امنیت

د ایران تر ملاتړ لاندې شیعه وسله والې ډلې د حکومت تر دوامداره پلټنو لاندې دي

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ قانون پلي کونکي چارواکي د دسمبر په ۵ مه امنیتې دندې ترسره کوي. د ګڼ شمير سني منع شویو سني وسله والو ډلو سره، مختلفې منع شوي شیعه وسله والې ډلې، په ځانګړي توګه سپاه محمد پاکستان، د پاکستاني چارواکو له دوامداره فشار سره ، کمزورې شوي دي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ قانون پلي کونکي چارواکي د دسمبر په ۵ مه امنیتې دندې ترسره کوي. د ګڼ شمير سني منع شویو سني وسله والو ډلو سره، مختلفې منع شوي شیعه وسله والې ډلې، په ځانګړي توګه سپاه محمد پاکستان، د پاکستاني چارواکو له دوامداره فشار سره ، کمزورې شوي دي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د ترهګرۍ پرضد د پاکستان مبارزې نه یوازې سني وسله والې ډلې بلکې شیعه ډلې لکه سپاه محمد پاکستان (ايس اېم پي) يې هم راګيرې کړي دي.

شیعه وسله والې ډلې په پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او په مینځني ختیځ کې د جګړې لپاره د ځوانانو د لیږلو په تور تورن دي.

د ایران په ملاتړ او تمویل سره، ايس اېم پي په لومړي ځل د۱۹۹۰ په عشره کې راڅرګند شوه، کله چې په پاکستان کې فرقه ییزې شخړې په خپل عروج کې وې. له هغه وخت راهیسې، ايس اېم پي په دیني عالمانو او مسلکي کسانو باندې په فرقه يي بریدونو کې ښکيل ده.

په اګست ۲۰۰۱ کې، حکومت د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره د سني تروريستي ډلې لشکر جنګوي (ايل اي جی) سره په ګډه په ايس اېم پي باندې بنديز ولګوو. په جنوري ۲۰۰۲ کال کې په ورته عمل کې په تحریک جعفریه پاکستان، چې یوه شیعه سیاسي پارټي ده، او سپاه صحابه پاکستان (ايس ايس پي)، چې يوه سني سياسي پارټي ده، باندې بندیز ولګول شو.

د سپاه محمد پاکستان لسګونه وسله وال د سیند صوبې د ۲۰۱۸ کال د ترهګرۍ ضد څانګې په سور کتاب کې شامل دي. په دې کې د تر ټولو زيات مطلوب مشکوک وسله والو نومونه، انځورونه او تفصيلات شامل دي. [ضیاء الرحمان]

د سپاه محمد پاکستان لسګونه وسله وال د سیند صوبې د ۲۰۱۸ کال د ترهګرۍ ضد څانګې په سور کتاب کې شامل دي. په دې کې د تر ټولو زيات مطلوب مشکوک وسله والو نومونه، انځورونه او تفصيلات شامل دي. [ضیاء الرحمان]

د استخباراتو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "دغه ډله [ايس اېم پي] د مخالفو فرقه ییزو ډلو مشرانو په ځانګړي ډول د ايس ايس پي، او د دیني عالمانو او د مخالفو ډلو مسلکي کسانو په انتقامي توګه په وژلو کې په پراخه کچه ښکيل وه."

دغه چارواکي، چې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ښکيل وو، وویل، "خو د هغه وخت د حکومت د مبارزې له امله، شیعه ډلو د عشرې په نيمايۍ کې خپل ځواک له لاسه ورکړی وو." "همدارنګه، په ۲۰۰۱ کې د منع کیدو وروسته، ايس ايم پي نوره هم کمزوري شوه."

هغه وويل، د ایس ایم پي زياتره کسان ګاونډي ایران ته په تښتيدو کې کامياب شول، خو ډیر غړي يې د کراچۍ او لاهور په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې په ۲۰۰۸-۲۰۰۹ کال کې يو ځای شول.

د فرقه ییز تاوتریخوالي سره مبارزه

د ملي عمل پلان، د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې پالیسي چې حکومت په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول (ای پي ايس) باندې د طالبانو له برید وروسته پلي کړه، په خپلو موخو کې "د فرقه ایزو وسله والو سره سخت چلند کوي" او "د منع شوي سازمانونو د راپورته کیدو خلاف ډاډ ورکوي."

