روغتیا

نړیوال تحقیقات ووهان ته رسېدلي، خو دا به څه ثبوت ومومي؟

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د جنورۍ په ۱۴ مه د ډبليو ايچ اُو د ټيم د غړيو له رارسيدو وروسته هغه بس د ووهان هوايي ډګر نه روانيږي کوم چې د روغتیا نړيوال سازمان (ډبلیو ایچ اُو) د ټیم غړي وړي چې د کورونا ويروس ناروغۍ د اصلي سرچینو په اړه تحقيقات وکړي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

د جنورۍ په ۱۴ مه د ډبليو ايچ اُو د ټيم د غړيو له رارسيدو وروسته هغه بس د ووهان هوايي ډګر نه روانيږي کوم چې د روغتیا نړيوال سازمان (ډبلیو ایچ اُو) د ټیم غړي وړي چې د کورونا ويروس ناروغۍ د اصلي سرچینو په اړه تحقيقات وکړي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

ووهان، چین -- له ډیر ځنډ او سیاسي کړکېچ وروسته، د روغتیا نړيوال سازمان په پای کې د چين ووهان ته رارسيدلی دی چې د کورونا ويروس د سرچينو په اړه تحقيقات وکړي، د یو کال نه د زياتې مودې وروسته کله چې دا راپورته شوه.

د ۱۳ ساینس پوهانو نړیواله ډله د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۴ مه) د خپل میشن لپاره راروسيده. چینایي چارواکو له دوی سره په حفاظتي جامو کې ولیدل او د رارسیدو پر مهال یې د هغوی نه د ستوني سواب واخيستل، او یو هوټل ته یې بوتلل چیرې چې دوی باید د کار پیلولو نه مخکې د دوو هفتو قرنطین بشپړ کړي.

ځينې کسان وایي چې هغه وایرس چې نړۍ یې ډيره وځپله په ۲۰۱۹ کال کې په ووهان کې په بازار کې راپورته شو، چیرې چې د ښاپيرک په شمول ځنګلي ځناور د خوراک په توګه خرڅيدل.

له هغه وخت راهيسې، په ټوله نړۍ کې دغه وبا خپره شوه، چې تر دې دمه یې شاوخوا دوه ملیونه کسان وژلي دي، په لسګونو ملیونه کسان يې په ناروغۍ اخته کړي او نړیوال اقتصاد یې ځپلې دی.

د امنیت ساتونکي د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۱ مه په ووهان کې د هونان د هول سيل د سمندري خوراک بازار مخې ته ولاړ دي، په هغه ورځ کله چې چین د کورونا ويروس ناروغۍ له کبله د خپل لومړي مرګ تایید وکړو. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

د امنیت ساتونکي د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۱ مه په ووهان کې د هونان د هول سيل د سمندري خوراک بازار مخې ته ولاړ دي، په هغه ورځ کله چې چین د کورونا ويروس ناروغۍ له کبله د خپل لومړي مرګ تایید وکړو. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

پياده مسافر د جنورۍ په لومړۍ نيټه د چين د هوبي صوبې په ووهان ښار کې د سودا اخيستلو مرکز په اوږدو کې راون دي. [نول سيليس/ای اېف پي]

پياده مسافر د جنورۍ په لومړۍ نيټه د چين د هوبي صوبې په ووهان ښار کې د سودا اخيستلو مرکز په اوږدو کې راون دي. [نول سيليس/ای اېف پي]

د روغتیا نړیوال سازمان له مخې، د څارویو څخه انسانانو ته د دایرس د لارې تعین کول د راتلونکيو وباګانو د مخنیوي لپاره ضروري ده.

خو د دوی د لیږلو په اړه د میاشتو خبرو اترو سره، چینایي رژیم د دې میاشتې په پیل کې د دغه ټیم د راتګ مخه ونیوله -- چې دا د وایرس د سرچينې د کیسې په اړه د سیاسي حساسیت یوه نښه ده چې د هیوادونو تر مینځ په تکرار، انګیرنې او انکارونو کې پټه شوې ده.

د ۲۰۲۰ کال په لومړيو کې، چینايي چارواکي په دې پوهه شوي وو چې يوه وژونکي وبا خورا نږدې ده، خو تقريباََ د یوې هفتې لپاره یې هیڅ ونه ویل، چې دې وایرس ته یې په ووهان کې د پښو خښولو توان ورکړو او په ټوله نړۍ کې خپور شو، په داسې حال کې دا په قصدي ډول د کورونا وایرس د خپرېدو شواهد تباه کوي او يا يې پټ ساتي.

