امنیت

د ایران زینبیون بريګيډ په پاکستان کې د استخدام ګامونه پورته کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

دا هغه تصوير دی چې ایران په زینبیون بريګيډ کې د پاکستانيانو د استخدام لپاره په خپل پروپيګنډه فلم "مينه وال مري" کې استعمال کړو. [فايل]

دا هغه تصوير دی چې ایران په زینبیون بريګيډ کې د پاکستانيانو د استخدام لپاره په خپل پروپيګنډه فلم "مينه وال مري" کې استعمال کړو. [فايل]

کويټه -- د پاکستان د استخباراتي چارواکو له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول (آی آر جي سي) په دوام داره توګه پاکستاني شيعه ګان استخداموي چې په سوريه کې د ایران د پوځي ګټو لپاره د عسکرو په توګه جګړه وکړي.

په اسلام آباد کې يو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، د آی آر جی سي زینبیون بريګيډ په تیرو شپږو میاشتو کې له پاکستان څخه د ۱،۶۰۰ نه زيات نوي جنګيالي [چې زياتره شيعه عسکر دي] استخدام کړي دي.

دغه چارواکي وويل، "د پاکستان امنیتي ادارې ته په وړاندې شوي يو وروستي امنيتي راپور کې، د ترهګرۍ پر ضد سينير چارواکو څرګنده کړه چې کيدی شي په تیرو شپږو میاشتو کې د زینببیون بريګيډ لخوا د استخدام شويو کسانو شمیر د موجوده ارقامو نه زيات وي."

هغه وويل، "دا راپور په ګوته کوي چې د زینبیون ډیر نوي استخدام شوي جنګیالي له پاکستان څخه په هغه لارو منتقل شول کومې چې ډيرې نه استعماليږي او غير قانوني دي." په عین حال کې، ګڼ شمیر جنګیالي د حج په بهانه ایران ته لاړل."

ماتم کونکي د ايران په قم ښار کې د ۲۰۱۷ په پای کې د زينبيون د هغه غړو په لاشونو باندې ماتم کوي کوم چې په سوريه کې وژل شوي ول. [ډيپ ايپريس.آی آر]

ماتم کونکي د ايران په قم ښار کې د ۲۰۱۷ په پای کې د زينبيون د هغه غړو په لاشونو باندې ماتم کوي کوم چې په سوريه کې وژل شوي ول. [ډيپ ايپريس.آی آر]

د ۲۰۱۸ کال د فارسۍ ژبې مجلې مجاهدين عرف يو تصوير زینبیون بريګيډ ته درناوی ورکوي. [فايل]

د ۲۰۱۸ کال د فارسۍ ژبې مجلې مجاهدين عرف يو تصوير زینبیون بريګيډ ته درناوی ورکوي. [فايل]

په سپتمبر ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د استخباراتي راپور له مخې، د نومبر ۲۰۱۶ او جون ۲۰۱۷ کال ترمنځ، نږدې ۴،۰۰۰ شیعه حاجيان د پاکستان نه ایران ته لاړل او هیڅکله بیرته راستانه نه شول.

د عمل پلان

دغه چارواکي وويل، "چې وفاقي حکومت ته وړاندې شوې وروستي راپور وړانديز وکړو چې پاکستان ته د فوري اقداماتو ضرورت دی چې د زينبيون بريګيډ د اورپکۍ او د سولې پر ضد کړنو سره مبارزه وکړي."

هغه وويل، "موږ شواهد لرو چې ایران د خپلو پراکسي ډلو له لارې خپل نفوذ زیاتوي، خو تاسو دا ډاډ ولرئ چې دا به هیڅکلهپه خپلو ناوړه پلانونو کې بریالي نه شي."

هغه وويل، "ایران وايي چې د زینبیون بريګيډ پاکستاني جنګیالي په سوریه کې د مقدس زيارتونو ساتونکي دي او دوی په سوریه کې په پراخه کچه په هغو سیمو کې ښکیل دي چيرې چې آی آر جي سي په جنګ کې د سوريې صدر بشار الاسد پوځ سره مرسته کوي."

