روغتیا

نړیوالې پلټنې چین په دې تورنوي چې د کورونا ويروس ناروغۍ د سرچينو په اړه معلومات له ځان سره پټ ساتي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

پیټر بن امبيرک د فبرورۍ په ۹ مه نیټه د چین په ووهان ښار کې په يو نيوز کانفرنس کې خبرې کوي چې د نړیوال روغتیا سازمان (ډبليو اېچ او) د متخصصینو د نړیوالې ډلې سفر ته د ټکې پای کيږدي. [هیکټر ریټمال/ای اېف پي]

پیټر بن امبيرک د فبرورۍ په ۹ مه نیټه د چین په ووهان ښار کې په يو نيوز کانفرنس کې خبرې کوي چې د نړیوال روغتیا سازمان (ډبليو اېچ او) د متخصصینو د نړیوالې ډلې سفر ته د ټکې پای کيږدي. [هیکټر ریټمال/ای اېف پي]

بیجینګ -- چینايي چارواکو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) تحقیق کونکو ته د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه د بنيادي معلوماتو د ورکولو نه انکار وکړو، چې د ماهرینو هغه نړیواله ډله يې مایوسه کړه چې د وبا د سرچينې په اړه يې څيړنه کوله.

د کورونا ویروس د سرچينې په اړه د میاشتو انکارونو، دروغو، ځنډونو او د معلوماتو پټولو وروسته، د بیجینګ د شفافيت نشتوالی څه د حيرت خبره نه ده. .

د چين د رژيم له خوا د تاریخ بيرته لیکل، او ورپسې د دې د دروغو هغه رول له منځه وړل چې دې د وژونکې ناروغۍ په خپرولو کې لوبولی و په لومړي ځل په ووهان کې، چې د وبا سرچينه ده، پیښیږي..

د ډبليو اېچ او ټیم تیره هفته ووهان ته د یوې میاشتې اوږد مشن له پايلو موندلو پرته پای ته ورسولو.

یو روغتیایي کارکونکی د ۲۰۲۱ کال د فرورۍ په ۷ مه د چین د مرکزي هوبي صوبې په ووهان کې په يو هسپتال کې د کورونا ویروس ناروغۍ لپاره د يو کس نه د سواب نمونه اخلي. [هیکټر ریټمال/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکونکی د ۲۰۲۱ کال د فرورۍ په ۷ مه د چین د مرکزي هوبي صوبې په ووهان کې په يو هسپتال کې د کورونا ویروس ناروغۍ لپاره د يو کس نه د سواب نمونه اخلي. [هیکټر ریټمال/ای اېف پي]

دا تصوير چې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۴ مه اخیستل شوی په چین کې خلک په داسې حال کې ښيي چې ماسکونه نه لري او په شانګهای کې د کرسمس پرمهال د سودا کولو مرکز څخه بهر د کرسمس په هکله د يو روښانه نصب شوي څيز مخې ته سیلفيانې اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دا تصوير چې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۴ مه اخیستل شوی په چین کې خلک په داسې حال کې ښيي چې ماسکونه نه لري او په شانګهای کې د کرسمس پرمهال د سودا کولو مرکز څخه بهر د کرسمس په هکله د يو روښانه نصب شوي څيز مخې ته سیلفيانې اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

پیټر بن امبيرک، چې په ووهان کې يې د نړیوال روغتیا سازمان د ماهرانو د مشن مشري کوله، ای اېف پي ته وویل، "موږ ډیر معلومات غواړو. موږ د ډیرو معلوماتو غوښتنه وکړه."

هغه وويل، "د څه حده پورې مایوسي شتون لري، خو ريښتيني توقعات هم شتون لري، په داسې حال کې چې په کوم وخت کې څه ممکنه دي."

بن امبيرک وویل، دغه ټیم به د ناروغۍ د لومړيو کېسونو په اړه بنيادي معلوماتو ته لاسرسي غوره کړې وې، چې په دې کې نمونیا، فلو او تبه شامله ده چې کيدی شي د کورونا ويروس ناروغي وې.

