امنیت

په پاکستان کې د ایران په ملاتړ زینبیون بریګیډ د بندیز سره مخ دی

د زرک خان له خوا

د يو پروپيګنډه کتاب شاته پاڼه په سوریه کې د وژل شویو پاکستاني شیعه جنګیالیو عکسونه لري. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د يو پروپيګنډه کتاب شاته پاڼه په سوریه کې د وژل شویو پاکستاني شیعه جنګیالیو عکسونه لري. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- د پاکستان حکومت د جولای په پای کې په رسمي توګه ومنله چې ​د زینبیون بریګیډ​ ډله، چې د ایران په ملاتړ وسله واله ډله ده او په بهر کې د جګړې لپاره د پاکستاني شیعه ځوانانو په ګمارلو تورنه شوې، هم په ترهګرۍ کې ښکېله ده.

په ياد سازمان باندې په ټول هېواد کې بندیز ډېر ژر لګېدی شي.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د جولای په ۲۹مه سېنېټ ته خبر ورکړو چې د ۲۰۱۹-۲۰۲۱ پورې، زینبیون د ۲۳ فعالو وسله والو ډلو څخه یوه وه چې په هېواد کې یې په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لرلو.

ياد وزارت وویل، "د عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش)، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچستان د آزادۍ پوځ هم په ۲۳ سازمانونو کې شاملې وې.

د ګڼ شمېر شیعه ځوانانو کورنۍ چې له سوریې څخه په بغاوت کې د برخې اخیستو وروسته بېرته راستانه شوي د جنورۍ په میاشت کې په کراچۍ کې د خپلو زامنو د خوشې کېدو غوښتنه کوي وروسته له هغه چې دوی د بيرته راستنېدو په تور ونیول شول. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د ګڼ شمېر شیعه ځوانانو کورنۍ چې له سوریې څخه په بغاوت کې د برخې اخیستو وروسته بېرته راستانه شوي د جنورۍ په میاشت کې په کراچۍ کې د خپلو زامنو د خوشې کېدو غوښتنه کوي وروسته له هغه چې دوی د بيرته راستنېدو په تور ونیول شول. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په اسلام آباد کې د وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل ځکه چې هغه له رسنيو سره د خبرو اترو اجازه نه لرله، "د کورنیو چارو وزارت د زینبیون بریګیډ په اړه د قانون پلي کونکو مختلفو ادارو څخه معلومات غوښتي دي او اوس مناسب دلیلونه شتون لري چې دا ګمان وکړو چې ​دا ډله په ترهګرۍ کې ښکېله ده​."

د وزارت پريکړه احتمالاً دا معنی لري چې د پاکستان حکومت د هېواد د ترهګرۍ ضد قانون لاندې په زینبیون باندې د بنديز لګولو لپاره تیاری کوي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) د زینبیون بريګيډ ډله جوړه کړه ترڅو په سوريه کې د الاسد د رژیم سره د مرستې لپاره جګړه وکړي. دې د ورته موخو لپاره ​د فاطمیون ډويژن​ ډلههم جوړه کړه چې په ځانګړې توګه د افغان شیعه ګانو څخه جوړه شوې وه.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په مياشت کې ​د زینبیون او فاطمیون په وړاندې د بندیزونو اعلان وکړو.​دا اقدام د هغه هڅو یوه برخه ده چې "په هغه غیرقانوني شبکو بنديز لګوي کومې چې [ایراني] رژیم په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ او ناکراریو صادرولو لپاره کاروي".

که څه هم په پاکستان کې تر اوسه پر زینبیون بندیز نه دی لګېدلی، خو حکومت په دوو کم پېژندل شويو شیعه ډلو، انصار الحسین او د هغې څانګه ​​خاتم الانبیاء،​​باندې د سوریې د جګړې له استخدام سره د دوی د اړیکو له کبله په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ لاندې بنديز ولګولو.

پاکستان ته ګواښ

د پاکستان استخباراتي ادارو له اوږدې مودې راهیسې د شیعه زیارت کونکو په اړه اندېښنې راپورته کړي چې د ایران د نفوذ ښکار کیږي او د تهران په ملاتړ اجیر ډلو کې ګمارل کیږي چې په عراق او سوریه کې جنګیږي.