جاويد ناصر، چې په راولپنډۍ کې يو سينير امنيتي چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په پاکستان کې د شیعه ګانو زياته آبادي لرو، او دا زموږ لويه اندیښنه ده چې ایران په شیعه ټولنه کې د نفوذ د ترلاسه کولو لپاره ټولې سرچینې کاروي." "د شیعه عالمانو یو لوی شمیر، چې له ایراني [مدرسو] څخه فارغه شوي، له مخکې نه په پاکستان کې د دې ناوړه ایرانۍ اجنډې لپاره کار کوي."

ناصر وويل، "د آی آر جي سي زینبیون بريګيډ نه یوازې د ایران لپاره په استخدام کې ښکيل دی، بلکې دا پلان لري چې د ايران نه د تاوتريخوالي نه ډک ایراني انقلاب پاکستان ته منتقل کري."

هغه وويل، "پاکستان نه يوازې په پاکستان کې د ايراني پلانونو د ناکامه کولو لپاره نور ګامونه پورته کوي، بلکې زموږ امنیتي ادارې د ایران د هغه کلتوري مرکزونو څارنه کوي چې تقريباََ په ټولو پاکستاني ښارونو کې فعالیت کوي."

د ایراني استخدام کوونکو په وړاندې مبارزه کول

عامر موسی، چې په کويټه کې د دفاع د وزارت يو چارواکی دی، وويل، په تیرو دریو میاشتو کې، د پاکستاني امنیتي ادارو لږ تر لږه ۱۵ شکمن کسان په کويټه او د بلوچستان په سرحدي ښار تفتان کې د زینبیون بريګيډ سره د اړیکو لرلو په تور نيولي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ په سیمه کې د بهرني نفوذ د ناکامه کولو لپاره ټولې هڅې روانې دي او د بلوچستان په ټولو سرحدي سیمو کې، په ځانګړي توګه په هغه سيمو کې، چې د ایران او افغانستان سره پوله لري، په جدي توګه څارنه کيږي."

هغه وويل، "امنيتي ادارې په هېواد کې د زينبيون بريګيډ پر ضد د مبارزې لپاره نږدې کار کوي، او د استخدام زيات شمير مهم مرکزونه ... په تيرو څو کلونو کې ختم کړی شوي دي."

موسی وويل، "موږ راپور لرو چې د زینبیون ځینې فعالین د دیني عالمانو تر پوښښ لاندې فعالیت کوي او پخوا یې د هغه کلیدي پاکستاني شیعه عالمانو سره کار کړی کوم چې د ایران په قم صوبه کې د مدرسو نه فارغ شوي دي."

هغه وويل، "د زینبیون بريګيډ شکمن زياتره په پاړه چنار، کرم قبایلي ضلعې، کويټه، سیالکوټ، پېښور او د هیواد په نورو برخو کې جنګیالي استخداموي."

هغه وويل، "هغه شکمن کسان، چې تر پوښتنې لاندې دي، د زينبيون بريګيډ د شبکې په اړه يې مهم معلومات څرګند کړي دي." "د ځینو معلوماتو پر اساس، امنیتي ادارې د دې ډلې د هيواد پر ضد د فعالیتونو په وړاندې نور ګامونه پورته کوي."

د انسانانو قاچاق او د مرګ ګواښونه

په کويټه کې يو سينير امنيتي چارواکي، چې د انسانانو د قاچاق پر ضد په اداره کې کار کوي، پاکستان فارورډ ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل، "د ایران د پراکسي مليشې په توګه، زینبیون بريګيډ په پاکستان کې د جنګیالیو د استخدام لپاره مختلف قسمه لارې استعمال کړي دي. [د پاکستان لخوا] د سخت نظارت له امله، د زینبیون استخداموونکي د ايجنټانو په توګه کار کوي او د انسانانو په قاچاق کې ښکیل دي."

هغه وويل، په پاکستان کې د بېروزګارۍ له امله، بې روزګاره کسان د انساني قاچاق کوونکو په لاس ورتلی شي. هغه زياته کړه، د زينبيون بريګيډ ګمارونکي د دې حالت نه ګټه پورته کوي.

هغه وويل، "موږ راپور لرو چې زینبیون بريګيډ د غیرقانوني لارو په واسطه د کویټې، پنجاب، سيند، او نورو سیمو نه ګڼ شمير شيعه ګان ايران ته منتقل کړل." "په ایران کې، آی آر جي سي هغوی ونیول."

