تروريزم

پاکستان د اېف ای ټي اېف د خړ لیسټ څخه د وتلو لپاره د ترهګرۍ د تمویل پلټنو ته زور ورکوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

پوليس کمانډو د جون په ۲۹مه په کراچۍ کې د وسله والو له برید وروسته د پاکستان سټاک ایکسچینج ودانۍ ته نژدې ګشت کوي. [آصف حسن/ ای اېف پي]

پوليس کمانډو د جون په ۲۹مه په کراچۍ کې د وسله والو له برید وروسته د پاکستان سټاک ایکسچینج ودانۍ ته نژدې ګشت کوي. [آصف حسن/ ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستان خپلو هڅو ته زور ورکوي چې د پیسو مینځلوونکو او ترهګرو تمویل کونکو پروړاندې مبارزه وکړي چې د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) شرطونه پوره کړي او په نړيواله کچه د ترهګرۍ د تمویل د څارونکي د خړ لیسټ څخه وځي.

اېف ای ټي اېف، چې په پاريس کې دېره بين الحکومتي سازمان دی، د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل په وړاندې په اقداماتو پورته کولو کې د ناکامۍ له کبله په جون ۲۰۱۸ کال کې پاکستان په خپل خړ لیسټ کې په رسمي ډول شامل کړو.

خړ لیسټ په هغو هیوادونو مشتمل دی چې اېف ای ټي اېف يې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ تمویل سره د مبارزې لپاره د دوی په هڅو کې د کمزورۍ له کبله څارنه کوي.

اېف ای ټي اېف د اسلام آباد لپاره آخرنۍ نيټه تر سپتمبر پورې وغزوله څو د عمل پلان بشپړ کړي چې موخه يې د اېف ای ټي اېف شرطونه پوره کول دي، او دا به د اکتوبر په میاشت کې په راتلونکي عمومي غونډه کې د اېف ای ټي اېف کاري پلان په اړه د پاکستان پرمختګ وارزوي.

پياده خلک په پېښور کې د سپتمبر په ۸مه د اسعارو د بازار مخې ته روان دي. [اشفاق یوسفزۍ]

پياده خلک په پېښور کې د سپتمبر په ۸مه د اسعارو د بازار مخې ته روان دي. [اشفاق یوسفزۍ]

د حکومت په وروستۍ مبارزه کې، د وفاق د عوايدو بورډ (ایف بي آر) د اګست په ۲۸مه راپور ورکړ چې دې د بينک په غیرقانوني راکړه ورکړه کې ۱.۴ ملیارده روپۍ (۸.۴ ملیون امريکايي ډالره) په ګوته کړي دي.

سیمه ایزو رسنيو د اېف بي آر له قوله راپور ورکړی چې په اسلام آباد کې د استخباراتو او تحقیقاتو ادارې د هغه مشکوک کس د مالیې فايل له کتنې وروسته اقدام پورته کړو چې مختلفو مراجعینو ته د مسلکي خدماتو د وړاندې کولو په وخت يې د سوداګرۍ مختلف نومونه کارولي وو.

اېف بي آر وويل، دغه شکمن کس د ۱.۱ ميليارده روپو (۶.۶ ملیون ډالره) د بينک راکړې ورکړې او د خپلې ګټې وټې د سرچینې وضاحت ونه کړو.

سربیره پردې، د شکمن يو همکار د ۳۲۹ ميليونو روپو (۱.۹ ملیونه ډالره) د بينک راکړه ورکړه ترسره کړه چې چارواکو شکمنه وګنله. اېف بي آر وویل چې دغه دوو کسانو په ګډه کار کولو او له ۵۰ څخه ډیر اکاونټونه یې په پاکستانیو او بهرنیو بينکونو کې لرل.

اېف بي آر وويل، چې چارواکو د پیسو مینځلو ضد قانون ۲۰۱۰ لاندې د دغه دواړو کسانو پروړاندې شکایت ثبت کړو.

کېسونه مخ په ډیریدو دي

د اېف بي آر يو چارواکي چوهدري مطهر وویل، چارواکو په تیرو دوو میاشتو کې د ۲۰ نه ډیر شکمن د بينک اکاونټونه په ګوته کړي دي.

هغه د اګست په ۲۸مه وویل، "په دې کېسونو کې، اکاونټ لرونکو لږ یا هیڅ مالیه نه ده ورکړې، په داسې حال کې چې د دوی راکړه ورکړه په ملیونونو کې ده." "له همدې امله، موږ نور هم د دې کېسونو او د ممنوعه سازمانونو سره د دوی د تړاو په اړه څیړنې کوو، کوم چې پیسې په هیواد کې د ترهګریزو فعالیتونو د تمویل لپاره کاروي."

