روغتیا

روس د کورونا وایرس په اړه غلط معلومات خپروي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې ویره مخ په ډيريدو ده

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

سيلانيان، چې د مخ حفاظتي ماسکونه يې اچولي دي، د فبرورۍ په ۲۴ مه د کارنیول جشنونو په عادي وخت کې د ايټاليا په وينس ښار کې د پیازا سان مارکو څخه لیدنه کوي. دغه جشنونه په تیرو دوه ورځو کې د کورونا وایرس د خپریدو له امله لغوه شوي دي. [انډریا پټارو/ای اېف پي]

سيلانيان، چې د مخ حفاظتي ماسکونه يې اچولي دي، د فبرورۍ په ۲۴ مه د کارنیول جشنونو په عادي وخت کې د ايټاليا په وينس ښار کې د پیازا سان مارکو څخه لیدنه کوي. دغه جشنونه په تیرو دوه ورځو کې د کورونا وایرس د خپریدو له امله لغوه شوي دي. [انډریا پټارو/ای اېف پي]

ماسکو -- د روس سره تړاو لرونکو په زرګونو ټولنیزو رسنیو اکاونټونو همغږيزې هڅې پيل کړي چې د نوي کورونا وايرس په اړه سازشي نظریات خپاره کړي، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د وبا د خپرېدو ويره د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۴) زياته شوه، په ایران کې ګڼ شمير مرګونه وشول او په آسیا، منځني ختیځ او يورپ کې د دې وبا خپریدل زيات شول.

د غلطمو معلوماتو دا کمپاین دې بې بنياده سازشي نظریو ته وده ورکوي چې متحده ایالات د کوويډ-۱۹ وبا تر شا دي، چې د روغتیايي اندیښنو سره په نړۍ کې د متحده ایالاتو انځور ته په ښکاره ډول زیان رسوي.

امريکايي چارواکو، چې د روس د غلطو معلوماتو سره د مبارزې دنده لري، ای اېف پي ته وويل، په ټويټر، فېسبوک او انسټاګرام جعلي شخصيتونه کارول کيږي چې په ګڼو ژبو کې د روس د خبرو ټکي پر وړاندې بوځي.

فیلیپ ريکر، چې د اروپا او ایروایشیا د بهرنیو چارو اسسټنټ سيکريټري دی، وويل، "د روس مقصد دا دی چې شخړه رامنځته کړي او د امریکې ادارو او اتحادونو ته زيان ورسوي، چې په دې کې پټ او ناوړه اجباري نفوذ لرونکي کمپاینونه شامل دي".

د کوریا د حشراتو د کنټرول اتحادیې یو کارکونکي، چې حفاظتي جامې یې اغوستي دي، د فبرورۍ په ۲۴ مه په سیول کې د نوي کويډ-۱۹ کورونا وایرس د خپریدو په مخنیوي کې د مرستې لپاره د جراثيم وژونکو موادو سپرې کوي. [جونګ یون-ژی/ ای اېف پي]

د کوریا د حشراتو د کنټرول اتحادیې یو کارکونکي، چې حفاظتي جامې یې اغوستي دي، د فبرورۍ په ۲۴ مه په سیول کې د نوي کويډ-۱۹ کورونا وایرس د خپریدو په مخنیوي کې د مرستې لپاره د جراثيم وژونکو موادو سپرې کوي. [جونګ یون-ژی/ ای اېف پي]

د روس دولتي انلاین میډیا او د ټولنيزو رسنیو په زرګونو اکاونټونه کاروي چې په انټرنيټ باندې د غلطو معلوماتو د خپريدو له لارې هله ګوله، ویره او ناکراري رامنځته کړي. [فايل]

د روس دولتي انلاین میډیا او د ټولنيزو رسنیو په زرګونو اکاونټونه کاروي چې په انټرنيټ باندې د غلطو معلوماتو د خپريدو له لارې هله ګوله، ویره او ناکراري رامنځته کړي. [فايل]

هغه وويل، "د کورونا وایرس په اړه د غلطو معلواماتو د خپرولو سره، د روسی ناوړه عمل کونکي یوځل بیا غواړي چې خلک له ګواښ سره مخ کړي او د دوی پام د نړیوال روغتیا غبرګون نه واړوي."

