روغتیا

چین د نړۍ د قانع کولو هڅه کوي چې دا د کورونا ويروس ناروغۍ قرباني دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

یو کارکونکی د بستر چوکاټونو ته نژدې روان دی، په داسې حال کې چې کارکونکي په ووهان کې په يو لوی عارضي هسپتال کې تاسیسات ویجاړوي کوم چې د تيرې جولای په ۲۹ مه د هغه ناروغانو د علاج لپاره جوړ شوی و کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ لخوا ناروغه شوي وو. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

یو کارکونکی د بستر چوکاټونو ته نژدې روان دی، په داسې حال کې چې کارکونکي په ووهان کې په يو لوی عارضي هسپتال کې تاسیسات ویجاړوي کوم چې د تيرې جولای په ۲۹ مه د هغه ناروغانو د علاج لپاره جوړ شوی و کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ لخوا ناروغه شوي وو. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

ووهان -- د کورونا ویروس د سرچينې په اړه د میاشتو انکارونو، دروغو، ځنډونو او د معلوماتو پټولو وروسته، بیجینګ اوس د غلطو معلوماتو خپلې هڅې په بشپړ ډول يوې نوي کچې ته رسوي: دا هڅه کوي چې نړۍ قانع کړي چې چین د کورونا ويروس ناروغۍ قرباني دی.

د تاریخ بيرته لیکل، او ورپسې د بيجينګ د دروغو هغه رول له منځه وړل چې دې د وژونکې ناروغۍ په خپرولو کې لوبولی و په لومړي ځل په ووهان کې پیښیږي. ووهان د ناروغۍ سرچینه ده.

د چین دولتي میډیا د حقیقت د پټولو لپاره ډيرې زياتې هڅې کړي دي، چې د کورونا ويروس ناروغۍ پر ضد د رژیم د بریا په اړه په پراخه کچه خبرونه خپروي.

د ټورنټو يونيورسټۍ په سيټيزن لېب کې يو څیړونکي لوټس د دې میاشتې په پیل کې نیویارک ټایمز ته وویل، د حکومت موخه دا ده چې "د عامو خلکو لپاره د کورونا ویروس ناروغۍ د مجموعي یادونې هغه بڼه رامنځته کړي کومه چې د دولت لخوا تصویب شوې ده."

یو روغتیایي کارکونکی د تیر شوي مارچ په ۱۹ مه د چین په ووهان ښار کې په یو روغتون کې د کورونا ويروس ناروغۍ د ناروغانو د علاج وروسته د جامو بدلولو د کمرې په کړکۍ کې بهر ګوري، په داسې حال کې چې چینایي رژیم غواړي چې نړۍ نړيواله وژونکي وبا هیره کړي. [ايس ټي اېف/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکونکی د تیر شوي مارچ په ۱۹ مه د چین په ووهان ښار کې په یو روغتون کې د کورونا ويروس ناروغۍ د ناروغانو د علاج وروسته د جامو بدلولو د کمرې په کړکۍ کې بهر ګوري، په داسې حال کې چې چینایي رژیم غواړي چې نړۍ نړيواله وژونکي وبا هیره کړي. [ايس ټي اېف/ای اېف پي]

پياده کسان د جنورۍ په ۲۳ مه د چین په ووهان ښار کې د هونان د سمندري خوراک يو هول سيل مارکیټ ته نژدې تیریږي، یو کال وروسته له هغې چې دغه ښار د کورونا ويروس ناروغۍ د مخنيوي لپاره لاکډوان نافذ کړو. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

پياده کسان د جنورۍ په ۲۳ مه د چین په ووهان ښار کې د هونان د سمندري خوراک يو هول سيل مارکیټ ته نژدې تیریږي، یو کال وروسته له هغې چې دغه ښار د کورونا ويروس ناروغۍ د مخنيوي لپاره لاکډوان نافذ کړو. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

یوه ښځه چې د ووهان په مارکيټ کې د چرګانو د هاټ پاټ دوکان نه بهر ولاړه ده د دې ثبوت دی چې د بیجینګ داستان بريالی شوی دی.

هغې بي بي سي نیوز آور ته وویل، "دا د نورو هیوادونو څخه راغلی، چین قرباني دی."

د کب خرڅونکي سره ولاړې د هغې ګاونډۍ موافقه وکړه.

هغې د دې ادعا په اړه د تفصیل ورکولو پرته وویل، "ویروس په ووهان کې نه دی رامنځته شوی. دا د امریکې څخه راغلې."

په تیرکال کې د زياترې مودې لپاره، په داسې حال کې چې په نړۍ کې د وبا سره مبارزه دوام لري، بیجینګ کار کوي چې د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه دريځ د چین د يوې لویې بریا په توګه بدل کړي: په ووهان کې ژوند، چې یوځل د ویروس اصلي مرکز و، بیرته عادي حالت ته راغلی او اقتصاد وده کوي.

