه راپور ورکړو چې د ملي يووالي شورا درې مهمو پارټو -- جمعیت علماء اسلام (ف)، د جمعیت علماء اسلام (س) او جمعیت تحریک اهل حدیث پاکستان (جی ټي ای پي) -- د دغه پلاوي د سفر په اړه ډيرې انديښنې څرګندې کړې.

د ملي يووالي شورا د۱۹۸۰ په عشره کې د مذهبي عالمانو او مشرانو د وژلو وروسته په ۱۹۹۵ کال کې د فرقه واریت سره د مبارزې لپاره د دیني عالمانو او مشرانو د غیر سیاسي اتحاد په توګه جوړه شوه.

که څه هم، د ملي يووالي شورا د ۵۰ نه زياتې مذهبي ډلې لرلې، چې ترټولو مشهورې په کې جمعيت علماء اسلام (ف)، جمعيت علماء اسلام (س)، جمعیت تحریک اهل حدیث پاکستان او جماعت اسلامي وې.

د جمعیت تحریک اهل حدیث پاکستان مشر او د پاکستان د سنيټ غړي پروفیسر ساجد میر وویل، ایران د ملي يووالي شورا پلیټ فارم د خپلو اهدافو لپاره کاروياو د فورم اجنډا یې په بشپړه توګه بدله کړه. هغه زياته کړه چې له همدې امله د هغه ډلې دغه شورا پریښوده.

میر وویل، "ایران ته تللی پلاوی د پاکستان او د هغې د مذهبي ګوندونو استازیتوب نه کوي. دا یوازې د ځینو مذهبي ګوندونو د افرادو یوه کوچنۍ ډله ده."

جمعيت علماء اسلام (ف)، چې د دې شورا ترټولو لویه مذهبي پارټي ده، هم ایران ته د پلاوي په سفر تنقيد وکړو.

په خېبر پښتونخواه کې د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا عطاء الرحمان روزنامه امت کراچۍ ته وویل، "ایران ته تللی پلاوی نه د ملي يووالي شورا استازی پلاوی دی او نه د پاکستان د مختلفو نظريو د ډلو استازیتوب کوي."

یو بل سنيټر رحمان وویل، د ملي يووالي شورا له تیرو څو کلونو راهیسې غیر فعاله ده او دا د حیرانتیا خبره ده چې يو پلاوي په داسې وضعیت کې ایران ته سفر وکړو.

په کراچۍ کې میشت خبریال مشتاق فاروقي، چې د مذهبي ګوندونو په اړه راپور ورکوي، وويل، "د ملي يووالي شورا په تيرو څو کلونو کې هغه وخت غير فعاله شوه کله چې جمعيت علماء اسلام (ف)، جمعيت علماء اسلام (س) او جمعیت تحریک اهل حدیث پاکستان په غیر رسمي ډول پریښوده."

هغه وويل، که څه هم، ایران ته د لیاقت بلوچ د پلاوي له سفر وروسته، دغه اتحاد تر سختو نیوکو لاندې راغلی دی.

فاروقي وویل، "د پاکستان مذهبي ګوندونو، د جماعت اسلامي په ګډون، په سوریه کې د زرګونو مسلمانانو د وژلو له کبله د سوریې د رژیم پروړاندې په پراخه کچه احتجاجونه وکړل." "او هرڅوک پوهیږي چې اسد د سلیماني په مشرۍ ایراني ملیشې د ډله ییزې وژنې لپاره استعمال کړې."

په ناامنۍ کې د تهران رول

له کلونو راهیسې، ایران په پټه د شیعه وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول سپاه محمد پاکستان، او په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي.

د ایران په ملاتړ او تمویل سره، سپاه محمد پاکستان په لومړي ځل په ۱۹۹۰ عشره کې راڅرګند شوه، کله چې په پاکستان کې فرقه ییزې شخړې په خپل عروج کې وې. له هغه وخت راهیسې، دغه ډله په دیني عالمانو او مسلکي کسانو باندې په فرقه يي بریدونو کې ښکيل ده.

د چارواکو له مخې، د دې ډلې هدف دا وو چې د هیواد د سني او شیعه ګانو او د سعودي عرب او پاکستان تر منځ تاوتریخوالي رامنځته کړي.

تهران په داسې حال کې لاسوهنه کوي چې د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول هڅه کوي چې د زینبیون بریګيډ لپاره پاکستاني شیعه ځوانان -- په ځانګړي ډول زیارت کونکي -- استخدام کړي.

د شیعه ګانو په لسګونه ځوانان په پاکستان کې په دغه سازمان کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 9

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جنرل سلیماني د داعش پروړاندې عمل کړی و خو هغه د سوریې د مسلمانانو وژونکی و، دا يو حقیقت دی چې انکار ترې نشي کیدې.

ځواب

نسبيان نشي کولی چې خلک په غلطې پروپيګنډې سره ګمراه کړي. شهید قاسم سلیماني ISIL تباه کړو چې د سلګونو زره مسلمانانو قاتل دی.

ځواب

ستاسو پاګل قاسم سلیمان د بې ګناه مسلمانانو په وینو تویولو کې رښتینی ناصبي وو. لعنت دې وي په ناصبي رافيدي باندې.

ځواب

ستاسو هڅې مشروع دي.   د ستاینې وړ دي او د سوریې د بې وسه مسلمانانو غږ دی.

ځواب

بشپړ دروغ او پروپيګنډه

ځواب

جماعت اسلامي د امت لپاره ډير غوره کار وکړو

ځواب

هغه کسانو چې مسلمانان يې ووژل داعش و چې د اډمین نسل سره تعلق لري. سلیماني د مسلمانانو ژغورونکی و. لعنت دې وي په يزيدانو باندې.

ځواب

ایا کلبھوشن یادو په ایران کې د ډوډۍ او چهولو د خرڅولو لپاره و؟

ځواب

ستا بت یوازې فیروز نههوند، عبدالله بن سبا، شاه اسماعیل، الحکیم لېونی خلیفه کېدای شي. ستاسو سلیمان د صهیونیسټي صلیبیانو سپی و او د خپلو ناوړو کارونو له ترسره کولو وروسته د سپي په مرګ مړ شو.

ځواب