په دغه ادعاګانو کې، چې په وروستيو هفتو کې آنلاین خپریږي، دا تورونه شامل دي چې دا وایرس د متحده ایالاتو يوه هڅه ده چې "د چین پر وړاندې اقتصادي جګړه" پيل کړي او دا يوه بیولوژیکي وسله ده چې د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې لخوا جوړه شوې یا د لویدیځ په مشرۍ د هڅو يوه برخه ده چې "د چین پر ضد پیغامونه وړاندې کړي."

د غلطو معلوماتو کمپاین د متحده ایالاتو څارونکو لخوا د جنورۍ په نیمایۍ کې وروسته له هغې په ګوته شو کله چې چینايي چارواکو په ووهان، چې د وبا اصلي مرکز دی، کې د نوي کورونا وایرس له کبله د دریم مرګ اعلان وکړو.

په چین کې -- چیرې چې دا وایرس د تیر کال په وروستیو کې ښکاره شوی و -- د مرګ رسمي شمیره نږدې ۲،۶۰۰ ده.

خو د نړۍ په نورو برخو کې د وایرس خپریدل په تیره یوه هفته کې زيات شوي، په داسې حال کې چې ایران، سویلي کوریا او ایټالیا د نويو ناوړه ځايونو په توګه راپورته شوي دي.

افغانستان، بحرین او کویت هم د دوشنبې په ورځ د وایرس د لومړۍ پیښې اعلان وکړو، چې له دې سره د هغه هیوادونو شمیر د ۳۰ نه زيات شو چې دغه وبا لري.

ورته اکاونټونو مخکې د اوکراین، سوریې په اړه پوسټونه خپاره کړي ول.

د نوي کورونا وایرس په اړه غلط معلومات او غلطې نظريې يو جدي ګواښ ګڼل کیږي.

د یو راپور له مخې، چې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالی ښکیلتیا مرکز لپاره تيار شوی و او ای اېف پي لخوا لیدل شوی و، په زرګونو آنلاین اکاونټونه -- چې مخکې په ګوته شوي ول چې د لويو پیښو لکه په سوریه کې جنګ، په فرانس کې د يلو ويسټ احتجاجونو او په چیلي کې د ډله بيز احتجاجانو په اړه د روس په ملاتړ پیغامونه خپرول -- د دې ناروغۍ په اړه "نږدې ورته پیغامونه" خپاره کوي.

دې وویل، دا اکاونټونه، چې د باټونو په ځای د انسانانو لخوا چلول کیږي، په ورته وخت کې په انګلیسي، هسپانوي، ایټالیا، الماني او فرانسوي ژبو کې پوسټونه خپروي او له روس سره اړیکې لري او یا هغه پيغامونه لري چې د روس ملاتړ لرونکي رسنيو لکه د آر ټي او سپټنک راپورونو په څير دي.

د متحده ایالاتو چارواکي وايي چې د روس دولتي تمویل شوي میډیا د جنورۍ په ۲۰ مه د لویدیز ضد پیغامونه د وایرس د لامل په اړه خپاره کړي، په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو کارونکو په بله ورځ په نړیواله کچه پوسټونه خپاره کول پیل کړل.

ځانګړي استازي لی ګابریل، چې د نړیوالې ښکيلتا مرکز مشر دی، وويل، "په دې حال کې، موږ توان لرلو چې د غلطو معلوماتو بشپړ نظام په روان حالت کې وګورو، چې په دې کې دولتي تلویزیون، پراکسي ویب پاڼې او د ټولنیزو رسنیو په زرګونو جعلي شخصیتونه شامل دي چې ټول ورته موضوعات خپروي." د نړيوالې ښکيلتيا مرکز دنده لري چې پروپيګنډه او غلط معلومات په ګوته کړي او ښکاره يې کړي.

د ډیرو تیرو خبرونو پیښو په جریان کې، دغه اکاونټونو به تر ۷۲ ګهنټو لپاره په فعاله توګه پوسټونه خپرول. خو د نوي کورونا وایرس په اړه پیغامونه په تیره میاشت کې هره ورځ اپلوډ شوي -- چې دا د روس لخوا په هغه راپورونو کې د سرمايه کارۍ یوه نښه ده چې امکان نه لري چې ډیر ژر به په سرليکونو کې ځای له لاسه ورکړي.