ووهان نن هغه شان نه دی لکه څنګه چې یو کال مخکې بند شوی ویران ښار و، په داسې حال کې چې د شپې کلبونه او د شاپینګ کولو ځایونه د خلکو نه ډک ډي او وګړي عامه ټرانسپورت او پارکونو ته مخه کوي.

وانګ، چې منډه وهي او ماسک يې نه دی اچولی، د ۲۰ کالو نه لږ زیات عمر لري او يوازې يې خپل لومړی نوم وښودلو، ای ايف پي ته وويل، "ژوند اوس د پخوا په شان دی."

هوانګ ګینبن، چې ۷۶ کاله عمر لري، تير کال په روغتون کې د کورونا ويروس ناروغۍ سره په مبارزه کې ۶۷ ورځې تیرې کړې، چې په لاړو کې يې وینه توکله او د مرګ په تمه و.

هغه ای اېف پي ته وویل، "کله چې به ما د شپې سترګې بندې کړې، نو زه به نه پوهیدم چې ایا زه به يې بیرته وغړوم."

د هغه د ډیرو نورو ملګرو په څیر، هغه په هغو "لویو هڅو" باندې ویاړ څرګندوي چې د چین حکومت او خلکو د وبا د مخنيوي لپاره کړې وې، چې ووهان يې مثال دی.

هوانګ وويل، "موږ د پايلو په رڼا کې ويلو شو چې د دولت پاليسي سمه وه. د [ووهان] د خلکو همکاري سمه وه." "زه خفه کیږم کله چې په ټوله نړۍ کې دا ناروغي وينم."

د سانسورونو پوځ

د ووهان لاکډاون يوه "بریا" ګڼل يو حقیقت نه دی، په داسې حال کې چې د کورونا ويروس ناروغي په چټکۍ سره د چین نورو برخو ته خپره شوه او نړۍ په دوامداره توګه ځپي.

خو چینایي مشران د خپلو غلطیو په منلو یا د هغې په اړه په خبرو اترو کې لږه دلچسپي لري.

د دې پرځای، حکومت د پروپاګنډې رسمي بیان ته مخه کړې ده -- چې ووهان د ستوري په توګه بيانوي -- او د چین په "زړور" ځواب او بیا رغونې باندې تمرکز کوي..

د چین د میډیا پروژې، چې د څيړنې يو پروګرام دی چې د هانګ کانګ يونيورسټۍ سره تړاو لري، کوآرډينيټر ډیویډ بانډرسکي وویل، "د چین ځواب د چین کمونست ګوند لپاره د لوی بریا په توګه ښودل شوی."

هغه نیویارک ټایمز ته وویل، "د چین د مشرانو لپاره کیسه لیکل شوې ده.

دغه ورځپاڼې راپور ورکړو، د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې دا کیسه د څه شک او شبې پرته خپره شي، حکومت په دې وروستیو هفتو کې د سانسورونو یو پوځ ځای په ځای کړی چې انټرنیټ په ووهان کې د وبا په اړه د تنقيدي موادو څخه پاک کړي. داسې اصطلاحات لکه "لومړۍ کلیزه" او "خبرداری ورکونکی" ځینې وختونه د چینایي ویب پاڼو څخه لرې شوي دي.

نیو یارک ټایمز راپور ورکړو، "په دولتي رسنيو کې د هغه خبريالانو له مخې چې د دغه امر په اړه ورته معلومات ورکړل شوي وو، د يوې تازه پروپيګنډې لارښود په ښکاره توګه په دولتي خبري رسنيو کې د وبا د کليزې په اړه خبرونه بند کړل."

د جنورۍ په ۲۳ مه د ووهان ۷۶ ورځو لاکډاون کلیزې په چین کې ډير لږ کوريج ترلاسه کړو، په داسې حال کې چې هيڅ دولتي رسمي بیانونه ورنه کړی شول او د حکومت د پروپيګنډې په رسنيو کې يې لږ ذکر وکړل شو.

په بیجینګ نیوز کې یوې تبصرې "مخلوط احساسات" څرګند کړل، چې د نړۍ لپاره د نمونې په توګه يې د سخت لاکډاون ستاینه وکړه، په داسې حال کې چې د ووهان د قربانیو او د ویروس د دوامداره ګواښ يادونه يې وکړه.

دې وويل، "موږ باید د وبا سختې پايلې د غفلت له کبله له لاسه ورنکړو او ناروغۍ ته د بيرته راپورته کيدو اجازه ورنه کړو."

دغه ورځپاڼې زیاته کړه، "ووهان ته باج ورکړئ." "قوي او زړورو چینایانو ته باج ورکړئ!"

چینايي چارواکي 'ډېر وارخطا' دي

په دې وروستيو هفتو کې بيجينګ خپلو هڅو ته په بيړني توګه زور ورکړو کله چې د روغتیا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) دغه ښار ته راورسيدو چې د کورونا ويروس د سرچينو په اړه تحقيقات وکړي. .