د ووهان چارواکو په پیل کې هڅه وکړه چې په دې ناروغۍ پرده واچوي او وروسته یې قیمتي هفتې په دې تیرې کړې چې دا د یو انسان څخه بل ته نه لګي.

په پیل کې، چینايي چارواکو په کلکه اعلان وکړو چې دغه ناروغي د ووهان په د سمندري خوراک په بازار کې په هوانان کې پیل شوه. خو په جنوري ۲۰۲۰کال کې چینایي معلوماتو وښودل چې ډیر لومړي کېسونو د دغه نوي تړل شوي بازار سره هیڅ ډول اړیکې نه لرلې، کوم چې دا وړانديز کوي چې سرچینه یې بل څه ځای دی.

د چین کیسه په تیر مارچ کې بیا بدله شوه کله چې د چینايي ناروغیو د کنټرول لوړپوړي چارواکي ګاو فو وویل چې دغه بازار سرچینه نه وه، بلکې "قرباني" و، هغه ځای چیرې چې دا ناروغي یوازې په پراخه کچه خپره شوې وه.

خو چین له هغه وخته راهيسې د دې معمې په حل کولو کې ناکمه شوی او د څارویو او د چاپیریال نمونو په اړه خورا لږ معلومات خپروي کوم چې په بازار کې اخيستل شوي وي او د تحقيق کونکو سره مرسته کولی شي.

او دې بهرني ماهرین له دې څخه لرې ساتلي دي.

د داستان بدلولو هڅې

د دې بحران له پيل راهيسې، بيجنګ په فعاله توګه هڅه کوي چې د سازشي نظريو له خپرولو سره د کورونا وایرس په وبا کې د خپل رول په اړه انتقاد کم کړي او ليدل شوی چې په خبرونو کې او سوشل ميډيا باندې د وایرس په اړه ښکاره غلط معلومات خپروي. .

د دې هڅو د برخې په توګه، د چین رژیم په فعاله توګه د کورونا وایرس ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې "د پام وړ کارنامو" دريځ وړاندې کوي. .

بیجینګ د ناروغۍ پرمهال د خپل نرم ځواک د زياتولو هڅه کړې -- او ژمنه کوي چې خپل واکسینونه د پرمختللو هیوادونو سره شریک کړي، او "د واکسینو په سفارتکارۍ" کې ښکیل شي.

دولتي رسنۍ نړۍ ته د ښودلو په لټه کې دي چې چین له وبا څخه خلاصی ترلاسه کړی دی، خو د روغتیا نړیوال سازمان سفر په هغه وخت کې ترسره کيږي کله چې چینایي رژیم د وایرس تازه کلسترونه ختموي.

د چین په شمال کې له ۲۰ ملیون څخه ډیر خلک د لاکډاون په حالت کې دي او یوې صوبې د بیړني حالت اعلان کړی، ځکه چې دغه هیواد د جنورۍ په ۱۴ مه په اتو میاشتو کې د کورونا وایرس ناروغۍ له کبله د خپل لومړي مرګ خبر ورکړو.

په ورته ورځ، د چین ملي روغتیا کمیسیون د ۱۳۸ نورو ناروغیو راپور ورکړو -- چې د تیر کال مارچ راهیسې ترټولو لویه ورځنۍ شمیره ده.

بیجینګ اندیښنه لري چې د راتلونکې میاشت د لونر نوي کال جشن څخه مخکې سیمه ایز کلسترونه ختم کړي، کله چې په سلګونه ملیونه مسافر به په هیواد کې سفر وکړي.

ډبليو ايچ اُو د ځوابونو په لټه کې دی

چین د هغه څيړنې لپاره ځان تيار ساتي چې د ډبليو ايچ اُو د ساینس پوهانو ډله به د دې د وایرس په هکله د دريځ په اړه وکړي.

بیجینګ دا مفکوره وړاندې کړې ده چې ناروغي د هغې د پولو هاخوا پیل شوه، او دې ته ترجيح ورکوي چې د عامې روغتیا د بحران په نسبتاََ ګړندي کنټرول باندې تمرکز وکړي.

د خلکو دولتي ورځپاڼې، د مثال په توګه، د نومبر په پیل کې د فېسبوک په يو پوسټ کې وویل چې "ټول موجوده شواهد ښیي چې کورونا وایرس د چین په مرکزي ووهان کې نه و پیل شوی".