د نړیوالې ښکيلتيا مرکز يو بل چارواکي وویل، "د معلوماتو د جګړې په اړه د روس د نظریې له مخې، دا غوره کار دی."

د فبرورۍ په پیل کې، فېسبوک وویل چې دې په ټولنیزې شبکې باندې د بې لارې کولو او غلطو معلوماتو د له منځه وړولو لپاره په وروستيو هڅو کې په درجنونو هغه اکاونټونه لرې کړل چې د روس د پوځي استخباراتو سره يې تړاو لرلو.

د روس یوې شبکې، چې ۷۸ په کې د فېسبوک اکاونټونه او څلور پکې د انسټاګرام اکاونټونه شامل دي، په اوکراین او ګاونډیو هیوادونو تمرکز کولو او په سوریه کې يې د شخړې، په کریمیا کې د نسلي تاوتریخوالي او په ۲۰۱۴ کال کې په اوکراین کې د ماليشيا الوتکې د ښکته کیدو په اړه مواد خپرول.

فېسبوک په تیر اکتوبر کې وویل چې دې هغه ګڼ شمیر اکاونټونه لري کړي چې له روس سره يې تړاو لرلو، چې مالکانو يې هڅه کوله چې په ۲۰۲۰ کال کې د متحده ایالاتو په صداراتي انتخاباتو کې مداخلت وکړي.

په دغه اکاونټونو کې د سینټ پیټرزبرګ د انټرنیټ څیړنیزې ادارې (آی آر ای) هغه پیغامونه بيرته وکارول، چې په ۲۰۱۶ کال کې يې په صداراتي انتخاباتو کې د متحده ایالاتو ووټ ورکونکي په نښه کړې ول.

روس بحران ته وده ورکوي

د واشنګټن له مخې، د روس د غلطو معلوماتو وروستي کمپاین د دې ناروغۍ په وړاندې غبرګون ګرانوي، په داسې حال کې چې خلک د لویدیځ د غبرګون په اړه په شک کې اخته کيږي.

د نړيوالې روغتیا سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریسس خبرداری ورکړی، که چیرې هیوادونه د وایرس پروړاندې په چټکۍ سره اقدامات ونه کړي، نو دا وبا هر ځای کې خپريدې شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت یوه نامعلومه چارواکي وویل، داسې ښکاري چې د روس فعالینو ته د غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره "بشپړه آزادي" ورکړل شوي ده.

دغه چارواکي وويل، "دا پرواه نه کوي چې آیا په اعلی کچه دوی ته ځانګړي موضوع دوی ته ورکړل شوي ده، خو دا حقیقت دی چې دوی په دې ځای کې د فعالیت خپلواکه وړتیا لري چې تر هغه حده پورې زيان ورسوي چې څومره دوی کولی شي. کيدې شې چې دا ناوړه اغیزې ولري. "

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 6

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روس په حقه دی

ځواب

روس بالکل په حقه دی. دا وایرس د اسرایلو او متحده ایالاتو تولید دی ... ستونزه دا ده چې ټولې نړۍ خپلې سترګې بندې کړي دي.

ځواب

دا د کرونا ویرس هیڅ نشته دا ټول د امریکا او اسرائیلو په نوی بڼه له چین او ایران سره اقتصادی جګره او له افغانستان سره مذهبی جګره ده ځکه چی چین او ایران ته یی زیاته اقتصادی زیانونه واړول او د افغانان سره په د جګره کی بیا هم ناکام شول ځکه خو د شکر ځای دادی چی د یو کوچنی برخی د افغانانو چی هغوی هم د دوی په شان دی او نور ټول افغان مسلمان وروڼه یو له بله سره په اسلامی مینه او محب ژوند کوی.

ځواب

د روس اندیښنه شاید سمه وي.

ځواب

روس افغان جګړې ته لمن وهي. دلیل یې دا دی چې روس، عرب، اوکراین او سوریه نورې ګټې لري. روس غواړي چې امریکا په افغانستان کې پاتې شي. د دې معنی دا ده که روس یا امریکا وي خو په دواړو حالتونو کې مسلمانان په تاوان کې دي.

ځواب

دا ویروس يو نړیوال سکیم دی او د ټګمارو رسنیو پروپګنډه ده

ځواب