روغتیا

د ډبليو اېچ او مشر د کووېډ د سرچينې په تحقیق کې د چین څخه د شفافيت غوښتنه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د مۍ په ۸ مه اخیستل شوی عکس د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د خپريدو په جريان کې د روغتيا د نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) نښه په جنیوا کې د هغې د مرکزي دفتر په دروازه کې ښيي. [فېبریس کوفریني/ای اېف پي]

د مۍ په ۸ مه اخیستل شوی عکس د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د خپريدو په جريان کې د روغتيا د نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) نښه په جنیوا کې د هغې د مرکزي دفتر په دروازه کې ښيي. [فېبریس کوفریني/ای اېف پي]

چین د دې ناروغۍ د سرچينې په اړه نړیوالې څیړنې په تياره کې ساتي، ځکه چې د نړۍ روغتیایي چارواکي د لا ډیر شفافیت غوښتنه کوي.

له هغه وخت راهيسې کله چې د کووېډ-۱۹ لومړۍ پيښه په دسمبر ۲۰۱۹ کال کې په ووهان کې وموندل شوه، له چین څخه خپور شوي معلومات خورا مبهم دي.

تنقيد کونکي بيجينګ په دې تورن کړی چې د دغې وبا کچه او ساحه یې هغه و خت کمه ښکاره کړه کله چې دا په لومړي ځل راپورته شوه، په داسې حال کې چې ځيني تیوريستان فکر کوي چې کيدی شي دغه ویروس د ووهان د وايرولوژۍ په انسټيټوټ کې د يوې ليبارټرۍ څخه خپور شوی وي.

د روغتیا د نړيوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګېبريېسس د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۱۵مه) له چین څخه وغوښتل چې د وبا د سرچینو په اړه د څیړنې په راتلونکي مرحله کې زياته همکاري وکړي، او خامو معلوماتو ته د زياتې لاسرسۍ غوښتنه کوي.

د ډبليو اېچ او د ټیم غړی پیټر بین امباریک (په منځ کې) او د دغه ډلې نور غړي د فبرورۍ په ۱۰ مه د چین په هوبي صوبه کې د ووهان څخه د وتلو لپاره تیانها نړیوال هوایي ډګر ته راورسیدل، وروسته له هغې چې د ډبليو اېچ او ټیم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د سرچينې په اړه خپله پلټنه پای ته ورسوله. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

د ډبليو اېچ او د ټیم غړی پیټر بین امباریک (په منځ کې) او د دغه ډلې نور غړي د فبرورۍ په ۱۰ مه د چین په هوبي صوبه کې د ووهان څخه د وتلو لپاره تیانها نړیوال هوایي ډګر ته راورسیدل، وروسته له هغې چې د ډبليو اېچ او ټیم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د سرچينې په اړه خپله پلټنه پای ته ورسوله. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) د ټیم غړي، چې د کووېډ-۱۹ د سرچينې څيړنه کوي، د فبرورۍ په ۳ مه د چين په هوبي صوبه کې د ووهان د وايرولوژي انسټیټیوټ نه ووځي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) د ټیم غړي، چې د کووېډ-۱۹ د سرچينې څيړنه کوي، د فبرورۍ په ۳ مه د چين په هوبي صوبه کې د ووهان د وايرولوژي انسټیټیوټ نه ووځي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

په جينيوا کې د خبريالانو سره په خبرو اترو کې، ټيډروس اعتراف وکړو چې د دې احتمال د رد کولو لپاره مخکينی فشار چې کيدی شې د کووېډ-۱۹ ناروغي د ووهان د وايرولوژۍ انسټیټیوټ څخه خپره شوې وي، "بې وخته" خبره ده.

هغه وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان د کووېډ-۱۹ د سرچینو په اړه په نويو تحقیقاتو کې د پرمختګ لپاره تياری کوي. هغه زیاته کړه، "موږ هيله لرو چې په دې برخه کې به زياته همکاري وشي څو دې خبرې ته ورسيږو چې څه پيښ شوي وو."

د ملګرو ملتونو د روغتیا اداره د کووېډ-۱۹ د سرچینو په اړه د نويو او ډیر ژور تحقیقاتو لپاره له شدید فشار سره مخ ده..

د روغتیا نړیوال سازمان يوازې د جنورۍ په مياشت کې ووهان ته د خپلواکو، نړیوالو کارپوهانو د یوې ډلې په ليږلو کې کامياب شو، د یو کال څخه ډيره موده وروسته کله چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لومړۍ پيښه د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې راپورته شوه.

ټیډروس د پنجشنبې په ورځ وویل، د تحقيقاتو د لومړۍ مرحلې په جریان کې یوه لويه ننګونه "خام معلوماتو ته لاسرسي وه... خام معلومات له هغوی سره نه وو شریک شوي."

"او اوس موږ د مطالعې دوهم پړاو جوړ کړی دی، او موږ په حقیقت کې له چین څخه غواړو چې شفاف پاتې شي، آزاد پاتې شي او همکاري وکړي، په ځانګړي توګه د ... خام معلوماتو په اړه چې موږ یې د وبا [په] لومړیو ورځو کې غوښتنه کړې وه.

