امنیت

پاکستان په ۲۰۱۱ کال کې د سعودي سفارتکار د وژنې په اړه تازه پلټنې پیل کړې

د زرک خان لخوا

د پاکستان پولیس چارواکي د ۲۰۱۱ کال د می په ۱۶ مه په کراچۍ کې د یو وژونکي برید وروسته د سعودي سفارتکار حسن القحطاني د ګاډي، چې په ګولو سوری شوی دی، معاينه کوي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

د پاکستان پولیس چارواکي د ۲۰۱۱ کال د می په ۱۶ مه په کراچۍ کې د یو وژونکي برید وروسته د سعودي سفارتکار حسن القحطاني د ګاډي، چې په ګولو سوری شوی دی، معاينه کوي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

پاکستان په ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې د سعودي سفارتکار د وژنې د پلټنو لپاره یوه ځانګړې پلټونکې ډله جوړه کړې چې دغه وژنه د ایران ملاتړي کالعدم شیعه وسله والې ډلې سره تړاو لري.

په موټرسايکل سپاره وسله والو د ۲۰۱۱ کال د مۍ په ۱۶ مه د کراچۍ په لکژري ډيفنس سيمه کې د سعودي د قونسلګرۍ يو مامور حسن القحطاني په ډزو ووژلو.

دا وژنه پنځه ورځې وروسته له هغه وشوه کله چې نامعلومو وسله والو په کراچۍ کې د سعودي عرب پر قونسلګرۍ لاسي بمونه وغورځول، چېرته چې القحطاني کار کولو، که څه هم د نورو کسانو د ژوبل کيدو راپور نه و ورکړل شوې.

په دواړو پېښو کې بريد کوونکي په تېښته کې بريالي شول.

د سعودي عرب د سفیر نواف بن سعود المالکي په مشرۍ د سعودي حکومت پلاوي د نومبر په ۱۷ مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد سره وکتل چې په ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې د یو سعودي سفارتکار د وژنې په اړه د تحقیقاتو په اړه خبرې وکړي. [د پاکستان د کورنیو چارو وزارت]

د سعودي عرب د سفیر نواف بن سعود المالکي په مشرۍ د سعودي حکومت پلاوي د نومبر په ۱۷ مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد سره وکتل چې په ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې د یو سعودي سفارتکار د وژنې په اړه د تحقیقاتو په اړه خبرې وکړي. [د پاکستان د کورنیو چارو وزارت]

پاکستاني چارواکو د سیند د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) ته تحقیقات سپارلي دي، کوم چې د نومبر په ۱۳ مه د ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آی جي) عمر شاهد حامد په مشرۍ یوه کمیټي جوړه کړه چې د وژنې پلټنه وکړي.

راجه عمر خطاب، چې د سي ټي ډي د ترهګرۍ د مرکزي څانګې مشري کوي، علي رضا، چې د شيعه وسله والو د مرکز څارنه کوي او د مختلفو پوځي او ملکي استخباراتي ادارو استازي هم په دې کمېټۍ کې شامل دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم د نومبر په ۱۷ مه په یوه غونډه کې د سعودي سفیر نواف بن سعید المالکي ته ډاډ ورکړو چې "د سي ټي ډي تحقیقاتي ډله به په ۳۰ ورځو کې دننه خپل راپور وړاندې کړي".

د سي ټي ډي یو افسر د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د تحقیقاتو د بیا پرانستلو او سي ټي ډي ته د سپارلو اصلي موخه د هغو ډلو ښکاره کول دي چې غواړي د پاکستان د سني او شیعه ټولنو او د سعودي عرب او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی رامینځته کړي.

دغه افسر زیاته کړه، "دا څیړنه د ډير ملي اهمیت موضوع ګڼل شوې ده."

پاکستاني چارواکو د سپاه محمد پاکستان (اېس اېم پي)، چې یوه شیعه ترهګره ډله ده او د ایران له رژیم څخه يې ملاتړ او مرستې ترلاسه کړې دي، د دواړو بریدونو سره تړلې ده.

مختلفو راپورونو د القحطاني په وژلو کې د ایران لاس لرلو ته اشاره کړې ده.