هغه وضاحت وکړو چې "د تحقیقاتو په دوران کې، موږ پوهه شو چې آی آر جي سي په تهران او د هيودا په نورو برخو کې د شیعه کډوالو لپاره د توقیف ځانګړي کمرې جوړې کړي، چيرې چې د زینبیون بريګيډ عالمان د کډوالو په ذهن سازۍ کې ښکيل دي او هغوی په دې مجبوره کوي چې د زینبیون سره د مقدس ځایونو د ساتلو لپاره يو ځای شي."

دغه چارواکي وويل، آی آر جي سي په ایران کې د ذهن سازۍ په دوران کې دغه پاکستاني شیعه قيديانو ته د جسماني سزا ورکولو ګواښ کړی او هغوی ته يې ویلي دي چې د زینبیون بريګيډ سره د یو ځای کیدو له کبله د دې سزا نه خلاصې ترلاسه کولی شي.

هغه وويل، "د مرګ د ويرې له امله، ډير شيعه قيديان د زينبيون برخه جوړه شوې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 56

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د اهل بیت (علیهم السلام) دښمنان لعنتي او دوزخيان دي

ځواب

السلام علیکم يا علي مدد جناب زه د پاکستان څخه يم. زه غواړم چې د زینبیون سره يو ځای شوم ترڅو ستاسو سره د سپیڅلو ځایونو ساتنه وکړم. نو دا زما یوه ساده غوښتنه ده چې مهرباني وکړئ ماته خپل واټس اپ شمېره راکړئ ترڅو زه ستاسو سره اړیکه ونیسم.

ځواب

دا زموږ د پوځ دنده وه چې په سوريه کې د سپېڅلو زيارتونو ساتنه وکړي، ځکه چې زموږ پوځ ادعا کوي چې موږ د اسلام سرتېري يو او موږ اسلامي لښکر يو، نو بيا ولې د دغو تکفيريانو او يزيدانو د زيارتونو د ژغورلو لپاره هلته نه و تللي؟ که زموږ پوځ د سعوديانو د خوشالولو لپاره هلته د نه تللو لپاره فيصله کړې وه، نو ولې تاسو دې مجاهدينو ته اجازه نه ورکوئ چې هلته د ساتنې لپاره لاړ شي. موږ په هر څه پوهيږو. شیعه احمق نه دي. عقیده او باور د هر څه نه زيات مهم دي. موږ په تېرو او اوسنیو وختونو کې لیدلي چې زموږ خلکو په دې هېواد کې له شیعه ګانو سره څه کړي دي. او موږ او تاسو به د قیامت په ورځ د الله تعالی په دربار کې د دې کار ځواب ورکوو، انشاء الله۔

ځواب

الله پاک لوی دی ... ایا ته انسان یې او که نه ... څوک چې د ظلم په وړاندې غږ پورته کوي ترهګر بلل کیږي .. او ولې ایران به وغواړي چې د پاکستان د ځوانانو ذهن سازي وکړي؟ هیڅ يو بل هیواد د ایران په څیر دومره شهیدان نه لري. او دوی اوس چمتو دي چې خپل ځوانان د اسلام لپاره قربان کړي. پاکستاني ځوانان د پیغمبر اکرم د لُور د حفاظت لپاره سوریې ته ځي او ځان قدرمن او محترم ثابتوي.

ځواب

د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ وروستی اوربند په روښانه توګه مونږ ته د ایران اتحاد په ګوته کوي

ځواب

د پاکستان امنيتي کسان په کويټه کې د شيعه ګانو د ټولنې ساتنه نه کوي. د امنيت پر ځای، دوی بهانې کوي چې په کويټه کې د زينبيون مرکزونه دي.

ځواب

الله دې پاکستان د شيعه ګانو او بدمعاشانو نه خوندي وساتي. آمين.

ځواب

زه فکر کوم چې ته په پاکستان کې تر ټولو لوی بدمعاش يې.

