امنیت

د چین د پوځي ځواک ښودنه خپل محتاط، ویره لرونکي ګاونډیان اندیښمن کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د تائیوان هوایي ځواک الوتکې پاڅي او په ملکي موټروی باندې کوزيږي. [ای اېف پي]

پینګ ټونګ، تائیوان -- جنګي جیټ الوتکو تېره هفته د سویلي تائیوان په لویه لاره کې د اور وژنې پوځي مشقونو د برخې په توګه د کوزيدو مشق وکړو چې د چین د یرغل پروړاندې د ټاپو د دفاع لپاره فرضي مشقونه کوي.

تائیوان د بیجینګ د دوامداره یرغل لاندې ژوند کوي، کوم چې ټاپو د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او ژمنه یې کړې چې که اړتیا وي یوه ورځ به یې په زور سره ونیسي.

پوځي کړکیچونه د صدر شي جینپینګ سره په لسیزو کې ترټولو لوړې کچې ته رسیدلي، پداسې حال کې چې چین اوس په منظم ډول جنګي الوتکې او د اټومي وړتیا لرونکي بم غورځونکي الوتکې د تائیوان د هوایي دفاع زون ته لیږي او دولتي رسنۍ په منظم ډول د یرغل د مشقونو په اړه راپورونه خپروي.

د تائیوان مختلفو جنګي الوتکو او همدارنګه د لومړني اخطار الوتکې د تیرې چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۵مه) د پینګ ټونګ کاونټي صوبې په لویه لاره کې د الوتو او کوزيدو مشقونه وکړل.

چینایي سرتیري د اګست په میاشت کې د ساحل یرغل مشق په جريان کې له خپل مځكني-سمندري ګاډي څخه کوزيږي. [د چین د دفاع وزارت]

چینایي سرتیري د اګست په میاشت کې د ساحل یرغل مشق په جريان کې له خپل مځكني-سمندري ګاډي څخه کوزيږي. [د چین د دفاع وزارت]

د متحده ایالاتو لخوا جوړ شوی د لومړي اخطار E2K الوتکې د سپتمبر په ۱۵مه د هان کوانګ کلني مشقونو په جریان کې د تائیوان په پینګ ټونګ کې له موټروې څخه پاڅي. [سام یاه/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو لخوا جوړ شوی د لومړي اخطار E2K الوتکې د سپتمبر په ۱۵مه د هان کوانګ کلني مشقونو په جریان کې د تائیوان په پینګ ټونګ کې له موټروې څخه پاڅي. [سام یاه/ای اېف پي]

دا مشق، چې صدر سایي انګ وېن وکتلو، باید د تائیوان د پیلوټ مهارتونه لوړ کړي که چیرې د ټاپو هوایي اډې ويجاړې شي.

په تائیوان برید کول به خورا ګرانه او ستونزمنه هڅه وي، خو بیجینګ په وروستي کلونو کې په زیاتیدونکي ډول پوځي خلا ختمه کړې ده، او شي جينپينګ د ټاپو د نيولو د خپلې هیلې هیڅ راز پټ ندی ساتلی.

د متحده ایالاتو لوړ پوړو جنرالانو په عامه توګه خبرداری ورکړی چې کيدی شي چین احتمالي بريد وکړي.

تېر کال چینایي جټ الوتکې او بم غورځونکې الوتکې د تائیوان د هوایي دفاع پیژندنې زون (ADIZ) کې په تاريخي توګه ۳۸۰ ځله داخل شوې.

د سږ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د يرغلونو شمېر له ۴۰۰ څخه ډېر شوی.

د جون په میاشت کې، ۲۸ چینایي جیټ الوتکو په يوه ورځ کې د تائیوان د ADIZ څخه سرغړونه وکړه. دا سرغړونه لږ وروسته له هغه ترسره شوه کله چې د G7 مشرانو یوه مهمه اعلامیه خپره کړه چې په تائیوان تنګي کې د سولې غوښتنه کوي.