د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په مياشت کې د سیند صوبې د کورنیو چارو وزارت ته په وړاندې شوي راپور کې، د پاکستان د پولیسو چارواکو چې د وژنې پلټنه يې کوله وویل چې په دغه وژنه کې ښکیل درې اصلي مجرمان د اېس اېم پي د المهدي ډلې غړي ول.

په راپور کې ويل شوي چې درې نور شکمن کسان اوس په ایران کې پټ دي.

واشنګټن پوسټ په اکتوبر ۲۰۱۱ کال کې راپور ورکړو، د سعودي چارواکو، د پاکستان د استخباراتي راپورونو په حواله، دا هم ویلي چې برید کوونکی د اېس اېم پي غړی و، او یادونه یې وکړه چې دا ترهګره ډله د ایران د اسلامي انقلابي ګارډز قول اردو (آی آر جي سي) قدس ځواک سره تړاو لري، چې د تهران د بهرنیو عملیاتو رهبري کوي.

پاکستاني چارواکي او امنیتي شنونکي په پاکستان کې د ایران د استخباراتي فعالیتونو د مخ په زیاتیدونکي ګواښ او د اسلام اباد او ریاض پر اړیکو د هغوی د اغیزو په اړه خبرداری ورکوي.

سعودي عرب د اکتوبر په ۲۶ مه د پاکستان سره د ۴.۲ میلیارده ډالرو د مرستې ژمنه وکړه، چې د جنوبي اسیا دغه هېواد ته به مرسته چمتو کړي، پداسې حال کې چې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ترټولو ټيټې کچې ته راښکته شوی دی.

شیعه وسله وال

د پاکستان قانون پلي کونکي ادارو د سي ټي ډي په ګډون د هغه شيعه وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه ګړندي کړې ده چې په پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او په بهر کې، په ځانګړی توګه په سوريه کې، د جګړې لپاره د ځوانانو د لیږلو په تور تورن دي.

د اګست په میاشت کې، سي ټي ډي د کراچۍ د عایشه منزل په سیمه کې د سید علي رضا نقوي، چې د اېس اېم پي یو تورن غړی دی، د نیولو اعلان وکړو.

د سي ټي ډي افسر اسرار اعوان په وینا، نقوي له تېرو درېو لسیزو راهیسې په کراچۍ کې د مذهبي عالمانو او د حریف سني فرقې د غړو په وژلو کې لاس لري.

اعوان وويل، "نیول شوی وسله وال د کالعدم سپاه محمد پاکستان سره تړاو لري او د زینبیون بريګيډ د جنګیالیو سره په تماس کې و. زينبيون بريګيډ هغه ملېشه ده چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ده او د اسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده."

د جنورۍ په مياشت کې، سي ټي ډي هم په کراچۍ کې د زینبیون بریګيډ "تر ټولو زيات مطلوب" وسله وال عباس جعفري د يوې چهاپې په دوران کې ونیولو.

پوليس وايي، جعفري، په کراچۍ کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د جاسوسۍ سربیره، د آی آر جي سي تر لارښونې لاندې د شیعه ځوانانو په استخدام او په جګړو کې د جنګيدو لپاره بهر ته په ليږلو کې په ښکاره توګه لاس لرلو.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د جنورۍ په مياشت کې په زینبیون بریګيډ باندې د بندیزونو اعلان وکړو، چې دا د هغه هڅو يوه برخه وه چې "غير قانوني شبکې ختم کړي چې [د ايران] رژیم یې په نړۍ کې د ترهګرۍ او نا ارامۍ د صادرولو لپاره کاروي."

د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو په وینا، دا ډول شیعه وسله والې ډلې، په ځانګړی توګه اېس اېم پي او زينبيون بريګيډ، له تهران څخه ملاتړ ترلاسه کوي، چې په سیمه کې د هغې د نفوذ د پراختيا لپاره د هڅو يوه برخه ده.

د ترهګرۍ ضد څانګې د جون په مياشت کې د خپل سور کتاب وروستی چاپ خپور کړو، چې د مطلوبه ترهګرو او وسله والو مشکوک کسانو يو لیست دی. پدې ليسټ کې د اېس اېم پي د ۲۴ غړو او د زينبيون بريګيډ د څلورو وسله والو نومونه شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500