تجزيه

سخت راز ساتل: څنګه چین د کووېډ-۱۹ په اړه د نړۍ د دوکه کولو هڅه وکړه

د پاکستان فارورډ له خوا

یو پلورونکی په يو مارکيټ کې د تير نومبر په ۳ مه په بيجينګ کې د ۲۰۲۱ کال کلينډرونه په يوې کڅوړه کې بندوي چې د مرحوم کمونیست مشر ماو زیدونګ (ښې اړخ ته) او د چین د اوسني صدر شي جینپینګ (ګس اړخ ته تر ټولو لوړ) انځورونه لري چې د هغو څلورو طبي پوهانو د عکسونو څخه پورته لاسونه هسکوي کومو چې د کورونا ویروس سره په مبارزه کې د خپلو هڅو لپاره ايوارډونه ترلاسه کړې ول. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

یو پلورونکی په يو مارکيټ کې د تير نومبر په ۳ مه په بيجينګ کې د ۲۰۲۱ کال کلينډرونه په يوې کڅوړه کې بندوي چې د مرحوم کمونیست مشر ماو زیدونګ (ښې اړخ ته) او د چین د اوسني صدر شي جینپینګ (ګس اړخ ته تر ټولو لوړ) انځورونه لري چې د هغو څلورو طبي پوهانو د عکسونو څخه پورته لاسونه هسکوي کومو چې د کورونا ویروس سره په مبارزه کې د خپلو هڅو لپاره ايوارډونه ترلاسه کړې ول. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د نړۍ مشران او ایپيډیمیولوژیستان د کورونا ویروس د سرچينې په اړه په دوامداره توګه په شفافو تحقیقاتو باندې ټينګار کوي، بیجینګ د خپل دريځ د پروپيګنډې په متبادل کمپاین کې ډير زياتوالی راوستی دی.

له هغه وخت راهيسې کله چې د کووېډ-۱۹ لومړۍ پيښه په دسمبر ۲۰۱۹ کال کې په ووهان کې وموندل شوه، له چین څخه خپور شوي معلومات خورا د شک نه ډک دي .

تنقيد کونکي بيجينګ په دې تورن کړی چې د دغې وبا کچه او ساحه یې هغه و خت کمه ښکاره کړه کله چې دا په لومړي ځل راپورته شوه، په داسې حال کې چې ځيني تیوريستان فکر کوي چې کيدی شي دغه ویروس په ووهان وايرولوژۍ انسټيټوټ (ډبليو آی وي) کې د يوې ليبارټرۍ څخه خپور شوی وي.

نوي شواهد څرګندوي چې کيدی شي دغه ليبارټري له چینایي پوځ سره اړیکې لري.

چینایي ویرولوژیسټ شي ژنګلي (ګس اړخ ته) د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۲۳ مه د چین د هوبي صوبې په ووهان کې په P4 ليبارټرۍ کې لیدل کیږي. [یوهاننېس اییزل/ای اېف پي]

چینایي ویرولوژیسټ شي ژنګلي (ګس اړخ ته) د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۲۳ مه د چین د هوبي صوبې په ووهان کې په P4 ليبارټرۍ کې لیدل کیږي. [یوهاننېس اییزل/ای اېف پي]

د نړیوالې روغتیا سازمان (ډبليو اېچ او) د ټیم غړي، چې د کووېډ-۱۹ د سرچينې څيړنه کوي، د فبرورۍ په ۳ مه د چين د هوبي صوبې په ووهان کې وايرولوژي انسټیټیوټ ته راورسيدل. [هیکټور ریټامال/ای اېف پي]

د نړیوالې روغتیا سازمان (ډبليو اېچ او) د ټیم غړي، چې د کووېډ-۱۹ د سرچينې څيړنه کوي، د فبرورۍ په ۳ مه د چين د هوبي صوبې په ووهان کې وايرولوژي انسټیټیوټ ته راورسيدل. [هیکټور ریټامال/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په میاشت کې ووهان وايرولوژۍ انسټيټوټ تورن کړ چې دا "په خفيه پوځي فعالیت" کې بوخت دی.

دې په يوې حقيقت پاڼه کې، چې د جنورۍ په ۱۵ مه خپره شوې وه، وويل، "د یو کال څخه د زیات وخت لپاره، د چین کمونیسټ ګوند (سي سي پي) په منظم ډول د کوېډ-۱۹ د سرچينې په اړه د شفافې او بشپړې څیړنې مخه نیولې ده، او د دې پرځای يې زياتې سرچینې د دوکې او غلطو معلوماتو لپاره کارولي دي."

