تروريزم

د وسله والو مشر وايي چې سپاه پاسداران په پاکستان کې دننه د ترهګرو بریدونو ملاتړ کوي

د زرک خان له خوا

د جېش العدل وسله والې ډلې غړي. [فايل]

د جېش العدل وسله والې ډلې غړي. [فايل]

د ایران د وسله والې ډلې جېش العدل مشر وويل، د ایران رژیم ​د پاکستاني اورپکو ډلو ملاتړ کوي او د ایران په خاوره کې هغوی ته خوندي پټنځایونه برابروي​​چې په پاکستان کې دننه ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

د جیش العدل ویاند حسین بلوچ د نومبر په میاشت کې د نړېوالو چارو لپاره د میډسټون مرکز (MCIA)، چې په برتانیه کې د امنیت يو څېړنيز مرکز دی، سره په يوې مرکه کې وویل، د پاکستان د بلوچ وسله والو ډلو مشران او پیاده عسکر چې د پاکستان له پوځي عملیاتو څخه له تېښتې وروسته یې په ایران کې پناه اخیستې وه "د ایراني رژیم او سپاه پاسداران [اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو] په جال کې راګیر شوي دي" او "د دې رژیم یوه وسیله" ګرځیدلې ده.

بلوچ دا تور هم ولګولو چې د دې تحفظ په بدل کې، سپاه پاسداران د پاکستاني وسله والو ډلو لکه د بلوچستان د آزادۍ فرنټ (بي اېل اېف) او د بلوچستان جمهوري پوځ (بي آر ای) څخه کار اخلي ترڅو د ایراني سني بلوچ ډلو مشران او غړي ووژني او په هغوی باندې بریدونه وکړي.

بلوچ د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې "زموږ په یوه اډه کې د سپاه پاسداران ځواکونو په ملاتړ [د پاکستاني بلوچ وسله والو لخوا] همغږي شوي ګډ برید" ته اشاره وکړه، او دا يې ونه ويل چې آيا دا اډه په پاکستان یا ایران کې وه. هغه د ایران په بام پشت کې د جېش العدل ځواکونو باندې د بي اېل اېف او بي آر ای لخوا د ۲۰۱۷ کال د برید یادونه هم وکړه.

د ایران له بلوچ اقلیت سره دوکه

د تهران ترڅنګ، بي اېل اېف او بي آر ای یو داسې رژیم پیاوړی کوي چې په ایران کې د هغوی په خپلوانو باندې ظلم کوي.

بلوچ وویل، د بي اېل اېف مشر الله نظر او د بي آر ای مشر برهمداغ بګټي د جېش العدل پر ضد بیانونه خپاره کړي او په ایران کې يې په جېش العدل باندې په ۲۰۱۷ کال کې د برید مسؤلیت منلی دی.

بلوچ وویل، "د خپلو کمزوریو له کبله، له بده مرغه، دا [پاکستاني اورپکۍ] ډلې د سپاه پاسداران بې معاشه عسکر جوړ شوي دي."

جېش العدل په ۲۰۱۲ کال کې جوړه شوې یوه سني ډله ده چې په ایراني ځواکونو يې د بمي بريدونو او د هغوی د تښتولو مسؤلیت پر غاړه اخيستې دی. دغه ډله وايي چې په سیستان او بلوچستان کې د سني مسلمانانو او بلوچيانو پر وړاندې د ایران له تبعیض سره مبارزه کوي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم داسې شواهد موندلي چې وسله وال ​​په پاکستان کې د بریدونو لپاره په ایران کې د خوندي پټنځایونو څخه کار اخلي​​وروسته له هغې کله چې په ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو په تور د ممنوعه بلوچ وسله والو ډلو څو وسله وال ونیول شول.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) او نورو قانون پلي کوونکو ادارو د اکتوبر په ۲۸مه په خاران ضلعه کې په یوه ګډه چاپه کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) غړی شفقت الله جلانزۍ، د بلوچستان عالي محکمې د پخواني چيف جسټس نور محمد مسکانزۍ په وژلو کې د لاس لرلو په تور ونيولو.

محمد د اکتوبر په ۱۴مه د بلوچستان صوبې په خاران ښار کې په یو جومات کې په ډزو ووژل شو.

