روغتیا

چین د کورونا وایرس ناروغۍ د سرچينې په اړه د پلټنو مخه نیسي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د هوایي ډګر کارکوونکی د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۶ مه په بیجینګ هوایي ډګر کې د نړیوالو رارسیدونکو لپاره د خالي لارو څخه تیریږي. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

د هوایي ډګر کارکوونکی د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۶ مه په بیجینګ هوایي ډګر کې د نړیوالو رارسیدونکو لپاره د خالي لارو څخه تیریږي. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

بیجینګ -- يو نړیوال میشن، چې د کورونا وایرس د ناروغۍ د سرچينې د موندلو دنده ورته ورکړل شوې وه، د کار پيلولو نه مخکې له ستونزو سره مخ شو، وروسته له هغې چې بیجینګ د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۶ مه) په وروستۍ لمحه کې د څو مياشتو د سختو خبرو اترو سره د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ټيم د داخليدو نه منع کړو.

ټاکل شوې وه چې لس متخصصین به په روانه هفته کې چین ته سفر وکړي، يو داسې سفر چې د اخفاء، سازش او د حقیقیت پټولو نښې لري.

د ډبليو اېچ او مشر ټیډروس اډانوم غیبیریوسس وویل، ګڼ شمیر شنونکي له مخکې نه چین ته روان شوي دي.

هغه په جنيوا کې خبریالانو ته وویل، "زه د دې خبر سره ډیر مایوسه يم، سره له دې چې دوو غړيو له مخکې نه خپل سفرونه پیل کړي دي او نورو په وروستۍ لمحه کې د سفر کولو توان نه لرلو." دا د ملګرو ملتونو له خوا په بيجينګ باندې يو غیر معمولی تنقيد دی.

عمومي منظر د دسمبر په ۳۱ مه په بیجینګ کې د چین د دولتي شورا د معلوماتو د دفتر لخوا د کورونا وایرس د واکسینو په اړه یو نيوز کانفرنس ښیي. [لیو رامیرز/ای اېف پي]

عمومي منظر د دسمبر په ۳۱ مه په بیجینګ کې د چین د دولتي شورا د معلوماتو د دفتر لخوا د کورونا وایرس د واکسینو په اړه یو نيوز کانفرنس ښیي. [لیو رامیرز/ای اېف پي]

په ووهان کې د جنورۍ په لومړۍ نيټه په کور دننه د يو کنسرټ په دوران کې چینایي ګډا. د چین رژیم هڅه کړې چې د وبا څخه په راوتلو باندې ټينګار وکړي کومه چې دې په ۲۰۲۰ کال کې پټه ساتلې وه. [نيول سیلس/ای اېف پي]

په ووهان کې د جنورۍ په لومړۍ نيټه په کور دننه د يو کنسرټ په دوران کې چینایي ګډا. د چین رژیم هڅه کړې چې د وبا څخه په راوتلو باندې ټينګار وکړي کومه چې دې په ۲۰۲۰ کال کې پټه ساتلې وه. [نيول سیلس/ای اېف پي]

بیجینګ د جنورۍ په ۶ مه وویل، د ډبليو اېچ او یو بل چارواکي هڅه وکړه چې بیجینګ ته د شک ګټه ورسوي او ويې وویل چې ستونزه د ویزې د تصویب نشتوالی دی، که څه هم ځنډونه "یوازې د ویزې مسله نه ده".

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هو چون ینګ خبریالانو ته وویل، "د ماهرانو د ډلې د سفر لپاره د ځانګړې نیټې او ځانګړې انتظام" په اړه د دواړو لورو تر منځ خبرې روانې دي.

هغې وویل، "د سرچینې د تعقیب مسله خورا پیچلې ده." "د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه کړو چې په چین کې د نړیوالو کارپوهانو ټیم کار په اسانۍ سره ترسره شي، موږ باید اړین پروسیجرونه ترسره کړو او اړوند انتظامات وکړو."

هغې وویل "دغه هيواد هڅه کوي چې د نړیوالو کارپوهانو د ډلې لپاره ښه حالات جوړ کړي چې چین ته راشي".

د سرچينې کیسه کنټرولول

د چین رژیم هوډ لري چې د وایرس د پیل کیسه کنټرول کړي، چې په ټوله نړۍ کې يې له ۱.۸ ملیونه څخه ډیر خلک وژلي او نړیوال اقتصاد ته یې زيان رسولی دی.

د کورونا وایرس لومړي کېسونه د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د چین په ووهان کې ثبت شوي وو، چې د چينايي چارواکو له خوا په بې نظمۍ سره او په پټه د وبا د سمبالولو له کبله یې تورونه رامينځته کړل او په ټوله نړۍ کې د خپريدو سبب وګرځيدو.

د ۲۰۲۰ کال په لومړيو کې، چینايي چارواکي په دې پوهه شوي وو چې يوه وژونکي وبا خورا نږدې ده، خو تقريباََ د یوې هفتې لپاره یې هیڅ ونه ویل، چې وایرس ته یې په ووهان کې د خپريدو توان ورکړو او په ټوله نړۍ کې خپور شو، په داسې حال کې چې دا په قصدي ډول د کورونا وایرس د خپرېدو شواهد تباه کوي او يا يې پټ ساتي.

د کورونا وایرس د ناروغۍ سرچينه خورا متنازعه مسله پاتې شوې ده، د نړیوالې ټولنې لخوا د تورونو او ګمانونو او همدارانګه د چینایي چارواکو له خوا د غلطو معلوماتو له کبله پټه پاتې شوې ده، په داسې حال کې چې چينايي چارواکي هوډمن دي چې د وایرس په اړه خپل دريځ کنټرول کړي.