مخکینی ترټولو لوی يرغل -- ۲۵ جیټ الوتکې -- د اپرېل په میاشت کې وروسته له هغې وشو کله چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چین ته خبرداری ورکړو چې د تائیوان د وضعیت د بدلولو هڅه ونه کړي.

په زور شخړې حل کول

په ګاونډيو آسیايي هيوادونو کې شنونکي په ټوله سیمه باندې د دې د اغيزو لپاره د تائیوان د وضعیت څارنه کوي.

په الماتي کې د فلسفې، سیاسي علومو او مذهب د مطالعاتو په انسټیټیوټ کې يو مخکښ څیړونکي تالګات عثماګېمبه توف وویل، "که چین تائیوان ونیسي، نو دا به د نړیوال امنیت لپاره نه بدلیدونکې پایلې ولري."

"پدې حالت کې بیجینګ به د بحر الکاهل په ختیځ برخه کې پخپله د هیڅ محدودیت احساس ونکړي او هڅه به وکړي چې د راتلونکي ځمکنۍ ستونزې د خبرو له لارې حل نه کړي بلکې د زور له لارې يې حل کړي، او په خپلو ادعاوو او د خپل ځان حق باندې به تکیه وکړي."

هغه وویل، چین له جاپان، سویلي کوریا، ویتنام، مالیزیا او فیلیپین سره ځمکنۍ شخړې لري، کوم چې بیجینګ په پوځي توګه حل کول غواړي."

عثماګېمبه توف زیاته کړه، "متحده ایالات باید چین منع کړي، کوم چې د آسیايي بحرالکاهل سیمه کې يو نوی واکمن ځواک جوړ شوی دی."

په بشکیک کې د نړیوالو چارو او شخړو متخصص عادل عثمان بیتوف وویل، چین د نړیوال تسلط لپاره هڅه کوي.

هغه وویل، پداسې حال کې چې چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد لري، خوا دا ترټولو لوی اقتصاد غواړي. دا خواهش د وبا په جریان کې خورا لوړ شو ځکه چې چین د طبي محصولاتو او د کووېډ-۱۹ واکسینونو په خرڅولو سره ډیرې پیسې وګټلې.

عثمانبیتوف د تائیوان په وړاندې د چین یرغل "د چینایي ځواک او وړتیا ازموینه وبلله ".

هغه وویل، "چین غواړي پوه شي چې ایا دا کولی شي له سرې کرښې څخه تير شي."

خپلواکه ګواښونه

د چین د کمونست ګوند تر کنټرول لاندې رسنیو ادعاګانې دوام لري چې د مینځنۍ آسیا هیوادونو چین ته بیرته راستنېدل يوه بله بیلګه ده چې بیجینګ د خپل حاکمیت د دفاع لپاره د سیمه ایزو مشرانو لیوالتیا ازموي.

د ۲۰۲۰ په پسرلي کې، کله چې قزاقستان او قرغزستان د کورونا ویروس خپریدو له کبله په سخت قرنطین کې وو، چینایي وېب پاڼو د دواړو هیوادونو په اړه پارونکي بیانات خپاره کړل چې غوسه یې رامينځته کړه.

د اپرېل په مياشت کې، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د چین سفیر وروسته له هغې راوغوښتلو کله چې يوه مقاله "ولې قزاقستان چین ته بیرته راستنیدو ته لیواله دی" تر سرلیک لاندې د چین د خصوصي ملکیت په وېب پاڼه Sohu.com کې خپره شوه.

په ورته میاشت کې، Toutiao.com "يوه مقاله د دې سرليک سره خپره کړه: "ولې قرغزستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته خپل ټاټوبي ته راستون نه شو؟"

دغه مقاله وايي چې قرغزستان د زرهاو کلونو لپاره د چین برخه وه کله چې په ۱۸۴۶ کې زار روسیې د اوسني قرغزستان په ګډون له چین څخه ۵۱۰۰۰۰ کیلومټره ځمکه واخيستله.