په یو ویډیو بیان کې چې د سي ټي ډي لخوا خپور شوی او د پاکستان فارورډ لخوا لیدل شوی دی، جلانزۍ اعتراف وکړو چې هغه د ایران په سیستان او بلوچستان صوبه کې په سروان ښار کې د وسله والو فعالیتونو لپاره روزنه ترلاسه کړې وه.

پاکستاني چارواکي​​پر تهران تور لګوي چې د فبرورۍ په میاشت کې د بریدونو وروسته يې اورپکو ډلو ته په خپله خاوره کې له خوندي پټنځایونو څخه د فعالیت کولو اجازه ورکړې ده.​

د بي اېل ای وسله والو د فبرورۍ په ۲مه د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ پر پوسټونو دوه بریدونه وکړل. بي اېل اېف د جنورۍ په ۲۵مه په کیچ ضلعه کې ۱۰ امنیتي پرسونل ووژل.

د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د مارچ په مياشت کې په قومي اسمبلۍ کې د پوښتنو په ځواب کې تایید کړه چې منع شوې ډلې د سیستان او بلوچستان له لارې بېرته منظم کيږي.

جېمزټاون فاونډېشن، چې په واشنګټن کې مېشت يو څېړنيز مرکز دی، د مارچ په میاشت کې وویل، پاکستاني اورپکۍ ډلې "د دوی په وړاندې د ایران د نرم چلند څخه ګټه پورته کوي ځکه چې ایراني امنیتي ځواکونو دوی او نورو بلوچ یاغیانو ډلو ته خونديتوب او پناه ورکړې ده."

دغه څېړنيز مرکز د مارچ په میاشت کې په خپل راپور کې وويل، پاکستاني ډلو دا خونديتوب په جېش العدل باندې د برید لپاره کارولی دی.

ناکرارۍ ته لمن وهل

له تهران سره د اسلام آباد د صبر پيمانه په دې وروستیو کلونو کې د پولې پورې غاړې د توکميزې او فرقه ايزې اورپکۍ او د پاکستان په چارو کې د ايران د لاسوهنې له امله تمامه شوې ده.

سپاه پاسداران، زینبیون بريګيډ جوړ کړو، چې هغه ملېشه ده چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ده او په ۲۰۱۴ کال کې د الاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې وه. د جولای په میاشت کې، د پاکستان حکومت په رسمي توګه ​​زینبیون بریګیډ د ترهګریزو فعالیتونو​​، په ځانګړې توګه په پاکستان کې دننه د سیالو فرقو د دیني عالمانو د وژلو، په تور تورن کړو.

که څه هم په پاکستان کې تر اوسه پر زینبیون بريګېډ بندیز نه دی لګېدلی، خو حکومت په دوو کم پېژندل شويو شیعه ډلو، انصار الحسین او د هغې په څانګه، ​​خاتم الانبیاء،​​باندې د سوریې د جګړې لپاره له استخدام سره د دوی د اړیکو له کبله په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ لاندې بنديز ولګولو.

د فبرورۍ په میاشت کې په امنیتي عملیاتو کې،​​پاکستاني چارواکو د پاکستان د پیسو مینځلوونکو او د ایراني استخباراتو ترمنځ اړیکې کشف کړې​​.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) د فبرورۍ په ۹مه په کراچۍ کې د هاؤس بلډینګ فنانس کارپوریشن یو سينير چارواکی ونیولو. ياده اداره د هاؤسنګ فنانس شرکت دی چې د پاکستان د سټیټ بېنک یوه ضمني اداره ده.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې دغه چارواکی د "ایراني استخباراتو لپاره په هنډۍ او د حوالې په سوداګرۍ" کې د لاس لرلو په تور نیول شوی و.

په کراچۍ کې د اېف آی ای د چارواکي په وینا، دغه ګرفتاري وروسته له هغې وشوه کله چې چارواکو په کراچۍ کې د حوالې او هنډۍ د سوداګرۍ په یوې ډلې چهاپه ووهله، چې ۱۳ شکمن کسان یې پکې ونیول او د ملیونونو روپیو په ارزښت بهرنۍ او ځایي کرنسۍ یې ضبط کړې.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د پاکستان څو استخباراتي ادارې د پاکستان په کورنیو امنیتي چارو کې د تهران د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په اړه معلومات شریکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500