سايسندانانو وويل، دغه وایرس د ووهان په هغه بازار کې انسانانو ته متنقل شو، چیرې چې پلورونکو د ځنګلي ځناورو غوښه پلورله.

اوس ساینسدانان وايي چې کيدی شي دغه بازار د وبا سرچينه نه وي بلکې هغه یو ځای وي چیرې چې په پراخه کچه خپور شو.

راز افشا کونکي غلې کول

يو څو هفتې مخکې ټاکل شوې وه چې د روغتیا نړیوال ټیم به خپلې څیړنې پیل کړي، د شانګهای یوې محکمې یو چینایي ژورنالیست ته په چین کې د کورونا وایرس ناروغۍ د لومړنۍ مرحلو په اړه د راپور ورکولو له امله د څلورو کالو لپاره د قيد سزا ورکړه.

جانګ ژان، چې يوه پخوانۍ وکيله ده، ته د دسمبر په ۲۸ مه د شانګهای په یوې محکمه کې په یوې لنډې اوريدنه کې له دې کبله سزا ورکړل شوه کله چې هغې د وبا د راپورته کیدو په لومړيو مرحلو کې "جنګ جګړه وکړه او ستونزې يې رامينځته کړې".

د هغې لايو راپورونه او مقالې د فبرورۍ په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو کې شریکې شوې، چې د چارواکو پام یې ځانته واړاوو، کومو چې، د وبا په اړه د حکومت د غبرګون باندې د تنقيد کمولو سره، تر دې دمه د وایرس په اړه د معلوماتو خپرولو له کبله اتو کسانو ته سزا ورکړې ده.

بیجینګ په خپلو پولو کې دننه د وایرس په کنټرول کې د "غیر معمولي" بریا له کبله ځان ته پخپله مبارکي ورکړې ده، په داسې حال کې چې اقتصاد یې بیرته وده کړې ده او زياتره نړۍ ناوړه لاکډاونونو او د ډیرو کېسونو له کبله په دوامداره توګه ځپل کيږي. .

د بې ساري نړیوال روغتیا بحران په دوران کې د معلوماتو کنټرولولو د چین کمونیسټ چارواکو ته دا فرصت ورکړی چې د وبا په اړه دريځ د خپلې ګټې لپاره بدل کړي، او د هيواد واکمنه پارټي د صدر شي جینپینګ د ليډرشپ له کبله ستاينه کوي.

د چین کمونیسټ چارواکي تاریخ لري چې اختلاف کونکي د کرسمس او نوي کال ترمینځ په مشکوکو محکمو کې محاکمه کوي، چې دا د لويديځ د پلټنو کمولو لپاره يوه هڅه ده.

د حقيقت په اړه شک رامینځته کول

د وبا د خپریدو راهیسې، بیجینګ هڅه کوي چې د وایرس د سرچينو په اړه شکونه رامينځته کړي.

د پیپلز ډېلي ورځپاڼې، د مثال په توګه، د نومبر په پیل کې د فېسبوک په يو پوسټ کې وویل چې "ټول موجوده شواهد ښیي چې د کورونا وایرس د چین په مرکزي ووهان کې نه و پیل شوی".

همدارنګه په نومبر کې، بیجینګ په یو ایټالوي طبي ژورنال کې د يوې څیړنې په اړه په چټکۍ سره پروپيګنډه وکړه چې کورونا وایرس د سپتمبر ۲۰۱۹ په پیل کې په ایټالیا کې ګردش کولو، چې د څیړنې کلیدي توضیحات يې پکې نظر انداز کړل او نيمګړی ساینس يې استعمال کړو چې د وبا د سرچينې په اړه شکونه رامينځته کړي.

حقيقت دا دی چې ټول شواهد د نړیوال بحران د مرکز په توګه د چین، ووهان ته اشاره کوي.

د دې بحران له پيل راهيسې، بيجنګ په فعاله توګه هڅه کوي چې د سازشي نظريو له خپرولو سره په وبا کې د خپل رول په اړه انتقاد کم کړي او ليدل شوی چې په خبرونو کې او سوشل ميډيا باندې د وایرس په اړه ښکاره غلط معلومات خپروي.

د دې هڅو د برخې په توګه، د چین رژیم په فعاله توګه د کورونا وایرس ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې "د پام وړ کارنامو" دريځ وړاندې کوي، سره له دې چې دا د وبا په خپریدو کې رول لري او په بحران کې خپل رول پټوي.

د چین ملي موزیم د اګست په مياشت کې د یو نوي نمايش "د قوت یووالی" پرانسته وکړه، چې نقاشي، مجسمې او خطاطي يې پکې نندارې ته وړاندې کړل، چې دا هغه څه څرګندوي چې رژیم وايي چې دا د بحران پروړاندې په غبرګون ښودولو کې د دې بريا ده.

د چین دولتي رسنۍ اراده لري چې نړۍ ته دا ښکاره کړي چې دغه هیواد د کورونا وایرس ناروغۍ نه خلاصی ترلاسه کړی دی، خو هغه هیوادونه د دې رسنیو کمپاین ته له غوسې سره ګوري کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ له کبله په سختو لاکډاونونو کې دي، په داسې حال کې چې د کورونا وایرس ناروغي په دوامداره توګه خپريږي.

بیجینګ د ناروغۍ پرمهال د خپل نرم ځواک د زياتولو هڅه کړې -- او ژمنه کوي چې خپل واکسینونه د پرمختللو هیوادونو سره شریک کړي، او "د واکسینو په سفارتکارۍ" کې ښکیل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500