روغتیا

په داسې حال کې چې د کورونا ويروس ناروغۍ د سرچینې څيړنه دوام لري په ووهان ليبارټرۍ کې ويروس د خپريدو نظريې زور نيولی دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د امنیت کارکوونکي د ووهان د ويرولوژۍ د انسټيټوت بهر چمتو ولاړ دي، په داسې حال کې چې د روغتیا د نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) د ټیم غړي، چې د فبرورۍ په ۳ مه د انسټیټیوټ لیدنه کوي، د وبا د سرچينې څيړنه کوي. [هیکټور ریټامال/ای اېف پي]

د امنیت کارکوونکي د ووهان د ويرولوژۍ د انسټيټوت بهر چمتو ولاړ دي، په داسې حال کې چې د روغتیا د نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) د ټیم غړي، چې د فبرورۍ په ۳ مه د انسټیټیوټ لیدنه کوي، د وبا د سرچينې څيړنه کوي. [هیکټور ریټامال/ای اېف پي]

بیجینګ -- دا نظريه چې د کورونا ویروس د ووهان په ليبارټرۍ کې راپورته شو و د لوړ پوړو ویرولوژیسټانو او د نړۍ د ډیرو مشرانو، چې د لا زياتو تحقيقاتو غوښتنه کوي، پاملرنه ترلاسه کوي.

خو بیجینګ د دې نظريې د مخنيوي لپاره په هڅه کې د خپلې پروپيګنډې مشين ته وده ورکوي.

د وال سټریټ ژورنال (ډبليو اېس جې) د یکشنبې په ورځ (د می په ۲۳ مه) د متحده ایالاتو د استخباراتو پخواني خفيه راپور ته په اشاره راپور ورکړو، د ووهان د وايرولوژۍ په انستیتوت کې د ليبارټرۍ درې کارمندان د راپورونو له مخې د نومبر په میاشت کې د کورونا ویروس په څیر د علايمو سره -- د وبا د لومړي کېس څخه يوه مياشت مخکې -- په روغتون کې بستر شوي وو.

ډبليو اېس جې د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۴ مه) د دوو چینایي علمي مقالو په حواله راپور ورکړو، چینايي څیړونکو اوه کاله مخکې د چین په سویل لویدیځ کې له یو کان څخه نمونې راټولې کړې وې، چیرې چې د کان کارکوونکو د ښاپيرک څخه رامينځته شوې نوې او عجيبه کورونا ويروس ناروغي ترلاسه کړې وه.

یو کارکوونکی د هسپتال د دروازې نه د ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي لپاره د ووهان مرکز طرف ته ګوري وروسته له هغې کله چې د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) د ټیم غړي د فبرورۍ په لومړۍ نيټه د کورونا ويروس ناروغۍ د سرچينې د څيړنې لپاره دغه مرکز ته راورسيدل. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

یو کارکوونکی د هسپتال د دروازې نه د ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي لپاره د ووهان مرکز طرف ته ګوري وروسته له هغې کله چې د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) د ټیم غړي د فبرورۍ په لومړۍ نيټه د کورونا ويروس ناروغۍ د سرچينې د څيړنې لپاره دغه مرکز ته راورسيدل. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

دغه استخباراتي راپور د اغیزمنو څیړونکو شمیر او د دوی د ناروغیو وخت او د روغتون د لیدنو په اړه تازه توضیحات وړاندې کوي.

دا څرګندونې دې نظريې ته وده ورکوي چې کيدی شي د کورونا ويروس ناروغي د ليبارټرۍ څخه خپره شوې وي.

د وبا راز حل کول

د دې کال په پیل کې، د روغتیا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) د نړیوالو ماهرینو یوه ډله ووهان ته ولیږله چې د وبا د ناروغۍ سرچينه وپلټي، خو د بیجینګ د شفافيت او د انتخابي معلوماتو د شريکولو نشتوالي ټیم مايوسه کړو.

د کورونا ویروس د سرچينې په اړه د میاشتو انکارونو، دروغو، د معلوماتو پټولو او ځنډونو وروسته، د چين د شفافيت نشتوالی څه د حيرت خبره نه ده..