ځواب

له تاسو څخه غټ نه دی

ځواب

د مقدس ځايونو ساتنه ز مونږ فرض دی که چيرې څوک سعودي عرب، شام، عراق او ايران ته په بد نظر وګوري، نو د دې مقصد لپاره به ساتونکي په هر صورت کې هلته رسيږي، که هر څه پايلې رامنځته شي. باقي د پاکستاني شيعه ګانو خبره چې ده، نو زمونږ نه علاوه د پاکستان سره هيڅ څوک زياته مينه نه لري. پاکستان ته زمونږ نه خطر نشته، تاسو ټول پوهيږئ چې څوک د پاکستان خلاف دي، د فرقه واريت چشمې د خپلو سترګو نه لري کړئ او بيا غور وکړئ.

ځواب

مقدس ځایونه لکه مکه، مدینه، کربلا، سوریه او ایران زموږ لپاره سره کرښه ده ... هرڅوک چې دې کرښې ته د نږدې کیدو هڅه وکړي، موږ به یې دوزخ ته ولیږو.

ځواب

لعنت دې وي په تاسو، د يزيد ملګرو! مونږ د پيسو لپاره جهاد نه کوو، تاسو د پيسو لپاره خپل پوځ ليږئ، چې تاسو سره ښه نه ښکاري. تاسو د سعودي عرب سره څه تعلقات لرئ؟ د خپلو مقاصدو لپاره، هر څه ټهيک دي، او زمونږ لپاره تاسو فرقه واريت خپروئ. په سوريه کې ځانمرګي جهاد ستاسو پيداور دی او د دې په اړه راپورونه شتون نه لري، هغوی تاسو ته ډير ګران دي. که څه هم ايران زمونږ هيواد نه دی، خو افسوس، د علي د دښمنۍ له کبله د يزيد دا ملګري اوس هم په خپلې ناوړه پاليسۍ کې شاته نه دي. په تاسو او داسې سوچ دې لعنت وي.

ځواب

زمونږ جاهل خلک اوس هم ايران ملګری هيواد ګڼي

ځواب

دا سمه ده که تاسو د ۳۹ هيوادونو اتحاد جوړوئ چې په يمن کې مظلوم مسلمانان ووژنئ او هلته کې ګڼ شمير خلک او پوځ لیږئ او يهودي ايجنټان د عرب هيوادونو دفاع کوي.... او که چيرې يو حقيقي اسلامي هيواد، لکه ايران د مظلوم خلکو سره مرسته کوي او که چيرې دا د پيغمبر د مزار ساتنه کوي نو تاسو وايئ داپراکسي ده.... لعنت دې وي په تاسو باندې... د الله نه ويريږئ

ځواب

دا ښه او حقيقي مضمون دی.. ايران تل اسلامي نړۍ ته زيان رسولی دی

ځواب

يوازې شيعه ګان تاسو ته کم عقل ښکاري. تاسو نه ګورئ چې سني مجاهدين کشمير ته ځي او ملان سعودي عرب ته ځي. تاسو ولې فکر کوئ که يو کس غواړي چې له خپلې مرضۍ سره خپل ژوند قرباني کړي... د ليکلو نه مخکې د دې کيسې په اړه ځان پوهه کړئ... ستاسو ګواښونو مونږ نه يو ويرولي او نه به دا مونږ ويروي... دا سمه ده که تاسو فرقه واريت خپرول غواړئ، تاسو يوه بهانه ګورئ چې حاجيان منع کړئ، لاړ شئ او يوه بله بهانه وګورئ، مونږ به په شا نه شو تر څو چې زمونږ مولا مونږ راغواړي. مونږ ستا لپاره حاضر يو، ای حسين! زمونږ د مولا په دښمنانو دې بې شميره لعنت وي...

ځواب

تر ټولو نه مخکې، که ايران هم آواز پورته نه کړي، نو دا د هر مسلمان فرض دی چې د مقدس ځايونو ساتنه وکړي. دا د هر مسلمان، که دې د سعودي عرب، سوريه او يا عراق وي، دنده ده چې عملي اقدامات وکړي. ايران ته د استخدام ضرورت نشته. بلکې مونږ د ايران شکريه ادا کوو چې د داعش نه د مقدس ځايونو د خوندي ساتلو لپاره ګامونه پورته کوي. پکار ده چې د پاکستان پوځ په دې کې مداخلت کړی وې چې داعش د پيغمبر د ملګرو قبرونو سره څه کوي. ايران په نړۍ کې يوازې هيواد دی چې د مظلومو خلکو سره يې مرسته کړې ده. د ايران نه علاوه کوم يو اسلامي هيواد د لومړۍ کعبې د ترلاسه کولو لپاره د اسرايل سره جګړه کوي، په داسې حال کې چې سعودي عرب د اسرايل سره سفارتي تعلقات ساتلي دي! څه شرم څه حيا پکار ده.

