بشري حقونه

په هانکانګ کې د چین عمليات د رژیم د آزادۍ پر ضد اجنډا په ګوته کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د جمهوريت پلوه پارلماني غړي د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۱ مه په هانګ کانګ کې د قانون جوړوونکي شورا په دفتر کې د یوې خبري غونډې په پیل کې لاسونه يو ځای کوي، وروسته له هغې چې څلور یې سمدستي له خپلو څوکیو څخه لرې کړی شول. چین دغه ښار ته واک ورکړو چې هغه سياستدانان نا اهل وګرځوي کوم چې د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼل کيږي. [انټوني والېس/ای اېف پي]

د جمهوريت پلوه پارلماني غړي د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۱ مه په هانګ کانګ کې د قانون جوړوونکي شورا په دفتر کې د یوې خبري غونډې په پیل کې لاسونه يو ځای کوي، وروسته له هغې چې څلور یې سمدستي له خپلو څوکیو څخه لرې کړی شول. چین دغه ښار ته واک ورکړو چې هغه سياستدانان نا اهل وګرځوي کوم چې د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼل کيږي. [انټوني والېس/ای اېف پي]

بیجینګ -- په داسې حال کې چې د هانګ کانګ د جمهوريت پلوه غورځنګ له خوا بيجينګ په پراخه کچه ګواښل شوی، بیجینګ په نیمه خپلواکه ښار کې د احتجاجونو پر خلاف کار کوي، او د آسیا نورو هیوادونو ته خبرداری ورکوي، چيرې چې چین د سیاسي، اقتصادي او کلتوري نفوذ لپاره هڅه کوي.

د نظر د آزادۍ او جمهوري هیلو پروړاندې په وروستي ګوزار کې، بیجینګ د نومبر په ۱۱ مه د هانګ کانګ اجراییوي مشر کیري لېم ته واک ورکړ چې د څه مشورې نه بغير هر هغه پارلماني غړی ګوښه کړي کوم چې په پراخه کچه هيوادپال نه ګڼل کيږي.

هغې سمدلاسې دا ځواک د څلورو جمهوري پلوه پارلماني غړيو پرضد استعمال کړو، چې نور ۱۵ کسان یې احتجاجاً په استعفی ورکولو مجبوره کړل، او د هانګ کانګ کابینه یې د چینایي وفادارانو د ټولنې پورې محدود کړه.

په هانګ کانګ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۱۲ مه د پارلماني غړي ګوښه کول د ښار لپاره "سم درمل" وبلل.

د اکتوبر د ۲۹ مې په دې خپور شوي عکس کې د چین پوځیان په پیراشوټونو کې د یوې حملې مشق کوي. د بیجینګ دا ډیریونکي ليوالتيا چې خپل پوځي قوت وکاروي او د خپلو ګاونډیو د خپلواکې ځمکې څخه سرغړونه وکړي، نږدې چارواکو او وګړو ته خبرداری ورکړی دی. [د چین د پوځ وزارت]

د اکتوبر د ۲۹ مې په دې خپور شوي عکس کې د چین پوځیان په پیراشوټونو کې د یوې حملې مشق کوي. د بیجینګ دا ډیریونکي ليوالتيا چې خپل پوځي قوت وکاروي او د خپلو ګاونډیو د خپلواکې ځمکې څخه سرغړونه وکړي، نږدې چارواکو او وګړو ته خبرداری ورکړی دی. [د چین د پوځ وزارت]

دا تصوير چې د اکتوبر په ۲۰ مه اخیستل شوی سیلانیان ښیي چې د کینمین په ساحل کې، چې د تائیوان له لومړۍ کرښې ټاپو څخه یو دی، د الوتکې د راکوزيدو پر ضد د خنډونو لیدنه کوي. زیامن، چین، په افق کې څرګند دی. [سام یي/ ای اېف پي]

دا تصوير چې د اکتوبر په ۲۰ مه اخیستل شوی سیلانیان ښیي چې د کینمین په ساحل کې، چې د تائیوان له لومړۍ کرښې ټاپو څخه یو دی، د الوتکې د راکوزيدو پر ضد د خنډونو لیدنه کوي. زیامن، چین، په افق کې څرګند دی. [سام یي/ ای اېف پي]

بیجینګ وویل چې دا وروستی احتجاج یې د چینايي واک لپاره یوه "ښکاره ننګونه" ګڼله.

دغه څلور کسان په پیل کې د هانګ کانګ د کابینې په ټاکنو کې د برخې اخیستلو نه منع شوي دي، چې ټاکل شوې وه چې د سپتمبر په ۶ مه نيټه ترسره شي، وروسته له هغې چې دوی په متحده ایالاتو غږ وکړ چې د هانګ کانګ پر چارواکو بندیزونه ولګوي.

دغه ټاکنې وځنډول شوې، او چارواکو پړه پر کورونا ویروس واچوله.

د کابینې یو ګوښه شوي غړی ډینس کواک د نومبر په ۱۱ مه خبریالانو ته وویل، "که چيرې د مناسبې پروسې تعقيب، د نظامونو او دندو ساتنه او د دیموکراسۍ او بشري حقونو لپاره مبارزه کول د ګوښه کيدو لامل کيږي، نو دا به زما ویاړ وي."