همدارنګه په نومبر کې، بیجینګ په یو ایټالوي طبي ژورنال کې د يوې څیړنې په اړه په چټکۍ سره پروپيګنډه وکړه چې کورونا وایرس د سپتمبر ۲۰۱۹ په پیل کې په ایټالیا کې ګردش کولو، چې د څیړنې کلیدي توضیحات يې په کې نظر انداز کړل او نيمګړی ساینس يې استعمال کړو چې د وبا د سرچينې په اړه شکونه رامينځته کړي.

حقيقت دا دی چې ټول شواهد ووهان ته د نړیوال کړکیچ د مرکز په توګه اشاره کوي، له همدې امله د ډبليو ايچ اُو ټیم لیواله دی چې هلته خپلې څیړنې پیل کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې د دې له میشن سره تړلي سیاسي اسباب پرې کړي.

د ډبليو ايچ اُو مشر پیټر بین امبریک خبرداری ورکړو، دا "کیدی شي ډیر اوږد سفر وي مخکې له دې چې موږ د پیښې په اړه بشپړه پوهه ترلاسه کړو".

هغه وویل، د دوو هفتو لپاره په هوټل کې له لازمي قرنطين وروسته، دا ټیم به "توان ولري چې وګرځي او زموږ د چینایي همکارانو سره په شخصي ډول وګوري او مختلف ځايونو ته به لاړشي چې موږ به یې لیدنه غواړو."

امبریک وویل، "زه فکر نه کوم چې موږ به د دې لومړني میشن وروسته روښانه ځوابونه ولرو، خو موږ به خپل میشن ته دوام ورکړو."

"مفکوره دا ده چې یو شمیر مطالعو ته وده ورکړو چې له مخکې نه جوړې شوي وې او څو میاشتې مخکې پرې پریکړه شوې وه چې موږ په دې اړه پوهه کړي چې څه پیښ شوي ول."

رازداري او شکونه

هغه څه چې ساینس پوهانو ته به د لیدو اجازه ورکړي یا يو کال وروسته چې څه ومومي هم په شک کې دي. شنونکي وايي چې کيدی شي چارواکو د ویرې له کبله په لومړني غبرګون کې مهم شواهد له مینځه وړي یا ترک کړي وي.

د ايکو هیلت اتحادیې مشر پیټر داسازاک وویل، "هره وبا يو شان وي. دا ګډوډي ده او غير فعاليت دی." ايکو هيلت يو غير دولتي سازمان دی چې د ساري ناروغۍ په مخنیوي باندې تمرکز کوي.

هغه وویل، "دوی مخکې د څارویو په تحقیق کې عالي دنده نه وه ترسره کړې."

"په يو ډول، دوی خورا خلاص وو، خو په بل ډول دومره خلاص نه وو."

د چینایي رازدارۍ علتونه ښکاره نه دي، خو واکمن کمونست ګوند د سیاسي زیان رسونکو معلوماتو د له مينځه وړولو تاریخ لري.

خبرداري ورکونکي او هغه کسان چې په انټرنیټ يې د وایرس د ویروونکي لومړیو هفتو په اړه تفصيلات شریک کړي ول، له هغه وخته راهیسې له بنديزونه سره مخ دي او یا بندیان شوي دي.

ډينیل لوسي، چې په جورج ټاون يونيورسټۍ کې ایپیډیمولوژیست دی او له نږدې څخه د نړیوالو وباګانو څارنه کوي، وويل، بیجینګ کيدی شي د کورني شرم او يا د نړیوال "غبرګون" څخه د بچ کيدو له کبله تنظیمي یا تحقیقاتي نیمګړتیا پټوي.

هغه وویل چې د ووهان بازار شاید څه مسله نه وي. هغه زياته کړه چې وایرس له مخکې نه تر دسمبر ۲۰۱۹ کال پورې په ووهان کې په چټکۍ سره خپریدو، چې دا په ګوته کوي چې دا ډیر له مخکې نه خپور شوی و.

د دې لامل دا دی چې یو وایرس میاشتې یا حتی کلونه وخت اخلي چې اړین تغيرات رامینځته کړي او د انسانانو ترمینځ خورا ډیر ساري شي.

د شک په زیاتولو سره، چین په دسمبر کې وویل چې کیدی شي په ووهان کې د کورونا وایرس د پیښو شمیر د پیښې په لومړیو کې د هغه شمير په پرتله لس چنده لوړ وي کوم چې په هغه وخت کې د رسمي ارقامو لخوا څرګند شوی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500