په مجموعي توګه، فرقه ییز تاوتریخوالی کم شوی دی. په اسلام آباد کې د څيړنيزې موسسې د سولې مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ لخوا د خپاره شوي کلني امنیتي راپور له مخې، چارواکو په ۲۰۱۸ کال کې د فرقه یي تاوتریخوالي ۱۲ پیښې ثبت کړې -- چې په دې کې ۱۱ فرقې يي تروریستي اعمال او یوه وسله واله جګړه شامله ده -- چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۴۰٪ کم شوی دی.

د سپاه محمد پاکستان لسګونه وسله وال د سیند صوبې د ۲۰۱۸ کال د ترهګرۍ ضد څانګې په سور کتاب کې شامل دي، چې د تر ټولو زيات مطلوب مشکوک وسله والو نومونه، انځورونه او تفصيلات لري.

د ايس اېم پي، په سور کتاب کې د ورکړل شويو غړو په ګډون، پروړاندې هڅې دوام لري، په داسې حال کې چې دغه وسله واله ډله هڅه کوي چې د سني ډلې سره جګړه وکړي.

د سیند سي ټي ډي د اپریل په میاشت کې د ایس ایس پي شپږ مشکوک غړي ونیول، چې په کراچۍ کې په فرقه يي وژنو کې د لاس لرلو په تور تورن شوي وو.

دا ګرفتارۍ د مارچ په ۲۲ مه په کراچۍ کې په دیني عالم مفتی تقي عثماني باندې د برید وروسته ترسره شوې. عثماني ژوندی پاتې شو خو د هغه درې ملګري ووژل شول.

د سي ټي ډي چارواکي راجه عمر خطاب د اکتوبر په مياشت کې ډان ورځپاڼې ته وويل، "د نیول شويو شکمن کسانو د پیسو سرچينه ... په ګوته شوه، او دا معلومه شوه چې دوی د بهر څخه لارښوونې او مرستې ترلاسه کولې."

د تهران ملاتړ

د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو وویل چې ايس اېم پي په سیمه کې د ایران د نفوذ د پراخولو لپاره د تهران څخه ملاتړ ترلاسه کوي.

په دسمبر ۲۰۱۸ کال کې، پاکستاني چارواکو، د سعودي چارواکو په غوښتنه، په کراچۍ کې د سعودي سفارتکارانو په وړاندې په ۲۰۱۱ کې د تاوتریخوالي دوه کيسونه بيرته پرانیستل.

پاکستاني چارواکو په می ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې په سعودي قونسل خانه کې د کارکوونکي حسن القحطاني په وژلو کې او څو ورځې مخکې په دغه قونسل خانه باندې په لاسي بمي برید کې د ايس اېم پي ښکيلتيا په ګوته کړه.

د چارواکو له مخې، د دې ډلې هدف دا وو چې د هیواد د سني او شیعه ګانو او د سعودي عرب او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی رامنځته کړي.

تهران په داسې وخت کې لاسوهنه کوي چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول (آی آر جي سي) هڅه کوي چې د زینبیون بریګيډ لپاره پاکستاني شیعه ځوانان -- په ځانګړي ډول زیارت کونکي -- استخدام کړي. زينبيون بريګيډ يوه مليشه ده چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ده او د صدر بشارالاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوي دي.

د رسنیو راپورونه وړاندېز کوي چې د شیعه ګانو په لسګونه ځوانان په دغه سازمان کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په جنورۍ کې د خپلې هڅې د برخې په توګه د زینبیون بریګيډ پرضد د بندیزونو اعلان وکړو څو "هغه غیر قانوني شبکې وتړي چې رژیم یې د نړۍ په کچه د ترهګرۍ او ناکرارۍ صادرولو لپاره کاروي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بې ګناه خلکو وژل، چې پخپله نه یي پوه چې ولې پرې برید کيږي، په هیڅ صورت يو ښه کار نه دی او نه حمایه کیږي.

ځواب

د متحده ایالاتو د نفرت وړ عيسايي بدرنګه خنزيران د نړۍ لومړي ترهګر دي. دوی خپل چالاک عيسايي خنزيران جګړمار په اسلامي هیوادونو کې د ترهګرۍ خپرولو لپاره ليږي او د بليک واټر په څير د عيسايي قاتلانو په شکل کې عيسايي ترهګري خپروي.

ځواب