د روغتیا نړیوال سازمان او د دوی چینایي ملګرو لخوا د اوږد ځنډ راپور هیڅ نتیجه نه ده ورکړې خو په دې کې ويل شوي چې ویروس احتمالاََ د څارويو له لارې د ښاپيرک څخه انسانانو ته منتقل شوی دی.

په پیل کې، د ماهرينو راپور څرګنده کړه چې دا نظريه چې ويروس د ليبارټرۍ څخه خپور شوی و، "خورا امکان نلري".

وروسته لدې چې دا راپور خپور شو، د ډبليو اېچ او مشر ټیډروس اډانوم ګېبريېسس ټینګار وکړ چې ټولې نظریې تر غور لاندې دي.

په بیجینګ کې چارواکي، چې د وبا په اړه د دريځ بدلولو ته لیواله دي، د ليبارټرۍ څخه د لیک شوي نظريې په کلکه مخالفت کوي، او د چین "زړه ور" غبرګون او بحالي په ګوته کوي او د ناروغۍ د خپریدو په اړه د رژیم ځنډونه او انکارونه له مينځه وړي.

ژاو لیجیان، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دی، د می په ۲۶ مه د مخکينو انکارونو په تکرار سره وويل، دا د روغتیا نړیوال سازمان د څېړنې لپاره "د بې عزتۍ خبره" ده چې د ليبارټرۍ څخه د ويروس د خپريدو نظريه بیا راژوندۍ کړي، او دا کار به د ویروس سره د مبارزې لپاره نړیوال پیوستون له خطر سره مخ کړي.

د سه شنبې په ورځ د ډبليو اېچ او د غړو کلنۍ غونډې ته په وینا کې، د ډیرو هیوادونو استازو په دوامداره توګه پدې اړتیا باندې ټينګار وکړ چې د کورونا ويروس ناروغې خپريدل په لومړي ځل څنګه په انسانانو کې پیل شوه.

دا اندازه لګول چې څنګه په احتمالي توګه د کورونا ويروس وژونکي ناروغي خپریدل پیل شول، د راتلونکي وبا د مخنیوي لپاره يوه مهمه خبره ګڼل کيږي.

د متحده ایالاتو استازي جیرمي کوینډک د روغتیا نړیوالې غونډې (ډبليو اېچ ای) ته وویل، "موږ د کورونا ويروس ناروغۍ د سرچینو په اړه د قوي هراړخیزه او د متخصصينو په رهبرۍ کې د څيړنې په اهمیت ټينګار کوو."

اروپایي اتحادیه، آسټرالیا او جاپان او نورو د دوامداره تحقیق غوښتنه وکړه، پداسې حال کې چې د بریتانيې استازي غوښتنه وکړه چې پلټنې دې "په وخت، د متخصصينو تر رهبرۍ لاندې او د قوي ساینس پر اساس ترسره شي".

انکارونه او غلط معلومات

په ښه طريقه په تحقیق کې د مرستې کولو پرځای، د چین رژیم د تورونو د مخنيوي لپاره بیرته د انکار کولو او غلطو معلوماتو د خپرولو نه کار اخيستی دی.

د دې وروستي هدفونه د متحده ایالاتو د ساري ناروغۍ متخصص انتوني فوسي او د ډبليو اېس جی راپور دي.

"د متحده ایالاتو اشخاص په اخلاقياتو کې زيات کمزوري شوي دي، او فوسي په هغوی کې يو کس دی." دا د هغې مقالې سرليک و کومه چې د دولتي ورځپاڼې د ګلوبل ټایمز مشر مدير د هو ژیجن لخوا ليکل شوې وه.

هو د ډبليو ايس جی راپور "د چین د بدنامولو لپاره یوه توطیه … وګڼله." هغه ادعا وکړه چې فوسي "د چین پروړاندې ډير دروغ وايي".

یوان ژیمینګ، چې د ووهان د ويرولوژۍ په انستيتوت کې د ژوند د ساتنې د انستیتیوت ډايکټر دی، وويل چې د ډبليو اېس جی راپور "بشپړ دروغ" دي.

هغه ګلوبل ټایمز ته وویل، "دا ادعاګانې بې بنسټه دي."

