روغتیا

راپورونه ادعا کوي چې بیجینګ قصدً د کورونا ویروس خپرېدو شواهد له منځه ویوړل

پاکستان فارورډ

نیم پوځي پولیس افسران د می په ۳مه په بیجینګ کې تیاننمين چوک ته نژدې ګشت کوي. [نیکولاس/ اسفوري/ای اېف پي]

نیم پوځي پولیس افسران د می په ۳مه په بیجینګ کې تیاننمين چوک ته نژدې ګشت کوي. [نیکولاس/ اسفوري/ای اېف پي]

د آسټرالیا یوې ورځپاڼې د یو استخباراتي سند په حواله راپور ورکړو چې د وژونکي کورونا ويروس ناروغۍ سرچينه يې څیړلې ده، د چین رژیم په قصدي ډول د کورونا ویروس خپرېدو شواهد له منځه ویوړل.

د ۱۵ پاڼو راپور، چې د سيټرډی ټيلي ګراف لخوا ترلاسه شوی دی، وايي چې د چین حکومت -- "نورو هیوادونو ته د خطر" رسولو سره -- د ویروس خبرونه د ډاکټرانو، چې د دې په هکله يې خبرې وکړې، غلې کولو یا غايب کولو سره پټ وساتل، د کورونا ويروس شواهد يې په ليبارټرو کې تباه کړل او هغه سايسندانانو ته يې د نمونو ورکولو نه انکار وکړو چې په واکسین يې کار کولو.

دا راپور د متحده ایالاتو، آسټرالیا، نیوزیلینډ، کاناډا او انګلستان د فايو آييز استخباراتي ادارو لخوا تيار شوی دی.

اسوشیټیډ پریس (ای پي) د اپرېل په ۱۵ مه راپور ورکړو چې د کورونا ویروس په اړه د چینايي چارواکو لخوا نږدې د یوې هفتې په عامه توګه خاموشۍ نړۍ د دې فرصت نه محرومه کړه چې دغه وبا به يې په پيل کې ختمه کړی وای.

چینايي چارواکو په پټه توګه دا محسوس کړه چې يوه وژونکی وبا رامینځته شوې ده، که څه هم، دوی ووهان ته د يو داسې ډله ایز ضیافت اجازه ورکړه چې په لسګونو زرو خلکو په کې ګډون وکړو او په ټولو خواو کې يې ویروس خپور کړو.

د جان هاپکنز يونيورسټۍ له مخې، د دوشنبې د ورځې (د می په ۴ مه) پورې، د کورونا ویروس له کبله د یو ملیون څلورمه برخه کسان مړه شوي دي، او د ۳.۵ مليونو کسانو نه زيات په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

په شفافیت برید

د دغه راپور له مخې، د چینایي حکومت کړنې په "نړيوال شفافيت" باندې يو بريد ګڼل کيږي، چې په لسګونو زره خلک په کې وژل شوې دي.

احتمال لري چې دا سند به د چین پر حکومت نور فشارونه ډیر کړي چې د خپلو عملونو او لومړني بیانونو وضاحت وکړي.

د نړۍ مشران د چینایي رژیم څخه غواړي چې د کورونا ویروس د ناروغۍ په اړه د امکان تر حده شفاف پاتې شي، ځکه چې بیجینګ د بحران د سمبالولو په برخه کې له زیات فشار سره مخ دی.

تنقيد کونکي نوموړی هیواد په دې تورن کړی چې د دغې وبا کچه او ساحه یې هغه و خت کمه ښکاره کړې وه کله چې دا د تير کال په وروستيو کې راپورته شوه، په داسې حال کې چې دا ګومان کیږي چې ویروس له ليبارټرۍ څخه خپور شوی و.

په ۲۰۱۸ کال کې د متحده ایالاتو چارواکو د چين په ووهان کې د یوې څیړنیزې ليبارټرۍ په اړه ګڼ شمير اخطارونه خپاره کړل او ويې ويل چې دې د خوندیتوب نامناسب اقدامات لرل، په داسې حال کې چې دې د ښاپيرک کورونا ويروسونو په اړه يوه خطرناکه مطالعه کوله. د ښاپيرک ويروس هغه ويروس دی چې په ۲۰۲۰ کال کې يې ټوله نړۍ له زيان سره مخ کړې ده.

دا انکشافات داسې ګنګوسې پیاوړې کوي چې نوی کورونا ویروس د څاروو د بازار څخه نه و راغلی، لکه څنګه چې چینايي چارواکي پې په ځینې وختونو کې ټينګار کوي بلکې د حکومتي تمویل شوي ليبارټرۍ نه خپور شوی و.

لوړ پوړي روغتيايي متخصصين وایي، که چيرې چینايي چارواکي په پیل کې د نوي کورونا ویروس په اړه شفاف پاتې شوی وای، نو اوس به نړۍ د کورونا ويروس سره د مبارې لپاره ډیره په ښه حالت کې وای.

د چینایي چارواکو لخوا د ترلاسه شويو معلوماتو د صداقت په اړه په نړيواله کچه انديښنه وده کوي، په ځانګړي توګه زياتره نړۍ د کورونا ويروس په اړه د چینایي رژیم د معلوماتو په مخالفت کولو کې متحد دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500