د ډیموکراسۍ پلوه پارلماني غړي لېم چیوک ټینګ د نومبر په ۱۲ مه خبریالانو ته وویل، "د هانګ کانګ وګړو -- د اوږدې مودې لپاره تیاری وکړئ چیرې چې په ټولنه کې یوازې یو غږ شتون لري."

"که تاسو مخالفت کونکي يئ، نو حتی د نور فشار لپاره چمتو اوسئ."

د ولسواکۍ سره دښمني

د لېم پریکړې په چټکۍ سره نړیواله غندنه رامينځته کړه.

د هانکانګ وروستي استعماري ګورنر کریس پېټین وویل، "یوځل بیا، [د چین صدر] د شي جینپینګ رژیم د جمهوري احتساب پروړاندې خپله بشپړه دښمني څرګنده کړه او د هغه چا سره چې غواړي د دې لپاره ودریږي.

اروپایي اتحادیې (اي يو) وغوښتل چې پارلماني غړي دې "فوري بحال" شي، او کاناډا وویل چې د دوی ګوښه کيدل "په هانګ کانګ کې د بشري حقونو سرغړونه" اغیزه لري.

اروپایي اتحادیې د نومبر په ۱۲ مه په یو بیان کې وویل، "دا وروستي ګامونه په هانګ کانګ کې د سیاسي تنوع او د نظر د آزادۍ لپاره یو بل سخت ګوزار دی."

په دغه بيان کې راغلي، لکه څنګه چې له مخکې نه د جون په میاشت کې د "ملي امنیت قانون" نافذ کیدو ښودلې ده، بيجينګ د سیمې د حقونو او آزادیو د ساتلو لپاره د "یو هیواد، دوه نظامونه" خپله ژمنه ماتوي.

د می په ۲۲ مه، د چین کابینې، نېشنل پیپلز کانګرس سټېنډنګ کمیټۍ په هانکانګ کې پلانونه ښکاره کړل چې په هانګ کانګ کې د "پلي کولو میکانیزمونه" پیاوړي کړي.

د دې قانون لپاره په یوې مسوده کې ویل شوي چې "دا به د هر ډول بیلتون، د ملی رژیم مخالفت کول، د ترهګرو ډله ییزه کړنې او د داسې چلندونو پروړاندې ساتنه وکړي او سزا به ورته ورکړي کوم چې ملي امنیت ته سخت زیان رسوي.

خو د قانون دقیق مواد د هانګ کانګ د ۷.۵ ملیونو اوسیدونکو څخه تر هغه وخته پورې پټه ساتل شوي و کله چې دغه قانون د جون په ۳۰ مه پلي شو.

د بيرته ګام اخيستلو پر ځای، بیجینګ داسې ښکاري چې په هانګ کانګ کې خپل فشار دوه چنده کړي او هغه هیوادونو ته یو سخت خبرداری ورکوي چې د دوی د خپلواکۍ ملاتړ کوي او يا د چین کمونیسټ ګوند (سي سي پي) څخه پوښتنې کوي.

د چين د هانګ کانګ او مکاو د چارو دفتر ډپټي ډايريکټر جانګ ژیاومینګ د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۷ مه) اعلان وکړو، بیجینګ د هانکانګ د اساسي قانون د "بشپړولو" لپاره په اصلاحاتو کار کوي.

د رویټرز په وینا، جانګ وویل، "همدا وخت دی چې ښکاره کړو چې سه ريښتيا دي او څه غلط دي." هغه زياته کړه چې هغه څوک چې دا "هيواد" نه مني یا د دې هیواد د ملي امنیت لپاره ګواښ وي، د اساسي قانون سره سم چلند نه کوي.

هغه د دیموکراسۍ پلوه قانون جوړوونکو د لرې کولو ستاينه وکړه او ویې ویل، "یوازې هغه څوک چې هيوادپال وي باید په خپل ځای پاتې شي، ګنې، نو دوی باید له نظامه لرې شي."

د بيجينګ سیمه ییزې نښتې

د چین دا ليوالتيا چې خپل پوځي قوت وکاروي او د خپلو ګاونډیو د خپلواکې ځمکې څخه سرغړونه وکړي، نږدې چارواکو او وګړو ته خبرداری ورکوي.

د مثال په توګه، چینایي پوځي جټ الوتکو په تیرو میاشتو کې څو ځله د تائیوان د هوایي دفاع زون سرغړونه کړې ده.

بیجینګ، چې د دغه واکمنه ټاپو جمهوريت د خپلې سيمې برخه ګڼي، غواړي دا په خپله خاوره کې شامله کړي -- په زور سره که چيرې ضرورت وي.

چینايي یرغل هند ته هم غځیدلی دی.

د جون په نيمايۍ کې، چینایان او هندي عسکر د لداخ په سیمه کې له یو بل سره په سخته لاسي جګړه کې ښکېل شول، چې ۲۰ هندي سرتیري پکې ووژل شول. د چین رژیم تلفات ومنل خو هیڅ ارقام یې نه دي په ډاګه کړي.