دغه ليکوال وويل، که څه هم "سیمې او هیوادونه چې له خپل هیواد څخه جلا شوي په پای کې غواړي بیرته راشي،" کله چې قرغزستان په ۱۹۹۱ کال کې له شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړه، خو دا د روسيې د دوامداره نفوذ له کبله چين ته "ستانه" نه شوه.

دې مقالې د قرغز په ټولنه کې غوسه رامينځته کړه او دا مقاله يې پارونکي وبلله.

"بیجینګ نه یوازې د قرغزستان د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره، بلکې د خپل حاکمیت لپاره هم یو ګواښ جوړيږي. مارس ابایف، چې په بشکیک کې د Orbita.kg خبري وېب پاڼې خبریال دی، وویل، "دا د اندیښنې وړ نښه ده."

هغه وويل، د دې ادعاګانو په کولو سره، بیجینګ د "خپلو" سيمو د بیرته ترلاسه کولو نظریه وړاندې کوي چې د مينځنئ آسيا د هيوادونو د عکس العمل مطالعه وکړي.

په جولای ۲۰۲۰ کال کې، چینایي رسنیو د پارونکي سرلیک سره يوه مقاله خپره کړه، "تاجکستان چین ته د خپلو ځمکو لیږد پیل کړل، او د پامیر غرونه خپل ریښتیني مالک ته بیرته واپس شوي دي."

دې خپرونې په ۲۰۱۱ کال کې چین ته د ۱۱۵۸ مربع کیلو میتره د تاجکانو د خاورې د لیږد په اړه خبرې وکړې، چې په هغه وخت کې يې ډیر تاجکان غوسه کړل.

تاجکستان دغه ځمکې چین ته وسپارلې چې خپله څه قرضه بېرته ورکړي.

د شنجيانګ مسئله

په دې وروستیو کې، قزاقستان د خپل پياوړي ګاونډي پروړاندې د ودریدو لپاره خپله لیوالتیا وښودله.

د دې کال له پیل راهیسې، قزاقانو هره ورځ په الماتې کې د چینايي قونسلګرۍ بهر احتجاج کړی او غوښتنه کوي چې بیجنګ دې د هغوی خپلوان او ملګري خوشي کړي کوم چې په شنجيانګ کې د مسلمانانو سره د چین د ظلم د برخې په توګه توقیف شوي دي.

د قزاقستان چارواکو د اکتوبر په وروستیو کې هغه څلورو قزاقانو ته د کډوالۍ حیثیت ورکړو چې د چین د حکومت له ظلم څخه د ژغورلو لپاره له شنجيانګ څخه تښتیدلې ول.

فعالان وايي، د چين د قزاق اقليت نور سلطان ته د کډوال حیثیت ورکول په په شنجیانګ کې د بیجینګ لخوا د بشري حقونو څخه سرغړونه په ګوته کوي.

بیجینګ په ۴۰۰ تاسیساتو کې له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترک مسلمانان -- د قازقانو په شمول -- په شنجيانګ کې د مسلمانانو پروړاندې د عملياتو د يوې برخې په توګه بندیان کړي دي چې پکې د "سیاسي زده کړې" کېمپونه، د محاکمې څخه مخکې د توقیف خونې او زندانونه شامل دي.

ملیونونه نور د سخت نظارت او کنټرول لاندې ژوند کوي.

بيجينګ لومړی په شنجيانګ کې د دې مرکزونو له شتون څخه انکار وکړو، خو وروسته يې دغه مرکزونه د "بیا زده کړې" کېمپونو په توګه د مشروع کولو هڅه وکړه چې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره جوړ شوي او د کار فرصتونو ته وده ورکوي.

که څه هم، د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقات او مرکې جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیري، په جبري توګه شنډول، جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کوي.

[د الماتې څخه کانات التینبایف پدې راپور کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500