د اېف بي آر هغه څانګه چې د اېف ای ټي اېف اړوند کېسونو باندې کار کوي د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل مشکوک کېسونو په اړه د تحقیقاتو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

مطهر وویل، "ډیر ژر به موږ د شکمنو کسانو په وړاندې څو کېسونه ثبت کړو، ځکه چې حکومت د اېف ای ټي اېف د لارښوونو سره سم د مشکوکو کسانو په وړاندې د عمل کولو لارښوونه کړې ده."

په یو بل کېس کې، د خېبر پښتونخواه د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) د جولای په ۱۳مه په کرم ضلعه کې درې شکمن کسان ونیول چې ۷۸۰۰۰ ډالره (۱۳ ملیونه پاکستانۍ روپۍ) او ۵ ملیونه افغانۍ (۱۰.۸ ملیونه پاکستانۍ روپۍ) او د پاکستان نوټونه يې وړل.

چارواکو د دوی پروړاندې د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ برخه ۱۱- اېف (د منع شوي سازمان غړیتوب) او ۱۱- اېن برخې (د ترهګرو تمویل) لاندې کېس ثبت کړو.

د سي ټي ډي انسپکټر رضا خان په دغه وخت وويل، دغه شکمن کسان په کرم ضلعه کې د خرلاچي سرحدي پوسټ له لارې له افغانستان څخه پاکستان ته داخل شول او د ترهګرو ډلو مالي تمویل یې وکړو.

د جولای په ۱۸مه، د وفاق د تحقيقاتو ادارې يو يونټ، چې په هغه کېسونو کار کوي چې د اېف ای ټي اېف سره تړاو لري، وويل چې دوی په لاهور کې د پیسو مینځلوونکو یوه شبکه وموندله او د هغې څلور غړي یې ونیول.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړو چې افسرانو پاکستانۍ پيسې، بهرنۍ پيسې، لپټاپونه، موبايل تلیفونونه، او د هنډۍ او حوالې اړوند رسیدونه، او همدارنګه چیک بوکونه ترلاسه کړل.

ډير قوانين د جوړيدو په پړاو کې دي

د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان په وینا، د قانون جوړول د ترهګرۍ د تمویل د مخنيوي لپاره د هڅو په پیاوړي کولو کې مرسته کوي.

هغه وویل، "پاکستان د خپل امنیت په خاطر دا ګامونه پورته کوي." "موږ په تیرو ۲۰ کلونو کې د ترهګرۍ له کبله د ۷۰،۰۰۰ نه زيات خلک له لاسه ورکړي او مونږ سولې ته اړتیا لرو."

هغه وویل، متحده ایالات او نور متحدین د ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره او په بریالیتوب سره د دغه هڅو د ترسره کولو ستاينه کوي.

خان وويل، د دې کال په لومړيو کې د حافظ سعيد، چې د منع شوي وسله والې ډلې لشکر طیبه (اېل اي ټي) او د دې اړوند د سیاسي ډلې جماعت الدعوا (جی يو ډي) مشر دی، محکوميت د متحده آيالاتو د چارواکونه پراخه ستاينه ترلاسه کړه.

هغه وویل، "ډیر قوانين د جوړلو په پړاو کې دي چې د ترهګرۍ د تمویل مشکوکو کسانو محکومیت يقيني کړي، چې دا به نه یوازې د اېف ای ټي اېف شرطونه پوره کړي بلکې زمونږ خلک به د افراطیت پروړاندې خوندي کړي."

هغه وويل، "زموږ کړنې زموږ ارادې څرګندوي. ګرفتارۍ کيږي، سزاګانې ورکړل کيږي او په موجوده قوانينو کې ترميم کيږي چې زموږ هیواد خوندي کړي او اقتصادي پرمختګ ترلاسه کړي."

وزیر اعظم عمران خان د اګست په ۲۷مه ای آر وای نیوز ته وویل، پاکستان د اېف ای ټي اېف له خړ لیست څخه د لرې پاتې کیدو لپاره جدي اقدامات کوي.

هغه وویل، "که چيرې پاکستان د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ تمویل پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، نو ممکنه ده چې دا د خرابیدونکي اقتصادي وضعیت سره مخ شي." "موږ به هر څه وکړو چې نړۍ مطمينه کړو چې پاکستان ترهګري ختمول او سوله راوستل غواړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500