د سپتمبر په پیل کې په یوې بله پیښه کې، په ۴۵ کالو کې په لومړي ځل په پوله ډزې وشوې. دواړو لورو په یو بل د ډزو کولو تور ولګوو.

په ورته وخت کې، په مرکزي آسیا کې، بیجینګ د "خپلو" سيمو د بیرته ترلاسه کولو نظریه وړاندې کوي چې د ځایي خلکو عکس العمل معلوم کړي، چې د کتونکو په وینا دا د سیمې د حاکمیت لپاره يو مستقیم ګواښ دی.

د اپرېل په میاشت کې، Toutiao.com "يوه مقاله د دې سرليک سره خپره کړه: "ولې قرغزستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته خپل ټاټوبي ته راستون نه شو؟"

په دې مقاله کې ویل شوي چې قرغزستان د زرهاو کلونو لپاره د چین برخه وه کله چې په ۱۸۴۶ کې د روسیې سلطنت د اوسني قرغزستان په ګډون له چین څخه ۵۱۰۰۰۰ مربع کیلومټره ځمکه واخيستله.

کله چې قرغزستان په ۱۹۹۱ کال کې له شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو دا د روسيې د دوامداره نفوذ له کبله چين ته "واپس" نه شوه.

دې مقالې په قرغزي ټولنه کې غوسه رامنځته کړه او دا مقاله يې پارونکي وبلله.

مارس اباییف، چې د خبري ویب پاڼې Orbita.kg لپاره په بشکیک کې يو خبریال دی، وویل، "بیجینګ نه یوازې د قرغزستان د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره، بلکې د خپل حاکمیت لپاره هم یو ګواښ جوړيږي. "دا د اندیښنې وړ نښه ده."

د بیجینګ له خوا په قرغزستان کې د اُوبو ټسټونه په هغه وخت کې مخې ته راځي کله چې دغه هیواد د یو سیاسي کړکیچ سره مخ دی او د روسیې د بهرني فشار ترلاندې هم دی.

د چین جعلي خبرونه

همدارنګه د اپرېل په مياشت کې، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د چین سفیر وروسته له هغې راوغوښتلو کله چې يوه مقاله "ولې قزاقستان چین ته بیرته راستنیدو ته لیواله دی" تر سرلیک لاندې د چین د خصوصي ملکیت په ویب پاڼه Sohu.com کې خپره شوه.

د غونډې وروسته، پرته له دې چې په دغه مقاله يې تمرکز کړې وې، د چین سفیر په فېسبوک ولیکل چې "د جعلي خبرونو د بیلابیلو ټوټو د معلوماتو خلا د ختمولو پر اهمیت ټینګار وشو چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره مناسب چاپيريال رامینځته کړي."

هغه کتونکي چې د چینایي معلوماتو تګلارې سره اشنا دي وايي، دغه ویب پاڼې به د بیجینګ له مخکې تصویب پرته "جعلي خبرونه" نه خپرول.

د الماتي اوسیدونکی سرکجان بيلاش، چې د اټجرت (هيواد) د بشري حقونو د ډلې مشر او د قزاقستان دی او په ۲۰۰۰ عشره کې له چین څخه په کډه شوې و، وويل، Sohu.com د سي سي پي لخوا کنټرول کيږي او ډیرې مالي سرچینې لري.

هغه وویل چې Toutiao.com هم د سي سي پي ملاتړ لري.

هغه وويل، "دا له عادي ویب پاڼو نه مختلف دي چې هر ډول جعلي خبرونه خپروي."

بيلاش وويل، "دا خپرونې په ګوته کوي چې چینایي چارواکي د مرکزي آسیا هیوادونو آزادي او خپلواکي نه مني او هغوی خپله خاوره ګڼي."

د جولای په مياشت کې، چینایي رسنیو د پارونکي سرلیک سره يوه مقاله خپره کړه، "تاجکستان چین ته د خپلو ځمکو لیږد پیل کړ، او د پامیر غرونه خپل ریښتیني مالک ته بیرته واپس شوي دي".

دې خپرونې په ۲۰۱۱ کال کې چین ته د ۱۱۵۸ مربع کیلو میتره د تاجکانو د خاورې د لیږد حواله ورکړه، چې په هغه وخت کې يې ډیر تاجکان غوسه کړل. تاجکستان دغه ځمکې چین ته وسپارلې چې خپله څه قرضه بيرته ورکړي.

ایشیا پلس په اګست کې راپور ورکړو چې دا شخړه په داسې حال کې راپورته کیږي چې له چین څخه د تاجکستان قرضه وده کوي -- چې دا په ۲۰۲۰ کال کې ۱.۲ ملیارده ډالرو ته ورسيده.

د چین د رژیم د بشري حقونو جرایم د دې خپلې سيمې شین جانګته رسیدلی چېرې چې دوی هڅه کوي چې په زور اویغوران د کمونیست ایډیالوژۍ سره يو ځای کړي او هغوی ته روزنه ورکړي او د دوی اسلامي دودونه او تاریخ ختموي. .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500