ځواب

دا ډيره ښه ليکل شوي مقاله ده

ځواب

تاسو ټهيک وايئ.

ځواب

ايران، اسرايل، هند او آمريکه ټول يو دي د حديث مفهوم د دجال سره به د ايران نه اويا زره يا کم کسان يوځای کيږي دجال يوې سترګي واله د يهوديانو خدای دی. د يهوديانو او آمريکې ترمنځ ملګرتيا د معزز او غير معزز له کبله ده يعنې يهوديان ځان د عيسايانو نه ښه ګڼي د آمريکې او هند ترمنځ ملګرتيا د پاکستان له کبله ده سوال آمريکې په ايران باندې پابندۍ ولې ولګولې ځواب په ايران باندې پابندۍ ځکه لګول شوي او هغوی ته ځکه ګواښونه کيږي چې مسلمانان بې وقوفه کړي ياد وساتئ آمريکې چې کله هم ايران ته ګواښ کړی نو تاسو پوهه شئ چې ايران ايټمي يا د ميزايل نوي تجربه کوي او آمريکې دا ټکنالوجي ورکړې ده. ايران به د اهل سنت خلاف وکارول شي او ويلی کيږي چې بل طرف ته آمريکې د عرب د تيلو د ترلاسه کولو لپاره ترکي آزاده پريښودي ده ترکي به په خپل ګاونډي هيواد قبضه وکړي او د آمريکې لپاره به لاره همواره کړي ياد وساتئ په خانه کعبه باندې د حملې لپاره تياری راوان دی خو دا حمله به ناکامه شي په دغه وخت کې به امام مهدي راشي او حمله کوونکی به د عرفات په ميدان کې يا د کعبې په شاوخوا کې په ځمکه کې دننه ښخ شي. لاس مې ستړی شو، نور لیکل نه شم کولی

ځواب

ها ها.... آيا زه دا ستاسو ناپوهي، ستاسو ماشوموالی وګڼم او يا ستاسو سرزوري... د الله لپاره، د حقايقو پټولو سره ځان په ظالمانو کې ما شاملوئ.... ټوله نړۍ پوهيږي چې څوک د آمريکې په غيږه کې ناست دی او څوک د آمريکې او اسرايل پر ضد جګړه کوي... که تاسو په دې يقين کوئ او که نه، خو حقيقت دا دی چې يوازې ايران، حزب الله او شيعه فرقه آمريکې، اسرايل او د هغوی متحدينو ته چيلنج ورکوي..... د شيعه فرقې له مخې، آمريکا او اسرايل شيطانان، طاغوت او استعماريان دي. تاسو ته به حقيقت معلوم شي که چيرې تاسو د شيعه ګانو شاعري او شعارونه وګورئ.... او د الله لپاره په کعبه باندې د بريد د خبرې له لارې خلک مه ګمراه کوئ او د خانه کعبې د ساتلو په جامه کې د سعود د ظالم نسل ساتنه مه کوئ.. ولې تاسو د آمريکې سره د سعود د کهلاوې او پراخه ملګرتيا په اړه بې زبانه یئ...

ځواب

په شام چې کوم وخت راغلی دی، دا په پاکستان هم راتلی شي. نو مونږ له پکار ده چې د خپل هيواد دفاع له مخکې نه وکړو ځکه چې مولا علي علیہ سلام فرمايلي دي: راتلونکی وخت به د تلونکي وخت نه زيات خطرناک وي نو ځکه د امن په وخت کې د جنګ لپاره تيارې وکړئ. زمونږ د هيواد چې کوم حالات دي نو الله دې یې ښه کړي، ټول خلک پوهيږي چې په دې هيواد کې هر څه کيدی شي. که د دې هيواد پوځيان پياوړي نه وي نو مونږ به څنګه خوندي پاتې شو. د الله لپاره په پاکستان کې د شيعه ګانو سره ظلم ختم کړئ ځکه چې تاسو به بل نه بلکې زمونږ در ته ودريږئ. که په دې يقين نه کوئ نو تاريخ وګورئ. يا الله د پاکستان هيواد خوندي وساتی وسلام، د الله بنده ځواب

ځواب

که دا حقيقت وي نو حکومت له پکار ده چې د ايران قونصل خانې بندې کړي او تعلقات ورسره ختم کړي.