د مشن نه مخکې، چینايي ساينسدانانو خپل سیسټمونه سکېن کړې ول او د اکتوبر او دسمبر په مياشت کې يې ۷۲۰۰۰ داسې کېسونه په ګوته کړې ول.

دوی ګڼ شمير طريقې کارولې وې چې معلومه کړي چې ایا دغه کېسونه د کورونا ويروس ناروغي کيدی شي، او لسټ یې یوازې هغه ۹۲ کېسونه ته راکم کړو چې دوی د تجزيې لپاره مهم ګڼل.

بن امبيرک وویل، خو دغه ټیم د کارول شوي ځانګړي طريقو لپاره د بريا پرته غوښتنه وکړه.

هغه وویل، "موږ هڅه کوو چې له ۷۲۰۰۰ څخه تر ۹۲ پورې د کېسونو د راکميدو د پروسې په اړه پوه شو." هغه زياته کړه چې غوښتل شوي بنيادي معلوماتو ته لاسرسی به دا خبره ممکنه کړي چې "لږه سخته طريقه استعمال کړو چې موږ په ګڼ شمير کېسونو باندې کار وکړو".

د دې ناروغانو نږدې دریمه برخه یا خو مړه شوې یا يې په مطالعه کې د ګډون کولو نه انکار کړی، په داسې حال کې چې چینايي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د ۶۷ کسانو د انټي باډي سیرولوژي ټسټونه ترسره کړل. د دوی ټولو د کورونا ويروس ناروغۍ ټسټونه منفي راغلل.

د نړیوال روغتیا ډيرو متخصصینو له احتمالي ناروغۍ ډير وروسته د ټسټونو په اعتبار باندې د شک څرګندونه وکړه. دوی وویل چې کيدی شي انټي باډیز د ځنډ په وخت کې د معلومیدو وړ کچو ته رسيدلې وي.

سفارتي ستونزه

دغه ټيم له سفارتي ستونزو سره مخ و.

متحده ایالات، انګلستان او نور هيوادونه ووهان ته د ډبليو اېچ او ډلې په لیږلو کې د ځنډونو په کلکه غندنه کوي، چې دا هغه مشن دی چې د لومړي کېس د راپورته کیدو څخه د یو کال نه د زياتې مودې وروسته ترسره کيږي.

د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۳ مه)، د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د "کورونا ويروس ناروغۍ په ترڅ کې د چین رژیم د تحقیقاتو په اړه "ژورې اندیښنې" څرګندې کړې او غوښتنه یې وکړه چې "دا دې د وبا د لومړیو ورځو راهيسې خپل معلومات چمتو کړي".

د ډبليو اېچ او پلټونکو هڅه کړې چې د حقیقت موندنې مشن تمې کمې کړي، او ويې ویل چې لومړنۍ څيړنه یوازې -- یو پیل و.

خو د انتظار یو کال او په پای کې په چین کې څلورو هفتو، چې ځينې کسان ورته د کنټرول شويو عامه اړیکو په توګه ګوري، یوازې ډیرې پوښتنې راپورته کړي او د چین او نورې نړۍ تر مینځ يې تاوترېخوالی لاهم زيات کړی دی.

د حقیقت په موندلو کې د مرستې پرځای، چینايي چارواکو د دې پرځای د ملامتيا په کمولو او د چين د "پام وړ" غبرګون او اقتصادي بیا رغونې باندې تمرکز کړی دی.

بیجینګ په پرله پسې ډول داسې نظريې خپرې کړې چې ویروس چین ته د محصولاتو د بسته بندۍ له لارې راوړل شوی لکه د منجمد سمندري خوراک له لارې -- چې دغه خبره د روغتیا نړیوال سازمان نه ده رد کړې -- او یا د څه ثبوب پرته دا وړاندیز کوي چې ویروس په ایټالیا یا متحده ایالاتو کې راپورته شو. .