وروسته له هغې چې چینایي رژیم دوی د دې میاشتې په پیل کې د راتلو نه منع کړل، د ۱۳ سائنس دانانو نړیواله ډله د جنورۍ په ۱۴ مه په ووهان کې کوزه شوه او د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۸ مه) به د ۱۴ ورځو قرنطین څخه خوشې شي.

په داسې حال کې چې د ډبليو اېچ او ټيم په ووهان کې دی، په ښار کې د کورونا ویروس له کبله د مړه شويو خپلوان وايي چې چینايي چارواکو د دوی د ټولنیزو رسنیو ګروپونه حذف کړي دي او پر دوی فشار راوړي چې چپ پاتې شي.

زهانګ حې، چې د دغه ګروپ يو غړی دی او د وبا د مدیریت باندې په ښکاره توګه تنقيد کوي، د چهارشنبې په ورځ وویل، د ټولنیزې میډیا پلیټ فارم WeChat کې یو ګروپ چې تیرکال د ۸۰ څخه تر ۱۰۰ پورې د کورنيو د غړو لخوا کارول کیدو شاوخوا ۱۰ ورځې په ناڅاپي ډول د تفصيلاتو ورکولو پرته حذف کړی شو.

زهانګ، چې ۵۱ کاله عمر لري او پلار يې د وبا په لومړيو ورځو کې، چې د کورونا ويروس ناروغۍ پرې شک کيدو، مړ شوی و، وويل، دا ښيي چې چینايي چارواکي 'ډېر وار خطا' دي. دوی ویره لري چې دا کورنۍ به د ډبليو اېچ او د کارپوهانو سره اړیکې ونیسي."

هغه زياته کړه، "کله چې ډبليو اېچ او ووهان ته ورسیدو، [چارواکو] په زور دغه ګروپ حذف کړو. د پایلې په توګه موږ د ډیرو غړو سره اړیکې له لاسه ورکړې."

نورو خپلوانو د دغه ګروپ ړنګول تایید کړل.

د کورنۍ يو بل غړي، چې يوه ريټايرډ ښځه ده او وايي د هغې بالغه لور د تیر شوي جنورۍ په میاشت کې مړه شوې وه، ای اېف پي ته وويل، چارواکو تیره هفته هغه راوغوښتله او هغې ته یې خبرداری ورکړو چې "له رسنیو سره خبرې ونه کړي یا د نورو لخوا ونه کارول شي".

هغې د نوم نه ښودولو په شرط وویل، چارواکي د سه شنبې په ورځ د هغې دروازې ته راغلل او په ورته انداز سره يې خبرې وکړې او ماته یې د ۵۰۰۰ چينايي ين [۷۷۵ امريکايي ډالره] د ډاډګيرنې تادیه راکړه.

رسمي خنډونه

دغه خپلوان د ووهان او هوبي صوبې په حکومتونو تور لګوي چې کورونا ويروس ناروغۍ ته يې د کنټرول څخه د وتلو اجازه ورکړه او هڅه يې وکړه چې وبا پټه وساتي کله چې دا په لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې په دغه ښار کې راپورته شوه، او بیا خلکو ته په خبر ورکولو کې پاتې راغلل او سم غبرګون یې ونه ښودلو.

د چینایي رسمي شمیرو په وینا، د کورونا ويروس ناروغۍ په ووهان کې نږدې ۳۹۰۰ کسان ووژل، چې د ۴۶۳۶ مړو د هغه لوی اکثریت سبب کرځيدلی چې چین یې راپور ورکړی دی.

ډیر نور خپلوان په دې باور نه کوي او وايي چې د وبا په لومړیو ورځو کې د ټسټ کولو نه شتون پدې معنی دی چې کيدی شي ډير کسان په داسې حال کې مړه شوي وي چې دا نه وه تاييد شوې چې دوی په دغه ناروغۍ اخته و.

تر اوسه پورې په نړۍ کې له دوو ملیونو څخه ډیر خلک مړه شوي دي.

د چین رژیم هڅه کړې چې په نړۍ کې د وژونکي انساني او اقتصادي زیانونو پړه په بل هيواد واچوي او د ثبوت نه بغير دا وړانديز کوي چې دا په بل ځای کې راپورته شوې وه.

د چین کمونیست ګوند (سي سي پي) هر هغه څه له منځه وړي کوم چې د هغې حکومت په ناوړه شکل کې ښکاره کوي، او د وبا لومړنۍ ورځې نن په چین کې ترټولو حساسه موضوع ګڼل کیږي.

داسې ګمان کیږي چې ویروس له خاپيرکو څخه راپورته شوی وي او په پیل کې په ووهان کې د غوښې بازار څخه خپور شوی وي چې ځنګلي ځناور يې د خواړو په توګه پلورل.

ډير لږ نور څه ښکاره دي، او د بیجینګ د رازدارۍ، د غلطو معلوماتو او ځنډ تاریخ ته په کتلو سره دا روښانه نه ده چې د ډبليو اېچ او ټیم به څومره وړتیا ولري چې څه ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500