تروريزم

پاکستان په هغه تروريستي ډلې بنديزونه لګولي چې په سوریه کې د جنګ لپاره په استخدام کې ښکيل وه

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ قانون پلي کونکي پرسونل د اګست په ۱۱مه د يو موټر تلاشي اخلي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ قانون پلي کونکي پرسونل د اګست په ۱۱مه د يو موټر تلاشي اخلي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- چارواکو په هغو لږو مشهورو شیعه وسله والو ډلو بنديز لګولی چې په پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او بهر ته د جګړې لپاره د ځوانانو د لیږلو په تور تورن دي. .

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۱۹مه) په ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو له امله د شیعه ګانو په خاتم الامبیا (کی يو ای) سازمان بنديز ولګولو.

د ترهګرۍ سره د مبارزې ملي اداره (نیکټا)، چې د هیواد د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره يوه کلیدي اداره ده، د کی يو ای نوم د منع شويو سازمانون په ليسټ کې هغه وخت شامل کړو کله چې دغه وزارت يوه اعلاميه خپره کړه.

د نیکټا چارواکو په وینا، د انصار الحسین (ای يو ايچ) غړو، چې د شیعه ګانو يوه وسله واله ډله ده او په دسمبر ۲۰۱۶ کال کې پرې د کورنیو چارو وزارت لخوا بنديز لګول شوی و، د کی يو ای تر مشرۍ لاندې يې فعاليت پيل کړو او د قانون پلي کونکو ادارو نه يې د تیښتې هڅه وکړه.

د يو شکمن وسله وال، چې په پاړه چنار کې د کرم اوسيدونکی دی او د شیعه وسله وال تنظیم سپاه محمد پاکستان او مهدي ځواک سره تړاو لري، په اړه معلومات په سور کتاب، چې د پاکستان د تر ټولو زيات مطلوبه ترهګرو ليسټ دی، کې ليدل کیدی شي. [ضیاء الرحمان]

د يو شکمن وسله وال، چې په پاړه چنار کې د کرم اوسيدونکی دی او د شیعه وسله وال تنظیم سپاه محمد پاکستان او مهدي ځواک سره تړاو لري، په اړه معلومات په سور کتاب، چې د پاکستان د تر ټولو زيات مطلوبه ترهګرو ليسټ دی، کې ليدل کیدی شي. [ضیاء الرحمان]

انصار الحسين د یوې فلاحي موسسې په شکل کې په کرم کې کار کولو چې د محرم په اسلامي میاشتو کې د شيعه ګانو جلوسونو د ساتنې لپاره رضاکار ځوانان چمتو کړي.

د نيکټا يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، "خو د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې، حکومت وروسته له هغې په انصار الحسين بنديز ولګولو کله چې قانون پلي کونکو وموندله چې دغه ډله شیعه ځوانان سوریې ته استوي چې د ايران ملاتړي جګړه مارو سره يو ځای وجنګيږي کوم چې د حکومتي ځواکونو سره مرسته کوي."

دغه چارواکي وويل، کی يو ای زياتره د خېبر پښتونخواه په کرم، کوهاټ او هنګو ضلعو کې فعالیت کوي. شک کیږي چې دوی ځایي کسان استخداموي چې د ایران له لارې سوریې ته ځي چې د سوریې په بغاوت کې برخه واخلي.

سیمه ایز څارونکي وايي، کيدی شي چې کی يو ای په کرم ضلعه کې، چې هغه قبايلي ضلعه ده چې د افغانستان سره پوله لري او د فرقه یي اورپکۍ مرکز پاتې شوی دی، د تاوتریخوالي له وروستي زیاتوالي سره تړاو لري.

د می له میاشتې راهیسې، په کرم کې درې چاودنې شوي دي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو، په وروستۍ پیښه کې لږ ترلږه ۱۷ کسان ژوبل شول کله چې د جولای په ۱۶مه د کرم په مرکز کې د پاړه چنار په يو مصروفه بازار کې يوه چاودنه وشوه.

د سولې ځايي فعالان وايي، د شیعه ګانو لږ مشهور تنظیمونه، انصار الحيسن، سپاه محمد پاکستان او مهدي ځواک، او همدارنګه د سني ترهګريزو ډلو لکه لشکر جنګوي (ایل اي جی) او تحریک طالبان پاکستان غړي په کرم کې په وروستیو میاشتو کې تاوتریخوالي ته په لمن وهلو کې لاس لري.

په کرم قایلي ضلعه کې د سولې فعالې ذوالقرنین توري وویل، "خو ځایي اوسیدونکي او قبايلي مشران د بین المذاهب هم آهنګۍ د ودې لپاره د جرګو په کولو سره د هغوی ناوړه پلانونه شنډوي."

توري وویل، د ټولنې مشرانو او د سیاسي او مذهبي مشرانو يوې ډلې په ګډه د می په میاشت کې په کرم کې يوه غونډه جوړه کړه او له چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ځمکې شخړې حل کړي چې یوه فرقه يي ستونزه ترې جوړيده.

د شيعه ډلو پروړاندې مبارزه

د پاکستان استخباراتي ادارو د هغه شيعه ځوانانو په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې د ایراني نفوذ ښکار کیږي او د تهران په ملاتړ په هغه عسکري ډلو کې استخدام کيږي کوم چې په عراق او سوریه کې جنګیږي.

د تيرو څو مياشتو راهيسې، د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو د شيعه وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې ده چې په پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او د سوريې د صدر بشار الاسد په رژيم کې د جګړې لپاره د نويو عسکرو د استخدامولو په تور تورن دي.

په سوریه کې د پاکستاني جنګیالیو لپاره لومړني استخدام کونکي، تمویلونکي او اداره کونکي د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) او د دې د قدس ځواک دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستاني چارواکو په لسګونو شیعه ځوانان له دغه سازمانونو سره د ښکاره تړاو په تور نیولي دي.

د فبرورۍ په مياشت کې، د کراچۍ پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) سیمنز چورنګي ته نژدې د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې دوه مشکوک کسان ونیول.

په شکمنو کسانو کې يو کس -- سید کامران حیدر زیدي، عرف کامي -- د زینبیون بریګیډ سره تړاو لرلو. زينبيون بريګيډ هغه ملېشه ده چې په پاکستانيانو مشتمله ده او د الاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده.

د کراچۍ پولیسو د ترهګرۍ ضد يو سينير چارواکي اسرار اعوان وويل چې زيدي، چې د دې ډلې غړی دی، پاکستان ته د بيرته راتلو نه مخکې د الاسد د ځواکونو سره يو ځای جنګيدلی و.

د اعوان له مخې، يو بل شکمن کس -- سید علي رضا، عرف بوبي -- د سپاه محمد پاکستان (اېس اېم پي) سره تړاو لرلو.

دواړو شکمنو کسانو اعتراف وکړو چې دوی په خېبر پښتونخواه کې د کرم قبايلي ضلعې په پاړه چنار کې د وسله والو نه روزنه ترلاسه کړې وه او په کراچۍ کې په مختلفو فرقه ییزو وژنو کې يې لاس لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500