د چین غوسه -- او د امریکایي ساینس پوهانو د کمزوري کولو لپاره د دې هڅې -- د دې میاشتې په پیل کې د فوسي له څرګندونو څخه راپورته شوي چې پکې هغه ویلي ول چې هغه نور پدې قانع نه دی چې کورونا ويروس ناروغي په طبیعي ډول رامينځته شوې وه.

هغه د مۍ په لومړۍ نيټه وويل، "زه فکر کوم موږ باید په چین کې د هغه څه په اړه څیړنې ته دوام ورکړو ترڅو موږ د خپلې وړتیا تر حده پورې دا ومومو چې څه پیښ شوي ول."

د راتلونکي نړیوال آفت مخه نيول

د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ د متحده آیالاتو استخباراتو ته امر ورکړو چې په راتلونکو دریو میاشتو کې هغه ته راپور ورکړي چې ایا د کورونا ويروس ناروغي لومړی په چین کې د څارویو د سرچینې څخه راپورته شوې وه او که په ليبارټرۍ کې د پيښې څخه.

جوبایډن په یو بیان کې وویل چې د متحده آيالاتو استخباراتي ادارې "شاوخوا دوه احتمالي پيښې راټولې کړي دي" خو تر دې دمه يوې ځانګړی پايلې ته نه دي رسيدلې چې څنګه په چین کې دا ویروس راپورته شو.

هغه وویل، ادارې باید "د معلوماتو راټولولو او د تجزيې لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي چې موږ یوې پايلې ته رسولی شي."

کله چې په لومړي ځل د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې دغه وبا راپورته شوه، بایډن له پلټونکو څخه وغوښتل چې چین ته لاسرسی ومومي تر څو د ویروس په اړه زده کړه وکړي او دا د وبا سره په اغیزمنه توګه د مبارزې لپاره د يوې وسيلې په توګه استعمال کړي.

بایډن وویل، په دې لومړیو میاشتو کې په حقيقت کې د خپلو پلټونکو په ترلاسه کولو کې پاتې راتلل به د کورونا ويروس ناروغۍ د سرچينې په اړه د هر ډول تحقیق مخه د تل لپاره ونیسي.

پداسې حال کې چې دوی د دې وړاندیز کولو څخه ډډه کړې چې په ليبارټرۍ کې د ويروس خپريدل لازمي د خپريدو سرچينه وه، ګڼ شمیر نړیوالو ساینس پوهانو ویلي چې په ليبارټرۍ کې د ويروس د خپريدو د نظريې په اړه ژورې او ډیرې ساینسي څيړنې ته اړتیا ده.

داسې شکایتونه شتون لري چې د روغتيا نړیوال سازمان ابتدايي تحقیق شرایط، چې له بیجینګ سره پرې خبرې شوې وي او د تیر کال په ډبليو اېچ ای کې تصویب شوی و، څرګنده کړه چې دنده دا وه چې معلومه کړي د ويروس سرچينه د "څارويو ناروغي" یا ځناور ول.

د ډبليو اېچ ای څخه په دوامداره توګه غوښتنې شوي، چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ (د جون په لومړۍ نيټه) به خپله فیصله کوي، چې د څيړنې په برخه کې د راتلونکو مرحلو پریکړه وکړي او خپل تمرکز له سره نوی کړي.

د متحده ایالاتو د روغتیا او بشري خدماتو وزیر زېویر بسییرا د حوالې د نويو شرایطو د غوښتنې ملاتړ وکړو.

هغه ډبليو اېچ ای ته وويل، "د کورونا ويروس ناروغۍ د سرچينې د مطالعې دوهم پړاو باید د هغه حوالې شرایطو سره پیل شي کوم چې شفاف وي، د ساینس پراساس وي، او نړیوالو کارپوهانو ته آزادي ورکړي چې د ویروس د سرچینې او د وبا د خپريدو د لومړیو ورځو په بشپړ ډول ارزونه وکړي."

کوني ینډېک وويل، "د دې پلټنې هدف ملامتول نه بلکې دا و چې دا د ساينس پراساس وي، چې د ويروس سرچينه او خپرېدل په ګوته کړي او له موږ سره په نړۍ کې د راتلونکي آفتونو په مخنيوي کې مرسته وکړي."

ژاو د پنجشنبې په ورځ د وبا په هکله د نوې پلټنې اړتیا رد کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500