متخصصین وایي، کيدی شي چې دا ناروغي په خاپيرکو کې رامينځته شوې وه او کيدی شي چې د نورو شيدو ورکونکو څارويو له لارې انسانانو ته منتقل شوي وي.

په جينيوا کې د فبرورۍ په ۱۲ مه د بن امبيرک ترڅنګ په يو نيوز کانفرنس کې، د روغتیا نړیوال سازمان ډايريکټر جنرل ټیډروس اډانوم ګیبریېس د دغه ټيم ستاينه وکړه چې په "خورا سختو حالاتو کې يې خورا مهمې علمي کړنې" ترسره کړې.

هغه وويل، "ځینې پوښتنې راپورته شوې چې ایا ځینې مفروضې له پامه غورځول شوې دي." هغه زیاته کړه، "چې ټولې مفروضې خلاصې دي."

ټیډروس وویل، "کيدی شي چې ځینې کارونه د دې مشن له پامه او ساحې څخه بهر وي." "موږ تل ویلي چې دا مشن به ټول ځوابونه ونه مومي، خو دې مهم معلومات چمتو کړي چې موږ دې ته نږدې کوي چې د ویروس سرچينې په اړه پوهه شو."

'په هیچا باور مه کوئ'

د وال سټریټ ژورنال د فبرورۍ په ۱۲ مه راپور ورکړو، خو چینایي چارواکي د تحقيقاتو مخه نيسي او د کوویډ-19 د هغه ۱۷۴ کېسونو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د ډبليو اېچ او غوښتنه ردوي کوم چې چینایانو په ووهان کې د وبا په لومړي پړاو کې پیژندلې ول.

چینايي چارواکو او ساینس پوهانو د کېسونو په اړه د معلوماتو پراخه لنډیز او تجزيې چمتو کړې او په ووهان کې د وبا د معلومولو څخه مخکې یې په میاشتو کې د طبي ریکارډونو له لارې د پخوانيو پلټنو په اړه مجموعي معلومات او تجزيې چمتو کړې.

د ټیم غړو وویل، که څه هم، د ډبليو اېچ او ټیم ته اجازه ورنه کړل شوه چې بنيادي معلومات وګوري، چې دې ته به فرصت ورکړل شوی و چې خپله تجزيه ترسره کړي.

ډومینیک دوویر، چې د ډبليو اېچ او په ټیم کې د آسټرالیا مایکروبیولوژیست دی، وويل، "دوی موږ ته یو څو مثالونه وښودل، خو دا د ټولو ترسره يو شان نه دي، کوم چې معیاري ایپیډیمولوژیکي تحقیق دی."

د دغه ټيم غړو وویل، د ورته معلوماتو چمتو کول -- چې نامعلومه دي خو جامع نه دي -- د ډبليو اېچ او د تحقیقاتو د برخې په توګه يو معیاري عمل دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ځینو پلټونکو د تفصيلاتو د نشتوالي په اړه د سختو خبرو اترو په اړه هم بیانونه ورکړل.

تيا فیشر، چې د روغتیا نړیوال سازمان په پلټونکو کې د ډنمارک اپيډرمالوجسټه ده، د فبرورۍ په ۹ مه وويل، "په ځینو وختونو کې به احساسات واقعی خورا لوړ ول." "زه یوه ساینسدانه يم، او زه په معلوماتو باور لرم. زه د معلوماتو پر بنسټ په مستندو شواهدو باندې باور لرم. زه یوازې په هغه څه باور نلرم چې څوک يې ماته وایي."

هغې وویل، "دا ویروس په خلکو کې په یقینی توګه د لومړنیو کلینیکي جدي کېسونو د معلومیدو څخه مخکې خپور شوی و."

فيشر وويل، "په دې مفروضې ډیر فشار شتون لري چې دا دلته په ووهان کې پیل شوې وه، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې يو څو کېسونه ثبت شوې ول، خو تر دې دمه، زه فکر کوم چې هغه ساینسي شواهد چې ما د نړۍ په نورو ځایونو کې لیدلي اوس هم په هيڅ صورت کې له دې سره سمون نه لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500