امنیت

د اټومي وسلو په برخه کې د چین د چټک ودې په اړه نړیوالې اندیښنې مخ په ډیریدو دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کليزې د لمانځنې په موخه د چين DF-41 اتومي وړتيا لرونکي بين البراعظمي بالستيک توغندي په يو پرېډ کې ليدل کېږي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کليزې د لمانځنې په موخه د چين DF-41 اتومي وړتيا لرونکي بين البراعظمي بالستيک توغندي په يو پرېډ کې ليدل کېږي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

د پنټاګون د راپور له مخې چې تېره هفته خپور شوی، د چين د خلکو جمهوريت به د ۲۰۲۷ کال پورې ۷۰۰ د لېږد وړ اټومي جنګي توغندي ولري او ممکن د ۲۰۳۰ کال پورې د ۱۰۰۰ څخه پورته شي -- چې دا د هغو وسلو دوه نیم برابره اندازه ده چې د متحده آيالاتو پوځ یې یوازې یو کال وړاندې وړاندوینه کړې وه.

د خپل رسمي پلان سره سم، متحده ایالاتو د راتلونکي لپاره چين د خپلې اصلي امنیتي اندیښنې په توګه اعلان کړی، ځکه چې بیجینګ کار کوي چې د ۲۰۴۹ کال پورې د خلکو د آزادۍ پوځ (پي اېل ای) "د نړۍ په کچه تر ټولو ښه ځواک" جوړ کړي.

په دغه پلان کې ويل شوي، د متحده ایالاتو او روسیې په څېر، چې دوه مخکښ اټومي قدرتونه دي، چین د "اټومي درې اړخيزه ځواک" په جوړولو کې بوخت دی، چې د ځمکې پر بنسټ د بالستیک توغندیو، له هوا څخه د توغول شويو توغندیو او د آبدوزونو څخه د اټومي وسلو د رسولو وړتیا لري.

د ارزونې له مخې، چې د چین د پوځي پرمختګونو په اړه کانګرس ته د پنټاګون په کلني راپور کې ترلاسه شوې، بیجینګ د خپلو اټومي ځواکونو "د لويې پراختيا د ملاتړ لپاره اړین زیربناوې هم جوړوي".

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کليزې د لمانځنې په موخه د DF-31AG د بين البراعظمي بالستيک توغندي لېږدونکي پوځي ګاډي په بېجينګ کې په پوځي پرېډ کې ګډون کوي. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کليزې د لمانځنې په موخه د DF-31AG د بين البراعظمي بالستيک توغندي لېږدونکي پوځي ګاډي په بېجينګ کې په پوځي پرېډ کې ګډون کوي. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

مګر راپور استدلال وکړو چې چین احتمالاً نه غواړي چې په اټومي وسله وال مخالف -- په ځانګړي توګه متحده ایالاتو -- باندې د بې پیلوټه اټومي برید پیل وکړي مګر پدې لټه کې دی چې د اټومي غبرګون د باور وړ ګواښ په ساتلو سره د بریدونو مخه ونیسي.

د غلط فهمۍ او غلطې اندازې احتمال

یو کال مخکې، د پنټاګون د چین په اړه راپور ويلې ول چې دغه هیواد نږدې ۲۰۰ د تحویل وړ جنګي توغندي لري او د ۲۰۳۰ کال پورې به دا دوه چنده کړي.

خپلواکو څیړونکو په وروستیو میاشتو کې د چین په لویدیځ کې د نویو اټومي توغندیو د ګودامونو سيټلايټ عکسونه خپاره کړي دي.

دا پرمختګونه پداسې حال کې رامينځته کيږي چې چین د نړۍ په کچه د ځواک د وړاندې کولو د وړتیا په لټه کې خپل پوځ پراخه کوي او نوی کوي.

سيالۍ د متحده ایالاتو او چین ترمينځ د احتمالي نښتې په اړه اندیښنې ډیرې کړې، په ځانګړي توګه د تائیوان په سر، چې واشنګټن یې نږدې ملاتړ کوي مګر بیجینګ یې د خپل خاورې په توګه ادعا کوي -- چې د اړتیا په صورت کې به یوه ورځ په زور ونیول شي.

په وروستي راپور کې ویل شوي، د ۲۰۲۷ پورې، چین موخه لري چې د هند-آرام سمندر سیمه کې د متحده ایالاتو د پوځ سره د مقابلې وړتیا ولري، او د تائیوان مشرتابه د بیجینګ له شرایطو سره سم د خبرو اترو میز ته اړ کړي".