ځواب

دا ټول بکواس دی

ځواب

جناب دا ټولي فضول خبرې دي، که هلته کې څوک تللې وي، نو مړه شوي به وي، او ولې موږ اندیښنه ولرو. ما ته ووایئ چې آيا دوی د پاکستان په وړاندې څه کړي او یا يې پاکستان ته زیان رسولې، نو پاتې نور فضول خبري دي.

ځواب

پکارده چې پاکستان د ايران د شر نه وساتل شي. شيعه ګان زمونږ مسلمانان وروڼه دي خو ايران تل د پاکستان خلاف پاتې شوی او تل به داسي وي.

ځواب

که چيرې دا په حقيقت وي، نو زه د دې ليکلو ملاتړ کوم او زه د موجوده حکومت څخه غواړم چې د ويزې د ميعاد پوره کيدو سره هغه حاجيان بيرته راستانه کړي کوم چې د پاکستان نه سفر کوي. او که دا بس هسې اختلاف وي، نو زه يې مهم نه ګڼم.

ځواب

زه د دې تحقيقات غواړم.

ځواب

دا دروغ دي

ځواب

د کربلا د ليدونکو په لاره کې د خنډونو رامنځته کولو لپاره دروغ ليکل شوي دي .... مقاله ليکونکي ته شايد پته نشته چې کوم ليدونکي ويزه ترلاسه کوي نو د هغوی مشر يوه حلف نامه هم جمع کوي چې بيرته د راتلو په وخت به د پاسپورټ جمع کولو سره د خروج نقل هم جمع کوي.. که چيرې څوک يې جمع نه کړي، نو د هغه خلاف ايف آی آر درج کيږي او هغه په تور ليسټ کې شامل کيږي ... په تيرو پنځو کالو کې د يو مشر خلاف هم ايف آی ار نه دی درج شوی او نه په تور ليسټ کې شامل شوی، نو بيا څنګه به څوک هلته کې لاړ شي؟ د ګروپ نه بغير ويزه هم نه ملاويږي...؟ په الله يقين وکړئ او د چا سره په تعصب او دشمنۍ کې د حد نه تجاوز مه کوئ ... الله هر څه ويني ...

ځواب

بکواس

ځواب

دا ليکل تعصب څرګندوي. که ستاسو سره د پاکستان فکر دی، نو بيا د هر هيواد په اړه ليکل وکړئ؛ په بهرين او يمن کې چې څه کيږي، هغه تاسو ته په نظر نه راځي، تاسو ته هغه څه په نظر نه راځي چې سعوديان يې کوي

ځواب

په شام چې کوم وخت راغلی دی، دا په پاکستان هم راتلی شي. نو مونږ له پکار ده چې د خپل هيواد دفاع له مخکې نه وکړو ځکه چې مولا علي علیہ سلام فرمايلي دي: راتلونکی وخت به د تلونکي وخت نه زيات خطرناک وي نو ځکه د امن په وخت کې د جنګ لپاره تيارې وکړئ. زمونږ د هيواد چې کوم حالات دي نو الله دې یې ښه کړي، ټول خلک پوهيږي چې په دې هيواد کې هر څه کيدی شي. چې د دې هيواد پوځيان پياوړي نه وي نو مونږ به څنګه خوندي پاتې شو. د الله لپاره په پاکستان کې د شيعه ګانو سره ظلم ختم کړئ ځکه چې تاسو به بل نه بلکې زمونږ در ته ودريږئ. که په دې يقين نه کوئ نو تاريخ وګورئ. يا الله د پاکستان هيواد خوندي وساتی وسلام، د الله بنده

ځواب

دا ټول دروغ دي. د ترهګرو پر وړاندې جهاد د الله او د هغه د پيغمبر حکم دی، چې په ټولو مسلمانانو فرض دی. دا ضروري نه ده چې جهاد دې د ايران په امرونو باندې ترسره شي. او هيڅ يو مسلمان له نه ده پکار چې په پټه جهاد وکړي. دا د مسلمانانو مذهبي او قانوني فرض دی.