"په رازدارۍ او کنټرول باندې د سي سي پي مرګونی ټينګار په چین او نړۍ کې د عامې روغتیا د زیان سبب شو."

دا رازداري او د دوکې ورکولو کلتور د کورونا ویروس د سرچينې په اړه نورې پلټنې، په ځانګړي توګه د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ ته په نږدې کتلو سره، لازمي ګرځوي.

د بهرنیو چارو وزارت وویل، "د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ د چین له پوځ سره په خپرونو او پټو پروژو کې همکاري کړې ده." "لږ تر لږه د ۲۰۱۷ کال راهیسې، د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ د چینایي پوځ په استازیتوب، د ليبارټرو د څارویو تجربو په ګډون، په خفيه تحقیق کې بوخت دی."

د ليبارټرۍ د لیک تيورۍ بله کتنه

دا تورونه وروسته له هغې راپورته شول کله چې د روغتیا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) تحقیق کونکي -- د یو کال څخه زیات ځنډ او سیاسي لانجې وروسته -- په پای کې ووهان ته راورسیدل چې د کورونا ویروس د سرچينې په اړه خپلې څیړنې پیل کړي.

د ډبليو اېچ او خورا اټکل شوی تحقیق د بیجینګ لخوا د کلک کنټرول لاندې راغی.

چینايي چارواکو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) تحقیق کونکو ته د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه د بنيادي معلوماتو د ورکولو نه انکار وکړو، چې د ماهرینو نړیواله ډله يې مایوسه کړه. د یوې میاشتې د اوږد مشن وروسته، برخه اخيستونکو هیڅ ډول پريکنده معلومات ترلاسه نه کړل.

د حقیقت په موندلو کې د مرستې پرځای، چینايي چارواکو د دې پرځای د ملامتيا په کمولو او د چين د "زړور" غبرګون ته په پاملرنې او اقتصادي بیا رغونه باندې تمرکز کړی دی.

بیجینګ په پرله پسې ډول داسې نظريې خپرې کړې چې ویروس چین ته د محصولاتو د بسته بندۍ، لکه د منجمد شوي سمندري خوراک، له لارې راوړل شوی يا د څه ثبوب پرته دا وړاندیز کوي چې ویروس په ایټالیا یا متحده ایالاتو کې راپورته شو.

دا هڅې په پیل کې داسې ښکاريدې چې د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ او د ليبارټرۍ د لیک تیورۍ څخه توجو واوړوي.

خو کله چې د ډبليو اېچ او ټیم په مارچ کې په خپل راپور کې وویل چې د ووهان د وايرولوژۍ په انسټيټوټ کې لیک خورا امکان نه لري، نو منتقدینو، حتی د روغتیا نړیوال سازمان ډايريکټر جنرل ټیډروس اډانوم غیبریوسس هم دا ادعا په چټکې سره رد کړه.

هغه د مارچ په ۳۰ مه وویل، "زه باور نه لرم چې دا ارزونه دومره پراخه وه."

د مۍ په مياشت کې، د متحده ایالاتو صدر جو بایډن استخباراتي ادارو ته امر وکړ چې د ليبارټرۍ د لیک تیورۍ په ګډون د دغه سرچينې پلټنه وکړي او په ۹۰ ورځو کې هغه ته راپور ورکړي.

تیره میاشت، د جي۷ غونډې په جریان کې د نړۍ ترټولو بډایه لویو جمهوريتونو مشرانو له چین څخه وغوښتل چې د کورونا ویروس د سرچينې په اړه په یو نوي تحقیق کې برخه واخلي. دوی د تحقيق د یوې برخې په توګه چینایي ليبارټړو ته د لاسرسۍ په اهمیت خبرې وکړې.

بایډن وویل، "په ټول بورډ کې شفافيت اهميت لري."

جیمي میټزلو، چې د بشري جینوم د ترميم په اړه د ډبليو اېچ او د ماهرينو په مشاورتي کمیټۍ کې دنده ترسره کوي، وویل، "موږ نه شو کولی چې چین ته په دې اړه د ويټو حق ورکړو چې ایا موږ په یوې پیړۍ کې د ترټولو خطرناکې پیښې څیړنه کوو او که نه."