د سپاه پاسداران استخدامونکي د لوړ معاش او ایراني تابعیت ژمنه کوي که چېرې ځوانان د شیعه زیارتونو دفاع وکړي، خو دوی تل دغه ژمنې نه پوره کوي.

په کراچۍ کې د قانون پلي کولو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د دوی ډېر ګمارل شويو کسانو عمر د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ و، چې د مذهبي احساس او د ځوانانو د پوځي ماجرا جويۍ له امله هڅول شوي وو."

هغه زیاته کړه، زینبیون د نویو غړو د ګمارلو لپاره ګڼ شمېر آنلاین او آفلاین خپرونې خپرې کړي دي.

د سوریې د کورنۍ جګړې د پای ته رسیدو سره سم ډېر ګمارونکي بېرته پاکستان ته راستانه شوي، او ځینې پکې د ياد سازمان سره د تړلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

تېر کال، د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او نورو قانون پلي کونکو ادارو ​د زینبیون سره تړلي څو وسله وال​ د ترهګرۍ او د ترهګرۍ په تمویل کې د لاس لرلو په تور ونیول.

وروسته له هغه چې په کراچۍ کې پولیسو په دسمبر ۲۰۲۰ او جنوري ۲۰۲۱ کال کې د زینبیون څو غړي ونیول، پاکستاني چارواکو هم ​د پیسو مینځلو د یوې شبکې پلټنه پېل کړه​.

د سيند سي ټي ډي د سور کتاب په وروستي چاپ کې، چې د مطلوبه ترهګرو او مشکوک وسله والو يو لیست دی، د زينبيون بريګيډ د څلورو وسله والو نومونه شامل دي.

د ایران لاسوهنه

شنونکي وايي، د سوریې د رژیم په ملاتړ د جګړې لپاره د پاکستاني شیعه ځوانانو استخدام د پاکستان په داخلي امنیت کې د تهران د مخ پر ودې لاسوهنې یوه نښه ده.

د فبرورۍ په مياشت کې،​​په بلوچستان کې د بېلتون غوښتونکو ډلو له بریدونو وروسته،​​ پاکستاني چارواکو په تهران تور پورې کړو چې وسله والو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې په ایران کې له خوندي پټنځایونو څخه خپل عمليات ترسره کړي.

د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د مارچ په مياشت کې په قومي اسمبلۍ کې د پوښتنو په ځواب کې تایید کړه چې منع شوې بېلتون غوښتونکي ډلې د ایران د سیستان او بلوچستان صوبې له لارې بېرته منظم کيږي.

جان اچکزۍ، چې د امنیتي چارو کارپوه او د بلوچستان د حکومت پخوانی سلاکار دی، وویل، "ایران په پاکستان او په ځانګړې توګه په بلوچستان کې، د خپلو سیاسي، اقتصادي او نیابتي وسیلو له لارې د خپل نرم ځواک ستراتیژي پراخه کړې ده."

هغه د فبرورۍ په ۷مه د ګلوبل ویلیج سپېس په وېب پاڼه کې ولیکل، "تهران په مختلفو کچو د خپل [نفوذ] کارول پېل کړي دي... او دا نفوذ په یقیني توګه د پاکستان لپاره یوه ستونزه ګرځي."

د اچکزۍ په وينا، بلوچ بېلتون غوښتونکې ډلې، زینبیون بريګېډ، فاطمیون ډويژن او نورې هغه ملېشې چې ​د ایران د پخواني مشر جنرل قاسم سلیماني​ له خوا جوړې شوې وې، په دې وروستیو کې فعالې شوې دي او ډېر احتمال لري چې په هېواد کې د قانون او نظم وضعیت رامینځته کړي.

سلیماني، چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخوانی کمانډر و، د عراق، سوریه، لبنان، یمن او افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې یې ​د ګڼ شمېر پراخو پراکسي جګړو مشري کوله​.

نوموړی د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه په بغداد کې د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داسې ښکاري چې ستاسو نوم د یو مسلمان نوم دی خو يقيناً تاسو د عمریانو په ډله کې يئ.

ځواب

ستا نوم هم مسلمان ښکاري، خو داسې ښکاري چې ته له لولو مجوسي څخه يې. الله دې زموږ په عمر بن خطاب (رض) رحم وکړي او د هغه او د عثمان (رض) په قاتل دې لعنت وي.

ځواب