روغتیا

متحده ایالات نړۍ ته د کووېډ-۱۹ د واکسینو ۵۰۰ ملیونه دوزونه د مرستې په توګه ورکوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د جون په ۱۰ په بریتانیه کې د کورونا ويروس ناروغۍ په هکله وينا کوي. متحده ایالاتو د نړۍ د بې وزلو هیوادونو لپاره د کووېډ-۱۹ د نیم میلیارده واکسینو خوراکونو د یوې تاریخي مرستې اعلان وکړو. [برینډن سمیلاوسکي/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د جون په ۱۰ په بریتانیه کې د کورونا ويروس ناروغۍ په هکله وينا کوي. متحده ایالاتو د نړۍ د بې وزلو هیوادونو لپاره د کووېډ-۱۹ د نیم میلیارده واکسینو خوراکونو د یوې تاریخي مرستې اعلان وکړو. [برینډن سمیلاوسکي/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو صدر د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۱۰ مه) د نړۍ د بې وزلو هیوادونو لپاره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د نیم میلیارده واکسینو خوراکونو د یوې تاریخي مرستې اعلان وکړو.

بایډن په جي۷ غونډه کې د ګډون لپاره انګلستان ته د سفر پر مهال وویل، "متحده ایالات به د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د فايزر نيم مليارده خوراکونه پيرود کړي چې تقريباََ ۱۰۰ هغه هيوادونو ته به يې واستوي کوم چې د دې وبا پروړاندې په مبارزه کې واکسينو ته سخته اړتیا لري." "دا يو تاريخي ګام دی. دا د يو واحد هيواد لخوا د کورونا ويروس ناروغۍ د واکسینو ترټولو لوی پیرود او مرسته ده".

لومړني ۲۰۰ ملیونه خوراکونه به د دې کال په پای کې په ټوله نړۍ کې ورکړل شي، په داسې حال کې چې واکسینونه به د اګست په میاشت کې استول پیل شي او پاتې واکسينونه به د ۲۰۲۲ کال د جون د مياشتې پورې واستول شي.

سپینې ماڼۍ وویل چې دا به "د وبا په وړاندې نړیوالې مبارزې ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي".

متحده ایالات به د فايزر ۵۰۰ ملیونه واکسین واخلي او ټولې نړۍ ته به يې واستوي چې د کووېډ-۱۹ د وژونکي ناروغۍ سره مبارزه وکړي. [جسټن ټالیس/ای اېف پي]

متحده ایالات به د فايزر ۵۰۰ ملیونه واکسین واخلي او ټولې نړۍ ته به يې واستوي چې د کووېډ-۱۹ د وژونکي ناروغۍ سره مبارزه وکړي. [جسټن ټالیس/ای اېف پي]

بایډن وویل، " امریکا پخپله د دې وبا غميزې پېژني. "موږ په نړۍ کې د بل هيواد په پرتله په متحده ایالاتو کې ډیر خلک مړه ليدلي دي: زموږ نږدې ۶۰۰۰۰۰ امریکایان -- موريانې، پلرونه، زامن، لوريانې، وروڼه، خویندې او نيکونه."

هغه زیاته کړه، "خو موږ د رغیدو لار هم پيژنو."

سپینې ماڼۍ وويل، په دې مرسته کې دا لوی زياتوالی په دې مانا دی چې "خلک خوندي کړو او وبا پای ته ورسوو."

سپینې ماڼۍ وویل، "متحده ایالات زموږ د جمهوري ځواک، د امریکایي ساینس پوهانو د تخليق او د امریکایي تولیداتو له ځواک څخه استفاده کوي چې د نړۍ په کچه په واکسین ورکولو کې د مرستې له لارې وبا ته ماتې ورکړي."

د کووېډ-۱۹ واکسینونه به د واکسینونو د نړیوال لاسرسي (کوويکس) پروګرام له لارې "د کم او متوسط عاید لرونکي هیوادونو" او افریقایي اتحادیې ته واستول شي.

د ګاوي واکسینو په اتحاد کې د افغانستان، سوریه، تاجکستان، مصر، قرغزستان، پاکستان، ازبکستان او یمن په ګډون ۹۲ نور هیوادونو شامل دي چې دغه واکسین به ترلاسه کړي.

دا اعلان د هغه اعلان نه علاوه دی کوم چې مخکې شوی و چې ژمنه په کې شوې وه چې دا به د جون د میاشتې د پای پورې ۸۰ ملیونه خوراکونه ورکړي، او همدارنګه د د کويکس سره به د ۲ ملیارده ډالرو مرسته وکړي.

په دغه بيان کې راغلي، "صدر جو بایډن په دې خبره پوهه دی چې سرحدونه دغه ناروغي نشي کنټرول کولی او ژمنه یې وکړه چې زموږ ملت به د واکسینو ذخیره وي."

د جي۷ مشران چې د جمعې په ورځ تقريباََ په دوو کلونو کې په لومړي ځل په شخصي توګه د خبرو لپاره راټول شوي وو، تمه لري چې بې وزلو هیوادونو ته د واکسینو نيم مليارده اضافي خوراکونه ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500