پوځي تړاو

په چین کې د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ په اړه خپلواک تحقیق ته د اجازې ورکولو، یا د دې تحقیق په اړه د معلوماتو شریکولو نه انکار، یوازې په دې اړه شکونه رامینځته کړي چې څنګه وبا په ورته ښار کې خپره شوې وه چې هغه انسټيټوټ لري کوم چې د ښاپيرک کورونا ويروسونو په اړه د خپل کار لپاره پیژندل شوی دی.

د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ ته نوي پاملرنې په ډاکټر شي ژينګلي باندې تمرکز کړی دی، چې د چین لوړ پوړی ویرولوژیست ده او د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ د راپورته کيدونکو ساري ناروغیو لپاره د مرکز مشري کوي.

ځیني ساینسدانان وایي، شي د ناکافي حفاظتي تدابیرو سره په ليبارټرو کې د ښاپيرک کورونا ويروس خطرناکې تجربې ترسره کړې. نور کسان وايي چې د ووهان د وايرولوژۍ په انسټيټوټ کې د چینايي پوځي ساينسدانانو سره د شي کار اضافي تحقیق ته اړتیا لري.

اېن بي سي نيوز راپور ورکړو، که څه هم هغې د جون په میاشت کې د نیویارک ټایمز سره په نادره او غير ټاکل شويو خبرو اترو کې د چینایي پوځ سره هر ډول اړیکې رد کړې، شي د پوځي چارواکو سره ډیرې اړیکې لري.

هغې او نورو د چینایي پوځي ساینسدانان ټونګ ییګانګ سره د کورونا ویروس د تحقیق په اړه د ۲۰۱۸ کال په پسرلي او په دسمبر ۲۰۱۹ کال کې د ژو یوسین سره همکاري وکړه.

د ویکینډ آسټرالیين راپور ورکړو، ژو، چې د خلکو د آزادۍ پوځ لپاره يو پوځي ساینسدان دی، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه د کورونا ویروس واکسین رسمي غوښتنه وکړه -- یوازې پنځه هفتې وروسته له هغې چې بیجینګ د انسان څخه انسان ته د ویروس د لیږد اعتراف وکړو.

دا انکشاف اندیښنې راپورته کوي چې بې نومه واکسین حتی مخکې له دې چې چینایي رژیم په عامه توګه د کووېډ-۱۹ ناروغۍ اعتراف وکړو وازمویل شول.

په یو بل راز کې، ژو په می ۲۰۲۰ کال کې په نامعلومو حالاتو کې مړ شو.

سره له دې چې ژو د ډبليو آی وي سره په اړیکه کې د جایزې د ترلاسه کونکي پوځي ساینسدان په توګه مقام لرلو، چینايي رسنیو د هغه د مرګ په اړه راپور ورنه کړو او د هغه "ستر" کار ته يې هیڅ ډول باج ورنه کړو.

شنونکي وايي چې د شي او ژو تر منځ قوي کاري اړیکې -- او د ژو د مرګ په اړه د رژیم خاموشي -- د دې نظريې ملاتړ کوي چې د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ په "خفيه پوځي فعالیت" کې بوخت و.

ډیویډ عاشر، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی تحقیق کونکی دی، اېن بي سي نیوز ته وویل، "زه ډیر باور لرم چې پوځ یو پټ پروګرام تمویلولو چې کورونا ويروس په کې هم شامل و." "ما دا د ډیرو بهرنيو څیړونکو څخه اوریدلي دي چې په دغه ليبارټرۍ کې يې په پوځي کوټونو کې د څیړونکي مشاهده کړې وه."

د اسټرالیا یوې ورځپاڼې د سيچرډی ټېلیګراف په می ۲۰۲۰ کال کې راپور ورکړو، د وبا له پيل راهيسې، چینایي رژیم په "نړیوال شفافیت باندې په برید" کې د ویروس پورې اړوند شواهد په قصدي ډول پټ کړي او يا يې تباه کړي دي.

دې راپور د متحده ایالاتو، آسټرالیا، نیوزیلینډ، کاناډا او انګلستان د فايو آييز استخباراتي ادارو لخوا د تيار شوي راپور حواله ورکړه.

په دغه راپور کې راغلې، د چین حکومت -- "نورو هیوادونو ته د خطر" رسولو سره -- د ویروس خبرونه د ډاکټرانو، چې د دې په هکله يې خبرې کړې وې، په غلي کولو یا غايب کولو سره پټ وساتل، د کورونا ويروس شواهد يې په ليبارټرو کې تباه کړل او هغه سايسندانانو ته يې د نمونو ورکولو نه انکارو وکړو چې په واکسین يې کار کولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500