دغه راپور وروستي راپورونه هم تایید کړي چې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په مياشت کې، د پنټاګون چارواکو په بیجینګ کې د هغو اندیښنو په کمولو کې مرسته وکړه چې متحده ایالاتو غوښتل چې د چین سره په سویلي چین سمندر کې شخړه رامینځته کړي.

وروسته له هغه چې د پنټاګون لوړ پوړو چارواکو له چینايي سیالانو سره مستقیم خبرې وکړې، اندیښنې کمې شوې.

په ياد راپور کې ویل شوي، "دې پیښو د غلط فهمۍ او غلطې اندازې احتمال روښانه کړو، او د اغیزمن او په وخت د اړیکو اهمیت یې په ګوته کړو."

دې د موادو په بیولوژیکي څیړنه کې د پي اېل ای اراده هم تر پوښتنې لاندې راوسته چې احتمالاً طبي او پوځي دواړه استعمالات لري.

په دغه راپور کې راغلي، د پي آر سي په پوځي طبي موسسو کې ترسره شويو مطالعاتو د دوه ګونې کارولو ظرفيتونو سره د قوي زهرجن موادو د مختلفو څانګو د پیژندلو، ازموینې او ځانګړتیاوو په اړه بحث وکړو"، چې د نړیوالو بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو تړونونو سره د موافقت په اړه اندیښنې راپورته کوي.

دا ډول اندیښنې وروسته له هغې راپورته شوې کله چې د کورونا ويروس ناروغي د چین په ووهان کې راپورته شوه. ووهان هغه سیمه ده چې د بیولوژیکي څیړنې لابراتوار هم لري کوم چې د پي اېل ای سره تړاو لري.

تنقيد کونکي بيجينګ پدې تورن کړی چې د دغې وبا کچه او ساحه یې هغه و خت کمه ښکاره کړه کله چې دا په لومړي ځل راپورته شوه، پداسې حال کې چې ځيني تیوريستان فکر کوي چې کيدی شي دغه ویروس د ووهان د وايرولوژۍ په انسټيټوټ (ډبليو آی وي) کې د يوې ليبارټرۍ څخه خپور شوی وي.

نوي شواهد راپورته شوي چې ياد لابراتوار ممکن د چینایي پوځ سره اړیکې لري.

سیمه ایز تاوتریخوالی

په عېن حال کې، په ګاونډيو آسیايي هيوادونو کې شنونکي په ټوله سیمه باندې د دې د اغيزو لپاره د تائیوان د وضعیت څارنه کوي.

په الماتي کې د فلسفې، سیاسي علومو او مذهب مطالعاتو په انسټیټیوټ کې يو مخکښ څیړونکي تالګات اسمګامبیتوف د سپتمبر په مياشت کې وویل، "که چین تائیوان ونیسي، نو دا به د نړیوال امنیت لپاره نه بدلیدونکې پایلې ولري."

"پدې حالت کې بیجینګ به د بحر الکاهل ختیځ برخه کې پخپله د هیڅ محدودیت احساس ونکړي او هڅه به وکړي چې د راتلونکي ځمکنۍ ستونزې د خبرو له لارې حل نه کړي بلکې د زور له لارې يې حل کړي، او په خپلو ادعاوو او خپلواکۍ باندې به تکیه وکړي."

هغه وویل، "چین له جاپان، سویلي کوریه، وېتنام، مالیزیا او فیلیپین سره ځمکنۍ شخړې لري، کوم چې بیجینګ په پوځي توګه حل کول غواړي."

اسمګامبیتوف زیاته کړه، متحده ایالات باید چین منع کړي، کوم چې د آسیا په بحرالکاهل سیمه کې يو نوی واکمن ځواک جوړ شوی دی.

په بشکیک کې د نړیوالو چارو او شخړو متخصص عادل عثمان بیتوف هم د سپتمبر په مياشت کې وویل، چین د نړیوال تسلط لپاره هڅه کوي.

هغه وویل، "په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصاد په درلودلو سره، چین ترټولو لوی اقتصاد غواړي." "دا خواهش د وبا په جریان کې خورا زيات شو ځکه چې چین د طبي محصولاتو او د کووېډ-۱۹ واکسینونو په خرڅولو سره ډیرې پیسې وګټلې."

عثمان بیتوف د تائیوان په وړاندې د چین یرغل "د چینایي ځواک او وړتیا ازموینه وبلله".

هغه وویل، "چین غواړي پوه شي چې ایا دا کولی شي له سرې کرښې څخه تير شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500