د تحقیق د لومړۍ مرحلې وروسته اوږد ځنډول شوی راپور د مارچ په وروستیو کې خپور شو، او له دې کبله يې نيوکه وشوه چې د ليبارټرۍ د ليک تیورۍ په اړه يې ژوره ارزونه نه وه کړې -- لیکوالانو د ۴۴۰ الفاظو راپور یوازې د دې په اړه د بحث کولو او ردولو لپاره وقف کړی و.

ټیډروس، چې د راپور د خپرولو سمدستي وروسته یې ټینګار وکړو چې ټولې نظریې په پام کې نيول شوي دي، د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړو چې د ليبارټرۍ د لیک مفروضه نورو تحقیقاتو ته اړتیا لري.

هغه وویل، "د دغه تيورۍ د ردولو لپاره "له وخته څخه مخکې فشار شتون لري."

"موږ د ناروغۍ په پيل کې معلوماتو ته اړتیا لرو، د دې په اړه مستقیم معلومات چې د دغه ليبارټریو مخکې وضعيت څنګه و."

'د فریب کلتور'

دا وروستي انکارونه په داسې حال کې مخې ته راځي کله چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په میاشت کې د ووهان وايرولوژۍ انسټيټوټ تورن کړ چې دا "په پټ پوځي فعالیت" کې بوخت دی.

دې په يوې حقيقت پاڼه کې، چې د جنورۍ په ۱۵ مه خپره شوې وه، وويل، "د یو کال څخه د زیات وخت لپاره، د چین کمونیسټ ګوند (سي سي پي) په منظم ډول د کووېډ-۱۹ د سرچينې په اړه د شفافې او بشپړې څیړنې مخه نیولې ده، او د دې پرځای يې زياتې سرچینې د دوکې او غلطو معلوماتو لپاره کارولي دي."

"په رازدارۍ او کنټرول باندې د سي سي پي مرګونی ټينګار په چین او نړۍ کې د عامې روغتیا په تاوان رامنځته کيږي."

د بهرنیو چارو وزارت وویل، "د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ د چین له پوځ سره په خپرونو او پټو پروژو کې همکاري کړې ده." "لږ تر لږه د ۲۰۱۷ کال راهیسې، د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ د چینایي پوځ په استازیتوب، د ليبارټریو د څارویو د تجربو په ګډون، په خفيه تحقیق کې بوخت دی."

د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ ته نوي پاملرنې په ډاکټر شي ژينګلي باندې تمرکز کړی دی، چې د چین لوړ پوړی ویرولوژیست دی او د د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ د راپورته کيدونکو ساري ناروغیو لپاره د مرکز مشري کوي.

اېن بي سي نيوز راپور ورکړو، که څه هم هغې د جون په میاشت کې د نیویارک ټایمز سره په نادره او غير ټاکل شويو خبرو اترو کې د چینایي پوځ سره هر ډول اړیکې رد کړې، ډاکټر شي د پوځي چارواکو سره ډیرې اړیکې لري.

هغې او نورو کسانو د چینایي پوځي ساینسدانان ټونګ یاګینګ سره د کورونا ویروس د تحقیق په اړه د ۲۰۱۸ کال په پسرلي او په دسمبر ۲۰۱۹ کال کې د ژو یوسین سره همکاري وکړه.

دي ویکینډ آسټرالیين راپور ورکړو، ژو، چې د خلکو د آزادۍ پوځ لپاره يو پوځي ساینسدان دی، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه د کورونا ویروس واکسینو لپاره د ملکیت د حق غوښتنه وکړه -- یوازې پنځه هفتې وروسته له هغې چې بیجینګ د انسان څخه انسان ته د ویروس د لیږد اعتراف وکړو.

دا انکشاف دا امکان راپورته کوي چې بې نومه واکسین ازمويل کيدل، حتی مخکې له دې کله چې چینایي رژیم په عامه توګه د کووېډ-۱۹ ناروغۍ اعتراف وکړو.

په یو بل راز کې، ژو په می ۲۰۲۰ کال کې په نامعلومو حالاتو کې مړ شو. سره له دې چې ژو د ډبليو آی وي سره په اړیکه کې د جایزې د ترلاسه کونکي پوځي ساینسدان په توګه مقام لرلو، چینايي رسنیو د هغه د مرګ په اړه راپور ورنه کړو او د هغه "ستر" کار ته يې هیڅ ډول باج ورنه کړو.

شنونکي وايي چې د شي او ژو تر منځ قوي کاري اړیکې -- او د ژو د مرګ په اړه د رژیم خاموشي -- د دې نظريې ملاتړ کوي چې د ووهان د وايرولوژۍ انسټيټوټ په "خفيه پوځي فعالیت" کې بوخت و.

ډېوډ عاشر، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی تحقیق کونکی دی، اېن بي سي نیوز ته وویل، "زه زیات باور لرم چې پوځ یو پټ پروګرام تمویلوي چې کورونا ويروس په کې هم شامل و." "ما دا د ډیرو بهرنيو څیړونکو څخه اوریدلي دي چې په دغه ليبارټرۍ کې يې په پوځي کوټونو کې د څیړونکي مشاهده کړې وه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500