ځواب

دا دروغو نه علاوه هيڅ نه دي. آيا دوی ته په پاکستان کې منع شوی لشکر جهنګوي په نظر نه راځي. څه شرم وکړئ، حيا وکړئ، خو هغه په تاسو کې نشته.

ځواب

ښه ځواب

ځواب

ايران په حقيقت کې د بشار الاسد سره مرسته کوي او د مظلومو خلکو ملاتړ نه کوي...

ځواب

دغه کافر ته هيڅ مه ورکوئ کوم چې پاکستان ته په بد نظر ګوري

ځواب

دا د هر مسلمان فرض دي چې د مقدس ځايونو ساتنه وکړي او دا دروغ دي چې حرم ته د هوتي یاغیانو نه خطر دی، بلکې مقدس ځايونو ته د داعش نه خطر شته.

ځواب

د ایران او شیعه ګانو پر ضد پروپيګنډه. که سعودي عرب د هو تي وسله والو د وژلو لپاره ځواکونه لیږي، نو دا قانوني کار دی او که ایران د داعش سره د مقابلې لپاره پوځونه استوي نو دا ترهګري ده. "تاسو ډير ښه ليکل کوئ!" آيا د ایران د ویرې له کبله تاسو دا کار کوئ او که د سعودي عرب د خوشحالولو لپاره؟ الله پوهيږي

ځواب

په بشپړه توګه د تعصب نه ډکه مقاله، دا ريښتيا نه دي

ځواب

ډېر ښه

ځواب

ڈیر عمیق نظر مو خپور کڑے یقیناً دا سے قسمہ گروپونوں لہ وجے نہ مخکے ھم وطن عزیز پاکستان خطر سرہ مخامخ کڑے او ویرہ دہ چہ مستقبل کی ھم اندرونی خالت خرابہ ویئ شی ۔ضروری دے چہ ھر قسمہ ارپکو مخنیوئے وشی۔

ځواب

بې لارې کول

ځواب

ایا آی اس آی په پاکستان کې نه پوهیږي چې زموږ د غریبو خلکو سره څه کيږي. که چيرې دوی پوهیږي، نو پکار ده چې په دې اړه اقدامات وشي.

ځواب

د پاکستان حکومت د سعودي ریالونو له کبله ړوند شوی دی. په یمن کې د بشري حقوقو په وړاندې د رايې ورکولو وروسته، اوس شیعه ټولنه او حاجیان په نښه کيږي.

ځواب

هاهاهاهاهاها

ځواب

سنيان په ايران، سوريه او عراق کې مسلمانان وژني، خو ايران به هم سوله ترلاسه نه کړي.

ځواب

دا ټول دروغ دي، که چیرې زموږ مقدس ځایونه هلته کې خراب شي، نو په پاکستان کې به يو شيعه پاتې نه شي، هر څوک زموږ د مشر د فتوی لپاره خپل ژوند قرباني کولو ته چمتو دی. دا ځکه چې موږ لا تر اوسه په دې پاڼه کې هیڅ ښه خبر نه دی اوریدلی، هر ځل په دې پاڼه کې دروغ او د ځان جوړ شوي خبرونه لیکل کيږي. هرڅوک به هلته کې لاړ شي، جګړه به وکړي او د هغه لپاره به خپل ځان شهيد کړي.

ځواب

هر هغه کس ته پهانسي ورکړئ چې پاکستان ته په بد نظر ګوري.

ځواب

ډيره ښه مقاله. ايران او سعودي عرب په پاکستان کې د امن په ويجاړولو کې تر ټولو مخکې دي.

ځواب

پکار ده چې په پاکستان کې د ايران په فعاليتونو بنديز ولګول شي

ځواب

دا بالکل غلطه پروپيګنډه ده.

ځواب

دا ټول دروغ دي. تاسو وهابيانو دا هير کړل چې تاسو په ۸۰ مه عشره کې په افغانستان کې د روسيانو په وړاندې څه کړې ول ... تش په نامه جهاد دا ستاسو په مخ يو ګوزار دی

ځواب

دا بالکل سمه خبره ده. ایران به د مسلمانانو د ټولنې دښمن وي.

ځواب

د فرقه واريت خپرولو يو کوشش. يوازې پروپيګنده.

ځواب